آرشیف

2023-12-12

دوکتور صلاح الدین سعیدی

طبعي شتمنۍاو ګډ سیندونه! 

 

د اوبو ، ځنکلونو او نورو  طبعی شتمنیو مالکیت د  ملت او ېو هېواد  ملی سرمایه  او ټول ملت پورې تعلق لري! 

د حاکمیت ګروپ نه شي کولای ( مشروعیت نه لري) چې په دغه هکله خپله په خپل سر د منل شوو ملي ګټه او اصولو خلاف دغه برخو کې تصمیم ونیسي او بې رویې اجراأت وکړي! دغه برخه کې د بشری ټولنو تجربې او له هغو  مثبته ګټه اخیستنه او استفاده حتمی ده. اوږد بحث او هر اړخیزه   تمرکز ته اړتیا شته. 

لاندې انتخابي نکاتو ته مو پام اړوم: 

۱- 

سیندونه او بیا در هېوادونو  تر مېنځ نړېوال سرحدي سیندونو،   نه ګټه اخیستل او دغه برخه کې اجراأت کول، خپل قواعد او نړېوال اصول  لري. 

انتخابی بحث: هېڅ هېواد حق نه لري د ګډو سیندونو  بستر او د سیند سطحه په مصنوعی ډول  کښته کړي!  

د آمو سیند د  همسایه هېواد( شورویانو ) له خوا د آمو پر سیند د يوه سدی  راهیسې د سترو کرنګونو او خاورې کیندلو  په نتیجه او پایله کې د آمود سیند بستر په بې رویه  او عمدي توګه داسې کښته او ټیټ کړای شوای چې افغان لوري ته یې استفاده  په طبعي ډول سخته کړې! بل لوري او هغوی له دغه سینده ستر کانالونه د عشق آباد او … سیمو ته تېر کړي او خپل وطن یې پرې آباد کړای! 

 ایران هم دغه برخه کې د ډېرو ناروا کړنو سره سره، په هغه سیمو کې چې سیند ددوی سیمو ته داخل شوای، داسې کانالونه ترې ایستلي چې اوبه بیرته افغانستان ته نه را پریږدي او همالته وچې کړای شوي!  له دغو اوبو  روسي ( اقمارهېوادو یې) او ایرانی جانب په ناروا توګه استفاده کړې او ډېر ځلي یې د افغان حاکمیت او حاکمیت کې افرادو ته په کڅوړو کې ( د رفیق یابي ) د پېسو په ورکولو او د تورنانو (اسماعیل) غوندې اشخاصو، افغانستان په وزارت او برق او مربوطه څوکېو نصبولو، ټولو افغاني، انساني هڅو ته د دغو  ګډو اوبو د استفادې هڅې

له سترو موانعو او مزاحمتونو سره مخ کړي.  ( اوږد بحث). 

۲-  

له معادنو او طبعي شتمنیو  ګټه اخیستنه او د استفادې نه روسته دغه سیمو کې  لازم ترمیماتي او د چاپریال د ساتنو اصول عدم مراعات، د بیا ځنګلي کونې پروژې، نه تطبیق او په دې توګه د چاپریال سره د سترو مظالمو موجب شوي او کېږي! ېو شمېر افریقایی هېوادونه دغه برخو کې توجه نه ده کړې. دوی د خپل طبعت او طبعي شتمنیو سره ستر مظالم او جنایات کړي! دوی خپل طبیعت او ملتونه د سترو ستونځو او جنایاتو سره مخامخ کړي دي! 

له همدې کبله ددې افریقایی او ېو شمېر نورو هیوادو ېو شمېر با درده او یا د ملت تر فشار لاندې حاکمیتونو د ډېرو داسې ظالمانه او اکثر استخراجي چینایی کمپنیو پروژې فسخې او دوی یې له خپلو هېوادو وویستل! ېوشمېر مفسدو چارواکو دغه هېوادو کې خپلې شخصي شتمنۍ او رشوتونه تر لاسه کړل او ساکت پاتې شول. 

۳-

  هغه افغان حاکمان او هغه نړېواله ټولنه چې د عسکرو تېل یې د پاکستان له پوځي أډو تنظیمېدل او د لارو په اوږدو کې د طالب او نورو جهادي ډلو عدم جهادي او تطمیع کړنو پایله کې افغانستان کې انسان وژنۍ ته کار کاوه او یا د هغو طالب چارواکو چې اوس اوس هم پاکستان کې کورنۍ، بنګلې او امارتونه  او تجارت شتون لره او لري، هغوی به کله د افغانستان برخه کې د افغان د ملي ګټو او خلکو نه دفاع وکړای شي؟ له سره ممکنه نه ده او عملاً مړې مړې خولې، ورته ګوري! دغه برخه کې د  افغانانو سره د اوسني پاکستان اوسني  غېر مشروع حاکمیت جاري ناروا کړنو ثبوت د طالب بې واکه غړي جناب مبین خان ( جنرال مبین) نه هم واورئ او طالب د دیفکتو د حاکمیت  او د دغو  چارواکو مړې سترګې او د متناسب اعتراض نه کول، جرمي حالت ته رسي. افغانستان کې جبروتان او حاکمیتونه،  تېر شول او دابه هم تېر شي!  دغه برخه کې پاکستانی لوري ته د افغان وګړو سره په ظاهر کې د پاکستان د اوسني کاکړي حاکمیت ، د پاکستان د اردو  د لاس پاکي په توکه، ناروا او مستکبرانه، جنایتکاره چلند، او په دغه لړ کې د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په ېوه علني غونډه کې د نه منلو عذرانه ، مړه مړه خوله کونه او اظهاراتو کول د سختې مأيوسۍ موجب او د دغه چارواکو ته حد اقل حد اقل د شرم خبر ده!

 په قانون کې نه کول، هغه جې باید وشي او کول، هغه څه چې ونه شي، دواړه جرم ګڼل کېږي!

که طالب  د امنیت او د هېواد مسؤول ځان بولې خو پر افغان تجاوز ته ساکت پاتې کېږئ! دا تخلف او مړ سترکي د منلو نه ده! 

 

د طالب د حاکمیت د نړېوال مشروعیت، هغسې چې اوس بیا په خطاء ملګري ملتونه په دې روستیو کې تأکید لري، نه د ښځو حقوقو په کې اساس دی او نه د طالب لاس کې ده! 

د طالب حاکم نظام د ټوپک په زور د دوحې (۲۰۲۱م) د امریکې، پاکستان او طالب د توافق پر بنیاد او د اوکراین د جنګ تر تأثیر لاندې او د اوکراین د جګړې په درشل او د ټوپک په زور مسلط شوای، نه مشروع دی او نه متداول مشروعیت ته تعهد لري! 

تېر قوانین ملغا او نوي قوانین مشروعیت نه لري او یا هم نه شته!

شرعی مسایل کې د ملاحاکمیت او نورو کې د مدرنو علومو اشخاص او افراد د کار توان او صلاحیت لري او ملا شاهي د منلو نه ده! 

 چارواکی باید د قانون مجري وي خو دوی ښکاري د شارع په توګه عمل کوي او دا د قانون د حاکمیت سره په تضاد کې دي!

ملت  روانی او فزیکی آزادی نه لري او اختناق حاکم دی! ( جنرال مبین)!

ملت ګروګان او ټوپک حاکم دی! 

د متداول مشروعیت تعهد هم نه شته او ددې حقایقو بیان او موقف د تېر جمهوریت او یا ۴۰ کلنو تخلفاتو او د نړېوالې ټولنې د ناکامیو در چتر دستپاکو لاندې پټول، هېڅ مبرر او مشروعیت نه لري! 

ددې ملت او وطن مالک ېواځې طالب نه دی! افغانستان ته بلنه او نور څه کې د تصمیم اجازه نه ورکونه، د شلو کلو په اوږدو کې د آزاد بازار د اقتصاد نه د تلخلفاتو او دیموکراسۍ نه د مبتذلې استفادې د بهانې لاندې د ټولو سیاسي حرکات او احزابو منع کول د منلو وړ نه دي، 

له ځانه پرته بل نه مننه، د طالب مخالفین په تېرو مفسدینو او یتیمانو، ستمیانو د ژبې او قوم په تاجرانو او د اسلام د دین په ښکاره او پټو دښمنانو خلاصه کونه او … د منلو وړ نه وه او نه دي! 

دغه مواردو کې بهتان هم ښکاره شته! 

 

د افغان حاکمیت مشروعیت، هغسې چې نن سبا د ملل متحد سازمان  وايی « خپل طالبانو پورې» اړه نه لري! 

طالب د افغانستان د مشروعیت مرجع نه ده او طالب د شته موجود سیاسی انځور یو جز دی، نه کل، 

ټول شموله حکومت د طالب نه د مشروعیت په اخیستو د حل لار نه وه او نه ده! 

ټول شمول حکومت مؤقت حل او غولونه ده! 

مونږ ېو وګړی یوه رأیې ته کار او زمینه سازي کولو سفارش او تأکید لرو! 

 د نوي بن د کنفرانس تکرار ، قونی، زبانی، سکتی، او د پردو د استخباراتو حاکمیت او پراشوتی حاکمیت د پردو د  بادیګاردانو سره، نه د حل لار وه او نه ده. 

احزاب، سازمانونه، ډلې، نړېوال کنفرانسونه او … د افغان ملت پر ځای تصمیم نیول دحل لار نه وه او نه ده، 

ږپه افغاني ټولنه کې پر ټولو ارزشونو توافق نه شي کېدای، ېو شمېر ارزشونه ورکړل شوي او شته او هغو کې چې پاتې شي او یا نه شي نه دیموکراسی او نه د بحث ګنجایش شته، د اسلام ارزشونه، زمونه د ټولنې جز لایتجزا دی او هغو کې انتخاب او ټاکنې نه شته. 

پارلمان په اسلامی ټولنه کې ځان ته تعریف لري او پارلمان د الهی ارزشونو  او په دې توګه د ټولو قواعد خالق نه، بلکې د ېو شمېر ارزشونو د بهتر او دقیقتر برداشت او استنباط تنظیمونکی دی، او ….

نورو برخو کې په دې حالاتو کې مونږ ته په عالم اسباب کې متناسب اقدامات او هڅې شریکول په کار دي . 

نو اوس څه کول په کار دي؟ 

حقایق او منطق یې عامول په کار دي! 

د سترو چترو او سترو پلاتفورمو لاندې جمع او قوت کېدل، چې د وطن او خلکو د موجوده ناخوالو اضرارو او مشقات بوج کم او خپل رسالت 

اداء کړو! 

و من الله التوفیق 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۱۱/۱۲/۲۰۲۳ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸