آرشیف

2022-3-20

شاه ولی آرین

د۱۴۰۱ لمریز کال د رارسیدو په مناسبت د افغانستان

 

 

د سولې او هوساینې ټولنې پیغام

 

ټولو ته جوته ده چې ۱۴۰۰ لمریز کال په هیواد کې د سترو ناورینینو او بریاوو د کال په نامه یادولای شو، د امریکایې او ورسره د بهرنيو او کورنيو انديولانو له لورې له یوې خوا د جګړې او له بلې خوا د سولې مذبوحانه هلو ځلو، یو وار بیا هیواد د یو ستر بحران لور ته ور ټیل واهه.

 

د امریکا له طالبانو سره د سولې د خبرو په پروګرام  د دواړو لورو ستره تیروتنه همدا وه چې افغان دولت یې په کې بې برخې وساته، شکونه یې رامنځته کړل او نتیجه یې همدا ده چې همدا اوس هیواد د یو ستر اقتصادي او سیاسي بحران سره لاس او ګریوان دی.

 

د تیر کال ستر بریالیتوبونه دا دې، چې افغان ولس یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه چې استعماري قدرتونه نه شي کولاي پر دغه ولس خپل نیواک ته دوام ورکړي، د امریکا او ناټو ماته او تیښته د هیواد د استقلال او افغان مستقل حاکمیت د طالبانو له لورې هغه بیلګه ده چې په ملی او نړیواله کچه هیڅوک ترې سترګې نه شي پټولای.

 

دا یو حقیقت دی، چې افغانانو تل دشمن په ګونډو کړي، سیاسي استقلال یې تر لاسه کړي، اما په ډېره خواشینۍ سره چې په سمه توګه یې ساتلی نه دی.

 

د افغانستان د سولې او هوساینې ټولنه ۱۴۰۱  لمریز کال ته ځکه د سترو بریاوو په سترګه ګوري، چې استعمار له هیواده وشړل شو، د قدرت جزیرې، زورواکي، چور واکي او د نظان ننګونې، چې د هیواد د بدبختیو لاملونه وو، تارو مار شول، امنیت د ټینګیدو په حالت کې دی، د فساد او نورو منفي پدیدو مخه ډب شوه، موجود نظام د هیواد پر ټول قلمرو حاکمیت ټینګ کړي دی، مګر زموږ د ټولنې له نظره طالبانو او افغانانو ته په کار ده چې د دغو سترو بریاوو د ساتنې، پرمختګ او لا بریاوو له پاره لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي او هم په ګډه عملي ګامونه تر سره کړي، ځکه چې په یوه ګل نه پسرلی کېږي.

 

۱- افغانان باید د اوسني وخت د اړتیا او یو واقعیت په توګه د طالبانو اوسنی نظام ومني د تخریب، او تقابل پر عوض ورسره مرسته او لازم وړاندیزونه چې د هیواد ملي ارزښتونه اوګټي خوندي کولای شي مرستې وکړي، طالبان باید مثبتو وړاندیزونو ته غاړه کېږدي.

 

۲- طالبان باید د افغان ولس غوښتنو ته چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې ترې غوښتنه کېږی ومني دغه قهرمان ولس ته مراجعه وکړي او د خپل نظام مشروعیت چې د اسلامي اصولو او ولسواکۍ په چوکاټ کې تر سره کیږي پرې جدې عمل وکړی، دغه مشروعیت د نړیوال مشروعیت له پاره هم لار هوارولی شي.

 

۳- د اسلامي اساساتو په رڼا کې د نارینوو او ښځو له پاره د تحصیل، کار شرایط برابرول د افغانانو غوښتنه او اړتیا ده، چې عملي کول یې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د فعالیت او لاسوهنو مخه ډب کوي، چې باید جدې پاملرنه ورته وشي.

 

۴- که تیر تاریخ ته وګورو د هیواد د تیرو ستونزو یو اساسي لامل، د هیواد پر حاکمیت د څو محدودو کسانو خیټه اچول او یا د یوه سیاسي ګروپ یا حزب له لورې د واک انحصار و، چې تکرار یې هیواد بیا یو ځل د ستر بحران او غمیزې لور ته بیایې، نو ځکه طالبان باید دغه اصل ته جدې پاملرنه وکړي.

 

۵- د هیواد تیرو ناخوالو او په ورستیو شلو کلونو کې د امریکایې استعمار د ناقانونه او ظالمانه پالیسیو له امله د هیواد بهترین متخصیصین، عالمان، انجینران، ډاکتران، استادان، لیکوالان هیواد پریښولو ته اړویستل شوي، چې د هیواد په داسې حساسو شیبو کې یې مادي او معنوي مرستو ته اوسنی ټپی هیواد اړتیا لري، طالبان باید د دغې اړتیا په نظر کې نیولو سره له دغو نه د پاکو، سپیڅلو هیواد او ولس ته د ژمنو کسانو نه غوښتنه وکړي، راجلب یې کړي او د هیواد په حاکمیت کې یې شریک کړي، چې د دوي علمي پانګه او تخصص به د هیواد د روان بحران په ژغورلو کې جدې رول ولوبوي او همدا ډول به د دوي له مادي او معنوي مرستو نه هیواد او حاکمیت ګټه پورته کړي.

 

۶- نړیولو تعاملاتو ته پاملرنه د اسلامي اصولو په رڼا کې د هیواد د ملي او لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره ستره اړتیا ده، که چېرې دغه اصل ته پاملرنه ونه شي طبعي ده چې نطام له انزوا سره مخ کیږي، د انزوا  دوام د بحران دوام او د حاکمیت  سقوط دي، نو ځکه طالبان باید دغه اصل ته جدي پاملرنه وکړي.

 

۷- د اوسني اقتصادي بحران نه د خلاصون یوه اساسي لار د اقتصادي متخصیصینو راجلبول، زراعت او په دغه برخه کې سکتورونو ته پاملرنه، د ملي تاجرانو تشویق، راجلبول، د کانونو او اوبو مهارول او د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره له بهرنیو هیوادو سره د لنډ مهاله او اوږد مهاله قراردادونو له لارې ګټې اخیستو ته چمتو کولو په لار کې باید جدې ګامونه پورته شي.

 

مدیره هیآت