آرشیف

2022-10-4

نورګل اندړوال

اور او مینه ناول ته یوه کتنه 

اور او مینه ناول ته یوه کتنه 

اور او مینه ناول د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو څانګې د څلورم ټولګي  زده کړیال نورګل اندړوال لیکلی چې پکې د ټولنې ترخه واقعیتونه بیان او منعکس شوي دي.
په ناول کې اصلي کرکټرونه د غریبې کورنۍ لوستي ځوان شمشاد او د مالدارې کورنۍ لوستې نجلۍ سوله لوبوي .
فرعي کرکټرونه ملاله ، زریالی ، نومیالی، ننګیالی، بریالی ، فتح خان ، جانباز، غټۍ ، بریښنا، هوسۍ، پښتنه، لېمه،خوږه اونور… لوبوي.
پيل یا لومړۍ سوژه یې د حکومت تر واک لاندې سیمه کې د سیمیزو پولیسوله ظلمونو راپيل کیږي چې وروسته بیا دغه تیري په عُقدو پيل کیږي او آن له حکومت سره په وسله وال مخالفت اوړي .
د یوې بیوځلې « ۱۷ » کسیزې کورنۍ حال ، ستونزې او پوهې سره یې مینه ددې ناول بله سوژه او یامهمه برخه ده خو تر ټولو بارزه برخه یې د سولې او شمشاد مینه ده چې له ښوونځي پيل او د پوهنتون له دیوالونو هم اوړي، بیا په ستونزو او تر فراغت وروسته یې د ژوند په اړیکه بدلیږي خو ناسم دودونه پالل، لوړ ولور اخیستل ، لور د جنس په ډول خرڅول او نور څه شمشاد اړکوي چې خپل کورکلی او وطن پریږدي ، اوږده مساپري په ایران کې وکړي او همدا تګ یې وروستی شي او اخر یې د ترکيې په سین کې اوبه غرک کړي .

هم مهاله دې سره جګړې ، حکومتي ننګه او مخالفت کې د شمشاد د کورنۍ څلور غړي وژل کیږي او بیا په یوه ماین چاودنه کې یې د وریرو، وریندارګانو او ورور په ګډون د کورنۍ دیارلس غړي وژل کیږي .
ټوله کې اور او مینه یو حقیقي ناول دی چې زمونږد ټولنې یو تریخ واقعیت او د ورځنیو پېښو  انعکاس پکې شوی دی .
دې ناول کې کرکټرونه پداسې ډول لوبول شوي چې لس کاله یې وخت اخیستی ، پکې  د یوې کونډې ښځې د اولس کسیزې کورنۍ برخلیک، پر ولسي خلکو د سیمیزو پولیسو د یوه ځايي قومندان تیری ، په حکومت کې د بې زوره او بې زره خلکو عریضو ته نه رسېدنه ،په عُقدوي ډول له حکومت سره مخالفت ، په یوه لیرې پښتون مېشته کلیوالي سیمه کې د هلکانو او نجونو زده کړې ، ددوه میینو د مینې لس کلن داستان ، په زوره د ځوانانو هڅول جګړو ته ، په دودیز ډول نوو ځوانانو ته ټوپک په لاس ورکول ، د میین لپاره د مینې په خوښه د پوهنتون ټاکنه ، په بې وځلۍ کې مینه او پوهنتون، حکومتي او حکومتي ضد ملاتړ  ، په یوه ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ د ۱۳ غړو شهادت ،په پردي کور کې دیارلس جنازي، په پردیو پیسو پوهنتون ویل ، له یوې خانې کورنۍ سره د یوې غریبې کورنۍ د مینې رشته ،په ننواتو او زاریو ټاکل شوی  اووه لکه ولور،له پوهنتون وروسته د یوه لوستي ځوان وزګاره پاتې کېدنه ، د یوې بورې او بوډۍ کونډۍ حال ، خاني لګښونه او د بې وځلو ولور پوره کول ، کډوالي ، سختې ګالل ، د ترکیې اوبو کې په ولور پسې د کوژده کړي ځوان برخلیک ، د زوی او مور مړینه او په یوه لسیزه کې د یوې ۱۷ کسیزې کورنۍ د ټولو غړو مړه کېدل هغه تریخ داستان دی چې په دې ناول کې کې خوندي شوی دی  .
اندړوال د تورو په زور يې د صحنو داسې انځورګري پکې کښلې ده، تر څو سړی له ځانه سره مل کوي او تر حقيقي سيمې يې بوځي.

دلته هر خان بېوسو ته ګريوان شلوي او هره ناروا د غريبانو د دروازې زنځير شړنګوي.

په ناول کې د زورور يوې څپېړې د بدل اخيستلو په تکل ټوپک ته په لاس کولو د يوې کورنۍ څلور غړي د خاورو ميلمانه کړي دي.

د يوې پښتنې مور د څلورو مسلمانو بچو جنازې د پردو ګټو لپاره په مقابل سنګر کې په اوږو پورته شوي دي.

دلته سوزي هغه ځمکه، چې اور پرې بل وي.

د دې درد پوښتنه بايد له هغه چا وشي، چې تور ويښته يې د اولاد په اسره سپين کړي وي، بې له خاونده يې د بچو د تربیې بوج ته اوږه ورکړې وي، د خلکو هر پور او پېغور يې زغملی وي.

بايد هغه څوک وپوښتل شي، چې د ژوند ملګری يې په باروتي اوسپنو سوری، سوری ټټر ورته راول شوی وي، د کمکيو اولادونو لپاره يې خاص د يتيم کليمه پاتې شي.

له هغو وروڼو پوښتنه وشي، چې د ژوند هېلې يې د لالا په ګټې پورې تړلي وي او د لالا د ګټې پر ځاې يې مېخ وهلې تابوت پر کور ور ننوځي.

ملکانو د غريبانو په ډوډۍ د خپلې حجرې دسترخوانونه  ډک ساتلی وي، د دوي په حقونو يې د کلا برجونه لوړ کړي وي، د همدوي د پيوندي کاليو له برکته په سپينو جامو کې ګرځي مګر د غربت وهلو له روښانو ذهنونو يې په زړونو کې وېره خپره وي.

په هره تعليمي برنامه کې د پيسو غلا په پریمانه پيمانه کوي.

د انسانانو تر منځ تفکيک د تقوا په لحاظ وي خو د پښتنو په ځينو کلیوالو سیمو کې  دا پيسه پرسته اشخاص يې د توپير معيار په مال او دولت ټاکي.

د دې ناول په قيصه کې د دوو ميینو تر منځ عجبه صحنې راغلي دي، په دومره يوه مقيده ټولنه کې د ټولو دودونو خلاف د مېنې په نامه بغاوت يې د طمعې خلاف کار وو.

يواځنې کليمه عشق دی، چې د هېڅ مرتبې خلک پکې برتري نلري.

د زړونو خوښه د قيمتونو محتاجه نه وي، د سر نظرانه يې هم په مقابل کې بې مانا وي.

د ښايستونو قيصې د عاشقانو تر منځ فقط اخلاقي جرات دی.

مين ته خپله شهۍ تر هر چا غوره وي او بېا هغه، چې د خپل مين سره بې دریغه مينه لري.

غربت د انسان مقصدونو ته د رسېدلو په لار کې خنډونه ايجادوي، دا دور همداسې دی خو بايد سړی ستړی نشي مقصد پرېنږدي، منزل ته د رسېدلو لپاره لار بدله کړي.

د ښځينه طبقې زړونه ډېر نازک وي په وړو خبرو لوې خوښۍ خپلوي او په نه خبره يې زړونه ماتېږي بايد ډېر عاطفي چلند ورسره وشي چې دې ناول کې کرکټرونو کې ورسره عاطفي چلند شوی خو وخت ورسره داسې رقابت پاللي چې د ډېرو میرمنو زړه یې مات کړي .

د هيچا په مينه شک پکار نه دی ځيني له زړه ملګرتیا غواړي خو د اظهار ژبه يې ګونګه وي او یا هم خپله نیستي دا اجازه نه ورکوي چې یو چا ته د مینې په سترګه وګوري.

پښتني ټولنه کې پوهې نجونې د قيمتي غميو له نرخونو سره سمه بلدتيا لري د ترلاسه کولو لپاره يې د ښو لارو پلټنه کوي چې دې ناول کې دا هرڅه مراعات شوي.

د نجونو خندا ته تل د خوښۍ له زاویو مه ګورئ، ځيني وختونه د درد صحنې هم په مسکا کې  رانغاړي، د با جراته پيغلو ډاډمنې خبرې په ځان د باور په مانا وي، د کم اصلتوب په تعبير بايد ونه نيول شي.

په ژوند کې چې کومې فيصلې د زياتې ګټې خپلولو ته کېږي د زيان مقدار يې دوه برابره وي چې دلته یې ژوندۍ بیلګې موندلی شو.

په دې معاشره کې د غېرت په نوم ډېرو بې غیرته کړنو زموږ واړه ټپونه په غټ ناسور بدل کړي دي.

ځيني بد کلتوري رواجونه، چې زموږ او ستاسو ملا ماتوي ښه يې پکې انعکاس کړي دي.

د داستان په منځ، منځ کې يې د بغلان بعضو سيمو يادونه کړې ده، چې د نورو خلکو يې نومونو سره بلدتيا پېدا شي دا يې کمال کړې دی.

او دغسې نورې خوندوری خبرې ترې جوتېږي، چې که يې وکړم بيا به ډېرې پاڼې تورې شي.

اور د اسبابو په سوزولو کې هېڅ درېغ نکوي، د وچو له زوره لمدو ته هم ورته کېږي خو مينه په وجودونو کې د اندامونو باچاهي قبضه کوي او خامو غوښو ته د لمبو پرته د وريتولو سزا ورکوي.

 

خشاک خو نه يم، چې لمبه شم

خاکي بنده يم غوښې ورو، ورو تويومه

 

په دې ناول کې دوه مهم کرکټرونه يې شمشاد او سوله پکې نومولي دي.

لکه ځيني لاندې صحنې يې :

نااا؛ سولې نه، زه يواځې نه يم، د مرګونو لړۍ روانه ده، دا د هر کور کيسه ده، هر ځوان همداسې وروڼه لري، مور لري، خويندی لري، ميرمن لري، اولادونه او خپلوان لري، هره ورځ په ګڼو کورونو کې همدا حال دی.

له څلورو پېړيو را هیسې په يوه  او بل نامه وژل کېږو، کاش زما د ورور مړينه وروستۍ شي، کاش بيا تور سرې ميرمنې د خپلو خاوندانو او سپين سرې ميرمنې د خپلو اولادونو داغ ونه ويني، افسوس زموږ په حال، چېرته چې د جنګ ميينان وي، چېرته چې د انسان وينې خپل ارزښت بېللې وي او چېرته چې د زورور اوبه په بره روانې وي، هلته به هره ورځ همدا حال وي.

 

دويمه صحنه :د قبر په سر ملا چې تبلیغ یې کاوه ویې ویل: وخت کم دی زه ډېرې خبرې نه اوږدوم خو دومره وايم، چې هرې خوا مسلمان، افغان او بېا په ځانګړي ډول پښتون وژل کېږي، د خپلې خبرې تاييد لپاره يې وويل.

 

د کافرې پښتونخوا پښتون کافر دی

قتل عام يې دې روا پښتون کافر دی

هغه څه چې په دې ناول کې بیان شوي  له بده مرغه چې دا زموږ د ټولنې انځور دی او ټول یې مني، ځینو ته دا پېښې ځکه ښايي ساده ښکاره شي چې هره ورځ یې په سترګو ویني، خو هغه چې له دې ټولنې لرې دي یا د راتلونکی نسل دی، نو خبره ورته نوې او جالبه ده.
(اور او مینه ناول) کې هم مهاله هم د جګړې اور بل دی او هم د مینې شغلې شته چې هم رڼاخپروي او هم ځينو ځایونو کې سوځول کوي .

په درنښت
نورګل اندړوال