آرشیف

2021-11-18

شاه ولی آرین

د طالبانو اړتیاوې او مجبوریتونه

 

ټولو ته معلومه ده چې طالبان د جګړې له لارې نه، بلکې د یو سیاسي توافق او د پردې تر شاه له امریکا سره د جوړ جاړۍ له لارې په یوه سیاسي او دپلوماتیک ځواک واوښتل او د سیاسي قدرت لاسته راوړل یې په ورستیو شیبو کې ځکه بدلون وموند، چې تیر کاواک نظام او په نظام کې کورنیو شخړو، فساد، د قدرت د جزیرو موجودیت، د نفاق او بې باوریو شتون، طالبانو ته دا ښه فرصت په لاس ورکړ تر څو له امریکا سره د لاسلیک شوې تړون پرته په مستقل ډول کابل ته راننوزي او سیاسي قدرت تر لاسه کړي.

پورته وضعیت په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د امریکا ستراتیژي او موخې د سترو بدنامیو او ناکامیو سره مخ کړې، دا چې د امریکا له لورې له طالبانو سره د لاسلیک شوې توافق غوښتنې عملي نه شوې، نو ځکه  امریکا د طالبانو د نوې حکومت پر ضد  له هر ډول فشارونو او ګواښونو نه کار واخیست.

د کابل په هوائې دګر کې د تاسیساتو، وسایلو د الوتکو په ګډون ړنګول، تخریب او ماتول د زرګونو مسلکي کادرونو له هیواد ویستل هغه څه وو، چې د امریکایانو د بربنډو د ښمنیو نښې نښانې یې یادولای شو.

د افغانستان په هکله د امریکا د ناکامو پالیسیو له امله په هیواد کې نظام ړنګ او  په یو څه لږ تفاوت سره د ډاکتر نجیب الله د رژیم د سقوط وروسته حالت یو ځل بیا تکرار شو. طالبانو هم د هغه وخت د په نوم مجاهدینو شانته له بې ځایه غرور او انحصاری قدرت نه کار واخیست، دا دی درې میاشتي تیریږي تر اوسه هیڅ یو هیواد حتا د پاکستان په شمول د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

امریکا د هیواد په داسې حساسو شیبو کې د خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت پرته د افغانانو اقتصادي منابع کنګل کړي، چې همدا اوس افغان ولس له ستر اقتصادي ناورین سره مخ شوي دې.

ګاونډیو هیوادو او د افغانستان په نیابتي جګړو کې دخیلو هیوادونو چې د ناټو او امریکا د اشغال په موده کې یې له طالبانو سره استخباراتي اړیکې درلودې او حتی له دغو هیوادو طالبانو مادي او معنوي مرستې هم تر لاسه کولي، د نوي حکومت په راتګ سره یې خپلو پالیسیو ته بدلون ورکړ او حتي د پاکستان په شمول چې د طالبانو هر ډول سپوټ یې کاوه غلي پاتې شول او د طالبانو د په رسمیت پیژندو نه یې دډه وکړه.

د نړۍ یو شمېر هیوادونو د اروپائې اتحاد په ګډون په افغانستان کې د اقتصادي ستر بحران د مخنیوې له پاره د میلیونو ډالرو مرستو وعدې وکړې، مګر د طالبانو د نامعلومو سیاستونو او پالیسیو په نظر کې نیولو سره یې د دغو مرستو د عملي کولو پروسه ټکني کړي، چې د دې امکانات شته چې د رون ژمي د یخنۍ له امله ډېر افغانان په خاص ډول ماشومان د مرګ له خطر سره مخ شي.

د هیواد روان ستونزمن وضعیت، د طالبان مرموز او پیچلي سیاست، د قدرت انحصار، د حاکمیت عدم مشروعیت اوغلطو پالیسیو د امریکا په شمول د نړۍ د هیوادو مغرضانه غوښتنې، د اقتصادي منابعو کنګلول په هیواد کې ستر بشري ناورین رامنځته کړي دی.

له بله پلوه تر اوسه هم د ملګرو ملتونو، ځینو نورو د بشري حقونو نړیوال سازمانونه طالبان د افراطي او تروریستی ګروپ په توګه پیژني او د اوسني کابینې اکثریت غړي د ملګروملتونو د امنیت شورا په تور لست کې شامل کسان دې، چې په داسې یوه وضعیت کې طالبان له یو خوا د دې ادعا لرې چې امریکا او ناټو ته یې ماته ورکړي، اما له بل پلوه امریکا ته لاس غزوي، د کنګل شوو پیسو او د په رسمیت پیژندونو غوښتنه ترې کوي. په داسې یوه بحراني وضعیت کې د هیواد د بشري ستر ناورین د مخنیوی له پاره اړتیا لیدل کېږي چې طالبان امریکا، ناټو او نړیواله ټولنه، ګاونډي هیوادونه زموږ د هیواد او هیوادوالو لاندېنیو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي:

۱- یو وار بیا د خپلو پخوانیو لیکنو په تائید تاکید کوم، چې طالبان باید په هیواد کې له افغانانو نه د حاکمیت ملی مشروعیت تر لاسه کړي، په حاکمیت کې د قدرت له انحصار نه لاس واخلي، د هیواد د ټولو میلیتونو د سپیڅلو او مسلکي کادرونو نه د حکومت، دولت په ارګانونو کې کار  واخلی، کار اهل د کار ته وسپارل شي، په حکومت کې د ښځو ونډو ته پاملرنه وکړي.

۲- طالبان باید مستقل او ملی سیاست خپل کړي له ګاونډیو هیوادو، نړیوالو، اروپائې اتحاد او امریکا سره د متقابلو اړیکو او متقابلو ګټو په نظر کې نیولو سره د هیواد او خپل حاکمیت د بقا په خاطر نړیوال تعاملات عملي کړي، تر څو هیواد او هیوادوال د روان ستر بشري ناورین نه وژغورل شي.

۳- اړتیا لیدل کېږي چې طالبان د ځپلو دپلوماتیکو هلو ځلو له لارې ګاونډیو هیوادو ته اطمنان ورکړي چې د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نه پیښیږي او دوي له ټولو ګاونډیو هیوادو سره د دوستانو اړیکوو تجارتي مناسباتو غوښتونکي دي، البته د متقابلو ګټو په نظر کې نیولو سره. همدا ډول له چین او روسیې سره چې په نړۍ کې د امریکا ستر رقیبان دي د طالبانو ښه مناسات ټینګول، مرستې یې راجلبول، اندیښنې یې رفع کول خورا اړین کار دی.

۴- اړینه ده چې طالبان په صداقت او ایماندارئ سره د هغو مسلکي افغان کادرونو نه چې په بهرنیو هیوادو کې یې د ځواک نه ګټه اخستل کیږی د یوې اعلامیې له لاری خپل هیواد ته د ستنیدو غوښتنه ترې وکړي او د ورتګ په صورت کې ورته دندې وسپارل شي د زوند تظمین یې وکړای شي.

۵- ملګری ملتونه، امریکا، د ناټو غړی هیوادونه، اروپائې اتحاد، ګاونډي هیوادونه همدا اوس باید طالبان د افغانستان د اوسني وضعیت د یو واقعیت په توګه ومني، د دپلوماتیکو تعاملاتو اوتفاهماتو له لارې باید د هیواد او هیوادوالو د بشري ناورین مخه ونیسي.

په یقین سره ویلی شم، چې که چېرې طالبان پورتنې اړتیاوي عملي کړي، بیا نو هیچا ته، حتا امریکا ته هم هیڅ ډول بهانه نه پاتې کېږي چې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندنو نه غاړه خالي کړي، هغه وخت به ټول افغانان په کور دننه او بهر کې په یو اواز غږ پورته کړي، چې ولي افغان حکومت په رسمیت نه پیژندل کیږی.

یو ځل بیا تاکید کوم که چیرې طالبان پورتنې تعاملات عملی نه کړي، ملی او نړیوال مشروعیت تر لاسه نه کړي هیواد به د یو ستر بحران لور ته سوق او د طالبانو د حاکمیت د نسکوریدو امکانات به شوني وي.

 

پای