آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

وا وا ولسمشره پوره۱۲کاله چیری وی چې اوس دپښتنو د مشر په توګه د دوی دحوقوقو مدافع شوی

وایې چې تاریخ اوزمان ریښتینی پیښی اوحوادث روښانه کوی.له دری لسیزونه ډېره موده کیږی چې لیکوالان دتاریخی پیښو څیړونکی،شنونکی،روڼ اندی اوهغه کسان چې هیواد اوهیوادوال پری ګران دی اومینه ورسره لری همدا چیغی وهی چې زموږ دهیواد ،خلکواوپه خاص ډول پښتنوپرضد ستره نړیواله او سیمه ایزه توطیه روانه ده چې د د ی توطی بنسټ انګریزانوپیل اوبیاوروسته روسانو،غربیانواوورسره امریکایانودنوی استعماری سیاست په توګه دخپلوشومو موخودپلی کولوپه خاطرتری کارواخیست اوهمدا اوس هم ورته دوام ورکوی دیرش کاله یې پرهمده ولسمشراودده شانته نورو وطن پلورونکو اووطن ورانونکوباندی دا هیواد په وینو کې لت پت کړ،د هیواد په قومونو او میلیتونو کې یې د نفاق اور دومره په لوړه کچه تازه وساته چې اوس یې هیوادوال د وژلو توان نه لری. چیری وی ولسمشرصایب ؟دا ۱۲ کاله چې دهمدی انګلیس ،غرب،او امریکی پرمټ اوهغه مافیایې ټیم سره یوځای ددی هیواد دورانونواوپښتون قوم د نابودی او تباهی له پاره مو راودانګل اوددی بی وزلی هیواد هست او بود مو تالا او نړیوالو بانکونوته ولیږدول .اوس دهیواد او پښتون نه دفاع کوی؟
درنو هیوادوالو تاسوپه ځیرسره دخپل ولسمشرخبری واوری او بیا یې دجهاد د پیل نه بیا تر ننه پوری دده او دده دانډیولانو او مافیایې ټیم له کړونو سره پرتله کړی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، پرون په یوه خبري ناسته کې وویل نه یوازې دا چې افغانستان، بلکې په پاکستان کې هم پښتانه د افراطیت په لاس او د افراطیت پرخلاف د جګړې په نوم، د تروریزم په لاس او د تروریزم پرخلاف د جګړې په نوم د یوې لویې نړیوالې توطیې قرباني دي. 

حامدکرزي د امریکا له جمهوررئیس باراک اوباما سره د یوې مناظرې په لړکې د ښاغلي میت رامني د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:« د دغې سیمې، افغانستان او له ډیورند ها خوا د پښتنو د ژورو دیني او مذهبي احساساتو څخه کار اخیستل د انګلیسانو دامپراتورۍ له مهال څخه پیل شول او د انګلیسانو د امپراتورۍ پر وړاندې په ټوله آسیا کې یوازې افغانستان خپلواک او فعال و، انګلیسانو هڅه کوله چې له هرې ممکنې لارې افغانستان کمزوری کړي. 
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: د هغه مهال د انګلیسانو امپراتورۍ د امان الله خان او دافغانستان د پوهنې او پرمختګ پرخلاف په فعالیتونو لاس پورې کړ او دا کار د افغانستان دکمزورۍ لپاره د هغوی د دسیسې یو جز و او همدا راز په هند باندې د انګلیسانو د واکمنۍ پرمهال د ډیورند له کرښې ها خوا د پښتنو د پرمختګ او د پوهنې پرخلاف یوه لویه دسیسه په لاره واچول شوه، تر دې حده چې په ۱۹۲۰ میلادي کال کې هغه مهال چې خان عبدالغفارخان د ښوونځي د جوړولو لپاره هڅه وکړله او لومړني ښوونځي یې منځنیو او ثانوي ښوونځیو ته لوړکړل نو د دې لپاره چې نوموړي د پښتنو د روزنې او پرمختګ لپاره کارکولو انګلیسانو د درې کلونو لپاره زنداني کړ او د افاغنه په نوم هغه انجمن چې د غفارخان او د هغه د ملګرو لخوا د پوهنې او پرمختګ لپاره جوړ شوی و هغه یې له منځه وې وړ او غړي یې بندیان کړل. 
حامدکرزي زیاته کړه: د هند له آزادۍ او د پاکستان له جوړیدو وروسته دغه میراث پاکستان ته ورسېد، پاکستان په دې لاره کې خپلې هڅې ته دوام ورکړ خو په سیمه، په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې د افراطیت تشویق او ترویج، خصوصا" په پښتنوکې پر افغانستان باندې د شوروي له یرغل وروسته او د شوروي د ماتې لپاره د لویدیځ او امریکا د مقابلې پرمهال په ډیره شدیده او ناوړه بڼه رامنځته شو. 
ده وویل: په امریکا کې د شوروي پرخلاف د شنه کمربند په نوم یوه طرحه جوړه شوه چې معنی یې د خلکو له دیندارۍ او اسلام دوستۍ څخه کار اخیستل او دکمونیزم پرخلاف د اسلام ضدیت و. امریکا او لویدیځ د پاکستان له لارې او د پاکستان په همکارۍ په افغانستان او منځنۍ آسیا کې د افراطیت د هڅولو لپاره په اقدام لاس پورې کړ. 
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: د جهاد او د هېواد د خپلواکۍ لپاره زموږ د خلکو د نیکو احساساتو څخه په استفادې سره یې له عربي نړۍ څخه په زرګونو ځوانان چې غوښتل یې له اسلام څخه په پلوۍ شوروي ته ماتې ورکړي، دلته راوستل او د تاوتریخوالي او د افراطیت لپاره یې و روزل چې نتیجه یې بیا وروسته په الجزایر کې ولیدل شوه چې د خلکو سرونه یې له تن څخه جلا کړل. بیا یې نتیجه په په منځنۍ آسیا کې ولیدل شوه. د ازبکستان اسلامي تحریک، د تاجکستان اسلامي تحریک، چیچنیان او هغه نور افراطیون چې د پاکستان په قبایلي سیموکې ځای پرځای شول او په افغانستان او پاکستان کې د خلکو د ځورولو سبب شول چې نتیجه یې هماغه د شنه کمربند طرحه وه. 
ده، وویل: د شوروي له ړنګیدو او د افغانستان د خلکو د جهاد له بریالیتوب وروسته مو ولیدل چې له دغې وسیلې څخه د افغانستان د ورانې لپاره کار واخیستل شو. د افغانستان پرخلاف د طالبانو تحریک هم د همدغو د لویدیځ او پاکستاني عناصرو لخوا جوړ او د یوې مهمې وسیلې په توګه یې ورڅخه کار واخیست. ښوونځي وسوزیدل، پوهنې ته زیان و رسېد. او اوس ګورو چې په پاکستان کې په ځانګړې توګه د پاکستان په پښتون میشتو سیموکې د طالب په نوم او د طالب له نوم څخه په استفادې سره ښوونځي سوزول کیږي، ښوونکي وژل کیږي، نجونې او هلکان وژل کیږي چې دا کار لس کاله وړاندې په افغانستان کې پیل شوی و. 
حامدکرزي څرګنده کړه: نه یوازې دا چې افغانان، بلکې په پاکستان کې پښتانه هم لکه د افغانستان د خلکو په څېر د افراطیت په لاس او د افراطیت پرخلاف د جګړې په نوم، د تروریزم په لاس او د تروریزم پرخلاف د جګړې په نوم د یوې لویې نړیوالې توطیې قرباني دي. 
ده، وویل: ښاغلی میت رامني پوهیږي چې پښتانه نه یوازې د هغه افراطیت قرباني کیږي چې دوی د خپلو موخو لپاره رامنځته کړی و،بلکې په هغه جګړه کې هم وژل کیږي چې ظاهرا" د افراطیت په نوم ترسره کيږي. حقیقت دا دی چې افغانان او له ډیورند ها خوا پښتانه له دواړو خواوو څخه د تروریزم او افراطیت قرباني دي. 
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: دلته مهمه دا ده هغه کسان چې د طالب په نوم او د اسلام له نوم څخه په استفادې سره د اسلام، د افغانستان د خلکو او په پاکستان کې د پښتنو پرخلاف کارکوي، په دې خبر دي چې هغوی استعمالیږي؟ 
حامدکرزي وویل: طالبانو او د هغوی مشرانو ته زماپیغام دادی چې د پښتنو پرخلاف کار مه کویء، د دغه قوم ښوونځي مه ورانویء، ښوونکي او دیني عالمان یې مه وژنیء او په دې پوه شیء هغوی چې کوم کارکوي ضرریې اسلام ، د سیمې خلکو او په ځانګړي ډول افغانانواو له ډیورند هاخوا پښتنو ته رسیږي». اوس نو قضاوت تاسو ته پریږدم .ترپرونه همدا امریکایان اوغربیان دولسمشر صایب ورونه وول ،اما نن چې دده نورتمه نه تری کیږی دپښتنودښمنان بولی ، هغه بله هیواد دښمنه او دهیواد لوټولواو ورانونودښمنان شمالی ټلواله چې د طالب او پښتون قوم نه پخلاکیدونی دښمن وو،نن ورسره په فرانسه کې ګډی خبری کوی. چې دا ممکن بله کومه ستره لوبه ،ددی مظلوم ولس او هیواد پر ضد روانه وی. زما له انده دا مافیایې ټیمونه ډلی او ګروپونه نور ازمایل شوی او دهیواد او هیوادوالوپه سوچ کې نه دی،یواځنی لاراوس دټولوافغانانوملی یووالی ،اودهمدی یووالی له لاری دهیواد دملی ګټو په نظرکې نیولو سره دملی ذعامت د تشی ډکول دی. ددی موخو د سرته رسولوپه خاطرد ټولو هیوادوالونه ستړی کیدونکو هلو ځلو ته ستره اړتیا لیدل کیږیاوداید تر سره شې.

پای

شا ه ولی آرین،دنمارک