آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

ستراتېژیکه ملګرتیا که سپین سترګې او دوکه

 

دوهمه برخه
د تېری برخی په پام کې نیولو سره د شوروی اتحاد د تېری سره سم زموږهیواد د نړیوالی ستری وسله ایزی زور ازموینی مرکزوګرزید.اود نړیوال مقاومت دواړوخواو(غرب،امریکا اوشوروی اتحاد)په میلیونونوډالری او روبل د خپلو شومو،موخو د پلی کولوپه خاطرپرځینوبنسټپالواورپکو ډلواوګروپونوولګولی اوتکیه یې پری وکړی.ددغوتبلیغاتی اووسله ایزو زورازموینوپه  لړکې نړیوالودشوروی تېری ضد مقاومت ولسی اوملی روڼ اندوشخصیتونواوډلواغیزواورول ته هیڅ پاملرنه ونه کړه اود خپلو ستراتېژیکو اوږد مهالوموخود پوره لاس ته راوړلوله پاره يې په افغانستان کې دپاکستان دستراتیژی په نظرکې نیولو سره د همدی مقاومت اصلی کړی دپاکستان په لاس داسلامی بنست پالو ډلو،ګروپونواوسیمه ایزتروریزم په منګولوکې متمرکز کړی. اودنړیوالودغوپریمانه پوځی اواقتصادی مرستوپه طبعی ډول همدغه سیمه ایزتروریزم پرنړیوال تروریزم او مافیا تبدیل کړل.  چې ورو ورو ددوی دکنترول نه د وتلوپه لړکې شول.

د۱۹۷۹ کال نه بیاتر۱۹۹۲ کال پوری دامریکی په میلیونونوډالردجګړی د اوردتازه کولواویو افغان دبل افغان په لاس د وژلو اودپاکستان ترولکی په افغانستان کې دیوکمزوری نظام دراوستو په لارکې په ټول ځواک سره د درندو ماشینګڼو، توپونو، اود  ځمکی نه هواته دراکټونوپه ورکولوسره دتروریستی حلقوځالی نوری هم پیاوړی کړی.په دغو کلونو کې ۶۵۰۰۰ ټنه رازراز وسلی،۶۰۰۰۰ټوپک،۸۰۰۰ خفیفی ماشینګڼی او تر۳ میلیونو زیات کلاشینکوفونه اویوشمیرنوری ماشینګڼی د ایستنګراوانسان وژونکو زرګونوماینونو په ګډون زموږدهیوادوالو دوژلواوهیواد ورانولوپه خاطردپاکستان او ایران دلاری نه یوازی د جهاد د  مقاومت لیکوته بلکه خورا زیاتی یې د تروریستی شبکواو القاعدی په اختیارکې ورکړشوی.
زمان وښوده چې ددغه نړیوال کمپاین اساسی لوری یوازی د پخوانی شوروی اتحاد ړنګول،کمزوری کول اوپه افغانستان کې  امن او ثبات له منځه وړل اودپاکستان په خوښه دتنظیمونوکمزوری اداره او حکومت رامنځ ته کول و. نه افغانانوته سوله او   پاملرنه.دا ځکه چې د شوروی اتحاد دړنګیدو وروسته نړیوال مقاومت زموږ هیواد او خلکوته هیڅ پاملرنه ونه کړه.لکه چې  دسبتیمرد۱۱ نیټی د پیښی وروسته کله چې امریکایانوپرافغانستان برید کاوه ،تونی بلیردانګلستان صدراعظم اودامریکی دهغه  وخت دبهرنیو چارو وزیروار،وار وویل چې( د امریکی او متحدینویې ستره تېروتنه همدا وه چې دشوروی دړنګیدووروسته   دوی افغانان هېرکړل.)
دپخوانی شوروی اتحاد نه راپاتی روسی هم د خپل تېرې دماتی نه درس اوعبرت وانه خیست اوپه افغانستان کې بی له دی چې خپل پلوه حکومت سره مرستوته دوام ورکړی په ډېره بی شرمی سره دجهاد د مقاومت د لیکو نه نوی جاسوسان ترلاسه کړل چې دهغوی په واسطه یې دهیواد سیاسی فضا نوره هم پسی ستونزمنه کړه،او د۱۹۹۲کال دملګروملتونو د سولی هغه نیمګړی پروګرام چې دښاغلی بیننسوان په استازیتوب په هیواد کې د یو پراخ بنسټه حکومت منځ ته راتلل چې دهیواد د ټولواړخونونه  استازیتوب وکړی توره کوده تا تر سره کړه ،دولتی نظام ړنګ ،اردو وپاشل شوه او د یوی ستری دولتی تشی په منځ ته راتلو سره دپاکستان دکلونوارمان ترسره ،د امریکی اوپاکستان د هغه وخت دګډی ستراتیژی د پلی کېدوبله نوی پاڼه پرانستل شوه.    زما له انده دسولی د پروګرام د نه عملی کېدولاملونه خوراډېردی.غواړم څواړینواومهموټکوته د لوستونکوپاملرنه را واړوم.
۱-دملګروملتونودسولی دپروګرام سره دامنیت شورا په خاص ډول د امریکی نه همغږی اوټینګ ملاتړ،ځکه چې امریکی خپله غوښتل چې سیمه کې داسی ګډوډی راشی تر څو ددوی حضورته په سېمه کې لارپرانستل شی.
۲-پاکستان اودهغوی ای اس ای څارګری اداری ته ښه موقع په لاس ورغله ترڅودخپلولاس پوڅوخرڅ شوو ،وطن پلورونکو  تنظیمی په نوم مشرانوله لاری دسولی پروګرام سبوتاژکړی ترڅوافغانان د یوغښتلی ځواکمن حکومت نه بی برخی اوددوی په خوښه لاس پوڅی اداره رامنځ ته کړی،اودوی ته په هند کې دتروریستی او ورانکاریو موخو د پاره ښه اوډاډمنه موقع په لاس ورشی.
۳-دګاونډیوهیوادوسره دسولی دپروګرام په هکله د ملګرو ملتونودهمغږی نه شتون او نه هم داسی کوم بین المللی تعهدات او  ګرنتی چې دیادوهیوادو ګټی اوغوښتنی په کې خوندی او دقناعت وړ وی.
۴-د پخوانی شوروی اتحاد په ګدۍ ناستی روسی هم دکابل د حکومت اوپه حاکم ګوند کې د خپلوپرچمی ،ستمی وطن پلورونکو اجنټانوپه واسطه،محمود بریالی،نبی عظیمی،عبدالوکیل،، رشید دوستم، جنرال مومن او نوروپه مرسته د نظارشورا سره چې مشری یې د روسانوا صیل اومعلوم الحال جاسوس اوګوډاګې احمدشاه مسعود په لاس کې و.د ملګروملتونو دسولی په پروګرام توره نه بښونکی کوده تا تر سره کړه چې د امریکی اوپاکستان د ستراتېژیکوموخو د ښه  پوره کولود پاره یې نوره هم لاره هواره اوګړندی کړه. 
۵-د ډاکترنجیب اله د حاکمیت اوکاری ټیم کمزورتیا،په ملی دموکراتوځواکونواوروڼ اندونهاودنو نه   باور، ګوند د ملی او ولسی شخصیتونونه بی برخی کول او د ګوندی او دولتی اساسی او کیلیدی برخی اوچاری پورتنیوخرڅ شوو مزدورو اجنټانوپه ولکه کې متمرکزکول.
د پورتنیولاملونوله وجی دملګروملتونودسولی پروګرام شنډ اوپر ځای یې دپاکستان د ستراتیژی یوه برخه د حزب د موکراتیک خلق(وطن)ګوند د حاکمیت او دولت په ړنګیدو سره مخ په عملی کیدو شوه.د نظام د ړنګیدو او دولتی تشی نه په استفادی سره پنجابی واکدارانود ای.اس.ای ترولکی دلاس پوڅو،خرڅ شوو تنظیمی ګروپونو شورا چې نېکه یې جنرال حمیدګل دټولوترمخه روان ودپاکستان د خاوری نه پرافغان ولس وتپل شوه .
تنظیمی لیونیو د ای. اس.ای د یو منظم اودښمنی نه ډک پلان له مخی کابل ته د ننوتو سره سم په لومړی ګام کې بنیادی ،مالی اواقتصادی تاسیسات اوفابریکی لوټ اوتالا کړی.دولتی اداری اورګانونه تالا او وسوزول شول،وسله وال پوځ ټوټه او د هیواد پیاوړی اردوپه بشپړه توګه ړنګه اوتنظیمی جګړوهیوادوال دیوی ستری فاجعی اوغمیزی سره لاس اوګریوان کړل. په زرګونو بی ګناه انسانان معیوب او ووژل شول اومیلیونونه نورهیواد پریښودوته اړشوول.
د حکمتیار،شورای   نظاراوسیاف،هزاره ګانود تنظیمونوترمنځ دقدرت اوڅوکیو د ویش پر سر دوامداره جګړی تاریخی کابل وران ویجاړاوپراوسیدونکو یې دغم او ماتم جال خپورکړ. سره له دی چې د ای.اس.ای دڅارګری اداری تر ولکی د نظارشورا، اوستمی پرچمی انډیوالانوسره ګډ حکومت په  لاس دپاکستان دموخواوستراتیژی ډېری برخی پلی شوی ،مګردکابل واکدارانواحمد شاه مسعود،ربانی اوورسره پرچمی وطن پلورونکوانډیوالانویې دخپل بادارپاکستان په شان دوه مخی سیاست خپل کړاود بهرنیو اړیکولړۍ یې خپلواصلی بادارانوروسی ایران اوهمدا راز ځینواروپایې هیوادوخواته وغزولی.چې له دی امله پاکستان یوځل بیا دی ته اړشوترڅوپه خپله ستراتیژی کې بدلون راولی اودکابل حاکمیت ته بدیل د طالبانوپه راوستو سره نوی ستراتیژیکه پاڼه پرانیزی.  نوربیا