دغه خطاب سترې پوښتنې راولاړوي چې ځواب یې حتمي دی!
دغه غوښتنې او خطاب کې د غایب ضمیر کارول شوای! ولې مخاطب د افغان ملت، مستقیم نه دی خطاب شوای؟
. افغان په خپل وطن کې د وطن پر مسایلو او وسایلو د تصمیم نیولو حق لري، که په دوامداره توګه بې صلاحیته، رعیت شمېرل کېږي او پاتې کېږي؟
. دا بې صلاحیته رعیت د خپل اولأمر په انتخاب او د نظام په مشروعیت کې حق لري، که نه لري؟
. حضرت ابوبکر د وخت د حالاتو سره سم د انتخاب او بیعت، حضرت عمر در شورای حل و عقد او بیا روسته حضرت علی او … انتخاب او نن ددې ټولو نه ېوه مجموعه او بسته جوړول به درست نه وي؟
. د مشروع حاکمیت کې د رعیت او وګړو حیثیت د سامع او فرمانبردار حیثیت دی که نه حاکم او امیر ته څه د ویلو حق لري ( امیر المؤمنین حضرت عمر ته خو په عام مجلس کې ویل کیدل او اعتراض پرې کیده او…).
. او در رعیت حقوق او وجایب چېرته او په کوم قانون او فرمان کې، له کومو حقوقو او وجایبو سره، روښانه شوي اومشروع تضمین دي که یه؟
په تېرو ۶ کلو کې سیستم او نظام څوتنه د حاکمیت له ډلې محاکمه کړي، چې د رعیت او وګړو پر حق یې تجاوز کړای او له نورو تېر، هغوی یې شهیدان کړي او فلم یې هم ترې جوړ کړای؟
هو ددې افغان، رعیت حقوق او وجایب په کوم قانون کې په مدون او مشروع ډول د قرآن کریم او سنت رسول الله (ص) له هدایاتو سره سم مدون، مشروع تنظیم شوي دی؟
. د اوسني امیر او د صدر اسلام امیر تفاوت په څه کې دی! هغوی د لمانځه پر وخت شهیدان نه شول؟ ولې هغوی له خلکو پټ نه شول؟
. د امیر شایستګی او د انتخاب ډول او مدت؟
. د دارالافتا د وجود اړتيا؟
دا او په لسهاو نو سوالونه چې خلک ځواب غواړي!
د افغان ملت مسلمان اوًمجاهد ملت دی، ملا لري، طالب او علما لري او ددوی انتخاب به د اسلام په چوکاټ کې وي او انشاء الله تعالی دی!
افغانستان د قرآن کریم او سنت رسول الله سره سم، ملي مرکز وثیقه ( قانون اساسي ) ته په کلکه اړتیا لري او د قانون په چوکاټ کې ژوند کولو ته اړتیا شته، کومې کې چې حاکم او رعیت دواړه، پر خپلو حقوقو او وجایبو آګاه وي!
حاکم ېواځې او ېواځې د قانون د تطبیق مکلف وي او رعیت په ښکاره او تعریف شوي او مدون ډول خبر وي، چې حقوق او وجایب یې کوم دي؟
ددې قواعدو، اصولو او چوکاټونو پرته دولتداری او حاکمیت، امنیت او د رواني سالمې فضاء کې ژوند سخت کار او دعوت افغانستان ته د ژوند لپاره، ددې عملی اقدماتو او تدابیرو پرته، ښه، عملي او صادق دعوت نه دی!
و ما علینا الا البلاغ (المبین)
داکتر صلاح الدین سعیدي
د ۱۴۰۵ کال د قوس د میاشتی ۲۷
د ۲۰۲۶ کال د نوامر میاشت
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

دیدگاهها (0)
هنوز دیدگاهی ثبت نشده است.