آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

ستراتېژیکه ملګرتیا که سپین سترګې او دوکه

 
دریمه برخه

څرګنده ده چې د پنجاب څارګره اداره ای.اس.ای د پښتنوسره دهمیشنی دښمنۍ پر بنسټ د بلوچستان ایالت چې اوس ورته د پښتونخوا نوم ورکړ شوپه قبایلی سیموکې په سل ګونو مدرسی او داسلامی بنسټ پالنی روزنېزمرکزونه پرانیستی ول اود دی سیمی تنکی ماشومان او ځوانان داسلامی تعصب او جذباتونه ډکو احساساتو په روحیه په کې  روزل کیدل. دغه مرکزونه  د   ای.اس.ای ترمستقیمی رهبری دجمعت العلمای پاکستان د دوواجنټومشرانوهریو  قاضی حسین احمد اومولانا فضل الرحمان تر نظرلاندی د ورانکاریو،انسان وژنو اوتروریستی موخودسرته رسولو په خاطرتربیه تجهیزاو وړاندی کیدل په خاصه توګه کله چې مولانا فضل الرحمان په ۱۹۹۳ کال کې د بوتوسره دګډ حکومت د جوړیدوڅوکې پارلمان کې خپلی کړی او په دی توګه یې د پاکستان د ای. اس. ای اوکورنیو چارو وزارت کې د نصیراله بابرترمشری نور هم په خلاص  لاس او پوره امکاناتو د   دغوروزنیزومرکزونومستقیمه څارنه او تشکل ترلاسه کړ.کله چې په افغانستان کې تنظیمی حکومت د بحران الدین ربانی تر  مشری نورای.اس.ای او امریکا ته د منلو وړنه و،نو ځکه یې په همدغومدرسو کې منظم سیاسی،استخباراتی،نظامی اوچټک   تشکیلاتی کاردطالبانو نظام اوحکومت جوړونی دپاره دامریکا انګلیس او سعودی عربستان سره یوځای د یوی نوی ستراتېژۍ په بنسټ طالبی پروژه رامنځ ته کړه.

کله چې دپاکستان پخوانۍ صدراعظمه بینظیربوتوپه انګلستان کې د تبعید په حال کې وه داسی یې ویلی ول.«فکررویکاراوردن طالبان ازانګلیس بود، مدیریت ان را امریکا یها کردند، هزینه انرا سعودیها پرداختند ومن اسباب انرا فراهم اوردم و طرح را اجرا کردم». نوځکه طالبان د پاکستان د صدراعظمی بینظیربوتواود هغۍ د حکومت دایتلافی ملګری مولانا فضل الرحمان چې  د طالبانو د پلار په نوم یادیږی اود نصیراله بابردکورنیو چارو د وزیر په لاس تنظیم او افغانستان ته  د دوی او د دوی د ګډو سترتیژیکوبهرنیوملګرودګټواوموخو د لاسته راوړلو په خاطرپه ۲ دنومبر۱۹۹۴کال  د یو لوی پاکستانی د کالیواووسایلونه ډک د لاریود یو کاروان په واسطه چې منځنی اسیاته یې د ترکمنستان دلاری دغه مالونه انتقالول ورسره یوځای همدغه طالبان افغانستان ته د ملا عمرتر رهبری اودملا ربانی په ملګرتوب انتقال او په ۲۴ساعتو کې یې کندهارونیو اود هغه ځای والی امر لالی یې په داروزړاو. د پورتنیواموالو د ترانزیتی مسایلوپه هکله په ۲۸ داکتوبرد۱۹۹۴کال دپاکستان صدراعظمی بینظیربوتو د جنرال دوستم او والی اسماعیل سره د ترکمنستان مرکزعشق اباد کې خبری تر سره کړی وی. (ریک:ویلیام میلی افغانستان، طالبان و سیاست جهانی ص ۱۱۲/۱۲۳.
 
امریکا داسی سوچ کاوه چې دطالبانو دپرمختګ سره به په افغانستان کې:

۱-بشپړ نظم به په ټول افغانستان کې تحکیم ومومی .
۲-دتروریزم دتربیت او تقویت مرکزونه به له منځه یوړل شی.
۳-دپخوانی پادشاه محمد ظاهرشاه د راتګ د پاره به لاره خلاصه شی.
۴-د روسی او ایران لاس به دافغانستان نه قطع شی.
۵-د پاکستان دتجارتی بازارد پاره لاره خلاصول او د هغو په واسطه په منځنۍ اسیا کې اړیکی کلکول او ساتل.

طالبانوپه هغه وخت کې دا منلی وچې دوی به د نفتواو ګازو د لولی له پاره چې د منځنۍ اسیا نه پاکستان ته غزول کیږی لاره پرانیزی.ددغی کمپنۍ(یونیوکال) د کار اصلی شریکان امریکا اوسعودی عرب ول.چې په دی هکله د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یو چارواکی( رابین رافیل) داسی وایې:  « د طالبانو تر تولو لومړی دنده د یو سراسری امنیت راوستل او په یو داسی ځواک تبدیلیدل چې وشی کولای دترکمنستان نه د نفت او ګازودهغو لولو پوره ساتنه وشی کولای چې د افغانستان له لاری پاکستان ته او بیا بین المللی بازار ته لاره  پرانیزی».   (ویلیام میلی همغه اثرص۱۴۳).
دطالبانو د لیکو سره د پاکستان په مدرسوکې د افغانی او پاکستانی طالبانوپه یوځای کیدو سره طالبان نور هم پیاوړی شول او  به ۲۰میاشتوکې یې پرنیمایې افغانستان خپل حاکمیت ټینګ کړ،او د خپل د دولت د په رسمیت پیژندو غوښتونکی شول. چې    یوازی پاکستان او سعودی عرب په رسمیت وپیژندل او امریکا ،انګریزان چې ددوی دزیږیدوعاملین ول،دوی یې په رسمیت  ونه پیژندل.ولی بیا هم ددوی اړیکی د یونیوکال د کمپنۍ سره خورا پرمختګ وکړاودوی ته یې د امریکا بلنه ورکړه. طالبانود۷کالو په لړکې دهیواد ۹۰په سلو کې ټولی برخی ترلاسه یوازی پنجشېراود بدخشان ولایت دشورای نظار په ولکه کې پاتی شو.دوی د کابل د نیولو وروسته ځینی فرمانونه خپاره کړل چې د هیوادوالو او نړیوالی ټولنی د منلو وړنه ول. او ورسره په ټکر کې شول.اود طالب چارواکو کور دننه او بهرنۍ سیاست او پالیسی ددی علت وګرزید چې یونیوکال کمپنی هم د امنیتی ګواښ له امله دی کار ته زړه ښه نه کړ اوهغه ګډه ستراتیژی چې امریکا او پاکستان د طالبانوپه اړوند په افغانستان اوسیمه کې هسی چې په نظرکې لرله ټوله عملی نه شوه اوپاکستان د دوه مخی سیاست په خپلولو سره نوی لوبه پیل او د وحشت، تروریزم اوالقاعدی لیکی او شبکی یې سرحدی پولو ته نږدی افغانستان ته وغزولی.پاکستان په دغوکلونو کې په میلیونونو ډالری دغرب امریکا نه د تروریزم اوالقاعدی دځپلواو استخباراتی معلوماتود ورکولودلاری تر لاسه کړی،چې دهمدغومرستوډېره برخه یې  بیرته د افراطیت،تروریزم اوالقاعدی د ځواکمن کولوپه لارکې لګولی.همدا ډول پاکستان په میلیونونوډالری د القاعدی دمشر  اوسامه بن لادن نه ترلاسه کولی چې دی او د ده شبکی یې خوندی ساتلی او ای.اس.ای یې په چوپړکې اوسیده.
۱۷داګست د۱۹۹۸کال دامریکا په سفارتونو نایروبی اوتانزانیا کې د تروریستی چاودنوپه لړ کې چې سلګونو انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته،او امریکا په مستقیم ډول ددی چاودنو پړ لادن اود هغه دالقاعدی ډله وګڼله.دا چې لادن د۱۹۹۶نه را په  دی خوا د ای.اس.ای په دستورپه افغانستان کې اوسیده امریکا طالبان مجبور کړل چې اوسامه امریکا ته وسپاری .طالبانودهغه دسپارلو نه ډډه وکړه او د هغه دجرم اوثبوت د اسنادوغوښتونکی شول.دا چې امریکا یا داسی کوم اسناد او شواهد نه لرل چې طالبانوته یې وړاندی کړی او یا دا چې د طالبانودی غوښتنی ته یې پاملرنه ونه کړه،نو ځکه بن کلنتن دامریکا د وخت جمهور ریس امر وکړتر څوپه افغانستان کې هغه روزن ځایونه او کمپونه چې ای.اس.ای جوړکړی او ورته معلوم ول لکه د (البدر،خالدبن ولید، اوانصار)کمپونه  په خوست اوننګرهارکې دکروز په راکټونووویشتل چې په دغوګذارونوکې ۳یمنی،۲مصری۱سعودی۱ترکی څوتنه پاکستانی او۲۰تنه افغانی اتباع ووژل شول. احمد رشید همغه اثر۱۹۴ص. سره له دی چې لادن ددی پیښی دحملو نه انکاروکړمګرد هغه موقف او ضد امریکایې روحیه په اسلامی اوعربی نړی کې د ډېراستقبال او پاملرنی وړ وګرځید.
۱۹۹۸کال په ورستیو کې امریکا داسامه پرسر۵میلیونه دالرجایزه کېښوده او ورپسی د امنیت شورا په طالبانو بندیزونه ولګول اماطالبانودغه تحریم ته هیڅ ارزښت ورنه کړ.دوم تحریم په۲۰۰۱کال کې د اریانا دشرکت د پروازونو بندول اودهغوی شتمنی په بهرنیو بانکونو کې کنګلول اود طالبانو نمایندګۍ په امریکا کې تړل ول. په۲۰۰۱کال احمدشاه مسعود اروپا ته سفر وکړاود فرانسی نظامی مرستی یې ترلاسه کړی چې په دی هکله د طالبانو دښمنی نوره هم د غرب سره مخ په زیاتیدوشوه.دا هغه څه و،چې د۲۱همګټوهیوادو په ګډون په لندن کې غونډه وشوه او په دی غونډه کې پخوانی پاچا ظاهرشاه دیوښه انترناتیف په توګه مطرح شو،او په دغه غونډه کې دلومړی ځل د پاره دیوی رسمی حملی طرحه د امریکا له خوا چې دتاجکستان یا ازبکستان د لاری باید تر سره شی مطرح شوول.مګرد پاکستان د دوه مخی سیاست له امله چې د یوی خوا د غونډی ګډونکونکی واو دبلی خوا یې همدا سری موضوع د ای.اس.ای له لاری طالبانو ته انتقال کړه . ۱۱دسپتمبر۲۰۰۱کال کله چې د امریکا په زړه واشنګتن کې په تجارتی ستر مرکزاو پنتاګون تروریستی ګذارونه تر سره شول تری راوروسته د پاکستان اوغرب(امریکا) په ستراتیژیکه ملګرتیا کې نوی فصل را پرانستل شو. نوربیا
 
موخذونه:
دانترنیټی سایتونو بریښنا لیکونه.