آرشیف

2024-3-16

دوکتور صلاح الدین سعیدی

ېوه ترکیبي جمله او درې تېروتنې! 

پاکستان د بل پر خاوره  غېر مشروع  او په په مکارۍ، جبر او اکراه آباد کړای شوای ملک !؟  نه تأریخ لري، نه مشروع جغرافیا او نه ملت دی. د انګلستان د وخت صدر چرچیل ویل: مونږ د هند ېوې ټوټې زمکې ته اړتیا لرو. ېوه ټوټه له هنده او درې له بشپړ افغانستانه او د پاکستان ترنامه لاندې غېر مشروع هېواد جوړ کړای شو! 

په لسهاو زره اومیلیونو خلک د دین په نامه له اوسني هنده و کوچول شول، خپله ارګاه، بارګاه، تأریخي کورونه او پاخه فصلونه یې پرېښودل او پر لارو لوټ او بې عزته او ووژل شول چې د جناح پاکستان جوړ کړي! جناح یې بې خبره له هرڅه له انګلستانه صادر کړ او د شرارت ځاله اوًمنصوبه جوړه شوه! 

په دې تړاو شکایتونو کې لاندې قلقلې د مشخص نقل قول نه پرته د منلو وړ نه دي او په زوړ سي ډي ګانو کې لکه خط شوي پر خپل محول څرخېږي او څرخېږي او د هغو بې معنا او تېروتنې ته پام نه کېږي. د تعجب خو هغه وخت راشي چې دا تېروتنې لوستي او حتې د اکادمیک لقبو سره هم کوي. 

دا تأریخي  تېرونې مه کوئ او مه تکراروئ: 

۱- 

مسلمان الله  او ېواځې د الله پرستش کوي د پیامبرانو پرستش هم جواز نه لري! نو ېو او ېو ګوند قوم پرسته  قوم پرسته نه وي! دا اصطلاح د خپلو قاموسو وباسئ او مه تکراروئ! 

 د قوم خادم او ېا خايین  او … وي. 

۲- 

 بل پسې  او … روانېدل بل پسې او خپل پسې د خبرې اساس نه دی.  لاره یا درسته او یا خطاء ده! دلته د بل او د خپل معیار مه مطرح کوئ!  اساس نه دی. هو  یا نسخه او لار درسته روان او یا په خطاء. که په خطاء روان ېو؟ پنجاب پسې، نواز پسې او هغه بل په خټه پښتون خان پسې او که هغه میلو پسې  تګ خطاء وه او دی! 

حتی هغو میلو د ملت لخوا د روستیو ټاکنو په پایله کې کلکه څپېړه وخوړه او اوس اعتراف کوي چې په خطاء روان وه. د باد نه تګ روسته پلتۍ وهل سباسي پایلی او له مشرتابه نه تګ او پلو ته کېدل لري. که د سیاست په الفباء نه پوهېږئ دادی زه درته لیکم او واېم! 

ددې سره جوخت وېل غواړم چې د 

۳- 

اسلام د دین، دنیا او آخرت ته احکام لري او دا د سیکولار موقف د اسلام سره له سره نه شي مطرح کېدای او هسې د اسلام او مسیحیت د تفاوت عدم پوهه ده او حاکمیتونه د ملت ارزشونو سره سم جوړېدل په کار وي او د اسلام دین په دې توګه له سره سیکولار دین نه شي کېدای او له دې ځایه راځو دا بلې تېروتنې ته ۴- چې پاخه ملیان او خام ملیان نو څه شول او څه دي؟ له بلې خوا د اسلام دین ملا شاهی هم نه ده او د اسلام دین ېو اسلام دی، خام او پوخ نه لري! 

مشروع حاکمیت د خلکو او ملت له ارادی مشروعیت اخلي او ملا د قام رهنما کېدای شي، خو د  ملت پر ځای د ملت له مشروعیته  پرته ملاشاهي غېر مشروع وي. 

د مسلمان ملت اراده په مشروع ډول تنها ملاشاهي نه شي او نه تمثیلوي. حاکمیت او مشروع حاکمیت د الحق لمن غلب ( حق دهغه دی چې غالب شو!) د فورمول پر بنیاد له سره خطاء ده! اسلام کې د اماناتو تسلیمول  د هغه صاحب او حقدار ته د هر مسلمان  وجیبه ده. شایسته او مناسب حاکم انتخاب او غوره کونه ددې امانت د پر ځای کولو وجیبه ده! ملا د اسلامي امورو متخصص  او د نورو  او د ټولنې د ټولو  څانګو تخصص حتمی ملا نه  وي.  خو که د برق انجینر ملا هم وي، بهتر دی. 

زړې څې ډي ګان بدولو په کار دي  او هغه شعارونه او ادبیات له خپاو قاموسو کاږل او خط وهل په کار چې د هغو غلط والی زمان هم ثالت کړای. تصادغي نه ده چې ویل کېږه هره ډیکشنری او قاموس باید هرو دېرشو کلو کې له سره ولیکل شي. تحت اللفظي معاني ثابتې، خو اصطلاحي معاني تغیر او د تغیر په صورت که په زاړه فهم استعمالول د هغه کس اوچته خامی او تېروتنه ثابتوي! 

ډاکتر صلاح الدین سعیدی 

۱۸/۰۳/۲۰۲۴ 

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸