آرشیف

2024-3-6

دوکتور صلاح الدین سعیدی

د نجونو پر زده کړو د بنديزونو د ۹۰۰ ورځو په مناسبت د اسلامی همکارۍ سازمان ته پرانيستی ليک

 

۱۴۰۲/۱۲/۱۶

د اسلامي همکارۍ سازمان مشرتابه ته؛ 

السلام عليکم و رحمت الله و برکاته!

تاسو ته څرګنده ده چې له کومې ورځې د طالبانو اسلامي تحريک په افغانستان کې د اسلامي امارت په نامه واکمني ترلاسه  کړې ده، لومړنی کار يې دا و چې ښځې يې له زده کړې، کار، تفريح او نورو لومړنيو حقونو څخه بې برخې کړې. 

 تر کومه چې د افغانستان ولس او جيد ديني عالمان د اسلام  پر سپېڅلو احکامو پوهېږې، د علم زده کړه پر نر او ښځې فرض ده، خو له بده مرغه دا درېيم  کال دی چې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي. څرنګه چې له دوی سره پدې برخه کې هېڅ ډول اسلامي دليل نشته، نو کله د عنعناتو پلمه کوي، کله د مناسب چاپېريال او کله هم د اسلامي نصاب او نوې طرحې خبره کوي. 

سل کاله پخوا په افغانستان کې د نجونو ښوونځ جوړ شوی و او تر ۴۵ کلنو جګړو او بهرنيو يرغلونو مخکې د نجونو ښوونځي کابو د افغانستان ټولو ولايتونو ته رسېدلي وو. کله چې طالبانو دا ښوونځي وتړل، نو د ولس له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شول، تر دې چې دوی اړ شول پر ښځو ډزې وکړي او زندانونو ته يې واچوي. نو کله چې د ښوونځيو پر جوړولو اعتراض نه کېده، بلکې پر تړلو يې له ديني عالمانو او قومي مشرانو نيولې تر عام ولس پورې ټول اعتراض کوي، نو موږ نه پوهېږو چې طالبان د کومو عنعناتو خبره کوي. که فرضاً په ځينو سيمو کې اوس هم د جاهليت ذهنيت او عنعنات پاتې وي، نو اسلام خو له جهل سره د مبارزې لپاره راغلی دی، نه يې د ملاتړ لپاره. 

که د مناسب چاپېريال خبرې ته وګورو، د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې سره له دې چې په هېواد کې ډېره درنه او اوږده جګړه وه، خو له هغو سيمو پرته چې د طالبانو تر ولکې لاندې وې، نور په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانيستي وو او د هغوی تعليم ته ډېر ارزښت ورکول کېده. خو اوس چې طالبان په  هېواد کې د بې مثاله امنيت خبرې کوي، ښځې يې په کورونو کې زنداني کړې دي. 

که له طالبانو سره د حجاب او پردې اندېښنه مطرح وي، د دوی تر واکمنۍ وړاندې د  نجونو او هلکانو ښوونځي کاملاً سره جلا وو او ټولو نجونو تور يونيفورم او سپين ټيکري درلودل او کله چې طالبان واکمنان شول، د دوی له يوه حکم سره پوهنتونونه هم جلا شول، خو بيا ډېر ژر وتړل شول. که چېرې د خپل ځانګړي ليد له مخې دوی په کومه برخه کې ملاحظه لري، نو کولی شي چې له يوه فرمان سره په يوه ورځ کې لازم بدلون راولي، نه دا چې د نجونو پر وړاندې د زده کړې ټولې دروازې وتړي. 

داسې پلمې هم اورېدل کېږي، چې ګواکې پخوانی تعليمي نصاب اسلامي نه و. لومړی خو بايد ووايو، چې پخوانی تعليمي نصاب د ډېرو پياوړو ديني عالمانو تر نظر لاندې ليکل  شوی و او تر اوسه پورې داسې ټکی د طالبانو له لوري ندی په ګوته شوی چې له  اسلامي احکامو سره تناقض ولري. خو که چېرې دا  نصاب په رښتيا له اسلامي اړخه کوم جدي مشکل لري، نو ولې هلکانو ته تدريس کېږي او که وړې ستونزې لري، نو ولې هماغه برخې نه اصلاح کېږي؟ 

موږ د نجونو د تعليم په اړه د نوې طرحې خبره هم اورو. لومړی خو د نوې طرحې جوړول د دې دليل نه شي کېدای چې د زده کړو ټولې دروازې وتړل شي. دويم دا چې که په دومره مهمه موضوع کې يو حکومت په دوه نيمو کلونو کې يوه طرحه  نه شي جوړولی،  آيا  دوی د دې اهليت لري چې د ۴۰ ميليونه مسلمانانو د چارو واک ورته وسپارل شي؟ 

ستونزه دا ده، چې د طا لبانو له بنديزونو سره  د اسلام په نامه د اسلام سپېڅلي احکام او بشري حقونه نقض کېږي، ټولنيز عدالت تر پښو لاندې کېږي او د ټولنې نيمايي نفوس له هر ډول حقونو څخه بې برخې کېږي. د افغان وطن لوڼو ته اصلاً د بشر په سترګه نه کتل کېږي، په لوی لاس د دوی کرامت ته سپکاوی کېږي او هڅه کېږي چې ښځه يوازې د يوې وينځې په توګه استعمال کړي. افغان مېرمنې همدا اوس له سختو رواني، ټولنيزو او اقتصادي ستونزو څخه کړېږي او د راتلونکي لپاره يې ټولې هيلې مړې دي او له همدې کبله په لکونو کورنۍ اړ دي چې د خپلو لوڼو د تعليم او راتلونکې لپاره خپل هېواد پرېږدي او د مهاجرت ناخوالو او کړاوونو ته غاړه کېږدي. له بده مرغه دا ټولې جفاګانې له دوی سره د اسلام په نامه کېږي او پدې توګه عام ولس او په ځانګړې توګه ښځو ته او په  لويه کې نړيوالو ته داسې ذهنيت ورکول کېږي، چې ګواکې اسلام د ښځو له تعليم او نورو حقونو سره دښمني لري.

پوښتنه دا ده، که طالبان پر حق وي او واقعاً دا د اسلام غوښتنه وي، نو پاتې ۴۹ اسلامي هېوادونه بايد ځواب ووايي چې ولې دوی له اسلامي احکامو سرغړونه کوي؟ او که دا طالبان وي، چې اسلامي احکام تر پښو لاندې کوي، د اسلام نوم ته زيان رسوي او خپل ولس له خدای ورکړو حقونو څخه محروموي، نو بايد د اسلامي همکارۍ سازمان د خپل اسلامي او انساني مسئوليت له مخې او د سازمان د وظايفو پر بنسټ د افغانانو له انساني او اسلامي حقونو ننګه او ملاتړ وکړي. که څه هم کله نا کله پدې برخه کې غږ پورته شوی، خو دا ډول فشارونه په هېڅ ډول کفايت نه کوي. 

موږ د اسلامي همکارۍ له سازمان څخه کلکه غوښتنه کوو، چې په همدې اړه د اسلامي هېوادونو يو نړيوال کنفرانس راوغواړي او طالبانو او نړيوالو ته دا وښيي چې اسلام نه يوازې د علم او زده کړې مخالف ندی، بلکې د اسلامي امت د پرمختګ او سوکالۍ لپاره يې شرط ګڼي او ټينګار ورباندې کوي. له همدې کنفرانس څخه بايد يو باصلاحيته پلاوی وټاکل شي چې له طالبانو سره جدي مذاکرات ترسره کړي او که بيا يې هم د  خپل ولس او ټولې اسلامي نړۍ غوښتنې ونه  مني، د خپلو صلاحيتونو پر بنسټ لازم اقدامات وکړي او نړۍ ته دا اعلان کړي، چې د طالبانو کړنې د اسلامي احکامو او ارزښتونو استازولي نه کوي. 

و ما علينا الاالبلاغ المبين

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين