آرشیف

2021-10-16

شاه ولی آرین

عبرت

که دې مشران هېر کړل خپل ځان هـېروي

خـپل تـېـر تـاریـخ او خـپل جانـان هـېـروي

چا چې په توره دغـه شان او استقلال ګټلي

دا تیـروتنه ده چې هـغه قـهـرمان هـېـروي

ستـا د تـارخ ویـاړ احـمدخان او میـرویـس

پـه ستـرګـو ړونـد شې امان خـان هـیـروي

له تـېـر تاریخ نـه دې عـبـرت وانـه خیست

په تـېـروتنـو د پښتون نام او نشان هـیروي

پـاڅـې راویـښ شئ لـه دنـیـا یـې زده کـړه

ولی ګټـلی استقلال او لـوړ ارمان هـېروي

اغوس دنمارک

۱۵-۱۰-۲۰۲۱

شاه ولی ارین