آرشیف

2024-1-23

دوکتور صلاح الدین سعیدی

د انجنو زده کړې!

 

عباس ستانکزی او د انجنو زده کړې! 

 

ېو سړي وېلې چرګه مې خوري! سړی یې دېوانه خانې ( دارالمجانین)   ته تحویل او ېو موده  رواني داکتر توضیحات او قناعت ورکول، پېل کړل چې چرګه يې نه خوري. 

بعد له ېوې مودې ډاکتر ته خبر ورکړل شو چې ناروغ قبوله کړه چې چرګه یې نه خوري. داکتر  راوغوښت او دا رنځور ویل هو همداسې ده! 

داکتر امر وکړ چې کس ( رنځور ) رخصت کړئ. مشکل او مریضي ښه شوای! خو چې دا کس له ډاکتره  د دارالمجانین دروازی خواته د وتلو په ليار روان شو نو په لار کې یې ډاکتر ته را غبرګ کړل: ډاکتر صیب، زه خو دې په دغه موده کې پوه کړم چې چرګه مې نه خوري، خو دا چرګه به څوک پوه کړي؟ 

جناب عباس ستانکزی او بل د حاکمیت چارواکیه: ماته او هغه بیا میدیا کې څه وایې؟ دوکه که نړۍ ته وایې چې د ملل متحد  راتلونکي نړېوال کنفرانس ته پیام ورکړې، چې ما وغواړه، زه ښه کس ېیم! د ۲۰۲۱ د دوحې د سولې توافقاتو کې دې څه سوله وکړه چې اوس به یې وکړي؟ حاکمیت دې د ټولو توافقاتو خلاف، په زور ونیوه! 

جناب عباس رور: زه دې پوه کړم، چې پوه وم،  دا چرګه به څوک پوه کړي؟ 

د افغان بچي نه عمل کې د پنجاب چوکیدار جوړول، بې علمه، بې پوهه او بې تحصیله کول، د افغان لور او ښځه نارینه ډاکټر محتاجول او د تأریخي انتقامو وسیله کېدل، دا نه افغانیت دی، نه اسلامی ده او نه انساني!  اوس نو نور خلک هوښیار دي او د نورو غولولو هڅې په واقعیت کې هسې  د ځان غول دي! او هو د انجنو زده کړه څه کوئ؟ ېو کس، د لغمان د علینګار ولسوالۍ سره مې تیلفوني خبرې وشوې، او د وطن حالات مې هم پوښتل. ده رور راته تشریح کړل. ماویل د نارینه او هلکانو زده کړې څنګه دي؟ ده راته وویل د علینګار د ولسوالۍ د  ښوونځي او لیسې  لوحه د هغه ځای د بیالې د بندولو  لپاره کارول شوې، ما ویل عکس یې راولېږه او …. نور نو ته خپله قاضي شه! 

ستانکزی صیب که په دولتدارۍ او حکومتدارۍ نه یې خبر چې زه دې پوه کړم: يا په حاکم ټیم او اداره کې یې او د حاکم ټیم او اداری سیاست سره برابر او مجري یې او یا نه یې؟! که یې نو سر کوز او د حاکمیت دساتیر منه! میدیا کې استدلال مه کوه، په شوراء د وزیرانو کې او مخامخ اعتراض وکړه او هلته منطق ووایه، که قبول نه شو، نوبیا وایه، زما ددې پالیسي سره مخالفت دی او دغه تیم زمان د اعتقاد مخالفه روانه ده او زه نور دغه ټیم کې نه یېم! ستا مشروعیت د حاکمیت له کومه ځایه راځي،؟ د مشروعیت د مرجع او د کار قاعده څه ده؟ پنځوس کلن جهاد نورو هم کړای! 

که دا مالومه وي نو تاته به ښه مالومه وي، ماته د طالب په حاکمیت کې د لاقانونی او د مشروعیت د نه شتون خبره بنیادي ده او هغه داچې: تېر قوانین مو عملاً ملغی اعلان او نوي مدون او د مدون د مشروعیت مرجع نه شته او د ام القوانین یعنی قانون اساسی مو نه شته او د اسلامیک لا ( شریعه لا) په نامه کوم مدون قانون نه شته!  پر زرهاو شخصی اجتهادو او فتاواو ، کوم مدون او کوم مشروع مدون باندې عمل کوئ؟ سر دې پرې خلاصېږي؟ 

نه مشروع او نه پر متداول مشروعیت تعهد لرئ! نوپه داسې حالت کې که مخالف د پالیسۍ یاست نو ورته ووایاست او ولیکۍ ، میدیا کې به یې زه واېیم، ته خو د نظام کس او جز یې! ته ولې د میدیا له لارې خپل آمر سره غږېږې! ته د نظام جز یې او په دې توګه د الله متعال، ملت او نړۍ پر وړاندې ستا او ستا د حاکمیت مسؤولیت او تورې کرښې به تورې کرښو باندې ستا په شمول وي! ځان له مسؤلیته په دې څو اعتراضو نه شې خلاصولای. که د دې پالیسیو  سره نه یې موافق، نو استعفاء ورکړه! 

زه په دې باور نه یېم چې طالب دې خپل مفتی او باور ته تغیر ورکړي! طالب دې خپل او د خپلو نسخو مشروع او متداول مشروعیت تر لاسه کړي! زه په سیاسی مذاکراتو کې د چا د نسخو أه صحت او سقم بحث خطاء بولم او طالبي نسخې د هغوی حق بولم، مشروعیت او دافغان مجاهد، مسلمان ملت د مشروعیت له امره نه شم تېرېدای! مشروع حاکمیت شه او بیا دې هغه کوه، چې دی پرې مفتي فتوا درکړې او  باور  پرې لري! 

 

افغان ملته سره ېو او د ستر ملي، اسلامي چتر لاندې له دې تراژیدۍ او بحرانه د وتلو پر لار خپل ګډ اولویتونه وټاکئ او پر داسې نظام او حاکمیت توافق ته ورسو چې بشریت تجربه کړای او ممکن دی. داسې حاکمیت چې له بهره پراشوتي تحمیل نه دي، د پاکستان او ایران او یا کوم بل هېواد نوکر نه او افغانان خپله  خپل برخه لیک وټاکي! هو دا ېوه پروسه ده، له ېوه ځایه باید پېل شي او ېو وګړی، ېوه رأیه، له تمامو نیمګړتیاو سره سره قایمقام  او الترناتیف نه لري!  ټولې نیمګړتیاوی په ښو قوانینو، حد اقل ته رسېدلای شي!

د طالب ځای ناستی او الترناتیف لټول خطاء وه او دي! هېڅ ګوند، سیاسي سازمان او ډله د طالب ځای ناستی نه دی. د ځای ناستي مشروعیت او یا شراکت له طالبانو تر لاسه کول، هم خطاء وه او هم دي! ټول شموله حاکمیت بې معنا خبر وه او ده! د افغانستان مسئله قومی او ژبنیز حل، هم خطاء وه او هم دي! د نجات ملی ېووالی لار د حل لار ده او دې باندې باید سره مشترکاتو باندې کار وکړو! 

و من الله التوفیق 

داکتر صلاح الدین سعیدی 

۲۱/۱/۲۴ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸