آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

ستراتیژیکه ملګرتیا که سپېن سترګۍ او دوکه

( لومړۍ برخه )
 

دایوڅرګندحقیقت دی چې پاکستان کوم پخوانی اوږد تاریخ نه لری.یوازی څه زیات ۶۰ کاله  مخکی د انګریزی ښکېلاک ګرد  پټودسیسواوورستیوموخود عملی کولواوپه سېمه کې د همیشنی کړکېچ راوستلوپه خاطرراوزیږول شو.دغه هیواد د جغرافیا یې جوړښت له مخی شمالی،لویدیځ اوسویلی برخی یې د انګریزانو دهمدی پلان له مخی چې په سېمه کې کړکېچ روان وساتی له   تاریخی افغانستان نه دافغانانودغوښتنواو ارادی پرته ددیورند د کرغیړنی کرښی په اساس جدا کړای شوی دی.اوپاتی برخه یې دلوی هند نه قیچی شوی چې اوسنۍ پاکستان تری جوړشوی دی.
دغه هیواد خپل دغه لنډ تاریخ کې د لویدیځ اوپه سرکې دانګریزاوامریکا په ملاتړاواقتصادی مرستوتراوسه چلیدلی اوپایښت یې موندلی دی.زه په داډ سره ویلی شم که همدا اوس ددغو مرستو لړی ډب شې ددغه هیواد د پاشلوامکان حتمی دی. پاکستان د همغو جوړیدونه بیا ترننه پوری د څومهموستونزوسره لاس او ګریوان دی.
۱- د ډیورند کرغیړنه کرښه چې دسرحدی پولی دواړه خوا پښتانه یې په ځګرکې سره وهلی اونېم کړی، او د پښتنو اوبلوڅود همیشنیوخپلواکئ غوښتونکومبارزواوپه افغانستان کې د یوځواکمن دولت د موجودیت نه وېره.
۲-دکشمېرستونزه  .څرنګه چې د پاکستان دغه سیاسی،اقتصادی موقعیت دهند داقتصادی اولوی پوځی ځواک په وړاندی دامنیتی  ګواښ سره مخ دی له دی امله پاکستان،افغانستان ته اړتیا لری چې په دی هیواد کې د دوی یو لاسپوڅی اویا کمزوری ،ناروغ  حکومت وجود ولری.اودوی ته ښه موقع وی چې هند کې خپلوورانکاریواوتروریستی موخو ته دوام ورکولی وشی.
۳-دکوردننه د پښتنو، بلوڅو اوکشمېری ازادی غوښتونکوغورزنګونو اوګوندونومخنیوی اوتری سخته ویره د هیواد د پاشلواو تجزیې تربریده.
۴-دټولوټګیو،برګیو،دوکواوسپین سترګیو سره دستراتیژیکواړیکواوملګرتیا ساتل ،دغرب اوامریکا سره چې ورته ترټولوخورا ارزښت لری .
ددغوپورتنیوفکتورونوداهمیت په نظرکې نیولوسره پاکستانی واکداران دی ته اړتیا درلوده چې په لومړی ګام کې یې دانګریزی جاسوسی شبکواوسی ای یې په مرسته په قبایلی سیموکې اسلامی بنسټپاله ډلی اوګروپونه وروزی او په دغوسیموکې د اسلامی  بنسټپالنی روزنیزمرکزونه پرانیزی اوپه دغومرکزونوکې دینی ،عقیدوی اوضد ترقی،بشری حقوقو پرمختګ اوتکنالوژی مخه  ډب اوپرځای یې غیرپښتنوسیمو پنجاب، سند اونوروبرخوکې لوړاوعالی پوهنتونونه جوړاونوری بشری اسانتیاوی ورپه برخه کړی .دغه اسلام پاله ډلی د ای اس ای ترولکی لاندی د پښتونخوا،بلوڅو،کشمېرسیاسی،قومی اوګوندی مشران تهدید،تحقیر  اودسیاسی وژنو ،ترور تر بریده صرفه نه ده کړی،دغه بنستپاله ګوندونه چې دپاکستان استخباراتی څانګی دی ،پارلمانونو او   مجلسونوته هم لاره موندلی چې دقاضی حسین احمد اوعزیزالرحمان لخوا وار وار ،ولیخان ،محمود خان اڅکزی اونورپښتانه  مشران د پاکستان دملی یووالی ضد اوبیلتون عاملین ګڼل شوی دی همدا ډول پاکستان په ۸۰ او۹۰ وموکلونوکې دافغانستان په جګړه کې له بیلا بیلوهیوادونوراغوښتل شوواسلامی بنسټ پاله ډلو اوبد ماشومافیایې کړیواویاغیانو نه چې هغه مهال لویدیځ ،امریکا دمجا هدینو په نامه یادول او اوس یې ترهګراو القاعده بولی   په بیلیونونوډالری دپاکستان په لاس اویا په مستقیم ډول د انسان وژونکواوتروریستی روزنیزو مرکزونود سمبالولوپه برخه کې ولګولی اودغه ګروپونه  د ورانکاریو اوضد بشری فعالیتونو په خاطرهند اوافغانستان ته ولیګدول شوی، دشوروی   ښکیلاک اویرغل نه راوروسته د پاکستان چټی مور شوه.او ای اس ای په افغانی اسلامی تنظیمونوکې دومره اغیزمن کارترسره کړچې دهمدوتنظیمونومشرانو دتولوجنایتونو ترڅنګ د هیواد ملی افتخارات او ارضی تمامیت دګواښ سره مخ کړل.  دغرب ،امریکا دهغه مهال  ستراتیژی د شوروی اتحاد د نفوذ مخنیوی په سیمه  اوپه خاص ډول  افغانستان کې چې تازه دلته  شوروی پلوه دموکراتیک نظام دیووسلوال پاڅون په نتیجه کې دخلق دموکراتیک ګوند تررهبری رامنځ ته شوی و.نو ځکه  د پاکستان غواوی لنګی شوی اود هغه وخت شوروی اتحاد ضد نړۍ ټولوهیوادونواقتصادی اونظامی مرستی د پاکستان په لاس دافراطی اسلام پالو ډلو،تروریستانواودالقاعدی نا منظمه ګروپونودتجهیز،روزنو اوپه هند او افغانستان کې د دهشت ، وژنو او  ورانکاریو لپاره په کارواچولی ، چې همدی غرب او امریکا په خپله لاس پاکستان د تروریزم اوالقاعدی موراوپلارو ګرځول.  دشوروی اتحاد د ړنګیدو وروسته چې امریکا او ورسره انډیوالان یې دخپلی ستراتیژی اصلی موخی ته رسیدلی ول. بیا یې  نور هم دپاکستان سره هغه پریمانه پوځی او اقتصادی مرستی ډب کړی او هم د دغوافراطی تروریستی ډلوسره .  د شوروی دماتی او وتلووروسته پاکستانی چارواکو د ای اس ای ترمستقیمی رهبری لاندی ددغوافغانی اسلامی تنظیمی ډلواو نوروتروریستی ګروپونوچې د پاکستان د اردوملاتړورسره ول،په څو جبهوکې دافغانستان پرحریم تېری اوبریدونه پیل کړل ،  اما د افغانستان د وخت حاکمیت بی د شوروی د موجودیت نه په مستقلانه ډول دفاع وکړه اود پاکستان دغه هلی ځلی دا واربیا دناکا میو سره مخ شوی .اوس نوپاکستان چې د یوی خوا یې هغه پریمانه د غرب،امریکا او ټولی شوروی ضد نړی اقتصادی اونظامی مرستی له لاسه ورکړی او هم یې چې هومره پانګونی په افراطی اسلامی ډلوپه افغانستان  کې د خپل یولاسپوڅی نظام دراوستو په خاطر تر  سره کړی وی ټولی نا هیلی شوی ،نو ځکه دی ته اړ شو چې هم د غرب،امریکا سره په خپله ستراتیژی کې بدلون راولی اوهم دتولو هغوتروریستی اواسلام پالو ډلواوالقاعدی شبکی سره چې په دغه هیواد کې اوسیږی.  نوربیا