آرشیف

2022-1-3

شاه ولی آرین

نړیوالو استعماري لوبو افغانان له ستر بحران سره مخ کړي دي

 

د اسیا په زړه کې زموږ ګران هیواد افغانستان یو تاریخي هیواد دی، چې جفرافیائي موقعیت، سرشار طبعیت، ځمکنیو ارزښتناکه طبعي زیرمو د نړۍ د استعماري زبرځواکو او حریصو ګاونډیو د پاملرنې وړ ګرزولی او تل دغه هیواد او ولس د دوي له شومو موخو، دسیسو او مستقیمو یرغلونو نه کرار نه دی پاتې شوي.

د انګریزي استعمار نیواک، د تزاري روسیې او شوروي بربنډ یرغل د ایران، پاکستان د ښه ګاونډیتوب خلاف دسایس، لاسوهنې او د امریکائي یرغل شل کلنه ناروا جګړه یې غوره مثالونه ګڼلی شو.

له دغو تاریخي جګړو او ناتار نه یوازې بهرنیو استعمار ګرو او په کور دننه د هغوې تالیڅټو او خرڅ شوو غلامانو ګټې تر لاسه کړي او د جګړو قربانیان یوازې افغان مظلوم ولس او هیواد ګرزیدلی دی. تاریخ په ډاګه کړې چې د استعماري ځواکونو د ماتو په وخت کې هم هغوې خپل لاسپوڅي په بیلا بیلو لارو له هیواده روغ رمت ویستلي او د جګړو د زیان د هیواد د ورانې او ویجاړې بیه یوازې افغان ولس ته په میراث پاتې شوې دي.

دغو تیرو له سلو کلونو نه زیاتو ناخوالو له افغانانو نه مادي او معنوي ارزښتونه واخستل، زیانمن یې کړل او هیواد وال یې له اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان کړل.

په دغه موده کې تر هر چا خورا ځوان نسل، تنکی ځوانان او ښځې د خپلو انساني، بشري او مدني حقونو نه بې برخې پاتې شوول او د نړیوال استعمار د دښمنۍ ښکار وګرزیدل.

نړیوال استعمار زموږ د هیوادوالو ملي یووالي ترې واخیست په قومي، ګروپي، سمتي او سیاسي ډلو ټپلو یې وویشل، افغان ولس یې دومره خوار، محتاج او ذلیل کړ چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطرد دوي  لاسپوڅو او غلامانو ته یې سر ټیټ کړي تر څو د خپل غږ د پورته کولو مجال هم تر لاسه نه کړي.

ټولو ته معلومه ده چې دغه رزیلانه پالیسیو د امریکائي یرغل راوروسته نوره هم خپل اوج ته ورسیدې، دغه قومي، تنظیمي، سیمه ایزې مافیائي کړي یې دومر وپړسولي چې حتا د دوي له کنترول نه هم پسې ووتلی. له بله پلوه د امریکا په موجودیت کې لاسپوڅی حکومت د محمد اشرف غني د ټولو هلو ځلو سره سره ونه شو کولای هغه واټن چې د دولت او ولس تر منځ رامنځته شوي و رانږدې کړي، سره له دې چې  افغان ولس خپل دوست او دښمن ښه پیژندلی و او دی، خو په خواشینې سره چې دومره بې وسه او بې وزله شوي چې حتی د یو غږ پورته کولو توان هم نه لري او له بله لور دومره نا هیلې شوی هم دی چې پر هیچا باور نه شي کولای.

ټولو ته معلومه ده چې د تیر حکومت په دوره کې هم ټولو افغانانو خپلې اصلي ستونزې هېرې کړي وي، میډیا او فیسبوکې ټامیانو په درې برخو کې چا د فاسد دولت او چا په نوم د سیاسینومافیائی کړیو او چا هم د طالبانو په پلوئ د هیواد سیاسي او ټولنیزه چاپیریان دومره خړ پړ کړي و، چې د ملي یووالي او یوه واحد دریز په لار کې یې ستر خنډونه رامنځته کړي وو.

نړیوال استعمار په سر کې امریکا هم له دغه وضعیت نه د خپلو موخو د عملي کولو په لار کې خپلو شومو پلانونو ته دوام ورکاوه، له طالبانو سره په یوازیتوب د افغان دولت له ګډون پرته د سولې خبرې اترې، د کمزورې حکومت رامنځته کول د اوسني حکومت د ستونزو یو له اساسي لاملونو نه حسابیدلی شي.

پورتنیو لاملولونو ایا دا چې اګاهانه وو او یا غیر اګاهانه خپله دا چانس طالبانو ته په لاس ورکړ چې سیاسي قدرت تر لاسه کړي او د نړیولو په سر کې د امریکا شوم پلانونه تر یوه حد ونړوي.

همدا اوس هم زموږ هیواد وال د تیر په شان په خاص ډول روڼ اندي او لیکولان څوک د محمد اشرف غني، څوک د مقاومت تر نامه لاندې د مافیائې شمالي ټلوالې او څوک هم د طالبانو په ګټه تبلیغاتو ته دوام ورکوي او یو بل دومره په بې رحمانه او رکیکو کلماتو غندي چې انساني کرامت او د قلم عطف هم نه شي زغملۍي، مګر اصلي موضوع چې د هیواد د روان بحران نه د وتلو لار ده هغه له ټولو نه هېره او یا په بې تفاوتئ ورته کتل کېږي.

 

غواړم د یو افغان په توګه چې د خپل هیواد او ولس سره بې حده مینه لرم څو اساسي او اړینو ټکو ته اشاره وکړم:

د فلسفې تعاملاتو او عیني واقعیتونو پر بنا هره پدیده مثبت او منفي اړخونه لری، چې د دغه فورمول پر بنسټ محمد اشرف غني د واقعیتونو په اډانه کې وتلو خورا مثبت اړخونه یې هم درلودل، مګر ځینو منفي اړخونو یې کله ناکله د ده شخصیت له پوښتنو سره مخ کولای شو، چې دده په ورستیو خبرو کې دغه انډول ښه په ډاګه کیدلای شي، دا به ستره بې انصافی وی چې د چا ښو ته ښه او بدو ته بد ونه وایو.

زما په اند هغه نور د تاریخ یوه برخه وګرزید، چې اوس پرې قضاوت د وخت خبره نه ده، همدا ډول په نوم ملي مقاومت او شمالي ټلواله چې د هیواد د څلویښت کلنې جګړې محوري لامل دی هیڅ پرې خبرې په کار نه دې او څوک چې له دغو معلوملحالو هیواد پلورونکو نه ملاتړ کوي هغه په حقیقت کې افغانان نه دي.

اوس راځو اصلي او اساسي پوښتنې ته چې، په دې کې به هیڅ شک نه وي چې طالبان د یوه سیاسي ګیم له مخې چې نتیجه یې د تاکل شوو اهدافو له مخې برعکس چې هیڅ تصور یې نه کیده د طالبانو په ګټه راوڅرخید تیر نظام سقوط وکړ، چې باید یې کړی وای، په ورستیو شیبو کې ګویا چې اشرف غني فرار وکړ هغه متل دی چې « د کوڅې مردارۍ پر لیونې تاوان دی» هر څه په اشرف غنی تاوان شول نور نظام او واکداران یې ملایکې وختي، خو بیا هم زه وایم چې  غني ښه کار کړي دی چې د جګړو او ورور وژنو مخه یې ونیوله.

اوس پوښتنه داده چې ایا طالبانو له پخوا نه بدلون کړی؟ د تیر حکومت په پرتله د دوي په روان حکومت او سیاست کې څومره ښیګڼې  او څومره منفي کړنې لیدل کېږي؟ طالبان څومره امکانات لری او نړیوال ورسره څه تر سره کوي؟.

پورتنې پوښتنې یوه تفصیلي بحث ته اړتیا لری چې په راتلونکی کې به پرې یو څه ولیکم، خو اوس دومره ویلی شم چې طالبانو د هیڅ ډول امکاناتو په نه شتون کې ځنې هغه کارونه تر سره کړل چې هم نړیواله ټولنه یې له مهارکولو نه عاجزه پاتې وه او هم تیر افغان دولت.

د جګړې ختمول، د قدرت د جزیرو او مافیائې کړیو ماتول او پاشل د فساد، رشوت چور،چپاول مخنیوي او هیواد له تجزیې نه ژغورل دا هغه څه دې چې هیڅوک سترګې ترې پټولی نه شي.

ټولو ته معلومه ده چې طالبانو په داسې یوه وضعیت کې د هیواد واک تر لاسه کړ، چې ټول نظام بې له کوم تهدید، جګړې او فشار نړیدلی و او د هیواد په بانکونو او مرکزي بانک کې هیڅ څه موجود نه وو، په داسې یوه وضعیت کې نړیولو فشارونو له یوه لورې د امریکا بندیزونو له بله خوا طالبان او هیواد وال له یوه ستر بحران سره مخ کړي دي، زما په اند اوس د ټولو هیواد والو او په خاص ډول روڼ اندو افغانانو او قومي سپیڅلو مشرانو که په هیواد دننه او یا بهر کې وي د خپل هیواد د ثبات او له دې ستر بحران نه د وتلو په لار کې سره ملي یووالي تامین کړي د طالبانو د ټکولو او ضعیفولو پر ځای  دې سره د جرګو له لارې د ښو مشورو او ګډ کار له لارې پر نړیواله ټولنه فشار راوړي تر څو په هیواد کې د بحران مخه ډب کړي او د یوه ملي حاکمیت چې د هیواد د ټولو قومونو او قشرونو په حقیقي ډول استازیتوب وکړي رامنځته کړي، بې له دې نه د اوس له پاره کوم بل انترناتیو نشته، نو ځکه باید طالبان وهڅول شي چې د تیر تاریخ نه یو څه زده کړي افغان ولس ته مراجعه وکړي غوښتنې او نظریات یې واوري، عمل پرې وکړي، ځکه چې تیر تاریخ جوته کړي کله چې د دولتونو او ولس تر منځ واټن رامنځته شوی ډېر لږ وخت کې داسې نظامونه له سقوط سره مخ شوي دي نو ځکه طالبان باید دغه تشه ډکه کړي.

 

پاي