آرشیف

2021-10-10

شاه ولی آرین

د طالبانو د ځواکمن کیدو اساسي اړتیاوي (دریمه او وروستۍ برخه)

 

۱- پیاوړې دیپلوماسي

۲- اقتصادي پیاوړتیا

۳- منظم امنیتي ځواک

 ۴- ښه حکومتولۍ او خدمتونه

۳– منظم امنیتي ځواګ

 

د یوه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، د ملی نوامیسو د ساتنې، استقلال او حاکمیت د حفظ له پاره د ځواکمن امنیتي ځواک موجودیت ته ستره اړتیا شته.

تر هغه ځایه چې ولیدل شول، طالبانو شل کاله د یوه زبرځواک قدرت په مقابل کې وجنګیدل، ووژل شول، دوی هم ډېر بې ګناه انسانان ووژل، دا په خپله د دې مانا لرې چې دوي منظم یا غیر منظم نظامي ځواک درلود او لرې یې.

دا چې طالبان همدا اوس د یوه دولت درلودونکي دي نو لا نوره هم اړتیا شته چې یوه منظمه، پیاوړې، په جګړه ایزو مهارتونو او د مسلکي کادرونو له موجودیت سره خپل نظامي او امنیتي ځواکونه تکمیل کړي.

داسی یو ځواک هغه وخت جوړیدی شي، چې د طالبانو د ځواکونو په لیکو کې د دوي تر څنګ د پخوانيو حکومتونو مجرب مسلکي  افسران او نور قوتونه مدغم شي، په خاص ډول هغه افسران چې د امریکا د غلطو پالیسیو او د امریکایې سیاستونو د عملي کولو په لار کې په وسلوال پوځونو کې خنډ وو او هغوي یې تقاعد ته سوق کړي و، بیرته باید اعاده حقوق شي او د وسلوال پوځ د لیکو په بیاوړتیا کې ترې ګټه پورته شي.

ټول هغه نظامي وسایل چې د قدرت نه د خلا په وخت کې بې ځایه شوي او یا ګاونډیو هیواد ته نقل شوي بیرته باید ډېر ژر تر لاسه شي، همدا ډول د یوې اعلامیې په خپرولو سره هر ډول وسلې چې د هر چا سره وي، په خاص ډول پخوانیو قوماندانانو، زورواکو سره  په ډېر کم وخت کې دې دولت ته تسلیم کړي. د تعین شوې وخت نه وروسته که د هر چا سره د کنترول او تالاشیو په وخت کې تر لاسه شي، سخته سزا باید ورته وټاکل شي.

په وسلوال ځواک کې د اوپراتیفي، کشفي او استخباراتي برخې فعالیت لوړول او د مسلکي کادرونو ارزښت خورا د اهمیت وړ دي، نو ځکه جدې پاملرنه ورته په کار ده او همدا ډول د وسلوال ځواک د هرې برخې له پاره ځانګړی یونفورم ټاکل او اماده کول.

ټولې هغه وسلې او مهمات چې د پنجشیر په ولایت کې لاسته راغلي بې له ځنډه یې کابل ته نقلول او ترې په لازمو برخو کې استفاده تر سره کول.

 

۴– ښه حکومتوالۍ او خدمتونه

په یوه هیواد کې هغه وخت ښه حکومتوالۍ رامنځته کیدلی شي چې د هغه هیواد د ټولو اوسیدونکو اتباعو حقوق او مکلفیتونه د اساسي قانون له مخې په مساوي توګه عملي او رعایت شي، د هیواد په حاکمیت کې د ټولو اتباعو ګډون د پوهې، مسلک او مهارت له مخې په نظر کې ونیول شي. چې مفهوم یې همغه په هیواد کې د  ټول شموله حاکمیت مانا لری.

ټولشموله حکومت، نه د تیر شل کلنو حکومتونو په شان، چې سهامي شرکتونه یې ترې جوړ کړي و، بلکې د ټولو قومونو د استازو ګډون د استعداد، پوهې، مسلک او رښتینولۍ پر اساس مې منظور دی.

ښه حکومتوالۍ، د هیوادوالو سره د مشورو، مفاهیمو او انتخاباتو پر اساس جوړیدلی شي، چې داسې حکومتونه هم قانونیت تر لاسه کوي او هم د ټولو هیوادوالو له ملاتړ نه برخمن کیدای شي. دا یو مسلم حقیقت دی، تر څو چې یو حکومت ملي مشروعیت تر لاسه نه کړي، نړیوال مشروعیت هیڅکله نه شې تر لاسه کولای.

که چیرې وکتل شي، په نړۍ کې ټول هغه حکومتونه چې د زور او یا یوه ګروپ یا ډلې له لورې رامنځته شوي او نور هیوادوال یې له حاکمیت نه بې برخې ساتلی وي، ډېر لږ وخت کې یا د ولسونو له ملي قیام سره مخ شوې او یا خپله کمزوره شوې او په ډېره لنډه موده کې له منځه تللی دي. نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې په لومړی قدم کې ولسونو ته مراجعه وکړي، د انتخاباتو له لارې او یا د لوی جرګې له لارې خپله مشروعیت تر لاسه کړي، له یوازې خپل ګروپي حاکمیت نه د ټولشموله حاکمیت پر لور ګامونه واخلي، چې ټول شموله حکومت به د دوي ملي او نړیوال اعتبار او تعاملاتو ته ګټور تمام شي.

د فساد، بیروکراسۍ، ځان ځانیو، قومي، سمتي او ګروپیکو تمایلاتو جدې مخنیوی د ښې حکومتوالۍ اساسي شرط دي، بیا هم که چیرې طالبان په لومړیو درجو مقامونو کې د نورو د ګډون تحمل نه شي زغملی، نو په دوهمه کتګوریو کې باید مسلکي کادرونو ته ځای ورکړ شي.

نظام هغه وخت موثریت لرې چې د قانون حاکمیت نه برخمن وي. د قانون د حاکمیت تطبیق په ټولو اتباعو باید یو شانته وي، نوځکه طالبان باید ژر تر ژره یا اساسي قانون تنظیم کړي او یا د یوې مؤقتې ائین نامې یا اساسی خطوطو له لارې ټولنه رهبري کړي.\

تیرې څلویښت کلنې جګړې افغان ولس خورا کړولي، فقر، ولږه او له نورو سلګونو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، نو ځکه طالبانو ته په کار ده، چې تر ټولو لومړي باید خلکو ته د لومړنیو خدمتونو د رسولو چارو ته اولیت ورکړي او لاندې اړتیاوو ته جدې پاملرنه وکړي:

 

۱- ټولي هغه کورنۍ چې د دې ورستیو جګړو او یا وهم له امله له خپلو سیمو بې کوره یا کډوال شوی باید ورسره ضروري مرستې تر سره شي، تر څو په خپلو سیمو کې نورمال ژوند ته بیرته راوګرزي.

۲- د پخواني دولت ټولو کارکونکو ته په خاص ډول ټیټ رتبه او خدماتي پرسونل ته د معاشونو اجرا او په ادارو او مؤسساتو کې بیرته جذبول.

۳- د ملي سوداګرو، تجارت خونې او د تجارت، مالیې وزارتونو له لارې د هیواد د لومړنیو اړتیاوو توکي واردول، او په بازارونو کې یې نرخونه کنترولول.

۴- ډېر ژر د کروندګرو، بڼوالو تازه او وچو میوو د خرڅلاو له پارهبهرنیو هیوادو ته د هوائې او ځمکنیو دهلیزونو په جدې توګه پرانستل او عملي اقدامات تر سره کول.

۵- څلویښت کلنې جګړې او په خاص ډول وروستۍ شل کلنې جګړه کې د بیکاریو له امله، هیواد وال کډوالیو ته اړ شول چې په سلګونه هیواد وال مو په بحرونو کې د بحري حیواناتو ښکار شول، همدا ډول په میلیونونوو د مخدره توکو د روږد ښکار وګرزیدل، طالبانو ته په کار ده چې د هیوادوالو په خاص ډول تعلیم لرونکو نارینه او ښځینه ځوانانو ته د دوي د مسلک او مهارت له مخې د کار شرایط برابر او عملي بڼه ورکړي، په دې کار سره به د هغو تعلیم لرونکو ځوانانو له هیواده د وتلو مخه هم ونیسي، چې د کار د نشتوالي له امله د هیواد پریښودو ته اړویستل کېږي.

۶- روغتیایې برځو کې اسانتیاوي، د ښځینه ډاکترانو، تشویق او کار ته رابلل د هیواد د اوګړو اساسي اړتیا ده، نو ځکه د ښځو او نجنو زده کړو ته جدې پاملرنه د اسلام د مقدس دین د اساساتو په نظر کې نیولو سره حتمي او اړینه ده.

 

پای