آرشیف

2016-1-11

شاه ولی آرین

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت: لسمه برخه

د ډاکتر نجیب الله واکمني
مخکې تر دې چې د نجیب الله پر واکمنۍ بحث وکړم غواړم په شوروی اتحاد کې د زاړه او نوی تفکر د موجودیت په اړه لنډه کتنه وکړم. د نوی فکر پلویان چې د استا لین د واکمنۍ په وخت کې یې پټه مبارزه کوله ، د استالین د مرګ وروسته د هغه د کیش شخصیت د ټکولو او افشا کولو تر شعار لاندی د خرشچوف په وجود کې د کمونست ګوند په شلمه کنګره کې هڅه و شوه چې ټولی تیروتنی او جنا یتونه ولس او بین المللی ټولنی ته روښانه او په کلکه و غندی. مګر دغه هلی ځلی په ۱۹۶۴ کال کې د زاړه فکر دپلویانو له خوا دیوی پټی کودتا په نتیجه کې چې برژنیف یې واک ته ورساوه، په ښکاره توګه چوپ اما په پټه یې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ .
د برژنف د مړینې وروسته د شوروی کمونست ګوند مشران یو د بل پسی په ډېره لږه موده کې ومړل او د چرننکو د مرګ وروسته د دی نوی تفکر وتلی څیره میخائل ګرباچوف واک ته ورسید چې د بیارغونی او علنیت تر شعار لاندی یې د نوو او ژورو بدلونو پلان تر لاس لاندی ونیو.
د ګرباچوف د نوو پالیسیو یوه موضوع هم د شوروی یرغلګر پوځ ایستل زموږ له هیواده و. چې نور یې نه په جنګی لحاظ او نه هم په مالی لحاظ دا وس درلود چې په افغانستان کې پاتی شې. ددی له پاره چې ببرک کارمل د شوروی د دی تصمیم اوپریکړی سره همغږی نه وه او د نیواک دوام یې غوښته ، نو ځکه کله چې ډاکتر نجیب الله دشوروی رهبری ددی تصمیم نه خبر تر لاسه کړی و، خپل ملاتړ یې اعلان کړ او په تیره برخه کې ورته اشاره شوی وه چې د هیواد ګوندی او دولتی واکې یې څنګه تر لاسه کړی.
ډاکتر نجیب الله د ببرک د پلویانو له خوا د یو پلان شوی سبوتاژ او تخریب سره مخامخ شواو د دوی تر منځ مقابلی  داسی شدت وموند چې نجیب الله اړ شو چې ځنی کسان د دندو نه ګوښه کاندی او یو شمیر د بریالی په شمول بندیان کړی.
په داسی حال کې چې د یوی خوا د ډاکتر نجیب الله د حکومت له خوا د ملی روغی جوړی سیاست غوره شوی و، او همدا ډول د۱۹۸۸کال د اپریل د میاشتی د ژینو د کنفرانس د لوزنامو د عملی کولو ، دهیواد د مستقلانه دفاع او هغه ګواښ چې د ببرک کارمل د ډلی له لوری د نجیب حاکمیت ته موجود و تصمیم ونیول شو چې د خلق دموکراتیګ ګوند هغه مشران چې د شوروی کې ګې بې او دهغوی د ګوډاګې حکومت په زندان کې ژوندی پاتی وو، له جیله ازاد او د هیواد په مستقلانه دفاع کې تری ګټه واخستل شې. ډاکتر نجیب الله کوښښ وکړ چې په نظام کې یو سلسله اصلاحات را منځ ته کړی تر څو هغه بد نامیو نه ځان وژغوری چې د کارمل د حاکمیت په دوره کې ده ته متوجه وو. خو په خواشنۍ سره چې دغه تصمیم هم د نامعلومو لاملونو چې یو یې هم ممکن د کارمل د ډلی اغیزی په نظام او تصمیم نیولو کې وی ، او یا په اګا هانه ډول د حکومت پلان همداسی و، دغه پروسه سبوتاژ شوه چې موخی یې دا وی:
– په دری ګروپو باندی د زندنیانو د خلاصون پروسه ویشل تر څو یو ګروپ پربل بی باوره کړی .                           – د لومړی ګروپ د خلاصون سره سم د خاد او کارمل د ډلی له لوری د خلقیانو تر منځ پراخ تبلیغات چې ګویا دغه ګروپ له دولت سره تعهد کړی او پرچمی شوی دی.
ـ په خلقیانو کې چې اوصولی جنبش په یو نیمه تشکیلاتی ځواک بدل شوی و د دوی په صفوفو کې چې ټوله هیله یې په زندان کې خپلو رهبرانو او مشرانو ته وه د خاد د دستګاه له لوری د نفاق او په مشرانو د بی اعتمادی اور ته لمن وهل.
– راخلاص شوو مشرانو ته په حکومت او دولت کې یوازی په نوم، او نه په صلاحیت سره دندی ورکول. لکه د اوسنې نظام یا حکومت مشاور وزیران چې دوی خو د معاش او زری موټرو امکانات لری، هغوی حتا موټر هم نه درلودل.
ـ د دویم او دریم ګروپ سره خو هغه وعدی چې د خلاصون په  لومړی ورځو کې شوی وی هیڅ پاملرنه ونه شوه او ولیدل شوول چې د ګوند دسیاسی بیرو غړی پوهنوال عبدالرشید جلیلی، پوهاند سوما اودیپلوم انجینر محمد منصورهاشمی دخپلو اقتصادی ستونزو په نظر کې نیولو سره کابل پوهنتون کې د استادانو په توګه دندی ته اړ شوول.
اوس غواړم هغو لاملونو ته چې د ملی روغی جوړی سیاست یې د ستونزو او ګواښ سره مخ کړ په لنډه توګه اشاره وکړم:
۱- څنګه چې داکتر نجیب الله د وخت او زمان دغوښتنی په نظر کې نیولو سره د ملی روغی جوړی سیاست اعلان کړ، د داسی سیاست د عملی  کولو د پاره په ملی ارزښتونو ولاړ او معتقد ولس مشر او حاکمیت ته اړتیا لیدل کیده، چې په ډیره خواشنۍ سره ډاکتر نجیب الله یا د کارمل د ډلی د فشار له امله او یا په خپله و نه غوښتل چې ځان د پرچمی توب دتعصب نه راوباسی او ملی شخصیت ځان غوره کړی، په دی رابطه د جمهور رئیس د مرستیال مرحوم هاتفی صاحب او د وخت د صدارت د مرستیال محمد انورارغندیوال لید لوری همداسی وو، چې د ارغندیوال صاحب د ځوی  محترم نبیل ارغندیوال له قوله  د دوی په کور کې په یوه میلمستیا کې مخامخ ډاکتر نجیب الله ته ویل شوی وو د یادولو وړ بولم.
۲-د ډاکترنجیب الله په شاو خوا راټول شوی کمزوری ټیم چې ویې نه شو کولای د خپلو سیاسی اصیلو متحدینواو مخالیفینو تر منځ تفکیک وشی کولای.
۳- په دولت او حکومت کې اساسی او کلیدی پوستونه د کارمل د ډلی او یا بی کفایته اشخاصو په لاس کې چې ویې نه شو کولای د ملی روغی جوړی سیاست عملی یا تمثیل کړای شې.
۴ـ هغه اختلاف چې په دولت کې د راضی خلقیانو او د زندانی رهبرانو اودهغوی دپلویانو تر منځ دوی رامنځ ته کړی وو، دغه حاکمیت په یوه لوری هم اعتماد ونه کړای شو. داردو او پولیسو په لیکو کې چې اکثریت یې خلقیان وو، د بی باوریو له امله سم چلند تر سره نه شو. د خاد او د ګارد د منسوبینو چې اکثریت یې پرچمیان وو د امتیازاتو لوړ تفاوت د لا ډیرو بی اعتمادیو زمینه راوپاروله چې په نتیجه کې هسی په نامه د یوی کودتا پلمه برابره او د راخلاص شوو زندانی خلقیانو ځای پر نورو نوو خلقیانو ډک کړای شو. او د هغی قهرمانی ارودو چې د هیواد په دری کلنی مستقلانه دفاع کې یې ملی او بین المللی دوستانو او دښمنانو ته وښوده چې دهیواد د ارزی تمامیت نه د دفاع وړتیا لری وځپل شوه او دنظام د شړیدو زمینه نوره هم بربره شوه.
۵ـ د مسلحو قطعاتو پر ځای د قومی ملیشو راغوړول، تقویه کول بی حسابه امتیازات ورکول ګلم جم ، دوستم او داسی نور دومره غښتلی کړل چې د نظام د نسکوریدو تر بریده ورسیدل.
۶- دنظام د سقوط وروسته د احمد شاه مسعود د قوله چې دی دومره په ګوند او دولت کې حاکم و چې د ۵۰سلنی نه زیاتو کسانو د ده د پاره کار کاوه چې د دستګرپنجشیری،عبد المحید محتاط، نجم الدین کاویانی، فرید احمد مزدک،عبد الوکیل، یار محمد، نبی عظیمی، اصف دلاور، علومی، بابه جان ،محمود بریالی او داسی نور نومونه یې په خپلو تلویزونی خبرو کې ټول اولس ته افشاه کړل.
پورتنیو لاملونو د ملی روغی جوړی سیاست د ګواښ او پوښتنو سره مخ کړ، د دولت مخالیفینو، ملی دموکراتیکو ځواکونو او مدنی ټولنو د ډاکتر نجیب الله د حکومت دغه چلند د خپلو سیاسی متحدینو په هکله او یا دننه په ګوند کې د یو شمیر ډیرو خلقیانو په رابطه دوی ته د اندیښنو او نه اعتماد او باور وړ وګرزاوه، او د دولت مخالفین په دی معتقد شول چې نور نو دا نظام نه شې کولای د ځان نه دفاع وکړی . دا ځکه چې دوی د دولت او نظام په دننه کې رخنه کړی وه، او د کارمل د ډلی له لوری یو ځل بیا د یوی خائنانه کودتا له لاری د ملګرو ملتونو د سولی پروګرام چې د بینین سیوان د لوری د عملی کیدو په لارکې و د ناکامی سره مخ کړ، نظام ړنګ او ډاکتر نجیب الله په کابل کې د ملګرو ملتونو یوه دفتر ته پنا یوړه.          د هم  د یادونی وړ دی چې پخوانې شوروی اتحاد نه راپاتی روسیې هم د خپل تېری  ماتی له درس نه عبرت وانه خیست او په ډېره بی شرمي سره یې د جهاد د مقاومت د لیکونه خرڅ شوی نوی جاسوسان تر لاسه کړل چې د هغوی او پخوانیو خرڅ شوو پرچمې ګوډاګیو په واسطه یې د هیواد سیاسی فضا نوره هم پسی ګواښمنه کړه .
درنو لوستونکو څرنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه، له بده مرغه چې د ۱۳۶۸کال د حوت د میاشتی د توطیی په نتیجه کې چې یو وار بیا په ډیره  ماهرانه توګه د روسانو له خوا و کارول شوه، د ګوند او دولت ملا یې نوره هم پسی ماته کړه او د خلق دموکراتیک ګوند او نظام د انحلال او متلاشی کیدو شرایط یې رامنځ ته کړل او د ګوند د روسی پلوه واکدارانو ، شورای نظار، جمعیت اسلامی او نورو د هیواد او هیوادوالو ضد ځواکونو یو وار بیا د پخوانې شوروی په ګدی ناستی روسیی په مرسته د ملګرو ملتونو د پروګرام پرضد چې هدف یې په هیوادکې د یوداسی سیاسی نظام ثبات او راتګ ووچې ټول هیوادوال به په کې برخه ولری توره شرمونکی کودتا ترسره کړه سیاسی ثبات او نظام ړنګ شو، د قدرت تشه رامنځ ته شوه او په نتیجه کې د دولت د انحلال د شرائتو سره سم هیواد اوهیوادوال د یوی بلی ستری غمیزی سره نور هم لاس او ګریوان شوول چې د۱۳۷۱کال نه بیا ترننه پوری  دوام لری.
هیواد پلورونکو جهادی په نوم مشرانو او قوماندانانو د امریکی، روسیی، ایران او پاکستان د مستقیمو دسیسو په نتیجه کې د هیواد مادی او معنوی ارزښتونه د خاورو سره یو کړل د هیواد غښتلی اردو ړنګه شوه او مدرن وسائل د طیارو، توپونو او ټانکونو په شمول د سړو اوسپنو په بیه په پاکستان کې وپلورل شوول، ګران هیواد د ګروپی تنظیمونو تر منځ د جګړو او ورور وژنو ډګر و ګرزید دهیواد پایتخت کابل وران ویجاړ او د ۶۵۰۰۰ زرو نه زیاتو کابلیانو د وژلو په ادیره بدل شو چې مستند فیلمونه یې په ملی او نړیوالو میډ یاوو کې وار وار خپاره شوی او دا اوس هم خپریږی.
که چیری د پرچم  کارملی ډلی او شورای نظار د ګډی کودتا نه بیا تر ۲۰۰۱ کال پوری د اروپائی هیوادواو امریکا یرغل او نیواک پر ګران هیواد افغانستان چې دا اوس هم دوام لری تر څیړنی لاندی ونیسو، دا د هیواد په تاریخ کې هغه توری، د جهل او نادانۍ ، خپل کور او ټاټوبی د بربادی، چوروچپاول، وروروژنو، هیواد ورانونو او پردیو ته د خدمت کولو تور او له شرمه ډک تاریخ دی چې زموږ تیر او راتلونکی نسل به پری تل نفرین ووایې . ځکه چې که چیری کارمل د روسانو په ټانکو سور د یرغل په نیتیجه واکې تر لاسه کړی د جهاد ټیکه دارانو او طالبانو هم د سعودی عرب، پاکستان اوامریکا په فیجارو موټرونو سواره د عربی او پاکستانې بادارانو سره یو ځای کابل ته راننوتل او د هیواد تاریخی افتخارات یې په ګډه د خاورو سره برابر کړل او نور هم لا دوام ورکوی.

نور بیا.
شاه ولی ارین دنمارک