آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

ملي یووالي حکومت او ننګونې یې

دتیروشپږومیاشتوټاکنیزولانجوافغان ولس خورا زیات ناهیلي کړ،دموکراتیک بهیراودخلکوفعاله ونډه په ټاکنو کې ددوی د خوښی د نظام آرمان دسترګواښ سره مخ کړ،په راز راز پلمو،ګواښونواوداچې دټاکنوپه بهیر کې درغلی شوی دټاکنودخپلواک کمیسون او دشکایتونو دکمیسون مشروعیت تر ګواښ لاندی راوستل دا هغه څه وو،چې ددواړوټاکنیزوټیمونودتوافق اوهمغږی په نتیجه کې دملګروملتونواواروپایې څارونکوترنظرلاندی دټاکنودرایو دبشپړه صندقونوڅیړل او نتیجه یې دواړونوماندانو ته دمنلوپه هوکړه پیل اوترسره شو. منل شوی بهیرڅوڅوځله په ټپه ودرید چې ټولو وطنوالوته جوته ده او نه غواړم پری نورڅه ووایم.ددغو ټولولانجو نه داچې کوم یوپه حقه اوکوم ناحقه وو،افغان ولس همدا اوس هم پری قضاوت کولی شی اوبیا را وروسته هم.افغانان نورجنګ اوجګړی نه شی ځغملی. د جنګ،شخړواوبحران ته دلمن وهلوغیرمسئولانه ناندریزوتبلیغاتودوسلوالوډلوجګړه ایزمورال نورهم لوړکر،دهیوادنیم بند اقتصادی،فرهنګی،سیاسی اوټولنیز بهیردرکود په لور سعودوکړ.ددی ټولو ستونزوپه پام کې نیولوسره هیله شته چې بیا هم افغان ولس دغه د افغانانودهیلو،ارمانونواودموکراتیکوارزستونو ضد ملی یووالی حکومت دیوښه پال او نیک ګام په توګه ومنی ځکه دغوناندرواوبهانوته دپای ورکولودپاره دوه لاری موجودی وی.یویې جنګ، بحران اودهیواد پاشلولپاره لار برابرول او بله یې دتفاهم او ملی یووالی حکومت جوړول.
دهیواد دعینی واقیعیتونو،دتیرحکومت د ضعیفوپالیسیو،په نظام کې دزورواکودپوره شتون اودبهرنیومافیایي- استخباراتي کړیو دمغرضانه لاسوهنوپه نتیجه کې ددواړونوماندانوتر منځ دملی یووالی حکومت دجوړیدو هوکړه لاسلیک شوه. شنونکې او ډیری هیوادوال اندیښنې څرګندوی چې په راتلونکی حکومت کې ددواړونوماندانوترمینځ دمساوی واک ویش به دلانجوبنسټ وګرځی اودابه دملی یوووالي حکومت دوام له جدی ګواښ سره مخ کړی.همداډول په لاسلیک شوی توافق نامه کې د ډیریو دولتی چارودواکونو ،صلاحیتونواومسئولیتونود دقیق څرنګوالی په هکله وضاحت نشته،نوځکه به دمقرریواوتصامیموپه نیولوکې اجرائیوی رئیس تل ولسمشرته سرخوږی وی. زما له انده په دواړوټیمونوکې دننه هم د نظرسترټوپیرونه اودهوکړی سره دخپلومشرانوخلاف نظرونه وجود لری چې دا په خپله دیوالی حکومت دستری ننګونی سره مخ کوی.ټاکنیزومبارزو،ګردیو میزونواومطبوعاتی کنفرانسونو،مصاحبوداپه ډاګه کړه چې په دواړوټیمونوکې څومره په لوړه کچه اختلاف موجوددی اوپه خاص ډول د ښاغلی عبدالله عبدالله دټیم د ځینوکیلیدی طرفدارانواوویندویانومصاحبی اوبیانیې یې روښانه بیلګی دی. له بله پلوه دبین المللی ټولنی تررهبری دټاکنو دخپلواک کمیسون وروستی دریځ اودولس سرښندنواو ورکړل شوورایو ته د سپکاوی په نظر کتل اود رایوپه بنسټ د وړونکی او بایلونکی نه اعلانول دا په خپله دمنتخب جمهور رئیس داقتداراوماهییت راټیټول او دولس پر رایوغیرعادلانه او نامشروع معامله کیدای شې اوبس. دپورتنیولاملونواوننګونوسره سره که چیری دواړه نوماندان دخپلوشخصی اوګروپی ګټونه پرته دهیواد لوړو ګټوته علویت ورګړی او ولس ته دهغووعدودپوره کولوپه لارکې چې دټاکنیزو هلوځلوپه بهیر کې یې د خپل برناموی اوکاری پروګرامونو په توګه وړاندی کړی وو،سره همغږی اوپری ګډ دیووالی اوپیوستون په فضا کې کار وکړی حتمی ده چې ددوی تللی اعتباربه له ولس نه بیرته تر لاسه کولی وشې. زما په اند دملی یووالی حکومت دبریاوو اوپری دولس دباورمندیو،هیواد ته دښه خدمت اودټولوهیوادولود غوښتنودپوره کولوپه خاطرباید لاندی ټکوته جدی پاملرنه وګړی. ۱-ترهغه وخته چې دلوی جرګی له لوری دافغانستان اساسی قانون کې بدلون نه وی راغلی په بشپړه توګه داساسی قانون تطبیق ته ژمنتیا اوپری عمل کول. ۲-په بشپړه توګه دملی یووالی حکومت دجوړیدودهوکړه لیک نه ملاتړاو دیوه حقوقی لاسوندپه توګه دواړه ټیمونه دهیواد داساسی قانون په نظرکې نیولو سره په صداقت او ایمانداری هیواد او خلکو ته خدمت کول. ۳-ددموکراسی او ولسواکی داصل دروڼتیا اودټاکنودبهیردمشروعیت او ولس ته دنوماندانو داعتبارد لاسته راوړلوپه خاطراړینه ده هغو کسانوچې درغلی کړی که په لوړه کچه وی یا ټیټه باید مجازات او ولس ته ور په ګوته شې. ۴-ټولی هغه غږیزی ویدیوګانی چې په هره کچه وی او دټاکنوبهیریې دګواښ اوننګونو سره مخ کړباید دیو ځانګړی مسلکی کمیسون له خوا وڅیړل شې،دثبت مرجع په ګوته شې اوهرهغه چاچې دهیواد داساسی قانون اوبین المللی نورمونوخلاف عمل کړی وی،هرڅوک چې وی قانونی مجازات او ولس ته وروپیژندل شې. ۵-دملی یووالی حکومت دملی اوبین المللی پرستیژدلوړتیا اودتیرونږدی حکمتونوسره د یوسترتوپیرپه خاطر دولس هیله داده چې دچپنو،لنګیو، او نوروغیرمعیاری یونوفورمونواوجاموپرځای رسمی اومعیاری لباس په رسمی توګه ددولتی اداروپه چوکاټ کې دیوه فرمان په بنسټ عملی شې. ۶- دملی یووالی حکومت په لوړومقامونوکې دزورواکو،غاصیبینواوبدناموڅیرودټاکنونه ډډه وشی اوپرځای یې اهلیت،شخصیت،لیاقت اومسلکی وړتیا ته جدی پاملرنه وشې. ۷- په ولایتونو کې دزورواکواو موازی حکمتونوقدرت په عملی توګه ړنګول اودمرکزی حکومت اغیزپه ولایتونوکې لوړول. ۸- په حکومت کې درشوت اداری فساد اوټولو منفی پدیدو پرضد جدی مبارزه،دزورواکوداغیزومخه نیول او دتیر په پرتله جدی اوعملی اصلاحات په دولتی اوحکومتی بنسټونوکې راوستل اوعملی کول. ۹- ددولت دتیروملی اوبین المللی هراړخیزوپالیسیوبیا کتنه دنیمګړتیاوواوستونزوپه نظرکې نیولوسره دهیواد دلوړوګټوسره سم نوی ضروری،عملی پالیسی غوره اوعمل پری کول. ۱۰-په هیواد کې دسرترسری امنیت ټینګښت یواساسی غوښتنه اواړتیا ده نوځکه اړینه ده چې دهیواددامنیتی ارګانونوپه تشکیلاتواوجوړښت کې کیفی بدلون راشی،کار اهل دکارته وسپارل شې مسلکی کادرونه وروزل شې اوامنیتی ارګانونه دتنظیمی اوزورواکواشخاصوداغیزونه پاک اوپه یو ناپیلی ملی امنیتی سکتوربدل شې. ۱۱- دهیواد دملی پوځ دروزنی،ځمکنی بشپړتیا،ملی نوامیسو دساتنی اودګاونډیوهیوادوسره دسیا لۍ په خاطر اړتیا لیدل کیږی چې دامریکا دحکومت سره داسی یونظامی تړون لاسلیک شې چې ددواړوهیوادوګټی په کې په مساوی ډول خوندی وی.دهیواد دپوځ اوامنیتی ارګا نونولوړتیا اودمدرنووسایلوبسیا،دهوائې پوځ اودهغوی دوسایلوبشپړاکمالات او روزنی باید دنظامی تړون اړینی برخی وی. ۱۲-ترڅوچې دهیواد پوځ دخپلوپولونه دباندینیوتیریولکه دپاکستان دروانوراکټونونه ددفاع اویا متقابل حرکت جوګه وګرزی په دغه نظامی تړون کې بایدامریکا دنده ولری چې دتیری کونکی هیوادمخه ونیسی اویامتقابل ځواب ورکړی. ۱۳- دهیواد دبهرنیواړیکواودیپلوماتیکوبنسټونوبیا جوړونه،کیفی اوبنیادی بدلون دنووپالیسیوپه نظرکې نیولو سره دملی یووالی حکومت اساسی ضرورت ګڼل کیږی.

پای
شاولی آرین دنمارک