آرشیف

2016-1-7

شاه ولی آرین

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت: نهمه برخه

تاریخ جوته کړی چې افغان غیرتی اولس د تاریخ په اوږدو کې د پردی یرغلګرو په مقابل کې ستری کارنامی تر سره کړی غلیم او یرغلګر یې په ګونډو کړی او تیښتو ته یې مجبورکړی دی. د افغانستان د خلق په دموکراتیک ګوند کې د لومړی ځل له پاره اصولی جنبش دشوروی یرغل ضد چیغه راپورته کړه چې دا په خپله د شوروی یرغل په مقابل کې د افغانانو د ملی مقاومت یوه برخه ده او هیڅوک تری انکار نه شې کولای.
څرنګه چې د شوروی د یرغل په نتیجه کې یو فا سدلاسپوڅی ګوډاګی حکومت د کې ګې بې د معلوم الحال جاسوس ببرک کارمل په مشری رامنځ ته شو د ټولو هیواد والو کرکه یې راوپاروله او د هیواد په مختلفوسیمو کې یې یو سترملی مقاومت رامنځ ته کړ،بی ساری جګړه رامنځ ته شوه د هیواد مادی ، معنوی ارزښتونه سخت زیانمن شوول په میلیونونه افغانو خپل ګران ژوند له لاسه ورکړ، معلول او معیوب شوول او تر ۵ میلیونو زیات افغانان کډوالی ته اړ ایستل شوول، زموږ ګران هیواد په ملی او بین المللی کچه خپل هویت او اتبار له لاسه ورکړ.په نړیواله کچه افغانستان سخت ګوښه شو او د شوروی له خو د افغانستان اشغال په ملګرو ملتونو کې د نړی د مطلق اکثریت هیوادو له لوری وغندل شواو د افغانستان نه یې ددی نیواکګرو پوځونو د سملاسی وتلو غوښتنه وکړه. همدا ډول د بی پری هیوادو او اسلامی هیوادو په ټولنو کې د شوروی له خوا د افغانستان اشغال په کلک دریز وغندل شو، حتا دا چې په یو شمیرملی او دموکراتیکو، سوسیالیستی هیوادو کې هم د دوی دغه عمل په کلکو ټکو سره و غندل شو. په دی ترتیب د افغانستان موضوع نړیواله شوه او زموږ هیواد د دوو سترو زبرځواکو د جګړو او زور ازموینو ډګر وګرزید.
شورویانو زموږ د ګران هیواد افغانستان د اشغال د پاره څو اساسی موخی لرلی:

– په افغانستان کې د یو نیرومند مستقل دولت د جوړیدو مخنیوی چې د نورمحمد ترکې او حفیظ الله امین په موجودیت کې یې د جوړیدو امکانات حتمی وو.
– د پښتنو سره دتیرو تاریخی دښمنیو غچ اخیستنه او پښتانه چې د هیواد اکثریت تشکیلوی په مادی او معنوی لحاظ وهل، ټکول، وژل تیښتو او کډوالیو ته اړ ایستل، زندانونه تری ډکول. ټولو ته معلومه ده چې د هیواد په پښتون میشته سیمو کې په لس ګونه، سلګونه او زرګونه راز راز وسلی لکه ټانکونه، توپونه، لونا او سکاټ پر همدو سیمو ویشتل شوی او همدا اوس هم دغه سترتیژی دوام لری.

– د قومونو او میلیتونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل ، نور واړه میلیتونه تقویه کول او پښتانه پری په بی رحمانه ډول ټکول.
– د یو واحد او مستقل افغانستان د تجزیئ او ویشلو پلان د نجیب الله مسیر تر مشری دهیواد په بلخ ولایت کې د هیواد د شمالی برخی د حکومت اساسات جوړول ،او دغه برخه د خپل هیواد د شپاړسم جمهوریت په توګه اعلانول.

ـ څرنګه چې شوروی ماهرانو، انجینرانو او محقیقینو له ډېری پخوا په افغانستان کې څیړنی تر سره کړی وی او په مادی لحاظ د دغه هیواد سر شاره کانونه او طبیعیت ورته معلوم و، دغه ټکی نور هم د دوی د نیواک حرص راډیر کړی و.
– د هیواد ستراتیژیک موقیعیت او د پامیر او هندوکش لوړی څوکې ددوی د امپرطوری د ساتلو، ټینګولو سنګرونو د پاره مناسب موقیعیت او دهمدی هیواد له لاری ځان تودو اوبو ته رسول.

ـ د خلق دموکراتیک ګوند مشران چې د دوی له انده د پښتون ملیت استازی وو، په مرګ ،دومدار حبس او سختو شکنجو زورول او محکومول چې حتا د ببرک کارمل د ګوډاګې حکومت په لس ګونو تیزیسونو کې هم چې ددولت د مخالیفینو سره پخلاینه اعلان شوی وه دوی تر لا تهدید لاندی راوستل شول، چې په دی رابطه د ګوډاګې ګوند په کنفرانس ګې یو وار بیا د اوصولی جنبش غړو په ډیره میړانه خپل غږ راپورته کړ او د بین المللی سازمانونو،بشری حقوقواو مدنی ټولنو د استازو پاملرنه یې ددوی لور ته ورجلب کړه ، استازی یې محبسونو او د څرخی پله زندان ته ورغلل انټروی یې تر سره کړی او د دغو زندانیانو د وژنو او اعدام د مخنیوی علت وګرزیدل.
درنولوستونکو په شوروی اتحاد کې د ګرباچوف په مشری د نوی حکومت په منځ ته راتګ سره چې دغه مهال د شوروی حکومت او کمونست ګوند خپل ملی او بین المللی اعتبار لکه  اوس د امریکا په شان له لاسه ورکړی و، مجبور و چې خپل سیاست کې تغیر راولی د تاریخ جبر او خپلو تیروتنو دی ته اړ ویستل تر څو د خپل او هم د افغانستان په سیاست کې بدلون راولی.د ۱۳۶۵ کال د ثور د میاشتی په ۱۴مه نیټه یې پر خپل ګوډاګې چې نور حتا دوی ته هم د زغملو وړ نه و، غږ وکړ او په جبری توګه یې د ګوند له مقامه اسعفا ته اړویست او پرځای یې ډاکتر نجیب الله د استخبارتو مشر او خپل بل نږدی کس ته د یو پلینوم په طرز کې چاری وروسپارلي. ددی له پاره چې ډاکتر نجیب الله نور هم په خلاص لاس چاری تر سره کړی د ۱۳۶۶ کال دعقرب په میاشت کې یې ببرک کارمل د انقلابی شورا د مشرتابه نه هم ګوښه کړ، په دی ترتیب یې د ګوندی او دولتی چارو واکي ډاکتر نجیب الله ته و سپارلی.
د یو څه کم لس کاله شوروی نیواک او لاسپوڅی ګوډاګې حکومت په موجودیت کې افغان ولس دا په ډاګه وښوده چې هیڅ پردی ځواک نه شې کولای زموږ په ګران هیواد او ولس حاکمیت ټینګ کړی. د دغه قهرمان اولس د مقاومت او سرښندنو په نتیجه کې نیواک ګر ځواک داسی په ګونډو شو چې د۱۳۶۷ کال د سلواغه د میاشتی په ۲۶ نیټه ټیت سرونه بیرته خپل هیواد ته ستانه او تر څنګ یې شوروی امپراطوری هم ګډه وډه شوه.
شورویانو زموږ د ګران هیواد افغانستان د اشغال د پاره څو اساسی موخی لرلی:

– په افغانستان کې د یو نیرومند مستقل دولت د جوړیدو مخنیوی چې د نورمحمد ترکې او حفیظ الله امین په موجودیت کې یې د جوړیدو امکانات حتمی وو.
– د پښتنو سره دتیرو تاریخی دښمنیو غچ اخیستنه او پښتانه چې د هیواد اکثریت تشکیلوی په مادی او معنوی لحاظ وهل، ټکول، وژل تیښتو او کډوالیو ته اړ ایستل، زندانونه تری ډکول. ټولو ته معلومه ده چې د هیواد په پښتون میشته سیمو کې په لس ګونه، سلګونه او زرګونه راز راز وسلی لکه ټانکونه، توپونه، لونا او سکاټ پر همدو سیمو ویشتل شوی او همدا اوس هم دغه ستراتیژی دوام لری.

– د قومونو او میلیتونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل ، نور واړه میلیتونه تقویه کول او پښتانه پری په بی رحمانه ډول ټکول.
– د یو واحد او مستقل افغانستان د تجزیئ او ویشلو پلان د نجیب الله مسیر تر مشری دهیواد په بلخ ولایت کې د هیواد د شمالی برخی د حکومت اساسات جوړول ،او دغه برخه د خپل هیواد د شپاړسم جمهوریت په توګه اعلانول.

ـ څرنګه چې شوروی ماهرانو، انجینرانو او محقیقینو له ډېری پخوا په افغانستان کې څیړنی تر سره کړی وی او په مادی لحاظ د دغه هیواد سر شاره کانونه او طبیعیت ورته معلوم و، دغه ټکی نور هم د دوی د نیواک حرص راډیر کړی و.
– د هیواد ستراتیژیک موقیعیت او د پامیر او هندوکش لوړی څوکې ددوی د امپرطوری د ساتلو د ټینګو سنګرونو د پاره مناسب موقیعیت او دهمدی هیواد له لاری ځان تودو اوبو ته رسول.

ـ د خلق دموکراتیک ګوند مشران چې د دوی له انده د پښتون ملیت استازی وو، په مرګ ،دومدار حبس او سختو شکنجو زورول او محکومول چې حتا د ببرک کارمل د ګوډاګې حکومت په لس ګونو تیزیسونو کې هم چې ددولت د مخالیفینو سره پخلاینه اعلان شوی وه دوی تر لا تهدید لاندی راوستل شول، چې په دی رابطه د ګوډاګې ګوند په کنفرانس ګې یو وار بیا د اوصولی جنبش غړو په ډیره میړانه خپل غږ راپورته کړ او د بین المللی سازمانونو،بشری حقوقواو مدنی ټولنو د استازو پاملرنه یې ددوی لور ته ورجلب کړه ، استازی یې محبسونو او د څرخی پله زندان ته ورغلل انټروی یې تر سره کړی او د دغو زندانیانو د وژنو او اعدام د مخنیوی علت وګرزیدل.
درنولوستونکو په شوروی اتحاد کې د ګرباچوف په مشری د نوی حکومت په منځ ته راتګ سره چې دغه مهال د شوروی حکومت او کمونست ګوند خپل ملی او بین المللی اعتبار لکه  اوس د امریکا په شان له لاسه ورکړی و، مجبور و چې خپل سیاست کې تغیر راولی د تاریخ جبر او خپلو تیروتنو دی ته اړ ویستل تر څو د خپل او هم د افغانستان په سیاست کې بدلون راولی.د ۱۳۶۵ کال د ثور د میاشتی په ۱۴مه نیټه یې پر خپل ګوډاګې چې نور حتا دوی ته هم د زغملو وړ نه و، غږ وکړ او په جبری توګه یې د ګوند له مقامه اسعفا ته اړویست او پرځای یې ډاکتر نجیب الله د استخبارتو مشر او خپل بل نږدی کس ته د یو پلینوم په طرز کې چاری وروسپارلي. ددی له پاره چې ډاکتر نجیب الله نور هم په خلاص لاس چاری تر سره کړی د ۱۳۶۶ کال دعقرب په میاشت کې یې ببرک کارمل د انقلابی شورا د مشرتابه نه هم ګوښه کړ، په دی ترتیب یې د ګوندی او دولتی چارو واکي ډاکتر نجیب الله ته وسپارلی.
د یو څه کم لس کاله شوروی نیواک او لاسپوڅی ګوډاګې حکومت په موجودیت کې افغان ولس دا په ډاګه وښوده چې هیڅ پردی ځواک نه شې کولای زموږ په ګران هیواد او ولس حاکمیت ټینګ کړی. د دغه قهرمان اولس د مقاومت او سرښندنو په نتیجه کې نیواک ګر ځواک داسی په ګونډو شو چې د۱۳۶۷ کال د سلواغه د میاشتی په ۲۶ نیټه ټیت سرونه بیرته خپل هیواد ته ستانه او تر څنګ یې شوروی امپراطوری هم ماته او په څو نورو خپلواکو هیوادو و ویشل شوه. د شوروی د بیا جوړنی سیاست تر اغیزو لاندی په افغانستان کې هم د ملی روغی جوړی سیاست د ډاکتر نجیب الله تر مشری اعلان شو.

 نوربیا
 شاه ولی ارین دنمارک