آرشیف

2022-3-26

شاه ولی آرین

حساسیتونه او لومړیتوبونه

 

څه د پاسه څلویښت کاله افغانان د خپلو طبعي، مدني، انساني، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو او حتا اسلامي حقونو نه بې برخې پاتې شوول، استعماري سیاستونو، زموږ ګران هیواد د دوي د ګټو او موخو د لاسته راوړلو په خاطر د نیابتی جګړو په ډګر او د رنګ، رنګ وسلو د ازمایښت میدان وګرزاوه، یو په بل پسې حکومتونه راغلل ولاړل، یوه یې هم ونه شو کولای چې د ولسونو سره ګډه ژبه پیدا کړي، هغو حکومتونو چې غوښتل یو لږ څه هم د هیواد او ولس په ګټه تر سره کړي، د دې له پاره چې خپلواک نه وو، د همغه وخت د استعمار له لورې په بې رحمانه ډول یا نسکوریدل او یا یې د ځان د بقا په خاطر ولس قرباني کاوه.

موږ د دغې زمانې نسل او د هیواد د سترو مثبتو او منفي حوادثو عیني کتونکي او شاهدان یو، تېر تاریخ موږ ته دا په ډاګه کړه چې، هغو حکومتونو چې د ولس سره په اړیکو کې پاتې راغلل، د ولس مشروعیت یې تر لاسه نه کړل، ولس ترې  مخ واړاوه، واټنونه رامنځته شوول په ډېر لږ وخت کې یې په داسې حالاتو کې سقوط ګړي، چې هیواد او هیوادوال یې د سترو ناخوالو او غمېزو سره لاس او ګریوان کړي دی.

تر هغه ځایه چې لیدل کېږي زموږ د هیواد د بربادۍ د حکومتونو او ولس تر منځ د بې باوریو او واټنونو د رامنځته کیدو څو لاملونو ته غواړم اشاره وکړم:

۱- لکه چې د مخه ورته اشاره وشوه ډېر عمده لامل استعماري طاقتونه دې چې د تېر له څلویښتو کلونو نه زیاته موده کې حکومتونه د دوی پر اوږو سواره راغلي، اقتصادي استقلال یې نه درلوده په اګاهانه ډول دغو قدرتونو د حاکمیت او ولس تر منځ واټن ته لمن وهلی او کاواکه حکومتونه یې جوړ کړي، چې هر وخت یې غوښتي په اسانه توګه یې له منخه وړي دي.

۲- حریص او دښمن صفته ګاونډیان چې له یوې خوا یې د استعماري طاقتونو د دسیسو ژغ په اوږه ایښي او له بله پلوه یې زموږ د هیواد په ورانولو او د هیوادوالو د وژلو په لار کې تل دښمنانه هلې، ځلې تر سره کړي او همدا اوس هم دوام ورکوي.

۳- د هیواد بهرنیو او کورنیو دښمنانو تل مذبوحانه هلې ځلې کړي تر څو زموږ په هیواد کې د لیک لوست، علم او پوهې مخه ونیسي په خاص ډول د نجنو، ښځو چې د ټولنې نیمايې قشر جوړوي، ځکه په هغه ټولنه کې چې جهل، ناداني موجوده وي د دوست او دښمن تشخیص ستونزمن کار دی، چې دا د استعمار د پالیسیو په لومړیتوبونو کې قرار لري، هغه ټولنه چې مشران یې نااهله او نادان وي هیڅکله پرمختګ نه شي کولای او ولس یې له نیکمرغۍ نه بې برخې ساتل کېږي.

۴- نفاق، او د ولسونو تر منځ بې باورۍ بل هغه ستر ګواښ دی، چې د استعماري ځواکونو له لورې په ورسته پاتې ټولنو کې ترې د خپلو موخو د عملي کولو له پاره ګټه اخیستلای شي.

۵- ګوډاګي حکومتونه چې په بیلا، بیلو طریقو د استعماري دولتونو او ګاونډیو هیوادو له لورې د قدرت ګدیو ته رسیدلي، سیاسي او قتصادي استقلال یې د پردو په لاس کې وي، هر څه چې یې باداران پلان ورکوي همغه عملي کوي ، دغه ډول حکومتونه تل د ولس سره د ښو اړیکو او له ولس نه د مشروعیت د لاسته راوړنو نه بې برخې ساتل کېږي. استعمار تل هلې، ځلې کوی تر څو د دغو حکومتونو له لورې هیواد کې په داسې اعمالو لاس پورې شي چې حساسیتونه را وپاروي د حکومت او ولس تر منځ واټن را منخته کړي، له همدې امله، د طالبانو د حاکمیت د راتلو سره او همدا ډول د ځینو مثبتو چارو د عملي کولو له امله افغانانو ته ستر امیدونه پیدا شوول چې، استعماري ځواک په ګونډو شو، ملی حاکمیت رامنځته شو، جنګ، جګړه ودریده، افغان وژنه پای ته ورسیده فساد او د قدرت جزیرې له منخه ولاړې، سره له دې چې ټول ټولنیز خدمتونه په ټپه ولاړ دې، اقتصادي ناورین د رامنخته کیدو په حالت کې دی، ولی بیا هم ولس ناهیلې نه شو، مګر په ډېره خواشینۍ سره چې طالبانو ونه شو کولاي په دغه اوږده موده کې له یو لورې د هیوادوالو نه خپل مشروعیت تر لاسه کړي او له بله پلوه ولس له سترو تشویشونو او بې باوریو نه راوژغوري، بلکې په اګاهانه یا غیر اګاهانه توګه د طالبانو له لورې ځنې چارې ورو ورو د عملی کیدو په وضعیت کې لیدل کېږي چې له یوې خوا د ولس حساسیتونه را پاروي او له بله پلو په اوسنیو حساسو شیبو کې د داسې چارو عملي کول د وخت اړتیا هم نه ده، نو ځکه له طالب چارواکو نه د ولس جدې تقاصا همدا ده، چې له دغو پارونکو اعمالو نه لاس واخلي چې عملي کول یې د دولت او هیوادوالو په ګټه نه بلکې د استعمار او د هیواد د دښمنانو ژرندو ته اوبه ورزیاتول دې او بس.

درنو لوستونکو، اوس هیواد په خورا حساسو شیبو کې قرار لری، طالبانو ته په کار ده چې د هیواد او ولس لومړیتوبونه تشخیص او د عملي کیدو له پاره یې د ولس سره په ګډه کوټلی ګامونه پورته کړي، چې د لومړیتوبونو عملي کول د نظام د بقا او د نظام او ولس تر منځ د واټنونو د له منخه وړلو اساسي شرط دی.

زما په اند لومړیتوبونه د بیرغ او سمبولونو بدلول، د نجنو د مکتبونو بندول، لباس بدلول ږېره لنډول یا اوږدول او ځنې داسې نور ساده کارونه نه دې، بلکې هغه اساسي او بنیادي چارې دې چې د نظام د بقا، د ولس او هیوادوالو د نیکمرغۍ او د ملي حاکمیت، د قانون د حاکمیت د رامنځته کیدو بنسټونه جوړولای شي.

هغه لومړیتوبونه چې د اوسنې وخت اړتیا ده، هغه تر ټولو په سر کې د هیوادوالو د زړونو لاسته راوړل دې، چې هیوادوالو ته په دغو سختو ورځو کې د ټولنیزو خدمتونو تر سره کول، د نطام مشروعیت ترې تر لاسه کول، په قدرت او حاکمیت کې ورته برخه ورکول، کار اهل د کار ته سپارل، د هیواد له ټولو مادي او معنوي امکاناتو نه د هرې برخې د متخصیصینو له لارې ګټه تر لاسه کول د هیواد او هیوادوالو اندیښنو ته مثبت او عملي ځواب ورکول، نړیوالو تعاملاتو ته پاملرنه او د افغانستان نړیوال پرستیج احیا کول دي، چې که چېرې طالبان ورته پاملرنه ونه کړي، نو راتلونکې به یې د نورو تیرو دولتونو په شان وي.

 

پای