آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

نه هېریدونکی یادونه

 

په رښتیا چې دا خوزما د ژوند یوه په زړه پوری برخه وه. اودهرچا د پاره هم زړه وړونکې وی. د کوچنی والی نه مې په یاد  دی چې موږبه د سپرلی دوروستیونه بیا دمنی ترلومړیو پوری د بلی سر ته کټونه جګول اوشپه به مو هلته تېروله،خو زه به   هرمازیګرد لمرلویدودمخه د بلی سرته ورختم او له هغه ځایه به مې د دوو ډېرو په زړه پورو اوزړه وړونکو پیښولیدنه کوله  اوکله ،کله به مې ان دژمې په هغو ورځوکې چې لمر وهم دغه لیدنه ترسره کوله. زموږ د کلی د جومات لوړ لوړچنارونه چې د واټونو له ورایه یې ښکلی شنه منظره ښکاریده او د خانانود جومات چنارونه    بلل کېدل ،د ډېرپخوانه دغه جومات اوچنارونه زموږ د نیکونو راپاتی نښی نښانی دی.
د کلی لویدېز لورته د خان آباد د سیند مستی څپی او موجونه چې د آمو په لور بهېږی او دغه سیمه یې زرغونه کړی،تری     وړاندی د کندوزد ولایت لویدېز ته لوړ غرونه چې په لوړو څوکو کې یې د با زانو هستوګنځی او تری لاندی تپو کې د پستو   تکی شنی  ونی چې تری لاندی سحرانۍ ښکلی هوسی سره خپلو کې غاړی وهی،د زرکو او نورو راز رازمرغانو د ترانواو  اوازونوپه لرلو سره کله چې مازیګرشې بیا نو ترما ښامه ددغو غرونوپرسرد لمرژېړی وړانګی او بیا ددغو وړانګوانعکاس   د سیند په تکوشنومرواریدوشانته اوبو کې د هرچا د پاره په زړه پوری او زړه وړونکی وی،خو زه یې دومره وړی وم چې    مازیګراوماشام به نورهیڅ چېری نه شوم تمیدی او خان به مې هرومرو دغی ننداری ته رارساوه.که رښتیا ووایم خدای شته چې زه خوپردغو دواړو زړه وړونکومنظرو مین شوی وم او خورا مېنه مې ورسره درلوده.
د وخت په تېریدو سره د لمر د غروب نه هم ماته دچنارونومنظره خورا په زړه پوری شوه او هغه دا چې دلمر لویدو سره سم به ډلی ډلی مرغان له هرلوری راتلل او په ډېرولږو شیبوکې به د چنارونوپه شاوخوا ددغو مرغانودومره ګڼه ګونه جوړه شوه  چې زه به ورته حېران پاتی شوم. د مرغانورنګ رنګ اوازونو،سازونواوترانو به د چنارونو چاپیریال دومره په زړه پوری کړ چې دسیمی خلک خولا پریږده ان چې لاروی به هم ځنی وخت راتمیدل اوزړه به يې نه کېده چې خپل مزل ووهی.خو څو  شیبی وروسته به د کلی د ختیځ لوری نه دغم تورباد په دغومرغانورا والوت اویوازی به هغوی پوهېدل چې همدا اوس څه     پېښیږی.لږ مهال وروسته به دوه تور مرغان راښکاره شول،او داسی به ښکاریدل لکه چې بیخی  پردی وی. دا ځکه چې هغه دوه مرغان نه بلکه لکه تندر ول.یو ناڅاپه به راڅرګند شول او د چنارونوشاوخوا ناست مرغان به یو دم کرار اوتیت وپرک شول اوټولوبه یودم دغه ځای خوشی کړ.دغه دواړه مرغان چې به هوا کې په دغه تورما ښام  تک تورښکاریدل ترهغه وخته  به یې د چنارونو پرسرپه خپلومنځوکې لوبی کولی ترڅود چنارونوناست مرغان ټول له دغه ځایه ولاړشی ،بیا به نود چنارونو پر سر راکوزشول،خدای چې شپه به یې دلته تیروله او که نه خو مګرداچې سهاربه بېرته څه وخت تلل زه ترپا یه پری پوه نه  شوم.خوداسی وخت ډېرکم پیښیده چې دغه دواړه مرغان به هیڅ نه راتلل،ځکه په دغه ورځ به دنورومرغانو بازار خورا تود  او دومره به یې ساز،سرور اوشورماشورډېرول چې دغه حالت به ماته په سلګونو نوری خوښی لکه جشنونه،اخترونه،ودونه  اوورته خوشالتیاوی را یادولی.
کله کله به زه دومره په سوچونوکې ورک شوم او سوچ به مې کاوه چې دا څومره ظلم دی چې ددغو دوو جابرومرغانوپه زړونوکې لیدل کېږی،ځکه چې په تورما ښام کې د دومره راز راز او ګڼو مرغانو شړل اوبی ځایه کول په خپله یوناروا کارو. دا چې دومره ګڼو مرغانوولی ددغو دوو مرغانونه تیښته کوله،یا دغو دوومرغانوکوم سېریا جادودرلوده؟اویا دا چې ډېرقوی    جابراوبی رحمه ول؟اوکه غوښتل یې چې دهمیش د پاره یوازی ژوند وکړی؟اویا دا چې دا نورمرغان ډارن،بی زړه ول،اوکه  ددغودوومرغانو نه یې کرکه راتله او خپله کوڅه یې بدلوله،او یا دا چې ددغوټولو مرغانوترمنځ یووالی او اتفاق نه ول.په هر صورت خودغه د کلونو ما زیګری زما د ژوند یونه هېریدونکی خاطرات اویادونه ول.
کله چې زلمی شوم او د زدکړود پاره مې ښاری ژوند ته مخه شوه خورا زوریدم ځکه چې ددغو زړه وړونکوپیښونه یو څه    لری شوم،خو بیا به هم د اونۍ دپای ارمانی وم،ځکه چې د پنجشنبی اوجومی په ورځو به کلی ته راتلم او خپله مېنه به مې     تازه کوله.خود زده کړود ختمېدو وروسته دغه ښکلی اوپه زړه پوری زما مېنه او ننداره خدایتعالی رانه واخېسته اوپه کال کې یو وار او که دوه واره به وتوانېدم او یا هیڅ ،چې دغه ننداره وکړم. د کلونو په تېریدوسره چې په کابل کې مې رسمی دنده ترسره کوله په هیواد کې روانو پېښواوحوادثو بېخی رانه دغه امکانات  واخېستل چې بیا کلی ته ولاړ شم او د هغو ښکلو پیښو اومنظرو سره خپله مېنه تازه کړم.
هو!د ۱۳۷۱ لمرېز کال وروستۍ شپې اوورځی وی چې وتوانېدم یووار بیا کلی ته ولاړ شم اود ټولو هېلوترڅنګ چې کلونه کلونه راسره وی د هغو ښکلومنظرو لېدنه هم وکړم.خو کلی ته چې ولاړم په خواشنۍ سره هغه پاڼه بیخی بدله شوی وه، اوس  نور نه هغه کلی و،اونه هغه مېنه،نه هغه کټونه پر بلۍ او نه هغه مرغان اوچنارونه،یوازی بلۍ وه اوژېړمازېګری خو هغه    پخوانی خونداو مېنه یې نه درلودل.ځکه چې دبنګې قوماندان د ټوپکواوما شېنګڼودډزو له لاسه هېڅوک د بلۍ سرته نه شو      ختلای اوکټونه خو لا آن چا په کلونو نوربلېیو ته نه ول جګ کړی. بنګې قوما ندان د نوروټولوظلمونو اوکړاونو ترڅنګ چې د جهاد ترنوم لاندی یې د کلی پربې وزلوخلکوکړی ول حتی د کړاونو نه یې ان شنه لوړچنارونه او د هوا مرغان هم هوسا پاتی نه شول.هغه زموږ په کلی کې زموږ د نېکونو د کلونو،کلونو را پاتی،هود خدایتعالی دکورپرچنارونوهم رحم ونه کړاود وسلی په زوریې چنارونه وهلی اوخرڅ کړی ول.ځکه چې له هغه   سره ډېروسله وال کسان زموږ اوزموږدسیمی هم نه ول، چې زړه یې پری سوی وای.هود هغو دووجابرومرغانوپه زړونوکې خویوڅه رحم و،ځکه چې کله،کله به یې پرهغومرغانو رحم کاوه اوځنی وخت به نه راتلل ترڅوهغه خوارکې مرغان په چنارونو کې شپه تېره کړی،خود بنګې قوماندان په زړه کې یوه زره رحم هم نه و.ځکه چې هغه دا چنارونه ووهل او د ټولو    مرغانو کور یې وران کړ، دجومات اودکلی کور سپکاوی یې وکړاوددی ټولو ترڅنګ یې زما د کلونو کلونومېنه اوښکلا  رانه واخېسته. پای