آرشیف

2024-4-13

دوکتور صلاح الدین سعیدی

د اسلامي قوانینو تطبیق! 

 

خبرې سمې خو وشاته یې کږې!

هو نړۍ حق نه لري زمونږ د دین مفتي شي  اوزمونږ پر ځای، د افغان ملت پر ځای، مونږ ته د ارزشونو په تشخیص کې ، تصمیم ونیسي! 

هو د حدیث منکر کافر دی! 

خوته اول دا ثابت کړه چې دا څه چې ته یې حدیث بولې، حدیث دی که نه دی؟ 

د اسلام د دین د احکامو تطیبق، د حدودو او تعزیراتو تطبیق سره مسلمان مخالفت نه شي کولای اونباید وکړي، خو آیا عمر فاروق رض د خپل خلافت دور کې، ولې ېو کال قطع ید حد تطبیق د سرقې په جزاء کې، په تآخیر واچوه او حکم د حد یې ملتوي کړ؟ 

زه په کلکه باورمند ېیم چې اوس اوس د طالبانو د موجود حاکمیت بنیادي خبرې، یعنې د مشروعیت د سؤال تر څنګ د اسلامي امارت د ظرفیتونو محدودیت، د مشروع، مدونو اسلامي جزایی قواعدو او اصولو د مشروعیت مرجع رسمي نه شتون او… ،دي. له دغو او ورته شتو سترو شبهاتو  وجود د کل په ډول او په انفرادي قضایاوو کې ثابت دي. او د نص صراحت دی، چې الحدود تسقط بالشبهات – دحدودپ جزاګانو تطبیق د شبهاتو د وجود په صورت کې ساقطېږي! لدې کبله د اسلامي عقوباتو د تطبیق صلاحیت او عدالت په اوسني حالاتو کې په افغانستان کې شرایط نه وینم. د حدودي احکامو د تطبیق لپاره پوره پوره تابیاوې نیول په کار دي. نو دغه برخه کې د أوس لپاره په تعویق اچولو او لا زیاد دقت، ته سفارش کوم. 

اوسنی تطبیق به د اسلامي عدالت لپاره نه، بلکې سیاسي استخباراني ګټه ترې واخیستل شي! 

والله اعلم باالصواب. 

داکتر صلاح سعیدی 

۱۱/۰۴/۲۰۲۴

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸