آرشیف

2015-12-13

شاه ولی آرین

په آغوس کې د ځوانانو غونډه.

نن د شنبی ورځ د دسمبر د میاشتی ۱۲نیټه د دنمارک د آغوس په ښار کې د افغانانو د فرهنګی مر کز په نوښت دځوانانو پرتمینه غونډه جوړه شوه.
د غونډی په پیل کې د افغانانو د فرهنګی مرکز مشر محترم حفیظ الله امیزی د فرهنګی مرکز د جوړیدو، دندواو په دی مرکز کې د ځوانانو د فعالی برخی د اخیستو او اړتیاوو په هکله هر اړخیزی خبری وکړی چې د ګډونوالو د تائید وړ وګرزیدی.
وروسته بیا د فرهنګی مرکز مرستیال شاه ولی آرین د ځوان نسل په نقش، وړتیا او په فرهنګی مرکز کې د دوی د ونډو په هکله لنډی خبری وکړی، او د فرهنګی مرکز د لاپیاوړتیا په لار کې یې د ځوانانو د شورا جوړیدل اړین وګڼل.
په غونډه کې د ټولو ګډونوالو د پوره برخی اخیستو په نظر کې نیولو سره د آزاد بحث د پاره ځوانانو ته وخت ورکړ شو تر څو خپل اندونه، وړاندیزونه او نیوکی د راتلونکی کار او جوړښت د پاره په آزاده او دموکراتیکه فضا کې سره شریکی کړی، چې په پیل کې محترم همایون توخی خپل انتقادی اوجوړونکی خبری وکړی اود ځوانانو او ځوانو نجونو د ښه تنظیم او عملی کار د پاره یې خپله هر اړخیزه همکاری او وړاندیزونه غونډی ته وړاندی کړل. وروسته بیا په وار سره هر یو:
محمد موسی نعیمی، عبد الغیور پاینده، ندیم نعیمی، میرویس کټوازی،صدیق نعیمی، محمد اشرف امیرزی، فردوس ملکزاده، رومان ساپی،محمد قاسم زیار او محترم جنرال صاحب فضل الحق ملکزاده د ځوانانو د فرهنګی، سیاسی ،تحصیلی او نورو ځانګړتیاوو په هکله خپل اندونه، نظرونه، نیوکی او اړتیاوی غونډی ته واورولی.
دغونډی په دوهمه برخه کې ټولو ګډونوالو په یوه خوله سره وپتیله چې د ځوانانو د شورا جوړیدل یو عینی ضرورت دی او ددی اړتیا د لا ښه سمون د پاره یې په لاندی ترکیب سره د ځوانانو د یو مؤقت کمیسون د جوړیدو پریکړه تر سره کړه.
۱- ندیم نعیمی ۲- عبد الغیور پاینده ۳- صدیق نعیمی۴- میرویس کټوازی ۵- فوادفرزاد ۶- اشرف امیزی۷- اجمل حقمل ۸-فردوس ملکزاده ۹- رومان ساپی ۱۰- عبد الله اسحاق زی ۱۱- عتیق الله اکبری.
دغه کمیسون په د آغوس او شاوخوا سیمو د ځوانانو سره د هر اړخیزو خبرو اترو او اړتیاووپه هکله اړیکی جوړوی او دیوی لوی غونډی د پاره به شرائط برابروی چې په دغه غونډه کې به د ځوانانو اساسی شورا د ټاکنو د لاری جوړه شې.

د فرهنګی مرکز مشر تابه او دځوانانو د مؤقت کمیسون له خوا