آرشیف

2021-10-7

شاه ولی آرین

د طالبانو د ځواکمن کیدو اساسي اړتیاوي (دویمه برخه)

 

۱- پیاوړې دیپلوماسي

۲- اقتصادي پیاوړتیا

۳- منظم امنیتي ځواک

۴- ښه حکومتولۍ او خدمتونه

 

۲- اقتصادي پیاوړتیا:

که چېرې د نړۍ تاریخ ته کتنه وشي، تولو هغو هیوادونو چې د نړیوال استعماري طاقتونو نه سیاسي استقلال تر لاسه کړی، اما اقتصادي استقلال یې نه ده لرلي، تل له ستونزو سره مخ شوې او حتی چې، سیاسي استقلال یې هم بیرته له ګواښونه او یا ماتو سره مخ شوې دي.

دا چې وائې اقتصاد د یوې ټولنې د ملا تیر دی، سمه خبره ده، همدا علت دی، چې امریکا او نړیوالو متحدینو یې زموږ پر هیواد میلیاردونه ډالر ولګول، مګر هیڅ یو داسې بنیادي، اقتصادي کار یې ونه کړ، چې د هیواد اقتصاد رشد کړای وای، هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې وای، رشوت، چور، چپاول، فساد او نورې منفي پدیدې، د استعماري او نیواک ګرو هیوادو، هغه منفي ستراتیژي ګاني یادولای شو، چې تېر شل کاله زموږ هیواد او ولس ورسره لاس اوګریوان و.

بل هغه عوامل چې استعمار په تیره څلویښت کلنه نیابتي جګړه کې زموږ د نورمال یا طبعي اقتصاد د رشد د مخنیوې په خاطر په خاص ډول په ورستیو شلو کلونو کې عملی کړ، هغه پراخ فساد په ګمرکونو، مالیاتو ، صاراتو او ورداتو کې د یادونې وړ بولم، بله دا چې دغه روانه نیابتي جګړه نه یوازې  استعماري هیوادو د خپلو موخو د عملي کولو له پاره روانه ساتلي وه، بلکې نا امني د یوه هیواد د اقتصاد د لوړتیا، د ټولنې د اوګړو د اقتصادي ستونزو ستر عامل هم کیدلی شي.

زموږ ګران هیواد افغانستان یو غني ملک دی، ډېر زیات اقتصادي امکانات او ریزرفونه لری، که چېرې سمه پاملرنه او استفاده ترې وشي په لنډه موده کې به موږ خپل اقتصادي استقلال تر لاسه کولای وشو.

همدا اوس خورا تبلیغات او هلې، ځلې روانې دې، چې ګویا، که چېرته امریکا زموږ د هیواد هغه کنګل شوي پیسې ازادې نه کړي، نو موږ به معاشات او نور لګښتونه څنګه تر لاسه  کولای وشو، حال دا چې هغه پانګه د عاجلو استفادو وړ نه ده، بلکه طالبان باید له نورو هغو موثرو او موجوده لومړنیو امکاناتو نه سمه او په جدې  توګه کار واخلی چې د دوي په توان کې دې د مثال په توګه:

۱- د ګمرکاتو د سم مدیریت او د تیر فساد د له منځه وړلو له لارې کیدای شي د هیواد اقتصاد کې مثبت بدلون راشي او د لومړنیو لګښتونه یو څه برخه پوره کولاي وشي، همدا ډول د هوائې ترانسپورتي لینونو کنترول او مالیاتو ته جدې پاملرنه، چې د رادارو د سیستم د پوره تنظیم په نتیجه کې تر لاسه کیدای شې جدې پاملرنه په کار ده.

۲- مالیاتو، پورونو ته جدې پاملرنه او حصول یې، دا ځکه چې په تیرو کلونو کې په لکونو د برق ، انرژی او داسې نورو مصارفو پورونه  قدرت لرونکو او مافیائې کړیو باندې پورونه دې چې همدا اوس یې تر لاسه کول په هیواد کې د ځینو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په لار کې مرسته کولای شي.

۳- د هیواد د اوبو سم مدیریت او کنترول د هیواد د اقتصاد د لوړتیا بل مهم عنصر دی، چې جدې پاملرنې ته اړتیا ده.

۴- زراعت او مالدارۍ ته پاملرنه او مرستې د راتلونکي اقتصادي رشد هغه برخه ده چې زموږ د هیوادوالو په لاس او اختیار کې ده او د دولت جدي پاملرنو او مرستو ته اړتیا شته البته د مسلکي کادرونو له لارې دغه برخه ښه عملی کیدای شي.

۵- د دولت، حکومت په ساختارونو او تشکیلاتو کې کمښت، د اضافي او بې ځایو ادارو او جوړښتونو له منځه وړل، چې د تیرو نظامونو د ګډوله حکمتونو له لورې به د مقامونو د تقسیماتو او یو د بل د خوشالولو په خاطر رامنځته کول.

۶- د ټولو هغو غصب شوو دولتي ځمکو، جایدادونو، مارکیټونو، شهرکونو او مؤسساتو استرداد او وروسته په مناسبو بیو مستحقو کسانو ته ورکول د اوس وخت اړینه اړتیا او د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا یوه برخه ده.

۷- د هیواد د کانونو جدي کنترول، او د نړۍ د یو شمېر هیوادو په خاص ډول له چین سره د متقابلو مرستو او ګټو په نظر کې نیولو سره استخراج او ګټو اخیستو ته لاس رسۍ، چې دغه د ځمکو لاندې پراته ریزرفونه د معقولې استفادې په نتیجه کې د هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا مهم او تعین کونکی لامل حسابیدی شي. د مثال په توګه د مسو د عینکو کان د نړۍ یو له غني ترین کانونو نه حسابیدی شي.

۸- د هغو خپرو شوو لستونو له نظره د هغو زورواکوو مفسیدینو له حده زیاتې پانګې او سرمایې چې د غیر قانوني لارو یې تر لاسه کړي استملاک، استرداد او د دولت بودیجې ته سپارل هم یو اړین عمل دي چې د کړیدلی ولس د خوشالتیا ستر عامل هم کیدای شي.

۹- د هیواد د صادراتو د لیږد هوائې او ځمکنې لینونه فعالول، روابط تآمینول هم  له ولس سره مرسته ده او هم د هیواد د اقتصاد په پرمختګ کې مثبت رول لوبولی شي.

۱۰- د خصوصي پانګوالو تشویق او مرستې راجلبول، او د لومړنیو اړتیا وړ خوراکي موادو د نرخونو کنترول په بازارونو کې.

 

زما له انده که طالبان پورتنیو ریزرفونو ته جدې پاملرنه وکړي او د هیواد پالوو مسلکي کادرونو د کار او عمل له وړتیاوو نه ګټه پورته کړي کیدای شې چې د اقتصادي ستونزو شدت تر کنترول لاندې راوستل شي.

 

نور بیا