آرشیف

2022-2-1

شاه ولی آرین

د ملي یووالي تشه

 

دا یو بل مسلم حقیقت دی، چې زموږ په ګران هیواد کې دا څه د پاسه د څلویښت کلنې جګړې یو بل عیني لامل په هیواد کې د ملي یووالي کمزورتیا او نه شتون و او دی، چې هیواد او هیوادوال یې له ستر بحران او غمیزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

که د هیواد تیر تاریخ ته کتنه وشي، هرکله چې افغانانو یووالي درلود سترې بریاوې یې تر لاسه کړي، استعمارګر یې تل په ګونډو کړي او هیواد ته یې ستر افتخارات تر لاسه کړي دي، د انګریزانو ماتې په درې جګړو کې او دهیواد د استقلال ګټل د ستر سپاه سالار غازي امان الله خان په مشرۍ او په ورسره غازیانو کې د هیواد د ټولو قومونو شتون د ملي یووالي د شتون او بریاوو اصلي لامل ګڼلی شو.

استعماري طاقتونو له همغه وخته دې اساسي ټکي ته پام وکړ انګریزانو له دې شعار نه په ګټه اخیستو چې«بیل یې کړه ایل یې کړه» او یا «تفرقه واچوه حکومت وکړه» کلونه- کلونه خپل استعمار ته په سیمه کې دوام ورکړ.

له ۱۳۵۲ کال وروسته کله چې مرحوم داود خان د یوې کودتا له لارې جمهوري نظام اعلان کړ شوروي اتحاد د خپلو جاسوسانو له لارې چې د داود خان په حکومت کې یې کلیدې رول او واک درلو، د ملي یووالي  تشې ته د لمن وهلو تر څنګ سیاسي او تنظیمي نفاق ته هم لاس را اوږد کړ، چې د دغه استعماري سیاست عملي نښې نښانې د ۱۳۵۷ کال د ثور د نظامي پاڅون نه وروسته بربنډې شوې.

شوروي استعمار د لومړی ځل له پاره د لګه کیو او دېره کیو شعار راپورته کړ، چې هم یې په سیاسي، جوړښتونو او هم ټولنیزو جوړښتونو کې دغه د نفاق اورته په داسې اګاهانه توګه پکی وواهه، چې موخه یې په یوازې توګه د پښتنو کمزوره کول او نور قومونه د دوي پر ضد راپارول وو.معلومه خبره ده چې دهغه وخت شعار او د زمان غوښتنه تر ټولو زیاته په سیاسي ماحول کې سیاسي فعالیت د سیاسي ګوندونو او تنظیمونو له لارې په افغانستان کې د سیاسي حاکمیت تر لاسه کول وو، چې تر ټولو د مخه دغه زمینه او موقع د شوروي  پلوه ګوند د افغانستان  خلق دموکراتیک ګوند ته په لاس ورغله او د  یوه نظامي پاڅون په لړ کې یې سیاسي قدرت تر لاسه کړ.

کله چې شوروي استعمار ولیدل چې پاڅون د خلقیانو له لوری تر سره شوي او د دغه ګوند غړي اکثریت پښتانه دې له همهه پیل نه یې په سیاسي او قومي بیلوالي پیل وکړ او د دې ملي وحدت ضد کمپاین لپاره یې ببرک کارمل چې کلونه یې روزلي و، د پښتنو ضد روحیه یې په رګونو کې ټوپونه وهل رامخې ته کړ، په ټانکونو یې سپور هیواد ته راوست او په افغانانو یې بربنډ یرغل تر سره کړ.

له بله پلوه په راسته ګوندي تنظیمونو کې د ګلبدین حکمت یار اسلامي تنظیم هم چې اکثریت غړي  یې پښتانه وو، شوروي استعمار په دغه تنظیمونو کې هم د پښتون قوم د ضد روحیه لرونکي احمد شاه مسعود انتخاب کړ اود مکررو پروتوکولونو له لارې یې د پنجشیر قوماندان تر ستونې په وسلو وپړساوه، چې یوازې یې باید د ګلبدین اسلامي تنظیم بې واکه کړي وای چې په رښتیا هم تر همدا اوسه دغه ګوند په پښو ونه شو دریدلای.

ایران بیا په خپل وار سره اته سیاسي تنظیمونه جوړ او پیاوړي کړل چې دغه تنظیمونه د پښتنو او تاجکو دواړو قومونو له پاره د سر درد جوړولای شو.

دغه جوړښتونه چې په ټولو کې د بهرني استخباراتو لاس و او موخې یې دا وې چې په هیواد کې د یو ځواکمن ملی هیواد پال حاکمیت مخه ډب کړي، په ډېره خواشینۍ سره افغانانو ونه شو کولای په تیرو څلویښتو کلونو کې ملي یووالي وساتي ورځ تر بلې لا پسې نور هم متفرق شول د ډاکتر نجیب الله د حاکمیت پر ضد د کارملي ستمي ډلې او د جمعیت د نظار شورا  چې له دېره پخوا یې د هیواد د تجزیې ارمان درلود په ګډه د ملګرو ملتونو د سولې پر پروګرام باندې چې د بیننسیوان له لورې پر مخ بیول کیده توره کودتا تر سره کړه او زموږ ګران هیواد یې له سترې غمیزې سره لاس اوګریوان کړ، چې په نتیجه کې د هیواد ملي یووالي هم د سترو ګواښونو سره لاس او ګریوان شو.

۲۰۰۱میلادی کال د سپتمبر د یولسمې پیښې نه وروسته امریکا خپل خورا پخوانې ارمان ته لاس رسی پیدا کړ، امریکا د خپلو شومو موخو د عملي کولو له پاره یو څه را پاتی ملي یووالي نور هم پسې له ستر ناورین سره مخ کړ، په سیاسي تنظیمونو، قومي جوړښتونو کې یې هم درزونه رامنخته کړل، د قدرت جزیرې یې رامنځته کړي. پښتون قوم یې په کندهاري، مشرقي او نورو سیمه ایزو برخو وویشهې تاجک ورونه یې په پنجشیري، هراتي، مزاري، بدخشي سره وویشل په هزاره ورونو کې یې هم د هرې سیمې مشران خپلواک کړل چې تر پایه یو بل ته سره رانږدي کیدای ونه شول.  ازبیک ورونه یې په دوستم، اکبربای، جنرال مالک او ایشچي سره وویشل، ولیدل شول چې د نفاق او بې باوریو اور له هیواده ولایتونو، ولسوالیو، کلو او بانډو حتا تر کورونو پورې  ورسیدې،  په پای کې د دغه نفاق او ملي یووالي نه شتون هیواد له داسې یوې سترې تراژیدۍ سره لاس او ګریوان کړ چې ترې خلاصون خورا یو داسې دروند پیټي دی  چې سترو قربانیو ته اړتیا لیدل کیږي.

درنو لوستونکو له پورتنیو لنډو ټکو او توضیحاتو نه مې موخه داده چې د هیواد د روانو ستونزو اساسي کورنی لامل په هیواد کې د ملي یووالي تشه وه، ده او وې به، نو ځکه که دغه تشه ډکه نه کړو بیا، بیا به مو هیواد او هیواد وال له سترو بدبختیو سره لاس او ګریوان وي.

 

څنګه کولای شو چې دغه تشه ډکه او هیواد د روان ستر ناورین نه ژغورلای وشو:

۱- د ملي یووالی د رامنځته کیدو او د دغې موجوده تشي د پوره کولو او ساتلو له پاره  لومړی اساسي شرط په هیواد کې د یو ځواکمن ولسواک حاکمیت موجودیت دی، چې په پردیو په خاص ډول استعماري تاقتونو پورې تړلی نه وي د هیوادوالو نه یې خپل مشروعیت تر لاسه کړي وي او د هیواد په بشپړه خاوره حاکمیت ولري.

۲- ټول هغه کسان چې په هیواد کې ژوند کوي افغانسان خپل هیواد او ګډ کور وګڼي، د خپل هیواد ملي ګټې له خپلو شخصي ګټو نه لوړې وګڼي، د هیواد د ملي ارزښتونو درناوی او پالنه وکړي.

۳- د هیواد لوړې ګټې د دې غوښتنه کوي چې هر قوم، تنئیم، سیاسي او ټولنیز جوړښتونه خپل هیواد او ولس دښمنه کسان په ګوته کړي د اصلاحاتو په لار کې یې کار وکړي او یا یې عدلي ارګانونو ته معرفي کړي، له هیواد پلورونکو، غاصبانو، مفسیدینو، انسان وژونکو نه دفاع او پلوي په خپله د ملي یووالي ضد عمل دی، چې په تیرو شلو کلونو کې یې موږترخې پایلې په خپلو سترګو لیدلي دي.

۴- د هیواد حاکمیت مکلفیت لري چې ټولو هیوادوالو، نارینو، ښځواوماشومانو ته بې له توپیره پرته د ژوند شرایط د کار، تحصیل، مدني او ټولنیزو فعالیتونو مساوي حقونه برابر کړي. کار اهل د کار ته وسپارل شي.

۵- د قانون حاکمیت او تطبیق په ټولو یو شان بل اساسي شرط د ملي یووالي او ملي حاکمیت ارزښتناک اصل دی.

 

پای