آرشیف

2023-8-25

دوکتور صلاح الدین سعیدی

پوښتنې! پوښتنې چې ځواب  غواړي! 

 

کوچنیان، میرمن او کاروبار او بنګلې  دې د ای اس ای او جي اچ کیو  او پاکستاني استابلشمنت په اختیار او تر نظر  او ولکې لاندې، نو ته به ددې توان ولرې او دده به جوګه شئ چې د وطن له ناموسه ، د پنجاب  د ښکاره تجاوز او حملې، بمبارد او ستا له مېلمه د هغه د تجاوز مقابل کې دفاع وکړي؟ 

تأریخي دیوسي یې در واړوله! سر دې پرې خلاص شو؟ تېر جهاد او کارنامې دې په صفر ضربوي! سر دې پرې خلاصېږي؟ 

اوس نو ستاپه نظر ، سګ شویي او سګ شویان ښه شول که ته؟  

او هو هغه تأریخي لافې دې په یاد دي:

ګرندانی غیرت افغانی ام  

ګربه میدان آمدی میدانی ام

ټوپک  او آدم کش خو لرئ، خو وجدان، داخلي قضاوت ، پښتني او افغاني غېرت  څنګه؟ 

له خبرې نه عمل ته کله؟ 

هغه جم خو به نه  کوې، چې حق بګو خو به طرف مه! 

لږ انصاف! جبروتونه تېر شول، ستا دور به هم تېر شي! تاریخونه  وایکل شول، ستا به هم ولیکل شي!

که دې لا هم سر  نه وي ،خلاص، پر کنړ، پکتیکا او پکتیا باندې  د پنجابي  مکار دښمن بمباردمان او ستا چپتیا دریادوم! ملا دې ورته خلع سلاح کړ او دښمن ته دې وویل: راځه پرې! 

که داسې نه ده او دفاع هم  نه شې کولای  نو بیا د ملت د دفاع مانع خو  مه کېږه! 

 

له جبروته، خوکامګۍ، ظلم، تمامیت خواهۍ،  او بې  غېرتۍ لاس واخله! دا فرصت به هرکله نه وي! ملت او دا ستر مجاهد او مظلوم ملت خپل کړه! په ملت باور وکړه او خپل ټول عبادت مه خرابوه! 

انتخاب ستا! 

خو پوښتنې ځوابونه غواړي!

داکتر صلاح الدین  سعیدي

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

۲۴/۸/۲۰۲۳