آرشیف

2021-8-8

شاه ولی آرین

غمونه

پرموږ بـه لا نـور څه غـمونه راځي

لـه هر خـوا هـره ورځ بـمونه راځي

هـم مـو خـپلوان او هم پـردي وژنـي

دلـتـه وحشت دی او مـرګونـه راځـي

نـړۍ په رډو ګـوري، هـیـڅ نـه وائې

دلــتــه جــفـاوې او دردونـــه راځـي

ولـی تـوپـیر د خـپـل پـردو نـه کـوو

هـر خـوا ته وېر او وحشتونه راځي

اریـنه! ګوره څـو یـو مـوټـی نـه شـو

له دې بـه نور داسې ظلمونـه راځي

مالمو سویدن

۲۶/۰۷/۲۰۲۱

شاه ولی ارین