آرشیف

2022-1-23

شاه ولی آرین

د ملي حاکمیت تشه

 

ټولو هیوادوالو ته جوته ده چې د څلورو لیسزو نه زیاته موده تیریږې چې زموږ په ګران هیواد کې د ملي حاکمیت د نه شتون له امله زموږ هیواد او ولس د ستر ناورین او بحران سره لاس او ګریوان دي، چې د نړیوال استعماری تاقتونو او یو شمېر حریصو ګاونډیو د مستقیمو لاسوهنو او نیا بتي جګړو د اور له امله دغه ناورین او بحران ورځ تر بلې ځانته نوې بڼه غوره کوي او په دغه بل شوي اور کې یوازې افغانان سوزي.

استعمار په بیلابیلو ډولونه زموږ د هیوادوالو تر منځ د خپلو اجیرو غلامانو له لارې د نفاق، بد بینیو اور ته پکی وهي، یو پر بل مو وژني خپلو ګټو او موخو ته ځان رسوي، اما بیه یې افغان ولس پريکوي.

که له تبصرې او د نورو اړخونو له بحث نه تېر شم، اصلي موضوع ته راوګرځم، چې هغه ملي حاکمیت دی، غوره به دا وي چې د اوسني وخت د اړتیا او د زمان د غوښتنو سره سم د ملي حاکمیت د نه شتون، اړتیاوو او لومړنیو لاسته راوړنو په هکله د لوستونکو پاملرنه په دې هکله راوګرځوم:

– د ملي حاکمیت لومړی شرط د هیواد سیاسي او اقتصادي استقلالیت دی، چې د طالبانو د راتګ سره سم د امریکا څه د پاسه شل کلن اشغال او تجاوز ته یې د پای ټکی کیښود، مګر د اقتصادي استقلال د نه شتون له امله یې د طالبانو د حاکمیت سیاسي استقلال د ګاونډیو هیواد د لاسوهنو او په خاص ډول د پاکستان د محلانه پالیسیو په عملي کولو سره د طالبانو استقلالیت له پوښتنو سره مخ کړي دی.

– د هیواد د خاورې او ارضي تمامیت ساتنه، حفظ او د پردیو د تجاوز مخنیوی، د قدرت د جزیرو له منځه وړل او د هیواد ټوله خاوره د مرکزي دولت تر کنترول لاندې راوستل، د ملي حاکمیت د تمثیل بل رکن دی چې دغه چاره همدا اوس تر سره شوې ده.

– د هیواد د ارزښتونو، ملي نوامیسو نه ساتنه  د ملي حاکمیت بل اصل دی، چې دغه چاره هم د تکمیلیدو په حال کې ده.

– د ملي حاکمیت د تشې د پوره کولو تر ټولو اساسي لامل د یوه منل شوي ملي حاکمیت رامنخته کېدل دې چې د هر هیواد د شرایطو سره سم تر سره کیدای شي، د ملي حاکمیت د جوړیدو او منځته راتلو څو لارې شته چې په لاندې توګه  یې  دوه ډولونو ته اشاره کولای شم:

۱- د هیوادوالو د پاکو رایو او ټول ټاکنو له لارې د حکومت او نظام جوړول د ملي حاکمیت تر ټولو غوره لار ده، البته د یوه هیواد په نورمال وضعیت کې.

۲- د هیواد ولس ته مخه کول د عنعنوي لویې جرګې له لارې د یوه موقت حکومت، او اساسي قانون جوړول له ولس نه مشروعیت تر لاسه کول او د یوې لازمې مودې وروسته بیا اصلي ټولټاکنو ته مراجعه کول. چې د افغانستان روان وصعیت د همدې دومې لارې له امله ښه تر سره کیدلای شې او که چېرې طالبان غوارې چې په رښتیا هم د ولس او هیوادوالو په زړونو حاکمیت وکړې، نو همدې لارې ته دې مخه کړي، تر څو هم روانه تشه ډکه کړي او هم د خپل د نظام د پایښت له پاره عملي چاره تر سره کړي.

– نړیوال تعاملات او دپلوماتیک مناسبات جوړول د ملي حاکمیت بل اساسي شرط دی، چې همدا اوس طالبان په دغه لاره کې هلې ځلې کوي، د طالبانو د بهرنیو چارو مؤقت وزیر امیر خان متقي د نړۍ ځینو هیوادو ته سفرونه کوي تر څو، د دغو سفرونو له لارې دپلوماتیکی اړیکې ټینګي او د نړیوالو تعاملاتو د عملي کولو له لارې د نړیوالو مثبتو غوښتنو ته د عملي کولو لارې چارې برابرې کړي. چې دا غوره کار دی.

زما په اند طالبانو ته په کار ده چې د پورتنیو اړتیاو د عملي کولو، د هیواد له مخالیفینو سره د خبرو د تر سره کولو، د نړیوالو تعاملاتو د عملي کولو او همدا ډول په هیواد کې د ملي حاکمیت د جوړولو، د ټول شموله حکومت د غوره کولو د بشری حقونو د تامینولو د ښځو د حقونو، تحصیل، کار د زمینو د برابرولو له پاره تر ټولو لومړی لاندینیو اړینو ټکو ته پاملرنه وشي.

 

۱- د یوې لوې عنعنوي جرګې رابلل دغې جرګې ته د هیواد د روانو واقیعیتونو او اړتیاوو بیانول، خپل راتلونکی پلان جرګې ته روښانه کول، له جرګې نه د راتلونکی له پاره مشورې تر لاسه کول، له همدې جرګې نه د یو شمیر ملي او هیواد پالو شخصیتونو ترکیب چې د هرې سیمې او قومونو استازیتوب وشی کولای تر لاسه کول او د مسلک او پوهې په نظر کې نیولو سره یې په دولتي او حکومتي چارو کې ګمارل.

۲- د همدې جرګې له لارې د شوروي د اشغال وروسته د ټولو هغو ملي ارزښتونو د احیا کولو په هکله د یوه فرمان له مخې د لغوه کولو امر صادرول چې په هغو کې د جنرال، مارشال، ملي قهرمان او د داسی نورو اعزازی القابو ورکول د سیمو د نومونو تغیرول، د ولسوالیو ولایتونو ته لوړول، د علمي مؤسساتو او لارو د اشخاصو په نومونو نومول شامل دي.

۳- په همدې جرګې کې دې طالبان د ګاونډیو هیواد په هکله په خاص ډول پاکستان او ایران سره د اړیکو په هکله جرګې ته سپیناوی وکړي او د راتلونکو اړیکو په هکله دې مشورې تر لاسه کړي.

۴- په بهرنیو او کورنیو سوله ایزو او په حاکمیت کې د شریکولو ناستو او کنفرانسونو په لړ کې د تیرو حکومتونو په شان له معاملو او د څوکیو له تقسیم نه مخنیوی، بلکه کار اهل د کار ته سپارل، د بدنامو څیرو له ګډون نه جدآ مخنیوی به د راتلونکی نظام د بریاوو ښه لامل وي.

۵- تول هغه کسان او کورنۍ چې د هیواد ملي او د ولس سرمایې او ملکیتونه یې چور، چپاول کړي په هیواد او له هیواده بهر یې غیر قانوني ملکیتونه جوړ کړی باید په یوه تور لست کې شامل انترپول پولیسو ته معرفی او د حسابونو د ورکولو له پاره هیواد ته راوغوښتل شي، چې دا کار له یوې خوا د هیوادوالو د خوشالۍ سبب ګرځی او له بله پلوه په راتلونکې نظام کې د دغو کسانو د ګډون د مخنیوي ښه لامل کیدای شي.

۶- په نړی کې څه د پاسه څلور پنځوس اسلامي هیوادونه شتون لري، زما په اند د طالبانو له پاره به ښه دا وي، چې له همدغو هیوادو نه دې یو موډل انتخاب کړي، او کنه دغه تګلاره چې دوي غوره کړي نه نړیوالو ته د مننې وړ ده او نه هیوادوالو ته، نو ځکه طالبانو باید د خپل تیر پنځه کلن حکومت او تېرې شل کلنې جګړې نه ډېر څه زده کړی وای.

په صراحت ویلای شم که چېرې طالبان بیا خپل اوسنۍ تګلارې ته بدلون ورنه کړي له ولس نه مشروعیت تر لاسه نه کړي نړیوالو تعاملاتو ته پاملرنه ونه کړي، په قدرت خیټه واچوی هم به خپل ځان او هم هیواد د یو بل ستر بحران او ناورین سره مخ کړي.نو ځکه جدي پاملرنه په کار ده.

 

پای