آرشیف

2016-4-12

شاه ولی آرین

یا به د روان ناورین نه د هیواد او هیواد والو د ژغورنی له پاره سره یو کیږواو کنه ورکیږو.

درنو دوستانو، ښاغلو، اغلواو د دی پرتمینی غونډی ګډونوالو! 
۷ دیرش کلنی تپل شوی جګړی د هیواد، هیوادوالو مادی، معنوی شتمنې او ارزښتونه خورا زښت زیانمن کړل او د کلونو راهیسی هیواد اوهیوادوال د یوی ستری دردونکی تراژیدی اوغمیزی سره لاس او ګریوان دی، چې د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنو او شومو موخود پلی کولو په نتیجه کې یې د یو شمیر پردیپالو په مرسته د سیاسی ځواکونو، تنظیمونو اوملی قوتونو ترمنځ د جلا والی او نفاق اور دومره په لوړه کچه لګولی چې ان لا تر اوسه څوک د دغه اور د وژلواو د له منځه وړلو واک او توانمندی نه شی تر لاسه کولی.
 د هیواد د تیرو بهیرونو او سیاسی ځواکونو په هکله چې په واقعیت کې هر یو یې د هیواد د رغاونی، پرمختګ او په سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیزو برخو کې د یو پیاوړی هیواد لوړ ارمانونه او موخی لرلی، مګر د ټولنی د وروسته پاتیوالی او په خواشنی سره چې د نړی د سترو استعماری ځواکونو او ګاونډیو هیوادو د نه درک او مستقیمو لاسوهنو او تیریو په نتیجه کې د وطن پلورونکو عناصرو په ګډون د شوروی استعماری تجاوز او نیواک پر ضد د هیواد والو پر ملی، سپیڅلی مقاومت او مقدس جهاد بی شرمانه معامله تر سره شوه، اردو او سیاسی نظام ړنګ کړ شو، د سلګونو ستونزو او دردونکو پیښو او حوادثو تر څنګ دولتی خلا را منځ ته شوه او په هیواد کې د سیاسی قدرت او امتیازاتو د لاسته راوړلو په خاطر د احزابو، تنظیمونو او وسلوالو ډلو ترمنځ جنګ ورور وژنو او هیواد ورانونو لاپسی زور وموند.د هیواد بهرنیو دوښمنانو هم د نورو ټولو توطیو او دسیسو تر څنګ د ملی، ژبنې، سمتی، قومی او مذهبی توپیر او تعصب اور دومره پسی تازه کړ چې همدا اوس د ټولو روانو ستونزو یو اساسی برخه تشکیلوی.د داسی یوستر ناورین په نتیجه کې زموږ ګران هیواد د نړی او سیمی د هیوادونو د پرمختګ په انډول برعکس د بی وزلی، فقر بی سوادی او وروسته پاتیوالی ولور ته ټیل وهل شو چې د بهرنیواو ګاونډیو د دی مستقیمولاسوهنو او فشار په نتیجه کې زموږ ټولنه او هیوادوال د بیوزلی، ناروغیو، لیک لوست او سل ګونو نورو داسی ستونزو ترڅنګ د نشه یې توکود تولید،استعمال،قاچاق او نړیوال تیروریزم، ما فیا او نوی استعمار ډګر وګرځید ،خپل ملی اوبین المللی اعتبار یې له لاسه ورکړ.
د تنظیمی او جهادی ډلو سره د امریکا او غرب مرستو تر هغه بریده دوام و موند تر څو یې شوروی استعمار مات کړ او بیا وروسته ورته د خیر په غونډی کیناستل او د هغه غوبل تماشا یې کوله چې دوی د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو په خاطر چې نتیجه یې نوی استعمار او نیواک وو تر سره کړل.په ایران او پاکستان کې تنظیمونه جوړول، تقویه کول، په خاص ډول په پاکسان کې ورته د نظامی اډو او کمپونو پرانستل خپله د تروریزم او القاعدی د روزلو او را منځ ته کولو هغه هلی ځلی وی چې غربیانو او په سر کې امریکا د یو منظم پلان له مخی تر سره کول چې اساسی موخی یې همدا وی چې څنګه وشی کولای دغه له اهمیت نه ډکی ستراتیژیکی سیمی ته پل را و غزوی. تنظیمی ګروپ جوړونه،القاعده او طالب جوړونه،همدا اوس داعش او داسی نوری سل ګونه بشری ضد پروژی دامریکا او ورسره ملګرو یې هغه پلان شوی  ستراتیژیکی موخی دی چې وشي کولای په دوامداره توګه سیمه کې پاتی شې.کنه د امریکا د راتګ په لمړیو کې دوی په خپله په یو خبر پاڼه کې د طالب جنګیالیو شمیر ۲۰۰۰ تنه خپور کړ، حال دا چې د ۵۰ نه زیاتو هیوادو عصری نظامی امکاناتواو د لس ګونه زره نظامی پرسونل په شتون کې دوی ونه شو کولای سوله چې د دوی د راتګ یو له اساسی ترینو پلانونو نه وو عملی کړی.
سوله ،ښه حکومت داری،د القاعدی او طالب ځواک له منځه وړل او دمخدره توکو محوه کول ددوی د موخو اساسی کرښی وی چې په خواشنۍ سره نه دا چې دوی په دغه برخه کې عملی کار و نه کړ بلکه هری برخی نور هم لا پسی سعودی ګراف ته ورسیدی. بی له افغان وژنی، هیواد ورانونی، مافیا روزنی ،نفاق اچونی او د هیواد د مادی او معنوی شتمنیو د چورو چپاول نه بل هیڅ څه افغانانو تر لاسه نه کړل.
درنودوستانو! اوس د دی اړتیا لیدل کیږی چې د پخوانیو ستونزو او د هغو د لاملونو د پوره او اوږدی ارزونی نه تیر شو او د هیواد د روڼ اندو او منورینو په توګه هغه لاری، چاری وګورو او ویې پلټو چی هیواد او هیوادوال ورته اړ دی .او هغه د ټولو افغانانو تر منځ سر تر سری پوهاوی، پیوستون او ملی یووالی دی چې د همدی موخی د سرته رسیدو په نتیجه کې ملی واحد ځواک جوړیدی شی چې په هیواد کې دعمومی ، سرترسری سولی، ټیکاو، دموکراسی، ملی ذعامت او پرمختګ د رامنځ ته کیدو له پاره اساسی لامل او ډاډمنه ګرنټی هم کیدای شې.
دغونډی محترمو ګډونوالو!
د تیر او راتلونکی په هکله غواړم څو اړینو هغو ټکو ته اشاره وکړم چې زموږ د دی ستر ارمان او هدف د سر ته رسیدو له پاره اړین دی او د اوسنی وخت او زمان غوښتنی دی.
د هیواد د اوسنی ناورین او روانی غمیزی اساسی لاملونه زما له انده دا دوه مهم فکتورونه دی چې بیا یې هر یو ځانته برخی لرلی شې
الف:کور دننه(داخلی) فکتور چې د۲۶د چنګاش ۱۳۵۲شمسی کال نه بیا تر ننه پوری هیواد او هیواد وال ورسره لاس او ګریوان دی. دغه موده په لاندی کتګوریو ویشلی شو.
۱- د سردار محمد داود جمهوری نظام ۲۶ د چنګاښ د ۱۳۵۲ نه تر ۷ د ثورد ۱۳۵۷ کال د خلق دموکراتیک ګوند حاکمیت پوری .
۲- د ثور د اومی نیټی نه تر۶ د جدی د ۱۳۵۸ کال  د شوروی یرغل او استعماری نیواک پوری.
۳- د۱۳۵۸ کال دجدی د شپږمی نیټی شوروی یرغل نه بیا تر۲۶ د دلود ۱۳۶۷ کال د شوروی استعماری یرغلګر طاقت ماته د داکتر نجیب الله د حاکمیت پوری.
۴ـ له ۲۶ د دلود ۱۳۶۷ کال نه بیا تر۸ د ثور د جهادی تنظیمونوتر راتګ پوری  .
۵- د جهادی تنظیمونو حاکمیت تر طالبانو پوری.
۶- د طالبانو حاکمیت د بن کنفرنس تر امریکایې یرغل پوری.
۷- د امریکا او ناټو د یرغل دوام تر ننه پوری.
د پورتنیو دورو حاکمیتونو، تشکیلاتی جوړښتونو، احزابو، سیاسی، تنظیمی ، قومی،سیمه ایزو اومذهبی جوړښتونو چې د هیواد اکثریت اوسیدونکو په کې یا غړیتوب درلود او یا ورسره خواخوږی وو هر یو په خپل وارسره ځانونه ازمایلی دی او په اګاهانه یا غیر اګاهانه توګه یې د هیواد والو او هیواد سره ستری جفاوی،بی عدالتی، تیروتنی، هیواد ورانونی، وژنی ،د هیواد د مادی او معنوی ارزښتونو د خرڅونی تر بریده او سل ګونه داسی نور غیر انسانی او بشری کړنی تر سره کړی دی، البته چا به لږی او چا به ډیری او چا به حتا د هیواد د خرڅونی ، نیواک او استعمار ته د راتګ،دوام د زمینو د برابرولو په لار کې د خپل حاکمیت د ساتلو له پاره تور او ننګین داغ منلی وی.
دا یو حقیقت دی چې په بشری ټولنو کې کله چې انسانان کار کوی طبعی ده چې تیروتنی ترسره کوی ،خو د تیروتنو تکرار ګناه ده.زموږ سیاسینو یو د بل پسی تیروتنی تکرار کړی ګناوی یې وکړی، خیانتونه یې تر سره کړل، خپل ټاټوبی یې وران ویجاړ کړ او د خپلو شخصی، ګروپی، تنظیمی او قومی ګټو د خوندی کولو او ساتلو له پاره یې د هیواد په خرڅولو هم صرفه ونه کړه. موږ باید خیانت، جرمونه، جناتیونه او مثبت اړخونه د یو عمل په توګه په هیواد کې تر څیړنو لاندی و نیسو، د تیرو په هکله علمی، منطقی او تخصصی څیړنی د راتلونکی ښه او مثبت کار له پاره ضروری دی، خو دغه څیړنی باید نه احساساتی د عقدو او ګروپی تمایلاتو پر بنسټ وی د یوی یا څو سپږو له پاره د ټول پوستین سوزول یا له منځه وړل د عاقلانو کار نه وی. په نظامونو ګوندونو، تنظیمونو او تشکیلاتی بنسټونه جمعی غیر حقیقی ،ذهنی او خپل لید لوری نه ګذارونه د سولی، تفاهم او ملی یووالی له پاره نه دا چې ګټه نه کوی بلکه ستونزی زیاتوی. اساسی مجرمین او مسؤلین باید وپیژندل شې په اخلاقی ټوګه دا د هرنظام ، هر ګوند او هر تشکیلاتی بنسټ هیوادنۍ دنده ده چې په خپله دوی خپل جنایت کاران ، وژونکی او هیواد خرڅونکی خپل ولس او ټولنی ته ور وپیژنی.
د غونډی ګډونوالو څرنګه چې ما د تیرو څلورو لسیزو پربهیر ډیر جدی نیوکی وکړی ممکن یو شمیر دوستان په دی هکله له ما سره همغږی نه وی او حق هم لری ،ځکه علم او منطق د هری پدیدی مثبت او منفی اړخونه څیړی او بیا پری بی پری او د علم او واقعیت پر بنسټ قضاوت کوی، د دی فورمول پر بنیاد زه هم ویلی شم چې دغه تیر بهیر یو د بل پر تناسب ډیری ښیګڼی او نیمګړ تیاوی درلودی او لری یې چې د دی څیړنه او قضاوت یو زمان او وخت ته اړتیا لری. په څیړنو کې باید په مثبتو ټکوکې د هیواد او خلکو ملی کټو ته ژمنتیا، دملی نوامیسو ساتنه،د رشوت او اداری فساد مخنیوی، د مخدره توکو کنترول، د هیواد د استقلال او ځمکنی بشپړتیا ساتنه، د بیت المال او خلکو د شتمنیو حفاظت او ساتنه ، دظالم او مظلوم تر منځ د اړیکو کنترول او د هیواد او خلکو د پرمختګ هلی ځلی ،د قومونو او ملیتونو د حقوقو رعایت د هیواد د خلکو او تنکیو ځوانانو له پاره د زده کړی او پوهی چاری برابرول، په بهرنی سیاست کې د هیواد د ګټو غوراوی او مریتوب نه منل هغه څه دی چې بی پری ،علمی، منطقی انسانی او افغانی قضاوت پری وشی ،ښو ته ښه او بدو ته بد وویل شې او توپیرونه یې په عادلانه توګه ټولنی او خلکو ته ورپه ګوته شې.
موږ د پورتنیو ستونزو د عاملینو له پاره یو سم او د خپلی ټولنی د شرائطو او اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د سولی او سیاسی پیوستون په جبهه کې د ګډون له پاره دری عمده او اساسی شرطونه د دی له پاره غوره کړی، چې د پورتنیو نظامونو، ګوندونو او تنظیمونو له پاره هم چې د دی کتګوری شاملین نه وی د ګډون لار پرانیستی وی او هغه دری شرطونه .
۱- د هیواد په استقلال د معامله ګرو.
۲-د خلکو د سرونو د پوروړو.
۳-د هیواد د ملی، دولتی او فردی شتمنیو د لوټګرو. پرته هر څوک کولای شې په جبهه کې غړیتوب تر لاسه کړی.
درنو هیواد والو!
موږ د یو ستر هدف له پاره مټی را نغښتی دی ،او ددی ستر هدف له پاره کلونه سره څوک ډیره او څوک لږه موده کیږی ګډی هلی ځلی کوو، هغه کسان چې په پورتنیو دری کتګوریو کې ښکیل دی تاسو ته په صراحت او اطمنان سره وایم چې هیڅکه به دا جرئت ونه کړی چې زموږ لیکو ته را ننوزی.او نه باید موږ هم ځانته دا اجازه ورکړو چې بی له کوم موجه او مستند لاسوندونو  د خپلو شخصی لید لورو پر بنیاد پر هر چا تور پوری او په جبهه کې یې د ګډون مخنیوی وکړو.
اوس د جوړونی، همغږی ،همګرایې او یو پر بل د اعتماد او باورمندی وخت دی، ګډ کار، سیا سی فکرونه سره شریکول، یو د بل مثبت ټکی غنی کول اومنفی رفع کول زموږ د کار او ارمان ستر بریالیتوب دی.
د هیواد د تیر ناورین د عاملینو او مجرمینو بښل او یا محاکمه کول زموږ او یا د بل هیچا کار او صلاحیت نه دی، دا د افغان ولس او افغانانو کار او صلاحیت دی. موږ د داسی شرائطو د برابرولو له پاره هلی ځلی کوو،کله چې افغانان خپل ملی ارمان ته ورسیږی یو ملی حاکمیت خپل کړی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی، افغان ولس ته هر څه معلوم دی دوی به بیا عدالت تامینوی دغه ولس د تیری زمانی یا پرونی ولس نه دی د هیواد تیرو خوږو او ترخو ازموینو نور زښت پیاوړی کړی او د خپل دوست او دښمن ښه او غوره تفکیک کولای شې.
د غونډی محترمو ګډونوالو د پورتنیو توضیحاتو نه می موخه داده راځئ که غواړو دا هیواد خپل ګډ ګور ګڼو او د دی ستری غمیزی او ناورین نه یې د خلاصون په لار کې ګډ او مسؤلانه کار کوو،نو باید یو بل سره و زغمو په پراخه حوصله مندی سره یو بل ته غیږ خلاصه کړو اوپه یوه معیار سره یوه خوله شو چې:
 هر هغه څوک چې پرون په هر ګوند،هر دولت او تشکیلاتو کې و،خودادی نن  د دی ملی ستر سراسری ارمان له پاره چې د ناورین او غمیزی نه دهیواد او خلکو ژغورنه ده ښه په صداقت ذمه داری او ایمانداری کار کوی زما مشر او د زړه ټوټه ده ،هغه وخت په یقین سره ویلی شم چې بیا به هیڅ له ستونزو سره نه مخ کیږو او دی ستر ارمان ته به سل په سلو کې رسیږو.نو هیله می داده راځئ چې د بن د کنفراس د مخه پیښو، حوادثو،نظامونو،ګوندونواو نوروسیاسی ټولنیزو نهادونو د کړنو او څیړنو نه د پورتنیو دری معیارونو په نظر کې نیولو سره د اوس له پاره ډډه وکړو او د افغانی هوکړی او جرګی په توګه تیګه پری کیږدو تر څو هر څوک بی له تشویشه په دی ستره لار کې ځان ووینی او په صداقت او ایمانداری کار ورته وکړی او که چیری یې ریښتیا هم په تیرو کې تیروتنی کړی وی اصلاح او رفع یې کړی او خپلو خلکو نه بښنه و غواړی.
درنو دوستانو!
مخکی تر دی چې پر دوم فکتور یا بهرنی عامل باندی بحث وکړم هیله می داده چې دوستان دی ټکی ته پاملرنه وکړی چې بهرنی عامل د افغانستان د روانی غمیزی  اساسی او بنسټیزاړخ تشکیلوی نسبت کورنی فکتور ته او د کورنی منفی فکتور عامل هم همدا بهرنیان  دی.
ب- بهرنی فکتور:
د وخت د کمښت له امله غواړم په لنډه توګه په دغه فکتور کې د څو مشخصوټکو  ارزونه وکړم چې زموږ هیواد یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
۱- د ګاونډیو هیوادو سره ستونزی او د هغوی لاسوهنی:
انګریزان چې د افغانستان اصلی تاریخی د ښمنان دی د پردی تر شا دوی د تزاری روسی او فارس د حکمتونو سره په ګډه زموږ  هیواد او هیواد والو ته د هیواد په دری برخو کې سرحدی ستونزی د یو ستراتیژیک پلان له مخی پریښوولی، چې د دیورند کرښه د انګریزانو او بیا وروسته له پاکستان سره د لانجی په توګه، پنجده د تزاری روسی،وروسته شوروی سره، اوهامون هلمند د اوبو ستونزه د ایران سره.
د پورتنیو ستونزو او ګډو لانجو په نظر کې نیولو سره زموږ هیواد او هیواد وال د سیمه ایزو ستونزو سره ځکه لاس او ګریوان دی چې همدا دری لوری ګاونډی هیوادونه هیڅکله نه غواړی چې په هیواد کې یو مستقل زواکمن نظام یا حاکمیت ټینګښت و مومی تر څو د خپلی ځمکنی بشپړتیا غوښتنه و کړی او د یو ځواکمن هیواد په توګه یې تر لاسه کړی، نو ځکه کوښښ کوی چې په افغانستان کې یا د دوی یو ګوډاګی نظام وی او یا همداسی ګډوډی وی. د داود خان د جمهوری نظام پر ضد اسلامی تند لارو ته په پآکستان کې ځای ورکول او کله چې داود خان له روسی نه مخ وګرځاوه د روسی جدی غبرګون د ده د نظام پر ضد، د ایرانی چارواکو سره د داود خان د حکومت په خبرو کې د  ایران له لوری د ملی ګټو ضد نه مننونکی شرطونه مطرح کول، همدا ډول د ثور د نظامی پاڅون نه وروسته د شوروی، ایران، پاکسان هلی ځلی د نظام د له منځه وړلو په خاطر او بلاخره دا چې روسانو درک کړه چې د هغه وخت نظام یې مریتوب نه شی منلی پری بر بنډ خائنانه یرغل او د هیواد یو قانونی حاکمیت  چې د نړی ټولو هیوادو په رسمیت پیژندلی و، را پرځول او پر ځای یې ببرک کارمل ته واکی په لاس ورکول ، دا هغه څه دی چې ګاونډیو هیوادو لمړی د داود خان په نظام کې او بیا وروسته خلقی نظام کې دا وړتیا لیده چې په هیواد کې به یو ځواکمن دولت رامنځ ته کوی او هیواد به د ګاونډیو هیوادو یو سیال هیواد جوړوی.
نو ځکه د هیواد د اوسنیو جګړو یو اساسی لامل د ډیورند کرښه یادولی شو او تر څو چې د آمو نه تر اباسینه د افغانانو سرنوشت معلوم او یو نه شې دغه جنګ او لاسوهنی به دوام لری. همدا ډول د ایران او پنجده ستونزه هم د پاملرنی وړ ده.
۲- د افغانستان ستراتیژیک موقیعیت او د نړی د سترو هیوادو پام:

زموږ لرغونۍ او تاریخی هیواد افغانستان په مرکزی اسیا کې یو د هغو وروسته پاتی هیوادوڅخه دی، چې تل د جیو پولیټیکی موقعیت له  نظره د حوادثو، تاریخی پیښو او سترو فاجعو مرکز ګرځیدلی دی او په ټول تیر شوی تاریخ کې د پردیو ښکېلاکګرو ځواکونو د تهدید، یرغل او چپاول نه کرار نه دی پاتی شوی. دسکندرمقدونی، چنګیزیانو، مغلو، انګریزانو، شورویان او همدا اوس یې د امریکایانویرغلونه او نیواک څرګندی بیلګی یاولی شو.
باتور او په هیواد مین افغانان تل د دغو ستونزو په مقابل کې دریدلی او سرښندنی یې ترسره کړی او هیواد ته یې له دغو ستونزو اوغمیزو نه خلاصون ور په برخه کړی دی.
ښکیلاک ګرو د انګریزانو ددی شعار نه چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه نور هم لاس اوږد کړی د نوو شیوو او تریقونه په استفاده زموږ ګران هیواد ته پښی را غزولی هیواد او هیواد وال یې د یوی ستری غمیزی سره لاس او ګریوان کړی دی.
انګیزانو روسانو او امریکایانو،غربیانود خپلو ستراتیزیکو موخو د عملی کولو له پاره له لاندی فورمولونو نه ګټی پورته کړی دی او کوی یې.
۱- دمتعددو سیاسی ګوندونو جوړول او بیا حتی په هر ګوند کې فرکسونونه رامنځ ته کول او یو فرکسون ځانته نږدی ساتل. د همدی ګوندونو تر منځ د اختلاف اور ته لمن وهل.
۲- د شمیره خورا ډیر اسلامی ګوندونه جوړول بی شمیره مرستی او امکانات په لاس ورکول خپلی موخی پری تر لاسه کول او بیا یې داسی اعمالو ته تشویق او ترغیبول چې په حقیقت کې اسلام او اسلامی ارزښتونه پری سپک کړی او ددوی د موخو د عملی کولو لاری چاری نوری هم اسانه او ګړندی کړی.
۳- د اقلیتونو غیر عادلانه او غیر قانونمندانه حمایت، را پورته کول او تشویق د دغو ملیتونو د اصلی استازو له لاری نه بلکه د اخستل شوو او خرڅ شوو ګوډاګیانو له لاری ترڅو پری اکثریت وټکوی کمزوری یې کړی ، ملی یووالی ګواښمن کړی او خپلی موخی تر سره کړی اقلیتونه په دی باید پوه شې چې د اکثریت ټکول کمزوری کول نه ددوی په ګټه دی او نه د هیواد بلکه د هیواد د دښمنانو ژرندی ته اوبه ورکول دی.
۴- قومی تعصباتو ته لمن وهل، پښتون، تاجک، هزاره،ازبک، او داسی نور ملیتونه یو د بل پر ضد را پارول، په دغو قومی جوړښتونو کې مافیایې کړی جوړول، تقویه کول او د فقر، بی وزلی، بی وسی او بی سوادی په نتیجه کې ددغو اعزازی مشرانو تر تاثیرلاندی ولس راوستل.
۵- د څو تنو محدودو زورواکو،مادی او معنوی حمایت د ځمکو او عامه  شتمنیو ،کانونوغصبول او ولس وګی تږی او بی وسه ساتل .
۶- رشوت ،چورچپاول، اداری فساد او د نورو منفی پدیدو تشویق او حمایت د ځوان نسل د کار او زدکړو مخنیوی تر څو ددښمن لیکو ته ودانګی او یا د هیواده فرار ته مجبور شې یا مخدره توکه ته مخ کړی.
۷- ضعیف او ګوډاګی حکمتونه جوړول، ساتل او په داخلی ستونزو اخته کول.
۸- د هیواد د مسلحو قوواو پاشل،ضعیفول او له منځه وړل، هوایې ځواک حذفول اوپر ځای یې تنظیمی، ګروپی او غیر مسلکی قوت جوړول چې هر لحظه یې هیواد او ملی وحدت له ستونزو او ګواښنو سره مخ کړی وی.
۹- د  سیاسی ،ملی قوتونو او ملی شخصیتونو د یووالی مخنیوی او د پراخ تبلیغاتی چینلولو او مافیا یې رسنیو له لاری د بی بنیاده تهدیدونه او تورونه له لاری دداسی حرکتونو مخنیوی ، تهدید او داسی نور سل ګونه بیلګی شته چې امریکایان او ورسره نړیوال ستراتیژیک ملګری یې  په ګران هیواد افغانستان کې د خپل دوامداره شتون په خاطر تر سره کوی او قربانی یې زموږ هیواد او هیواد وال ورکوی.
زما له انده امریکا دری مهمی او اساسی موخی دلته په سیمه کې لری چې غواړی په دوامداره توګه دلته پاتی شې.او ددغو موخو د کابو کولو له پاره ورته د افغانستان ستراتیژیک مو قیعیت د اهمیت وړ دی.
۱- په منځنی اسیا کې د هغه هیوادو چې د شوروی اتحاد نه یې ازادی تر لاسه کړی د خپل د نفوذ لاندی راوستل او یا نارامه کول او د هغوی له لاری روسیه تهدیدول او د سیاسی، نظامی او اقتصادی زواک مخه یې ډب کول.
۲- د شانکهای غړو هیوادو د اقتصادی اتحاد تر څنګ د نظامی تړون نه هیره چې مبادا دغه هیوادونه  چې ځنی یې اتومی ځواک هم لری سره په یوه ستر منطقوی ځواک بدل نه شی او تر څنګ یې د چین، هندوستان، روسی او ایران نه د وی ته د تهدید ویره.
۳- د ایران د نظامی او اتومی قدرت د لوړیدو مخنیوی او د پاکستان  اتومی سلاح نوره هم له نږدی نه تر څارنی لاندی راوستل.
پورتنیو حقایقو ته په کتو سره هر په هیواد مین افغان که چیری له خپل هیواد سره مینه لری باید د خپل منځیو حزبی، ګروپی، تنظیمی او قومی اختلافاتو نه تیر شې او د خپل هیواد او خلکو د لوړو کټو په خاطر سره یو شې ملی واحد زواکمن قوت جوړ کړی هیواد او هیواد والو ته ددی ستر ناورین او غمیزی نه خلاصون ور په برخه کړی چې په باور سره ویلی شم که چیری موږ د زړه له کومی ددی جبهی د جوړیدو وروسته په صداقت ، ایمانداری هلی ځلی وکړو نو هرومرو دی ستر ارمان ته د رسیدو چانس لرو او خپل ایمانی او وجدانی هیوادنی دین به مو تر سره کړی وی.
ددوستانو د پاملرنی نه یوه نړی مننه.

شاه ولی ارین دنمارک