آرشیف

2021-10-13

شاه ولی آرین

ټول شموله حکومت؟ (طنزي کیسه)

 

هغه خورا زېرک، هوښیار او زړه سواند انسان و. ټولو کلیوالو باندې خورا ګران و، د جمعې او دوشنبې په ورځو کې به بازار ته ورته، هلته یې مڼده ئې کې د غلو، دانو د تلې کاروبار کاوه. خورا خبرلوڅ و، مجلس او بنډار یې په زړه پورې او خونده ور و.

د کلي په سپین ږېرو، ځوانانو، ماشومانو ګران و، کوم لور ته به چې دی روان و، ماشومان به ورپسې ځغستل، چې ورته کیسې ووائې.

کیسې به یې د ځنګلونو، غرونو، رغونو، مرغانو، دیوانو، ښاپیریو او اتلانو نکلونه او انځورونه وو، چې پر هر چا باندې به یې ځانګړې اغیزې درلودلای شو.

 

هو، جانو اکا یادوم.

میراوضل کاکو وایې:

« انو شه، په دغه ورځ دغه نامي د درختې تر سایې لاندې ناست و، سیبان یې خوړل، د مور شدې یې شه له مولا بورجان اکو نه یې پوشتنه وکا.»

«برجانه ځویه! زه خو ولاکه پوه شوی یم، چې دا ټولشموله حکومت څه ډول یو حکومت ته ویل کیږي.»

په دغه وخت کې مولابرجان، کټ، کټ په خندا شو او ویې ویل:

یاره جانو!

«ته هم عجیب انسان یې، بازار ته هره ورځ ته روان یې، تودې او خوږې کیسې ته راته کوې او د ټولشموله وکومت پوښتنه له مانه کوي.»

رښتیا چې ټول هک، پک پاتې شوول، په دغه وخت کې یوبل چا له پورته لوري غږ کړ:

«هغه د برکلي سرمعلم صاحب، چې دا ډېره موده چېرته په مسافرت تللی و، اوس راغلی، راځئ چې ورشو، هغه به تل د داسې سختو پوښتنو ځوابونه موږ ته راکول.»

هو، خیر ویسې راځئ چې ور درومو.

اوس نو دا ټول په تلوار د سرمعلم صاحب خواته روان دي، چې د خپلې پوښتنې ځواب تر لاسه کړي.

د سرمعلم صاحب پیروز کورته ورورسیدل.

سلام، سلام، سرمعلم صاحب، سلام، ښوونکي صاحب، سلام.

سرمعلم صاحب:

وعلیکم سلام دوستانو سټړي مشئ، په خیر راغلي.

اوس نو جانو اکا:

په خیر راغلی سرمعلم صاحب، خورا ډېر مسافرت دې وکړ؟

هو جانو اکا:

دا ژوند او روزګار همداسې دی.

جانو اکا دومره لیوال و، چې ځواب واوري د چایو تر څکلو یې هم تم ونه کړ، سیخه یې خپله پوښته له سرمعلم صاحب نه پیل کړه:

 

استاده!

دا څو ورځي سر په سر د ټولشموله حکومت غږ کته، پورته کېږي، دا یانې څه؟

 

سرمعلم صاحب:

«کور مو له غنمو ډک شه ولې تاسو یې نه وینئ؟

ټول شموله حکومت هغه دی، چې په کې د پردې تر شاه د پټو کسانو او شهیدانو استازیتوب، د هیواد د ګونګانو استازیتوب، د هیواد د ړاندو استازیتوب، د بیسوادانو استازیتوب، د معیوبانو استازیتوب، د انتهاریانو استازیتوب، دلادرکانو استازیتوب، د مظلومانو استازیتوب، د قهرمانانو استازیتوب، د احمقانو استازیتوب، د غازیانو استازیتوب او همدا ډول د ملا حمید خراساني شانته د لنډغرانو استازیتوب په کې شتون ولرې.

همداسې یوه حکومت ته  ټولشموله حکومت وایې کنه.

هو، که رښتیا راباندې و وایې د دې تیرو شل کلنو ټول شموله حکومتونو سره یې تفاوت دا دی، چې په هغو تیرو ټولشموله حکومتونو کې د غلو، غصبګرو، رشوتخورو، زورواکو، وسله واکو، هیواد پلورونکو، د هیواد د کانونو د غلو، د یوشمېر قاچاقبرو او زورواکو ښځو او همدا ډول د هیواد پلورونکو د استازو شمېر به خورا دېر په کې تر سترګو کیده انشا الله ، چې جانو اکا د پوښتنې ځواب به دې اخیستی وي.

 

هو سرمعلم صاحب سم دې پوه کړم کور دې ودان.

 

پای