آرشیف

2021-6-30

شاه ولی آرین

د اوښکو لمبې

اوښکې دومـره تـویې شـوې، لمبې یې کړې

هــر لوري تـه شور غـوغـا شعلې یې کړې

 

چــور و چـپـاول  وحـشت  روان هـر خــوا

مـري هـر لـور افـغـان تیټې شملې یې کړې

 

څــومـره فــضـا خـړه عجیـب ژونــد روان

هـر څــه شـول بـدل سختې شیبې یې کـړې

 

چم پـه چم وژنــه، فـریادونه او اوبـا خپـره

ګورئ، زموږ پـه پښو کې زولنې یې کړې

 

خـدایـه یـو ځـل بـل یـو احمد خان راکړئ

مـاتـې د ولس نــور حــوصـلې یـې کـړې

 

اغوس دنمارک

۲۷/۰۶/۲۰۲۱

شاه ولی ارین