آرشیف

2022-9-17

شاه ولی آرین

ښکاري چې نړیوال هم کاڼه دې او هم ړانده

 

د۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ د۲۶ مې نیټې د پیښو راوروسته او په خاص ډول د شوروي اتحاد، امریکا او ورسره په ناټو کې شریکو انډیولانو د یرغلونو نه دا په کره توګه افغانانو او ټولې نړۍ ته څرګنده شوه چې، زموږ د کران هیواد ورانونکي، وژونکي، او د بشري ناورینونو زیږونکي په ملي او نړيواله کچه څوک وو او دي.

 

دغو کړیو او نړیوالو سپوټ کونکو یې له هر ډول جنایت، بغاوت او قصاوت نه کارواخیست تر څو، زموږ هیواد وال په بیلابیلو قومي، تنظیمي، سیاسي او ګروپی ډلو وویشي، هیواد وال تيت او پرک کړي تر څوخپلو شومو موخو ته په ارامه ځانونه رسولي وشي.

ښکاري چې نړیوال هم کاڼه دې او هم ړانده

د شوروي اتحاد یرغل ته د پرچم په ډله کې د کارمل په مشرۍ ستمیانو او بیا وروسته احمد شاه مسعود د نظار شورا مشر غیږ ورخلاصه کړه، په زرګونو بې ګناه هیواد وال یې ووژل د (ک ګ ب) زندانونه یې ترې ډک کړل، دغو هیواد پلورونکو خپل هیوادوال پرې وژل، خپل هیواد یې پرې ورنوه او حتي چې د هیواد د ویشلو تر کچې یې هم ورسره پروتوکولونه لاسلیک کړل، چې په مزار شریف کې د نجیب الله مسیر تر مشری د بل حکومت د جوړولو عملي هڅې یې روښانه بیلګه یادولی شو.

د شوروي او غربیانو په مرسته د ملګروملتونو د سولې پر پروګرام او د ډاکتر نجیب الله پر حکومت کودتا هم د دغو هیواد پلورونکو له لورې هغه ستر ناورین رامنځته کړ، چې هم یې د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه له خاورو سره یو کړل او هم یې بیا راوروسته د طالبانو د زیږد او د امریکا د یرغل له پاره شرائط برابر کړل.

ښکاري چې نړیوال هم کاڼه دې او هم ړانده

هغه جنایتونه او ناخوالې چې د مجاهدینو په نوم حکومت کې چې  ( د پنجشیر د هیواد پلورونکو مشرانو) له لورې د بحران الدین رباني په مشرۍ تر سره شول هیوادوالو او نړیوالو ته نه هیریدونکي دي.

 

د نظام او دری ګوکونو قوواو پاشل، هیواد ورانول یوازي د کابل په ښار کې په خپلمنځی جګړو ګې د شپیته زرو نه د زیاتوکابلیانو وژل په سل ګونه نور جنایتونه یې د یادولو وړ دي.

 

نړیوال استعمار یو ځل بیا د بن د کنفرانس له لارې د خپلو یو شمېر نوو تربیه کړو اجیرو اجنټانو او د نظار شورا د خپلو پخوانیو لاسپوڅو سره په ګډه داسې یو کاواکه نظام جوړ کړ، چې د امریکا او ناټو شل کلن شتون کې یې زموږ ګران هیواد نور هم د بربادۍ او نابودۍ کندې ته ټیل واهه.

 

 

د امریکا د یرغل سره سم د جمعیت د شورای نظار مشرانو هغه ننګین د هیوادوالو د وژلو او هیواد ورنولو پروتوکول د امریکا سره لاسلیک کړ، چې د هیواد فضایې او ځمکنی حریم یې بې له کوم قید او شرطه امریکایانو ته په سوغات کې ورکړ.

 

 

دغو معلوم الحالو څیرو د سیاسیونو په نامه هم په دولت کې هر ډول امتیازات تر لاسه کول او هم یې د نطام د کمزوره کولو او له منځه وړلو په لار کې هلې ځلې تر سره کولي، چې د همدوي  د جنایتونو له کبله دوه ځله دې ته زمینه برابره شوه تر څو طالبان پر هیواد ولکه تر لاسه کړی.

 

دا دی د امریکا د بې شرمانه ماتې وروسته بیا همدغه بدنامه څیرې د ملي مقاومت په نامه چیغې وهي او په یو شمېر افغان دښمنه هیوادو کې غونډې ترسره کوي.

 

د احمدشاه مسعود د ځوی له لورې چې فرانسوی او غربې مشاورین یې د هیواد ورانولو له پاره تشویقوي د ملي مقاومت نارې سورې د بې ګناه افغانانو د وژلو بله ستره توطیه یادولی شو.

 

 

د حیرانۍ خبره خو داده چې ولي بیا هم افغانانو له دومره معلوم الحالو جنایتونو او کړاونو سره سره خپل دوستان او دښمنان ونه پیژندل.

 

دویلو وړ یې بوبلم چې دادي په ډیرې خواشینۍ سره ویل کیږي، چې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر له ۱۵ څخه تر ۱۷ نیټې پورې د «افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت» په کوربه توب د ویانا په ښار کې د «بین الافغاني کنفرانس » تر نامه لاندې غونډه جوړېږي. د کنفرانس د ګډونوالو له نوملړ نه لیدل کیږي چې  ډېرې کسان د افغانستان د جمعیت اسلامي تنظیم او د شورای نظار په نوم د دغه تنظیم د جګړه ماره څانګې غړي او یوشمېر نور کسان د جهادي تنظیمونو، هیوادورانونکو جنګسالارانو او په نوم هغه سیاسیون دې چې په تیرو شلو کلونو کې یې د امریکا او غربیانو تر سیوری لاندې هیواد او هیواد وال د نابودی او بربادی د اور په لمبو کې وسوځول.

 

 

په نړیولو غږ کوم چې نور دې زموږ د هیواد د بربادۍ او نابوۍ نه لاس واخلي د دغو بدنامه څیرو پر ځای دې د هیواد پالو شخصیتونو ادرسونو ته مراجعه وکړی چې ښه بیلګه یې (دیسپورا) په بهر کې د افغانانو نړیواله شورا ده چې په هیواد دننه او بهرکې یې  تر سلو زیات سیاسي، ټولنیز، فرهنګي ،علمي سازمانونه، ټولنې او ملی شخصیتونه غړیتوب لري.

 

په هیوادوالو غږ کوم چې د هیواد د روان بحران نه د خلاصون یوازینۍ لار ملي یووالي او یو واحد ملت جوړونه ده .

 

په اروپائی هیوادو کې له ټولو هیواد پالو افغانانو نه جدي غوښتنه کوم چې د لاریونونو، میډیا او هرډول امکاناتو له لارې د دغو هیواد پلورونکو پر ضد غږ پورته کړی، په خاص ډول په اطریش او شاوخواد هیوادو کې افغانان باید دغه کنفرانس ته خپل غږ ورسوي او دغه بدنانه څیرې رسواکړي.

 

پای