آرشیف

2024-3-6

دوکتور صلاح الدین سعیدی

د دوحې (۲۰۲۱) توافق! 

 

د تأریخ په اوږدو کې هېڅ بهرنيو ټوپکمارو او پوځ بل هېواد او ټولنې ته خوشبختي نه ده راوړې! 

د سیکولار نظام  ارزشونو باندې اسلامي او افغاني ټولنه کې تأکید او د هغو د تحقق هڅې نه اسلامي وې، نه دیموکراتیکې، نه هم درستې او ددې هڅو ناکامي یقیني او د وخت سؤال وه!

ضعیف حاکمیتونه، نا مشروع حاکمیتونه او د جګړې له لاملونو شمېرل کېږي! 

مسلمان د اسلام د شریعت د تطبیق سره دمخالفت حق نه لري! 

حرام او نا مشروع خبره او کار د بل حرام او نامشروع لپاره مبرر نه شمېرل کېږي او نه شي کېدای! 

 

د ۲۰۲۱ م کال  د دوحې د سولې په نامه توافقات په سر کې د نړېوالو د غلطو سیاستو په پایله کې د امریکایی عسکرو د نجات هڅې، د مفتضحې ماتې د نورو بدو عواقبو د تقلیل هڅې او د سر ژوندي ایستلو، د کمیشنکارو معامله شوه! 

دا توافق د اوکراین د پلان شوې جګړې تر تأثیر او أغیزې لاندې او د اوکراین جګړې ته د اولویت ورکولو په پایله کې داسې تحمیل شو چې د ټولو د مخه د پاکستان د افغان ضد، نظام او سیستم براندازه سیاست تحقق پیدا کړ، او پاکستاني استابلشمنت به خپل افغان ضد، نظام براندازه سیاست ته په افغانستان کې ادامه او تحقق ورکړ او ورکوي! طالب دې په ياد ولري او زمان به بیا دا ثابته کړي! 

د دوحې (۲۰۲۱م) د سولې په نامه توافقاتو او برف کوچ په پایله کې، په لمړي سر کې د امریکې او پاکستاني پوځ توافق وه! 

کله چې دا توافق حاصل شو نو بیا پاکستاني استابلشمنت وتوانیده خپله ماشینری داسې عیاره او کامیابه عیاره کړي چې د شمال ټلوالې ته دا کاذب سوچ ترزیق کړي چې ګویا دلته به همه شموله حاکمیت جوړېږي، تاسې او طالبان به په ګډه او پراشوتي افراد به زغلي! 

د دوحې توافقاتو د پیل سره سم د داکتر عبدالله عبدالله او مربوطو سفرونه پاکستان ته او د عمران خان – صدر پاکستان ،  پوره اطمینان چې انتقال به صورت مومي او دا ټلوالې به جز د راتلونکي حاکمیت وي. د داسې  سیاست شعار را پورته او عملي شو چې: کاری کنید که غنی و طالب هردو زده شوند!ً

کله چې د دوحې د توافقاتو پر بنیاد د افغانستان حاکمیت او نظام څنګ ته کړای شو او طالب سوله ونه منله او د ټولو خواوو تسلیمی یې غوښتله او سناریو بل شانتې وه، نو د افغان – کابل حاکمیت د سقوط په درشل کې شمال ټلوالې پاکستان ته سفر وکړ چې دادی راغلو او همه شمول حاکمیت، به اوس څنګه جوړوو؟! نو پاکستان پرې ملنډې پېل او دوی یې وشړل! 

طالب په افغانستان کې په زور قدرت ونیوه! پاکستانی ستراتېژي کامیابه او د افغانستان نظام او هرڅه ړنګ  او اردو بیا کباړ شوه، ملی بېرق، ملی سرود او په درنو پېسو او ډېرو وینو جوړ شوای حاکمیت او نظام ړنګ شو! د افغانستان ساده جنرال رحمانی د افغانستان د پارلمان رئیس خوشاله وه چې، طالبان خو پارلمان سره غرض نه لري! 

تېر قوانین ملغی، نوي مدون او مشروع قوانین او د مشروعیت مشروع مرجع نه شته، ټول سیاسي ګوندونه او ساختارونه لغو او فکري او رواني آزادی محدوده او لا قانونی حالت نافذ شو! 

نه قانون اساسی او نه لازم مشروع، متداول نظام او سیستم ته باور او نه تعهد شته! 

افغانستان او خلک یې په نړېواله کچه منزوي او دا پروسه ادامه لري! 

طالبان نړۍ او خلکو ته وایي: 

ما په رسمیت وپېژنه، ېواځې له ماسره خبرې وکړه، د افغانستان ېواځنی مالک زه یېم، د قوانینو او حکومتدارۍ طرز زما ومنه، وطنوالو ته امنیت دی، راشئ، زمونږ نظام او حکومتدارۍ ومنئ، سیاسي ګوند او سازمان نه شئ لرلای، راشئ او ستاسې تسلیمي ته زمونږ غېږ خلاصه ده! 

ېو شمېر با عزته افغانان چې تېر شل کلن جنګ، رور وژنه، قومي او ژبنیزه تعصبات، شمال کې قومي تصفیې، پدرامي تجزیه طلبه برنامې او افغان دشمنه او اسلام دشمنه خطرات ویني، نو وایي دا طالب خو ترې ښه دی او د پرګمتیک سیاست یې غوره کړای او ددوه شرو تر مېنځ دا لږ شر أفضل بولي او د افغانستان په ګټه بولي! 

دا پورته منفي حالاتو سره مقابله، مجادله او د حق منطق لاس نیوی زمونږ ټولو کار دی او نړېواله ټولنه او طالب حاکمیت دې وطن او خلکو خدمت کې پاتې راغلای! 

د دوحې د ۲۰۲۱ م دسولې مذاکرات عمل کې  د ېو ستر برف کوچه په ډول افغانستان سترې ناخوالې راوستلې او د طالب حاکمبت چې کولای شي دغه برخه کې مثبت رول ولوبوي د سرتمبه ګۍ او زور لار غوره کړې، کومه چې به ستر اضرار د افغانستان هېواد او خلکو  ته ورسوي او رسولي یې هم دي هغه اضرار چې بعضې مې تلګرافی مې پورته ذکر هم کړل! 

که غېر مشروع پاکستان مات نه شي، نظامیان به بیا د افغانستان نظام براندازي وکړي! 

طالبان د پاکستان دا شوم اهدافو مانع کېدای شي که له سر تمبکۍ لاس واخلي، ملت او د هغه اراده په عالم اسباب کې د اسلام د مقدس دین په چوکاټ کې خپله کړي! 

دلته له بحرانه د وتلو لارې شته او الله متعالی دا بصیرت او وړتیا د افغانستان خلکوته ورکړې، خو که طالب لږ ځان هوښیار کړي او له سرتمبګۍ او لاقانونی لاس واخلي او پر خپل عدم مشروعیت مختلفې نا روا طلایی پوښونو له غوړولو او ماسکولو لاس واخلي! 

دا ملت او دا هېواد ېواځې د طالب نه دی! 

سرتمبګي او لاقانونه حالت ته خاتمه ورکول په کار دي او طالب لا تر اوسه دغه برخه کې پاتې راغلای! 

الهی د نېکۍ هدایت، مونږ ټولو ته او د هرڅه د مخه، طالب حاکم نظام ته! 

سیاسي مصالحه او جوړجاړی بل ښه الترناتیف نه لره او نه لري. دا فرصتونه د طالبانو له خواه عبث شوي او کېږي! 

منې، نه منې، دا ستاسوًانتخاب، خو خلک پوهېځي چې اوسني متخلفین د طالبانو حاکم نظام دی چې تمامیت خواه او مطلق العنانۍ باور لري او د خپل د حاکمیت د مشروعیت په برخه کې نا مشروع استدلال او نا مشروع او نه د مشروعیت په متداول تحقق د بشري ممکنو پیژندل شوو اصولو  کې، باور لري

داکتر ص  سعیدی  

۶/۳/۲۰۲۳ 

۰۰۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸