آرشیف

2014-12-10

شاه ولی آرین

ملی یووالی حکومت او دهیواد ملی ارزښتونه

نړیوالو او هیوادوالوته دټولټاکنوددوهم پړاوپه درشل کې افغان ولس په ډیره میړانه او سرښندنووښوده چې دا ولس نورویښ شوی اوپه خپل مټ کولې شې دتاریخ لوری بدل کړی،خوپه ډیره خواشنۍ سره کورني،بهرني افغان دښمنود یوې سترې توطیې په کارولو سره د افغان ولس دهیلوپه کاروان غیرانساني،اسلامي او افغاني معامله ترسره کړه.                                                                                                       دامریکی،انګلیس،اسرائیلو،ایران اوپاکستان استخباراتی کړیوپه ګډه دیوی پلان شوی توطیی په کارولوهڅه وکړه چې دټولټاکنومشروعیت اود روانی دموکراسی ارزښت ترپوښتنی لاندی راولی،هیواداوهیوادوال یووار بیا دیوی ستری غمیزی او ناورین سره لاس اوګریوان کړی.  دټاکنو په دوهم پړاو کې دښاغلی اشرف غنی احمدزی او عبدالله عبدالله دټاکنیز ټیمونوجوړښت په خپله دا په ډاګه کوله چې دولس هیلی به ګواښیږی،چې همداسی هم وشوول.دنړی په پرمخ تللواوورسته پاتی هیوادو کې ټاکنی تر سره شوی ایا لیدلی مو دی چې ټاکنی دی وړونکی او بایلونکی ونه لری،نړیوال اوسیمه ایزو استخباراتو،کورنی اوبهرنی مافیایې کړیو،دځمکوغاصبانو،دمخدره موادو قاچاقچیانواوپه نوم دجهاد ټیکه دارانواودحامد کرزی ناتوان دولت چې دپورتنیوحلقونه تشکیل شوی و،دیوه داسی ضعیف ټاکنیزکمیسون چې اکثریت غړی یې دنړیوال استخباراتی کړیو پوری تړلی وو دغه افغانی ملی پروسه سبوتاژکړه او دیو ناکاره غیرعملی ملی یووالی حکومت درامنځ ته کیدوزمینه یې برابره کړه چې زما په اند داحکومت به له پیل نه تر پایه په خپلوخپل منځیو ستونزوکې راګیر پاتی هیواد او ولس ته به هیڅ لاسته راوړنی ونه لری.               غواړم دملی یووالی حکومت پرټینګښت اوددی حکومت له خوادافغانستان دملی ارزښتونودپالنی اوساتنی په هکله دهیواد دسیمه ایزاوبین المللی موقف په نظر کې نیولوسره څوپوښتنی ترڅیړنی لاندی راولم اوخپل د نظرټکی پری څرګند کړم.
۱-ایا دټاکنوددوهم پړاودپایلواودولس دغوښتنو او ارادوپه نظر کې نیولو سره دملی یو والی حکومت جوړول یو ضرورت واو که تحمیل؟
۲-که چیری یې ومنوچې یو ضرورت  و،د دواړوټیمونوجوړښت اوپه ټاکنیزوهلوځلوکې هغه سپکی سپوری چې دټیمونودصلاحیت لرونکوغړوله خوا یو دبل په پته ویلی وودملی یووالی حکومت دجوړیدوڅومره عملی امکانات لیدل کیږی؟.
۳-ایا دسیمی هیوادونه،نړیوال اوپه سر کې امریکا په ریښتیا سره دا غواړی چې دملی یووالی حکومت دی یوڅه لاس ته راوړنی ولری اوپه هیواد کې دی سوله راشې؟. 
۴ـملی یو والی حکومت به ددی جوګه شې چې دهیواد او ولس ملی ارزښتونه خوندی وساتی؟.
– دا لکه لمرروښانه ده چې ددوهم پړاوپه ټاکنو کې افغان ولس پراخه ونډه واخیسته او دهیواد ددښمنانود هر رازګواښونوسره سره دګوتودپری کولوپه قیمت په ډیره میړانه خپله رایه وکاروله تر څو دخپلی خوښی نظام د دوی درایوپربنسټ چې ولس ته مسئولیت ولری رامنځ ته شې.دتیر ۱۳کلن پر سهامی شرکت ولاړحکومت دترخو تجربو،ناخوالو،اداری فساد،چورچپاول ،دځمکو غضب اونوروسلګونودردونکولاملونونه دخلاصون په خاطردښاغلی اشرف غنی احمدزی تاکنیزپروګرام او تګ لاره دهیواد او ولس دخیراوستونزونه د وتلولار وګڼله اودولس دغه اراده بریا ته ورسیده.مګردهیواد او ولس د ارادی اونوی پیل شوی دموکراسی کورنیو او بهرنیودښمنانوپردغوملی ارزښتونو پښه کیښوده اودملی یووالی حکومت ترعنوان یې ستره دسیسه و کاروله  چې دجان کیړی ،کامرون اونوروسیمه ایزواستخباراتی کړیولاسوهنواو مستقیم ګډون او تهدید چې ګویا هیواد دبحران خواته ځی پرهیوا او هیواد والوتحمیل کړچې دادی دملی یووالی دحکومت په دغه تیری شوی مودی کې نه دا چې کومه لاسته راوړنه ولری بلکه نظام نور هم دبی ثباتی لورته دسل ګونو بی ګناه انسانانودوژلو انتهاراوچاودنوسبب وګرزید.
 – که چیری افغان ولس ددی ټولودسیسوسره سره بیا هم دهیواد دلوړو ګټوپه نظر کې نیولو سره چې ګویا هیواد دبحران لور ته روانیده دا یې ومنل چې ملی یو والی حکومت به ددواړو کاندیدانوښاغلی اشرف غنی او عبدالله دهغوکړن لارواوپروګرامونودپلی کولوپه خاطر چې دټاکنیزبهیرله پیله ناری سوری وهلی ۵۰ سلنه هم عملی کړی نو دابه دهیواد او هیواد والوپه ګټه وی.خوپه ډیره خواشنی سره چې دغه هیله هم بی ځایه وه اودپیله دا هیله ځکه سمه نه بریښیده چې لاملونه یې کولای شم په لاندی توګه په ګوته کړم.
–ددواړوټیمونو په ترکیب کې دافرادو،اشخاصو،ګروپونو،تنظیمونومتجانس ګډون،دقراردادونواوسهامی ویش پر اساس چې دا په خپله ددوی دکړن لاروسره په ټکر کې وی.
– په ټیمونوکې دواحد نظر او عمل نه شتون خپل سری اوغیر مسئولانه څرګندونی دیوبل پرضد چې دټاکنو داصولو خلاف عمل و.چې دغه بیلګی دپیله دښاغلی عبدالله دکمپاین دویندانواو مسئولوغړوله خواپه میډیا کې په ډیره سپین سترګی څرګندیدل دمثال په توګه وار وارفضل رحمان اوریا دطلوع تلویزیون سره په مرکه کې وویل:(که چیری اشرف غنی انتخابات وګټی په هیواد کې به دوینو ویلی وبهیږی
).داپه دی مانا چې دغه ټیم دټاکنودمخه دبهرنی استخباراتی کړیو سره ددی ستری توطیی سره همغږی اوتری خبروو.                      ښاغلی ګل اغا شیزی په یوه لوی ټاکنیزه غونډه کې وویل:( موږجهاد کړی دروس پرضد دا زموږ حق دی که موکوم کوریا بلډنګ چیری جوړ کړی وی دوی یانې اشرف غنی ،کرزی یا ورسره نورخو په امریکا او غرب کې هسی چړچې کولی نوځکه دوی دا هیڅ حق نه لری).دا وینا ددی مانا لرله چې دعبدالله تیم دسره دا پریکړه کړی وه چې دټاکنو پایلی که ددوی په ګټه نه وی نونه به یې منی.ښاغلی سیاف ددی تیم بل لوړپوړی غړی څووارپه لوړاوازګوت څنډنه وکړه( چې موږجهاد کړی اودجهادیانوونډه په راتلونکی دولت کې بایدوی اوهیڅوک به داحق ونه لری چې دوی تری محروم کړی په ډاګه یې کړه چې دلته جاسوسان اودپردیونوکران موجود دی ).چې دا په خپله یو ګواښ واشرف غنی او دهغه ټاکنیز ټیم ته.
دبلخ پخوانې والی دعبدالله دټیم بل مهم کس څوځل په غونډوکې جدی ګوت څنډنه وکړه چې:( که دټاکنوپایلی ددوی په ګټه نه وی نو دوی به دولتی تاسیسات ونیسی اوموازی حکومت به جوړ کړی).پورتنی لاملونه د دی ښکارندوی دی چې دښاغلی عبدالله دټیم لمړی لاس کسان د نړیوال استخبارتی کړیودپلان نه خبروو،او همغږی یې سره لرله.
همدا ډول داشرف غنی احمدزی په ټیم کې هم دځینو کسانوموجودیت چې په فساد اوعام وژنه تورن دی اود مقابل ټیم دغړوسره یې تیری ناندری او دښمنی درلودی او لری یې هم ذاتی ډول دی ته چمتو نه وو چې د   ملی یو والی حکومت دی ددوی سره په ګډه جوړ کړی. 
پورتنی لاملونه دا په ډاګه کوی چې دملی یو والی حکومت یوپه نوم سمبولیک ،متجانس تشکیلات به وی که چیری جوړهم شې ټوله موده به یې په خپلمنځی شخړواوناندروکې تیره وی اونړی وال،سیمه ایزاستخبارات به دانګریزددی ستراتیژی چې:(تفرقه واچوه اوحکومت وکړه).خپلی موخی ترسره کوی اوددی ټولی غمیزی اصلی قربانیان به زموږ ګران هیواد او غم ځپلی ولس وی.
– پورتنی لاملونه له یوی خوا اوپه هیواد کې دیوی ملی امنیتی ځواک نه شتون له بله پلوه چې که نړیوالی ټولنی له پیله افغانانو ته پاک نیت درلوده نو دیوه پیاوړی بی پری امنیتی ځواک په جوړیدو کې به یې هلی ځلی کړی وای،چې دا کاریې ونه کړبلکه په لاس یې دغه ځواک په تنظیمی او قومی جوړښتونو وویشه چې افغانان وګواښوی که موږ نه یوهیواد مو ورانیږی او دبحران په لورځې.هیواد وال باید دی ټکی ته پاملرنه وکړی چې که په ریښتیا هم بین المللی ټولنی او په سر کې امریکا غوښتل چې پاکی او رڼی ټاکنی تر سره شې،اودټاکنوپایلی ومنل شې بیا نو عبد الله او دهغه ټیم څوک وو چې دا ټاکنی یې نه وای منلی.نوځکه دټاکنیز کمیسونومشروعیت ترسوال لاندی راوستل،دټاکنودپایلوپه میاشتو میاشوځنډول،دولس سپیڅلی احساسات وژل او ددموکراسی اوصول تر پښو لاندی کوول،دبحران او کودتاګانوناری او سوری دا ټوله دسیمه ایزواونړی والو استخباراتی کړیوچې په سرکې امریکا قرار درلود یوه نه بښونکی لوبه وه او ده، چې دا اوس هم دوام لری د ملی یووالی دتوافق ګنګ او نامعلوم سند امضا کول، (۵۰ – ۵۰)سهامی شرکت جوړول حتا حکومت خو لا پریږده په دولت کې هم پوره برخه ورکول هغه څه دی چې ددی توطیی پرواقیعیت د ریښتیا اوحقیقت مهر لګوی. نوځکه دافغان ولس نه می غوښتنه داده چې چپ پاتی نه شې اودیوعینی او واقیعی ملی یو والی په نتیجه کې لکه څنګه چې ټاکنو کې یې وښوده یو ځل بیا په کلکه ددی بی عدالتیواودملی ارزښتونو نه ددفاع په لارکې سره یو موټی شې اوخپل حق ترلاسه کړی.
– اساسی قانول دهیواد یو سترملی ارزښت دی ،چې دهمدی قانون پر بنسټ دهیواد دجمهوری ریاست ټاکنی ترسره شوی چې ټاکنووړونکی او بایلونکی درلود،اما دقانون خلاف دعبدالله دټیم دنه منلوله امله نه دا چې یو قانونې لارغوره شوی وای د امریکی دبهرنیوچارووزیرجان کیړی راودانګل ملی ارزښتونه یې ترپښولاندی کړل اوداسی یود سیاسی هوکړی ګنګ سند یې د ملی یو والی حکومت ترعنوان په بیړنی ډول د داړو ټیمونو ترمنځ لاسلیک کړچې ورځ تر بله ورځ نوی ستونزی زیږوی چې زما له انده هغه بحران چې بایلونکی ټیم یې وړاندوینه کوله هیوادوال او وړونکی تیم یې ګواښه،اوسنی روان حالت له هغه بحران نه هم ډیر ترینګلی بریښی.
داساسی قانون پربنسټ دټاکنوپایلی بایدپه خپل وخت ترسره شوی وای.ځنډول یې له یوه پلوه دټاکنودکمیسون بی اتباره کول او دولس رایوته سپکاوی شخړو اوچنوته لاره هوارول وو،چې دا په خپله بله دملی ارزښتونو نه ستره سرغړونه بلل کیږی.
دقانون دحکم پر اساس باید دټاکنووروسته یواځی جمهور رئیس اومرستیالان یې دلوړی مراسم تر سره کړی امادعبدالله دغیرقانونی غوښتنوله امله دلوړی مراسم وځنډیدل اودجانکیړی ددوم ځل ټینګارپه نتیجه کې یوځل بیا ملی ارزښتونه تر پښولاندی شوول اوعبدالله او مرستیا لانوته یې هم دلوړی دمراسموزمینه وربرابره کړه دلته نه یوازی داچې ملی ارزښت ترپښولاندی شول بلکه په ډاګه شوچې دایوبډاګی حکومت دی چې دپریکړو تصمیم اوصلاحیت یې امریکا او بهرنیان لری چې همداسی هم ده.
دټولووزیرانو او والیانوسرپرست کول او په میاشتومیاشتوپه دولتی موسیساتوکې خلا راوستل هیواد او ولس دتشویش او وېرسره مخ کول داساسی قانون خلاف عمل دی چې دهمدی قانون پر اساس جمهور رئیس باید دلوړی دمراسمو وروسته په څلویښت ورځو کې نوی کابینه ملی شورا ته درایواخیستودپاره وروپیژنی،حال داچې تراوسه دقانون بی عزتی خوپرخپل ځای پریږده چې تر اوسه لا داجرائیه رئیس پرصلاحیتونوتوافق ته نه دی رسیدلی دکابینی اوسهامی شرکت ویش خولاپه خپل ځای په ټپه ولاړ دی.
دولس مشری لومړی مرستیال دقانون پر اساس دهیواد دوم لوړپوړی کس ګڼل کیږی دهغه دخبروپه رابطه داجرائیه رئیس غبرګون ددی ښکارندوی دی چې: (داوړی نه شړی کیږی).                                      دهیواد لوړنښانونه اومډالونه ملی ارزښتونه دی،چې دقانون دحکمونو سره سم یې دهیواد جمهور رئیس او د هغه په نه شتون کې لومړی مرستیال باید چاته منظوراوپه سینه وزړوی داساسی قانون خلاف جمهور رئیس ولاړمګر داجرائیه رئیس له لوری یوه بهرنی سفیرته په سینه زړول کیږی چې دا په خپله دجمهور رئیس له خوا جمهوری مقام ته چې یو ملی ارزښت دی سپکاوی دی. داساسی قانون ددریمی اوڅلورمی مادی پراساس دافغان اواسلام کلمات اومفاهیم دهیواد ملی سترارزښتونه دی، ددی ارزښتونوسره معامله کول اودثبت احوال نفوس قانون په بیړه توشیح کول دهیواداوولس سره ستره  جفا ده،چې په یقین سره به افغان ولس کرارپاتی نه شې ،پردیو او پریدی پالوته به ددی ستری تیروتنی په هکله تاریخی درس ورکاندی. ولس اوس ویښ شوی یوکیږی به، دیوریښتینی ملی یووالی په ټینګیدوسره به دځپلو ملی ارزښتونو نه ملاتړ کوی. دنړی ددیپلوماتیکواوصولو او قوانینو پربنسټ په ټولونړیوالوغونډو او کنفرانسونو کې که جمهور رئیس حضورولری دیوه ملی ارزښت په توګه دی باید دویناکونکی په توګه څرګند شې دخپل هیواد نمایندګی وکړی اما دناټوپه غونډه کې اویا د لندن په کنفرانس کې کله دافغانستان دوه دوینا میزونه اونمایندګی ښکاریدې اوکله چې میز نه و،اجرائیه رئیس د ترجمان شانته دجمهوررئیس ترڅنګ ټیټ سر ولاړلیدل کیده چې ددیپلوماتیکو اوصولوپرته عمل دهیوادملی ارزښتونواوملی هویت ته سپکاوی و،بله تیروتنه اودجمهوررئیس ځان شرمونه خودا وه ،چې ښاغلی عبدالله به یې نوروته ورپیژانده. اوس به وګوروچې د ملی یووالی حکومت کومه لاسته راوړنه شته چې موږ تری سترګی پټی کړی وی . زه یو وار بیا افغان ولس ته په ډاګه کوم چې روان بهیردا په ګوته کوی چې دا دملی یووالی حکومت هیڅکله نه شی کیدای. ولی دملی نفاق اوملی ارزښتونو دله منځه وړلوښه بریالی حکومت ورته ویلی شو.

پای
 شاه ولی آرین دنمارک