آرشیف

2021-10-6

شاه ولی آرین

د طالبانو د پایښت اساسي اړتیاوي (لومړۍ برخه)

 

۱- پیاوړې دیپلوماسي

۲- اقتصادي پیاوړتیا

۳- منظم امنیتي ځواک

۴- ښه حکومتولۍ او خدمتونه

 

۱- پیاوړې دیپلوماسې:

ټولو ته معلومه ده، چې طالبانو له امریکا سره په قطر کې د سولې پریکړه لیک لاسلیک کړ، چې د هغه پریکړلیک وروسته، طالبانو نړیوال پرستیج تر لاسه کړ او د امریکا د دغو غلطو پالیسیو له امله افغان دولت نورهم لا کمزوري او ورځ تر بله یې د شړیدو شرایط رامنځته شول، تر هغه پورې چې سقوط یې وکړ.

ټولو ته په ډاګه شوه چې تر ټولو زیات وارـ وار امریکا د همغه امضا شوې پریکړه لیک مواد نقض کړل، په قرارداد کې د امریکا د هوائې بریدونه مخنیوې و، مګر امریکا څو واره پر طالب جنګیالیوهوائې بریدونه تر سره کړل، د پریکړه لیک خلاف یې نظامي ځواکونه په وخت او زمان ونه ویستل، د طالبانو د مشرانو نومونه یې له تور لست نه حذف نه کړل، د طالبانو بندیان یې په وخت او زمان ټول خوشی نه کړل. داسې نور مواد هم شته چې د پټ او بربنډ پریکړه لیک مواد په کې د امریکا له لورې نقض شوې دي.

دا چې امریکا او نړیوال ټول نارې او سورې وهي، چې طالبانو د قطر د معاهدې مواد نقض کړي، دا په واقعیت کې حقوقي اساس نه لري، ځکه طالبان د هغې تعهد نامې پر بنسټ چې په سوله ایز ډول د تفاهم په نتیجه کې حاکمیت تر لاسه کړي وای او د یو مؤقت یا عبوري حکومت له لارې نظام د دوي لاس ته راغلی وي، داسې څه ونه شول، بلکې طالبان د یوې دولتي خلا نه په استفادې سره حکومت ونیوه او حاکمیت یې خپل کړ، نو ځکه اوس هغه تعهدات بې مانا دي.

امریکا د خپل یرغل ستره ماته وخوړه او ټولو ته  معلومه ده چې حتا د شپې له خوا په تیارو کې تیښتې ته مجبور شول.

د امریکا د تیښتې په وخت کې درانه تخریبات، د هوائې ډګر د وسایلو له منځه وړل، د هیواد د اقتصادي زیرمو کنګلول، د افغانانو داستقلال او سیاسي ارزښتونو په مقابل کې د تعزیراتو د غوره کولو تهدید دا ټول د خپل تاریخي ماتې په بدل کې تر سره کول غواړي، خو امریکا زموږ په هیواد کې داسې ستره شرمونکې نظامي، اقتصادي او سیاسي ماته وخوړه چې جبران یې دوي ته له امکاناتو لری خبره ده.

زما په اند، طالبانو ته اوس تر بل هر څه په لومړی قدم کې یوې پیاوړې او سنجول شوې دیپلوماسۍ ته اړتیا لیدل کېږی، چې هیواد ته د ژمنو، پاکو، صادقو او مسلکي کادرونو له لارې تر سره کیدای شي.

طالبان باید نړیوالو تعاملاتو ته د هیواد د ملي ګټو او د نورو مسلمانو هیوادونو د پالیسیو په نظر کې نیولو سره، د خپلو دیپلوماتیکو فعالیتونو له لارې خپل اصول، ارزښتونه نړیوالو ته ورپه ګوته کړي، او نړیوالو ته د دغو دیپلوماتیکو هلو، ځلو له لارې ثابته کړي، چې د افغنستان له خاورې هیڅ یو بل هیواد ته ګواښ موجود نه دي.

طالبان باید د هیواده بهر دیپلوماتیک مرکزونه، سفارتونه ډېر ژر د مسلکي کادرونو په تکمیلولو سره د نړیوالو اصولو په نظر کې نیولو سره تر خپل کنترول لاندې راولي.

پیاوړې دیپلوماسې، د بهرني سیاست انعکاس او د نړۍ پر هیوادو ځان پیژندنه نورو ته په انتظار چې زموږ په اړوند څه کوي، نه تر سره کېږي، او یا دا چې نور هیوادونه ستا په رابطه څه فکر کوي، ته باید فعال شي، نړیوال تعاملات د خپل هیواد د ګټو په اډانه کې غوره او عملي ګامونه پورته کړې. همدا اوس د دې اړتیا شته چې په لومړی قدم کې د قطر، پاکستان، ایران، چین، روسیې ، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان سره دیپلوماتیکې اړیکې، تګ راتګ غښتلی شې او د دوي، غوښتنې نسبت نورو هیوادو ته د خپل هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره عملي کړای شي.

ملګرو ملتونو، اروپائې اتحادیې، اسلامي کنفرانس غړو هیوادو سره اړیکې ټینګول، دوي ته قناعت ورکول او خپل حقانیت ورته ثابتول د ځانونو په شمول د هیواد د ټولو، قومونوو قشرونو د مسلکي کادرونه موجودیت په دیپلوماتیکو برخو کې، د دوي د قناعت د لاسته راوړلو عملي لارې چارې دي، چې دا خپله په نړیوال سیاست کې د ټول شموله حکومت عملي موجودیت روښانه کوي.

پټه دې نه وي چې معقوله او پیاوړی ديپلوماسي، د یو هیواد د بقا، پیاوړتیا او نړیوالو تعاملاتو اساسي رکن دي.

د داسې پالیسیو مراعاتول، د هیواد د حاکمیت د دښمنانو د بري، فعالیت او پرمختګ ملا ماتوي، او د نړیوالو مخالفینو د ناوړه سیاست او تبلیغاتو مخنیوی کولای شي.

په خواشینۍ سره چې طالبانو تر اوسه د دیپلوماسۍ په برخه کې یوازې، یو تن د ملکرو ملتونو د دایمي استازي په توګه معرفي کړي، او د یو لیک له لارې یې د پخواني حکومت د استازي د خبرو مخنیوي په تیره اسامبله کې تر سره کړ، چې دا بسنه نه کوي، بلکې د ټولو سفارتونود فعالولو له پاره باید هلې ځلې تر سره شي.

 

نور بیا