آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

ستراتېژیکه ملګرتیا که سپین سترګی یا دوکه

  
څلورمه برخه

نن سبا د نړی بی شمېره سیاستوال او شنونکی د۲۰۰۱ کال دسپتامبرد یولسمی نیټی دپیښی په هکله ځانګړی لیدلوراود نظر ټکی لری.او خورا ډېری پوښتنی یې را پارولی دی چې : ایا د طا لبانو د ریژیم د له منځه وړلو لامل اسامه اود سپتامبرد۱۱ نیټی پیښه وه؟ایا کوم افغان او یا د طالبانو نظام په دی پیښه کې ګډون یا لاس  درلود؟ ایا پردومره لږ مهال او دومره لیری واټنونوکې دداسی یوه برید دجوړولو امکان د افقانستان نه به واقعیت و لری؟ ایا امریکایان اونړیواله ټولنه د افغانانودمرستی د اود القاعدی د ځپلود پاره سیمی ته رادانګلی او که دنوروستراتېژیکو سیاسی اقتصادی کټو په خاطر؟. پاکستان څه غواړی؟ ایا په ریښتېنی ټوګه پاکستان د ترورېزم سره په مبارزه کې د امریکا ستراتېژیک ملګری دی؟.او داسی نور.

مګردا خو یو څرګند حقیقت دی چې امریکا مخکی تردی پیښی کله چې طالبانو د امنیتی یا نورو لاملونو له امله دترکمنستان نه دنفت او ګازودنللېکی دتېریدوتړون دافغانستان دلاری پاکستان ته د یونیوکال امریکایې کمپنی سره چې دطالبانو د زېږید و یوله اساسی لاملونه نه و،لاسلیک نه کړاو پر ځای یې وغوښتل چې دارجنتاین د تیلو د پلټنی نړیوالی بریډاس کمپنۍ سره دغه تړون لاسلیک کړی. نو ځکه دغه لامل امریکایې چارواکی راوپارول اود۲۰۰۱ زکال د فبروری په میاشت کې چې د طالبانو یو پټ دپلوماتیک مامورسید رحمت اله هاشمی چې امریکا ته غوښتل شوی وو، ورته ګوت څنډنه وشوه چې که طالبان دغه  تړون  د ارجنتاین دکمپنۍ سره لاسلیک کړی نو دوی(امریکایان) به طالبان سخت ترګواښ سره مخ کړی او بمونه به پری ووروی.     نوځکه څرګندېږی چې امریکایانود پخوانه داپه پلان کې لرل چې پرطالبانو یرغل کوی.اوس داسی څرګند ېږی چې تروریزم، القاعده اودسپتامبرپیښه یوه وسېله امااصلی موخی، ممکن ستراتیژیکی،سیاسی اواقتصادی ګټی وی ،چې غواړم ددغو موخوڅو اساسی ټکوته دلوستونکوپام راواړوم.
ـ دافغانستان ډېرپه زړه پوری ستراتیژیک موقعیت چې تری د خېزپه توګه کولی شې د روسیه ،منځنۍاسیا،ایران،چېن،پاکستان نه یو ستراتېژیک کمربند راتاوکړی.
ـ دپاکستان د زروی سلاح نه وېره چې د اسلامې بنسټ پالو لاس ته ورنشی.
ـ دایران زروی سلاح ترکنترول راوستل اود نورواغیزو مخنیوی یې په سېمه اودمنځی ختېځ نوروپه تیلو مړواو بډایوهیوادکې. ـ بل خورامهم اودډېری اندیښنی وړلامل چې امریکا یې په سیمه کې شتون ته راهڅوله د شانګهای د تړون غړوهیوادو نه پوره بېره چې ممکن دمنځنۍاسیاسترهیوادونه لکه قزاقستان،تاجکستان،قرغزستان،اوازبکستان پرځان راټول نکړی،دشانګهای تړون په حقیقت کې د امریکا د نوی رامنځ ته کېدونکی ګواښ دمخنیوی لپاره جوړاورامنځ ته شو.داهغه ګواښ وو چې په خپل وارد چېن او روسیی پرمختګ اواقتصادی ګتی یې په سېمه اونړی کې ترننکونی لاندی نیولی.
پورتنیولاملونوپربنسټ امریکا او د ډبلیوبوش اداری دسپتامبردیولسمی نیټی پیښه وسیله کړه اود ۲۰۰۱زکال داکتورپه میاشت کې نظامی یرغل وکړاو هغه بمونه یې راوورول.چې د مخه یې په پلان کې لرل.بل لامل چې دامریکا د ستراتېژی کمزوروالی اودوه مخی ثبوتوی هغه داچې دوی د راتګ دمخه میلیونونه ډالری دشمالی ټلوالی مشرانو او نورودبشری حقوقوضد، قاچاقبرو اومافیایې مشرانوته چې د ترورېزم اوالقاعدی افغانستان ته د رابللواوځواکمن کولوپړه ددوی په غاړه وه او ده په لاس ورکړی چې د پاکستان په شمول ددوی دغه مرستی نه داچې دتروریزم پرضداوافغانستانکې دسیاسی ثبات اوامن په لارکې ولږول شوی بلکه خوراډېری یې دافغانستان د نا امنۍ او د ترورېزم د ساتلواوځواکمنولو په لار کې لږول شوی دی،چې دپاکستان په پوځی  اډه کې دالقاعدی د مشراسامه خوندیتوب او ساتنه یې روښانه بېلګه ده.
لس کاله افغان ولس دغه ستره تپل شوی غمېزه ګالی،امریکا او دهغه ستراتېژیک ملګری پاکستان رډ،رډ ګوری اویو د بل په   تېروتنوپرده غړوی اوخپل ملت ،نړیوالو اوافغانانوته دوکه پسی دوکه ورکوی.تېره لس کلنه موده کې افغان سیاست پوهانواو   دولتی چارواکو وار وار امریکا او ورسره نړیوالی ټولنی ته په ډاګه کړی چې دافغانستان د جنګ اوورانیواصلی پټ ځایونه   د پولی اوخوا په پاکستان کې شتون لری.مګرامریکا او نړیوالی ټولنی ځان کوڼ کړی وواو هیڅ یې نه اوریدل.پاکستان خو لا داپړه کله کله پرافغان دولت لګوله چې ورانکاره ګروپونه د افغانستان دخاوری نه ورځی اوهلته تروریستی دندی ترسره کوی. دپاکستان بیډی خولا هلته مېره شوه چې جنرال مشرف دهغه وخت جمهورریس چې دی په خپله د تروریزم او القاعدی کوربه وو.دامریکی سره دتروریزم اوالقاعدی ضد مبارزه کې د ستراتېژیکی ملګرتیا تړون لاسلیک کړ او د هغه مهال نه بیا تر ننه پوری یې په میلیاردونو ډالرترلاسه کړل،او دا چې تروریزم او القاعده وځپی ،بلکه نوريې هم پیاوړی کول ،هند اوافغانستان ته یې د ورانکاریودپاره لیږل او ورته همدا اوس هم دوام ورکوی چې دا دپاکستان دبهرنی سیاست دستراتېژی اساسی برخه ګنل کېږی.غواړم دلته د پاکستان په ستراتېژیکه ملګرتیا کې د امریکا سره د ټګۍ او دوکې څو بیلګو ته دلوستونکو پام راواړوم:
– د شپږو کلونونه زیاته موده کې د القاعدی د مشرخوندیتوب دپاکستان مرکز اسلام اباد ته نږدی په یوه نظامی مرکزکې ددوی دشرم نه ډکه سپین سترګی څرګندوی او په حقیقت کې هیڅ ځواب ورته نه لری.
ـ دجلاالدین حقانی تروریستی ډلی ته په شمالی وزیرستان کې مرکزونه پرانستل اوافغانستان ته د ورانکاریود پاره لیږل افغانان اوخپل سترتیژیک ملګری پری وژل.                          
ـ دلشکرطیبه افراطی او تروریستی ډلی پلوی اوساتنه ،د ای.اس.ای له لوری یې نظامی تجهیزاواکمالات ،هند ته دتروریستی دندود سرته رسولودپاره لیږل چې د بمبیې پیښه یې روښانه بیلګه یادولی شو.
ـ د طالبانود مشرملاعمرپه ګډون دالقاعدی دلومړی لاس مشرانو موجودیت د ای.اس .ای ترنظرلاندی.
دپورتنیوفکتورونود لا کره کولوپه خاطرلاندی ټکوته پاملرنه وکړی:
احمد رشید یو پاکستانی لیکوال او ژورنالیست دیوی امریکایې مجلی سره په مرکه کې داسی وايې:«په شمالی وزیرستان کې د افغانی طالبانو دوه پیاوړی کړی اوس هم فعالی دی.چې یوه یې دجلاالدین حقانې اوبله یې د افراطی جګړه مارګلبدین حکمتیار په بولندتوب دشلمی پېړی له اویا ومو لسیزو راهیسی د ای.اس.ای د پیسو په بوجی ناست دی. د القاعدی ترهګرهم په شمالی  وزیرستان کې میشت دی ،ددوی ترڅنګ دپاکستانی پنجابیانوجګړه ماری ډلی چې د هند اوافغانستان پرضد بیلابیلی حملی مخی ته بیایې هم اوسیږی».هغه زیاتوی.«دافغانستان د طالبانو نه د پاکستان ملاتړپه سېمه کې دهند دنفوذ دمخنیوی او د امریکایانود وتون وروسته په افغانستان کې د پاکستانی ګټودخوندیتوب د پاره د یو بدیل په موخه تر سره کېږی.څنګه چې څرګنده ده پرهند باندی دګوزاراوافغانستان کې دنفوذ لپاره اسلامی تندلارو څخه ننګه اوملاتړدپاکستان دبهرنی سیاست په زیرمتون کې ځانګړی او ترټولواوچت ځای لری.»همدا لیکوال بل ځای زیاتوی« پاکستان داورپکود له منځه وړلوپرځای لازیات هغوی دافغانستان د پولو په لورهڅوی».
څه موده پخوا د پاکستان دپوځ ویندوی جنرال اضهرعباس یو امریکایې تلویزون سره په مرکه کې وایې«دطالبانودمشرملاعمر داسلامی ګوند دمشرحکمتیار،جلال الدین حقانی او ملا نذېرسره دپاکستان دپوځ اړیکی شتون لری».همدا راز نوموړی ویاند دا هم ویلی چې« دپاکستان پوځ کولای شې چې طالبان د امریکی سره خبرو ته کینوی».
شرمونکی خبره خوداده چې پاکستانی چارواکی تل داوایې چې هغه هیواد د ترورېزم قربانی دی. حال داچې پاکستان د القاعدی طالبانو،او نوروترهګروپرمټ هم د پښتنو سېمه یرغمل نیولی او هم یې د پښتنوڅخه دطالبانوپه جامه کې دټولی نړی دپاره یوه غټه بلا جوړه کړی،په دی بلا هم پښتانه سپکوی،هم یې ریښه راباسی اوهم یې وژنی او هم دامریکی اوالقاعدی نه په میلیونونه ډالری ترلاسه کوی. 
پای