آرشیف

2021-10-20

شاه ولی آرین

د هیواد د ثبات له پاره څه پکار دي

 

عجیبه خبره دا ده، چې د طالبانو د واکمن کیدو د مخه د فیسبوک په مجازي نړۍ کې داسې درز او غرب روان و، چې که چېرې به کوم چا د جګړې د ختمیدو په اړه پخواني حکومت ته وړاندیز کاوه، نو د واره به یو شمېر فیسبوکیانو د ټامیانو او یا خیاطانو په نامه یادول او که د طالب پر خوا یې څه ویل نو سم دستي به د ای اس ای ټاپه پرې لګیده.

اوس داسې یو حالت راغلی، که چېرې یو لیکوال طالبانو ته مشورې ورکوي او یا د نیوکو له لارې یې تیروتنو ته پام هم را اړوي سم د لاسه پرې د فاشست ټاپه لګول کېږي.

څو ورځې د مخه مې د خپلې یوې همدا ډول مشورتي، انتقادي مقالې په هکله چې طالب چارواکو ته متوجه وه، د یوه هیوادوال له لورې د خپل فیسبوک پر پاڼه باندې احساساتي او له تعصبه ډک کمنت ولوست او رسا یې راته لیکلی و:

«چې ته فاشست یې طالبان چې ټول پښتانه دي، ته ترې دفاع کوي او تاسو پښتنو دا یونیم سل کاله په نورو قومونو ظلم کړي»

ما سوچ وکړو چې ممکن ښاغلی رواني ستونزه ولري، ځکه چې نوموړی راته داسې ښکاریده چې په مستعار نوم  بې له انځوره فیسبوک کاروي. هرڅومره چې مې دلایل ورته ولیکل په خپله خبره ټینګ ولاړ و مجبور وم چې ورته ولیکم «…….سلام.»

 

درنو لوستونکو!

رښتیا خبره خو داده چې یو شمېر فیسبوکیان تیار ټاپه په لاس ناست دې که څوک د خیر او ښیګڼې خبره هم کوي  تر نیوکو او بې اساسه تبلیغاتو لاندې یې راولی، خو که رښتیا ووایم د هیواد روان له ستونزو او کړاونو ډک وضعیت هر لیکوال او هیواد پال شخصیت دې ته مجبوروي، چې د ستونزو د راسپـړلو او  د حل د لارې د راپیدا کولو په لار کې، څه ولیکي او یا یې و وایې، نو ځکه مې دا دی یو ځل بیا بې پروا د هیواد د ثبات او د طالبانو د ملي او نړیوال مشروعیت د لاسته راوړلو په هکله خپل د نظر ټکي لوستونکو او طالب چارواکو ته وړاندې کړل.

د تیرو مقالو په دوام په اوسنیو حساسو شیبو کې د هیواد د ثبات له پاره یو ځل بیا څو اړینو ټکو ته د طالب چارواکو او په هیواد مینو افغانانو پاملرنه را ګرزوم:

۱- د طالبانو له پاره د هیواد ملي مشروعیت تر لاسه کول، تر ټولو اساسي او لومړنی اساس دی، چې د دولتي، سیاسي او نړیوال مشروعیت له پاره لار خلاصولی شي. د ملي مشروعیت شرط ولس ته مراجعه او غوښتنې یې په نظر کې نیول دي.

۲- په هیواد کې د سرتا سري امنیت ټینګول، وسله واک، زورواک، غصبګر، مافیایې کړۍ، د قدرت د جزیرو ټکول، بې وسلې کول، اقتصادي واک یې نفې کول د امنیت د ټینګیدو لاملونه دی. د دغو چارو د سرته رسولو په لار کې یوازې د پنجشیر ولایت نه لاسته راغلي، غلا شوې وسلې، مهمات او نور د بیت المال توکي کفایت نه کوې، بلکې په باور سره ویلی شم، چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې په خاص ډول، هرات، جوزجان، فاریاب، بلخ، سمنګان، تخار، بغلان، بدخشان، کندهار، ننګرهار، بامیان، وردک، دایکندي او حتا په کابل کې چې د دغو مافیایې کړیو د قدرت د جزیرو مرکزونه وو، د ورته پټو او غلا شوو زیرمو د موجودیت امکانات په کې شته، چې باید له پامه ونه غورزول شي.

۳- د دپلوماتیکو هلو، ځلو پیاوړتیا، نړیوالو ته اطمنان ورکول چې له افغانستان نه به هیچا ته خطر نه وي، همدا ډول د نړیوالو د باورونو د لاسته راوړلو له پاره په دولتي قدرت کې د پاکو او سپیڅلو هیوادوالو شریکول، د ښځو او نجنو د تحصیل، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو په لار کې د اسلامي منل شوو اصولو رعایت، په نړۍ کې د نورو اسلامي هیوادو د اصولو په نظر کې نیولو سره عملي کول.

۴- له ګاونډیو هیوادو سره د حسنه مناسباتو، تامینول، ساتل، د متقابلو ګټو او نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره.

۵- د هیواد د تیرو منل شوو ملی ارزښتونو درناوی، د هیوادوالو د زړونو د لاسته راوړلو او په زړونو د حاکمیت کولو غوړه لار ده، چې جدې پاملرنه ورته په کار ده.

۶- په اقتصادي برخه کې د صادراتو او وراداتو د لینونو او دهلیزونو پرانستل، د کانونو د استخراج په هکله له هیوادونو سره د متقابلو ګټو په نظر کې نیولو سره د تړونونو لاسلیکول، د ملی پانګوالو تشویق او د زراعت برخې ته جدې پاملرنه.

 

پای