آرشیف

2021-7-13

شاه ولی آرین

وطن زما دی

 

وطن زما دی خپل وطن کې څـه ظلمت ویـنمه

سواد او پـوهـه را نـه اخلي څـه وحشت ویـنمه

مکتب را سـوزی او مسجـد مې پـه بـمو نړوي

د اسلامیت نـوم لانـدې دا څـه بـربـریت ویـنمه

د نړۍ ګوره پرمختګ موږ څومره پاتي راغـلو

وجـدان پـلورلي یـې، تـل تـا کې رزالـت ویـنـمه

د خـور پوړنې دې ګـذار شو د دښمن پـښو کې

ته یې خرڅ شوي، له پخوا نه دې غـیرت وینمه

د غـفلت خوب نـه ژر راپاڅه خپل هـیواد وګټه

که شئ یـو موټي بیا په تاسو کې عظمت وینمه

اغوس دنمارک

۲۰/۰۶/۲۰۲۱

شاه ولی ارین