آرشیف

2015-2-2

شاه ولی آرین

​دهیواد د پخوانی جمهور رئیس اتل شهید حفیظ الله امین ملی، سیاسی او علمی شخصیت

دهیواد دپخوانی جمهوررئیس اتل شهید حفیظ الله امین دملی،سیاسی اوعلمی شخصیت دڅیړنی دپاره اړینه ده چې دوو مهمولاملونو او فکتورونو ته دلوستونکوپام راواړوم.

۱- اتل شهید حفیظ الله امین څوک و.

۲- داتل شهید حفیظ الله امین مخالیفین څوک وو.

دافغانستان ملی قهرمان اوپه هیواد کې دملی حاکمیت دټینګښت دلاری اتل شهیدحفیظ الله امین دحبیب الله خان خروټی زوی په ۱۳۰۸شمسی کال د پغمان په ولسوالی کې زیږیدلی دی.ده په پغمان کې دلومړنیوزده کړونه وروسته دکابل دارالمعلمین بشپړاوبیا دساینس له پوهنځي نه فارغ شو.ددارالمعلمین اوابن سینا په ښوونځیوکې د مدیراوپه دی اونوروښونځیوکې دښوونکي په توګه دښوونځیودزده کونکو،ښوونکواوپوهنتون د محصلانوپه منځ کې ډیره پیژندګلوی،اتباراونفوذ پیداکړ.
ده دامریکا په نیویارک کې دښوونې اوروزنې په برخه کې دماسترۍ له اخیستونه وروسته بیا په دارالمعلمین ،ابن سینا اومعارف وزارت کې دندی ترسره کړی چې هلته یې هم دځوانانودسیاسی شعور،هیوادپالنی روحی دلوړولوپه لار کې فعال رول تر سره کړ.
په۱۳۴۱کال کې دکانکوردیوی ازموینی په نتیجه کې دلوړونمروپه اخیستلوسره دډاکتری له پاره بیا امریکا ته وټاکل شو.په۱۳۴۲کال په امریکا کې دافغانی محصلانودیوپراخی ټولنی له خوادمحصلانوداتحادی درئیس په توګه وټاکل شو.دهغه لوړوافکارو،علمیت اوملی هیواد پال شخصیت دمحصیلینوترمنځ دهغه اتباراواعتماد نورهم لاپسی پیاوړی کړ.نوځکه یې په همدی کال دیوشمیرملګروسره په مشوره کې یوه مترقی سیاسی ټولنه په نیویارک کې جوړه کړه.
هغه په دی پوهیده چې په۱۳۴۲کال په هیواد کې دوتلو سیاسی څیرودهلوځلوپه نتیجه کې دیوسیاسی ګوند دجوړید کار په بشپړیدوو،نوځکه هغه دامریکا نه خپلوملګروسره اړیکی ټینګی او اطمنان یې ورکړچې دی هلته هم په سیاسی چارو بوخت دی اوځان په هیواد کې ددی حزب چې دجوړیدوپه حال کې دی غړی ګڼی.   دحفیظ الله امین دسیاسی،طبقاتی اوانقلابی مبارزودڅرګنداومؤثرفعالیت له امله چې د محصیلینو تر منځ یې کاوه په امریکا کې یې شهرت وموند اوپه داسی حال کې چې دډاکتری دپروګرام ټول کورسونه یې تکمیل کړی وواویوازی دوروستئ دفاعی په درشل کې بیرته هیواد ته راولیږل شو،چې دا دده ددښمنانودهغه بی بنیاده تبلیغاتوسمه بیلګه ده چې ویل یې دی، د سی ای یې غړی دی.
هغه دګوند ددستورپراساس په ۱۳۴۴کال کې دپغمان دولسوالی نه ځان دملی شورا دولسمی دوری ته کاندید کړامادهیواددپرمختګ،ترقی ددښمنانودتوطیواولاسوهنوله امله بریالی نه شو.حفیظ الله امین دیورښتیاني افغان ټول صفتونه درلودل. څنګه چې په ظاهرکې دی یوښکلی سړی و،په باطن کې هم هغومره پاک اوسپیڅلی و. هغه دخپلوخلکواوهیوادوالو سره ښی اړیکی درلودی دهیوادوالو نه یې زده کول اودخلکوپرګنو ته ورته همدا علت وچې دملی شورا دیارلسمی دوری ته یې بیا دپغمان دولسوالی نه ځان کاندید کړاوداواریې په بریالیتوب سره شورا ته لار ومونده.
هغه دپارلمان دتریبیون نه وارواردهیواد دبی وزله ولسونودستونزو،اړتیاوواوغوښتنوغږ په ډیره میړانه را اوچت کړاو دشاهی رژیم دبی عدالتیو اوناخوالونه یې افغان ولس ته پرده راپورته کړه.داستبداد ،فیودالیزم او ارتجاع پرضد یې سخته مبارزه وکړه اود پارلمان د تریبیون دلاری یې په ولسونو او ګوند کې خورا ډیر محبوبیت ترلاسه کړ.
حفیظ الله امین دافغانستان عظمت او لوړتیا غوښتله اودټولو افغانانودعظمت او لوړتیا ارمانجن و.دده یواځینی ارمان داوچې افغانستان په ټوله سیمه اونړی کې یوازاد مستقل اوسرلوړی هیواد وی.ده دافغانانوپه استعداد بیخی باوردرلوداوداسی یې ګڼل چې که افغانانو ته دمعاصری پوهی او تخنیک دزده کړی زمینه برابره شې کیدای شې ډیر ژرهیواد دسیالو هیوادوپه قطار کې ودریږی.نوځکه هغه پر خپل ځان،ګوند او خلکوپوره باور درلود،اوهمدا یې دکامیابی مهم ټکی و.
هغه په ګوندی فعالیتونو اوورسپارل شوودندوکې ډیرحساس و،دټولوستونزواودسیاسی حریفانودغیرعادلانه تبلیغاتو،دسیسواوتوطیوسره سره یې په ډیره میړانه اوحوصله مندی په ګوند کې فعال اوځلیدونکی سیاست وکړاو ګوند یې دهیواد دسیاسی حاکمیت تر پوړی ورساوه. هغه دروسانو پردوستی باورنه درلود.دافغانستان دخلق دموکراتیک ګونددرهبری هیئت یوپرچمی لوړ پوړی غړی مرحوم عبد القدوس غوربندی په خپل کتاب کې داسی لیکی«
باید تذکرداد که درهدایت امین درموردکود تا این دستورهم شامل بود که موضوع از روسها جدأ مخفی نګهداشته شود.وجود این جمله درین دستورنشاندهنده عدم اعتماد امین نسبت په روسها است.که بر حق بودن انرا حوادث بعدی تا اشغال روسها روشن میسازد».
اکادیمسین کاندیدابراهیم عطایی دافغانستان پرمعاصرتاریخ یوه لنډه کتنه کتاب کې داسی وایې«
امین دشوروی  سره هم په خوشونت برخورد کاوه لکه چې یوځل دګازپر قیمت یې دشوروی له هیئت سره خبری دې حد ته ورسیدی چې هغوته یې وویل کوم قیمت چې موږټاکلی اودبین المللی مقرری سره برابردی که یې منئ ښه او که نه بیخی دا قراردادلغوه،افغانستان به په خروخپل انتقالات وکړی اودګازله ګټی به تیرشې» دهمدی کتاب په بله برخه کې مرحوم غوربندی داسی لیکی«حفیظ الله امین حتا په قول دشمنانش یک عنصر ناسیونالست ،آزاد منش،ومغرورمتکی به نفس،جسور،نیکو منظروخوش لباس بود.نګارنده چند باراز زبانش شنیده بودم که میګفت،دوستان شوروی سیاست مستقلانه ما رانمی پسندند واز استقلال فکری ما ناراض اند. امین چندین باراز دامی که «کا جی بی »برایش ګذاشته بودمعجزه اسا نجات یافت ولی تسلیم نشد» حفیظ الله امین دانقلاب دتکامل په لارکې دهیواد ددښمنانوپه هکله جدی و،اودهمدی اصولوپه چوکاټ کې کله چې د داود خان له خواپه ګوند حمله وشوه اوغوښتل یې چې دګوندرهبران اعدام کړی هغه دی ته اړشوترڅو د انقلاب قومانده ورکړی اوپه دی کار موفق هم شو. هغه  په ۱۳۵۸ کال دوری دمیاشتی په اومه نیټه دهیواد لومړی وزیر اوپه ۲۵ دسنبلی دګوند دمرکزی کمیټی دپلینوم اوانقلابی شورا دپریکړو پراساس درایو په اتفاق دهیواد جمهور رئیس او صدر اعظم وټاکل شو.
حفیظ الله امین د شوروی اتحاد دیرغل اوتیری دمخه په وروستئ مرکه کې دعربی ژورنالیست،تاریخ اوناول لیکونکی :عادل بشاطاوی سره چې دعربی خبری ورځ پاڼی جده سعودی عرب د دسمبر۳۱د۱۹۸۰زکال کې خپره کړه،عادل بشاطا وي داسی لیکي«
دافغانستان پخوانی جمهوررئیس حفیظ الله امین وایې:چې هغه په وار واردشوروی اتحاد دراتګ او دهغوی ځای پرځای کیدل ردکړی دی.حفیظ الله امین زیاتوی که شوروی اتحاد افغانستان کې مداخله وکړی نودابه ډیرمنفی اثرات ولری اوددوی شتون به دافغانانوقهراوغضب راوپاروی». حفیظ الله امین متاهل اوددری ځامنو اوڅلورنوڼولرونکی و.هغه یوعلمی ،فرهنګی شخصیت و،په پښتو،دری او انګلیسی ژبویې دویلو،لوستلواولیکلوپوره توانمندی درلوده.په علمی اوتحقیقاتی برخه کې یې خوراخدمتونه  کړی .د صحافتی خدمتونوپه برخه کې دشاهی دوری ۲مخفی رسالی د «رهنما» او«جنبش» په نامه اوهمدا ډول تحقیقاتی تالیفات او لیکنی یې د « ژوری څیړنی-دبریالیتوب راز-انقلابی لار-اویوشمیرعلمی اوتحقیقاتی مقالی مضامین او داسی نور یادولی شو. 
۲- داتل شهید حفیظ الله امین مخالیفین څوک وو.
 
په افغانی ټولنه کې یومنل شوی اصل دی چې وایې:«دیوه انسان ښه پیژندنه د هغه دنږدی ملګرو اویادهغه دمخالیفینودکړوړوړنه ښه اټکل کیدای شې».که چیری دخلق دموکرتیک ګوند دپیل نه وګورودحفیظ الله امین نږدی ملګری پاک ،سپیڅلی انسانان،په هیوادمین اوصادق چې په هیوادکې دسیاسی قدرت دمخه اویا وروسته پرته له دی چې خدمت وکړی هیڅ ډول منفی پدیدی لکه رشوت ،چورچپاول نه دی ترسره کړی اوحتا همدا اوس داسی مشران شته چې په هیواد کې دخټو کور چې دانسان طبعی حق هم دی نه لری،دوی دهیواد دملی حاکمیت دټینګښت په لارکې هیڅ ډول معاملی ته سر ټیټ نه کړاوهمدا علت هم و چې یو شمیریې دشوروی د استعماری یرغل قربانیان یو شمیر نورد«کی جی بی» جاسوسی سازمان له خوا اعدام اوخوراډیرشمیرنورو دمزدور نظام دزندان په سلولونوکې کم او زیات لس کلونه تیرکړل.دا په خپله تاریخ ثابتوی چې زبرځواک او خائن عناصر،ملی وطنپال شخصیتونه اوقوتونه نه شی زغملی نوځکه دهررازوسائلواو توطیو نه ډډه نه کوی لکه چې په افغانستان کې دخلکیانواوپه خاص ډول دحفیظ الله امین دحاکمیت پرضد کورنیو اوبهرنیومخالیفینو لاس سره یو کړ. اوس دیوه تاریخی واقیعیت په نظر کې نیولوسره غواړم دحفیظ الله امین دمخالیفینوکړو وړوته دلوستونکو پام راواړوم.
ببرک کارمل: دهیوادد ډیرو پیاوړولیکوالانواومحقیقینوتحقیقات اولیکنی دا ثابتوی چې ببرک کارمل افغان نه دی بلکه نیکه یې دبریطانوی هند دنیواک په وخت کې چې کشمیری دی افغانستان ته راغلی دی.او وروسته دانګریزانودماتی دبګرامیوپه کمریوکې میشت شوی دی.د کارمل سیا سی مبارزه هم تل داستخباراتی کړیوتر نظراوپلوی ترسره شوی دربارسره دده اړیکی یې غوره بیلګه ده.دی دشوراددولسمی دوری دتریبیون دلاری  داسی وایې: « درین شک نیست که به ایستیناد ماده ۱۵قانون اساسی پادشاه غیر مسئول وواجبل احترام است،وظیفه هر فرد واتباع افغانستان است که دربرابرچنین شاهی که درممالک اسیایې ازجمله مترقی ترین شاهان به شمار می رود با ان احترام ګذاشت.این حقیقت است که ما از صمیم قلب با ان اعتقاد واحترام داریم وهیچکس نمی تواند این اعتقاد واحترام که ما باان داریم ازما بګیرند».حال داچې دحفیظ الله امین موقف په پارلمانی مبارزو کې دمخه لیکل شوی دی.په سلګونه لاسوندونه دببرک کارمل اودهغه دمزدوربانډپه هکله موجود دی چې د شاهی کورنۍ،داودخان او کی جی بی سره یې اړیکی څرګندوی،تر ټولوداچې یوځل یې هیواد پرروسانوخرڅ اودشاشجاع په شان دروسانو په ټانکونوسپور هیواد ته راغی، اما دهیواد اتل شهید حفیظ الله امین دخپل هیواد ددفاع په لارکې سرکیښود خوروسانو ته تسلیم نه شو.
دستګیر پنجشیری:دحفیظ الله امین مخالف اما دکی جی بې جاسوس چې دروسانودیرغل پروګرام یې دمسکو نه دځان سره راوړی واوپه هغه شپه چې دهغه د اشپزله خوا په سوپ کې زهراچول کیږی یوازی پنجشیری یې نه خوری ځکه چې خبرودګونددحاکمیت په وخت کې دوه اتشه کمونست اما دګونددسقوط نه وروسته یې  نه منونکی بدلون وموند او دپلنګ پوشانواو دپنجشیرداعزازی شیرانواوقهرمانانو مداح تری جوړ شو.
اسدالله سروری،سید محمد ګلاب زوی او اسلم وطنجار:دشوروی داستخبارتی نظامی سازمان او« کی جی بې» غړی دخلقی حاکمیت دټولوناخوالوعاملین چې دکارمل او کی جی بی په دستور یې دخلقی حاکمیت دبدنامولو له پاره ترسره کړی اوبلاخره دیوه خپلواک ملی حاکمیت دنسکورولود پاره یې دخپلو بادارانو سره یوځای په ټانکونوسپاره په ډیره بی شرمی هیواد ته راننوتل.چې دا هم دحفیظ الله امین مخالیفین وو.
اسلامی بنسټ پال مشران:ګلبدین حکمتیار،برهان الدین ربانی،رسول سیاف ،احمدشاه مسعود،تورن اسماعیل ،محقق،خلیلی، اوداسی نورچې دحفیظ الله امین دنظام مخالیفین وو.دغو پورتنیوڅیرو په هیواد کې دولس او خلکو دملی غروراو ازادی غوښتونکی احساساتونه چې دروسانو دتیری په مقابل کې یې په ډیره میړانه او سرښندنوجهادوکړاوروسی یرغل ګریې په ګونډوکړل هیواد یې ازادکړ،دوی نامردانه اوخائنانه استفاده وکړه  دنړیوال استخباراتی کړیوپه دستور چې دوی یې غړی وو،دافغان ولس دجهاد ارزښتونه یې تر پښو لاندی کړل لکه چې ببرک کارمل هیواد پر روسانو خرڅ کړدوی په ډیره بی شرمی پر امریکایانو وپلوره دهیواد بیت المال یې چور چپاول کړ،مادی او معنوی ارزښتونه یې تر پښو لاندی کړل دمافیایې کړیو سره یې په معاملو کې هیواداو هیواد وال د ستری غمیزی سره لاس او ګریوان کړی چې همدا اوس هم دوام لری.      روس ، امریکااو ګاونډی هیوادونه: دوی هر یو دخپلو استعماری ،سیمه ایزواو ستراتیژیکو اهدافو دلاست راوړلودپاره دحفیظ الله امین دملی حاکمیت دټینګښت مخالفین وو.دافغانستان د مهم ستراتیژیک موقعیت اود ګاونډیوهیوادو سره دسرحدی لانجوچې دانګریزی استعمارله زمانی په میراث پاتی شوی و ،دوی هیڅکله نه غوښتل چې په هیواد کې یو پیاوړی،خپلواک ملی حاکمیت رامنځ ته شې نوځکه یې په کمپلیکسی توګه په ګډه دهیواددحاکمیت دنسکورولواستخباراتی اونظامی هلی ځلی پیل هیواد یې دستری غمیزی سره لاس او ګریوان کړچې دادی کلونه کلونه یې افغان ولس تری دوتلو لار نه شې موندلی.
درنو لوستونکوراشی دافغانی دود،انسانی اوعقلانی عمیق سوچ، اسلامی حکمونواوتاریخی پیښواودهیوادد اوسنی روان حالت په نظرکې نیولوسره پورتنې شخصیتونه اوحاکیمیتونه یې اوهمدا ډول دامریکا اوروس، پاکستان،ایران ستراتیژیک اومنطقوی سیاستونه په غوراودقت سره له نظره تیرکړی اوبی له دی چې دهمدی  پورتنیوعناصرو،تنظیمواودولتونوداستخباراتی ضد تبلیغاتوچې ددی دیرشوکلونوپه شاوخواکې یې دخلقیانو د شل میاشتنۍ حاکمیت اوپه خاص ډول داتل شهید حفیظ الله امین ددری میاشتینۍ دوری به اړه تر سره کړی له اغیزو ځان راوباسی اوافغانی سپیڅلی قضاوت وکړی چې څوک په حقه اوڅوک خائنان او هیواد ورانونکی او پلورونکی و او دی.

پای

مآخذونه:
۱-نګاهی په تاریخ حزب دموکرتین خلق افغانستان-
عبدلقدوس غوربندی.
۲- دافغانستان پرمعاصرتاریخ یوه لنډه کتنه-
داکادیمسین کاندید ابرهیم عطایې.
۳- رڼا اودفاع –
محمد حسن کاکړ.
۴- غمیزه څرنګه منځ ته راغله-
پوهنوال عبد الرشید جلیلی.
۵- تحلیل واقعات سیاسی افغانستان-
عبد الحمید مبارز.
۶- عربی خبری ورځ پاڼه جده سعودی عرب د دسمبر۳۱د۱۹۸۰زکال.