آرشیف

2015-11-10

شاه ولی آرین

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت: اتمه برخه :

د یادولو وړ ده  هغه اعلامیه چې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د دارالانشآ د مسؤل محمدعلی هوما له لوری خپره شوه د روسانو یرغل، د ټولو بین المللی موازینو پرته د هیواد  قانونی او مشروع نظام له منځه وړل، او په غیر قانونی توګه پر هیواد او خلکو د یو ګوډاګی حکومت تپل په کې په کلکو ټکو غندل شوی وو، او د ګوند د تیت او پرکو غړو نه د یووالی، زغم او اوصولی دریځ او مبارزی غوښتنه شوی وه، چې په خپریدو یې، سره له دی چې د ګوډاګې حکومت او کې ګې بې  سخته غوسه یې را وپاروله خو د منحل شوی ګوند له زندان نه بهر یو شمیر کادرونه یې دی ته و هڅول چې لاس تر زنې پاتی نه شې.
د ۱۳۵۸ شمسی کال د جدی د۶ نیټی وروسته د همدی کال په وروستیو او د۱۳۵۹کال په لومړیو کې د عبد الکریم میثاق، بسم الله محشور، محمد یونس فکور انجینر مقیم تر مشری لاندی د اوصولی جنبش زنځیری خوځښت د سیمه ایزو، وظیفوی او هستوګنیزو اړیکو له لاری پیل شو، د کابل  ناحیو او د هیواد  ډیرو ولایتونو ته یې لمن ور وغزیده. د دغه حرکت د یو شمیر فعالو کادرونو، نومونه د یادولو وړ ګڼم چې د کابل په مختلفو ناحیو، ولایتونواو نظامی برخو کې یې هلی ځلی کولی.
انجینر سرور مومند، عبد الرحیم راد، کمال الدین ځدران،جعفر سرتیر، قوماندان ګلرنګ، عارف خزان، مدیر صاحب نور محمد کریمی، وارث شنواری، دور محمد وفاکیش، شمس الدین شمس، محمد اکبر شفق، حضرت ګل بارګامی،محمد رسول تنویری، تور پیروز، امین الله قیوم، داکتر محمد قیس، عبد الرحمن یعقوبی، څارنوال محمد حنیف یوسفزی، هنر څارنوال، صدیق پرولتر مدیر صاحب سید محمد هوایې افسر، عبد الرحمن پابند، محمد اکبر فراهی. رئیس خان کارګر، لعل خان منګل، ډګروال یونس  وکیل غازی، شاه ولی ارین، ظابط خان بشر پال، عبد الغنی فعال، فریده صبا، محمد خان شنواری شیرین منګل، استادخوشال نسیم ګل توتاخیل، توکلشاه همکار، الله باز جم ، حکم خان الماس، استاد خالق رشید، محمد ایوب ځاځی، ډګروال عید محمد خان ډګروال ظاهر، انجینر عتیق، عبد الودود پژمان، صدو ټکنی، سخی جان، څارنوال محمد شریف شریفی، ستانه ګل شنواری ، محمد ګل  امیری، معلم غفور هراتی، بسم الله خان سهاک، محمد ابراهیم بری، فولادی صاحب، شاه نوری، پیښوری شنواری ، عبد الستار دهقان، محمد حسین فراهی هوائی افسر، سید احمد شاه هوائی ډګروال ، جنرال فیض علی کوچی، تاج محمد خان سلیمانخیل، غلام سخی شاړی، داکتر عثمان صدیقی، غوث الدین پیلوټ، جان بانو شریفی، عزیزه ، دلارام مهک، ډګروال قدوس شنډنډی،  محمد ضیا ضیا،  درخانۍ جان ،  جنرال محمد اکبر احمدزی، سلیم خان د کمیساری سیاسی امر، جنرال داوی انجنرغلام سخی افضلی، اسماعیل ښاروال، ، صدیق پیلوټ ، مدیر صاحب عبد الواحد خان، حفیظ الله پیلوټ، محمد نعیم مل، شیرعلی وحدت، ګل زمان پیمان، ډګروال وکیل شهید، غلام حسین مستوفی، میرافضل تاقت، مسافر خان احمدی، سید انور عبد الجبار ثابت ، ذین العابدین ستومان، سید احمد ولسوال، سید محمد ماموند ، ملک شیر، سید احمد شاه دولتی، رابعه جان، حلیم شاه عشرتی، میر ناګل تڼیوال، انجینر نثاراحمد سلیمی، استاد سید امیرځدران، انجینرعبد لاحد عزیزی، امان الله عاجز عبد الحی هوتک، انجینرګلاب،  محمد محسن هلالی، ډګروال نواب احمد زی، حضرت رسول پاچاه، میرنواز روهین، معاون صاحب ایوب، ډاکتربرهان داور، خوشال بشرمل، فضل الحق ملک زاده، حبیب الله جلالزوی، ،محمد اصف نوری، محمد اکرم رحیمه جان، قدم شاه هزاره، سمیع الله ظفر، حاجی نواب بغلان، حاجی محمد ظاهر، عبد الرحیم پهلوان، سید انور، صاحب نظربدخشی، ډګروال عبد الرحیم شغنانی، سردار محمد بشریار، عبد القادر ولسوال، حبیب الرحمن زهیر، رحمت قیوم غرنی، حیات الله پیکار، محمد ظاهر بشریار، جنرال خدایداد هزاره ، عبد الروُف تاسنګ، عبد الباقی ، شاه جهان امین، شیرین دل غلام حضرت اعظمی، میر احمد وطنوال،  ادم خان دهقان ، غلام حسین ، ډاکتر نسیم خوشګوار، سید ګل ماما،  ګل احمد شاه انګار، اسدالله  شنواری،  څارنوال محمد خان، حسن الدین، ډګروال صاحب عبد الحق خان، اوهمدا ډول یو شمیرنورهغه محصلین چې د شوروی اتحاد نه د زده کړو د ختمیدو وروسته راغلی وو او له لیکونکی شاه ولی ارین سره په اړیکه کې یې په پورتنی خوځښت (اصولی جنبش) کې هم فعال رول غوره کړی دی، په لاندی توګه د یادولو وړ بولم : غلام حضرت احساس، سید فرید اغا، محمد جان تڼی، غالب صافی، شیر محمد، همایون لوګری، شاه صنم، او خان محمد. د یادونی وړ یې بولم چې په سلګونو نورو کادرونو او ګوندی غړو په مسلحو قواوو او دهیواد په مختلفو ولایتونو کې په دی جنبش کې د زړه له کومی د سختو ستونزو او کړاونو سره سره مبارزی او هلی ځلی تر سره کړی ، خو په ډیره خواشنی سره چې نومونه یې ما تر لاسه نه کړل.
د اوصولی جنبش په لومړی طرحه کې چې ددی خوځښت د مشرانو له لوری خپره شوه د روسانو یرغل ،ګوډاګی حکومت او د ګوندی غړو غیر عادلانه نیول زندانونه ته ټیل وهل،اعدامول، او شکنجه کوول ، غندل شوی وو، او دشوروایانو بیرته تګ، په حزب کې اصولیت او  دولت کې د قانونیت د تطبیق په کلکه غوښتنی شوی وی، چې په حقیقت کې دغه خوځښت په هیواد کې د لومړی ځل د پاره د روسانود تیری او ګوډاګی حکومت پر ضد د ملی مقاومت چیغه او غږ پورته کړی وو. همدا ډول دغه جنبش په دغه موده کې د تیری برخی پر هغو دری نظرونو چې د ګوندی غړو د پاره کوم یو غوره دی د څیړنو وروسته ولیدل شوول چې یو شمیر ګوندی غړی چې غوښتل یې داسلام پاله ډلو سره یو ځای شې او د روسی یرغل او ګوډاګی حکومت پر ضد مبارزه وکړی ،دهغوی د لوری په بی رحمانه ډول د ملحد یا کمونست په نامه ووژل شوول،بل نظر چې سلاح واخلو او غرونو ته پورته شو هم یوی بهرنۍ  مالی سرچینی ته اړتیا لیدل کیده چې په دغه رابطه نه شرقی او نه غربی نړی په دی هکله مرسته کوله نو ځکه اوصولی جنبش ډیر پر ځای و پتیله او پریکړه یې وکړه چې هر څوک به خپلو دندو ته دوام ورکوی تر څو دی او کورنۍ یې د اقتصادی ستونزو نه خلاص وی ،  ددی د پاره چې دندی له لاسه ورنه کړی نو په ګوندی سازمانونو کې پاتی کیدل هم اړین دی خو د اوصولی جنبش په لیکو کې به مبارزه کوی اود جنبش غوښتنی او اهداف به په ډیر احتیاط خپلو سازمانونو کې مطرح کوی .
د ګوډاګی حکومت په لمړنې سر تر سری کنفرانس کې د اوصولی جنبش غړو په ډیره میړانه د اعدامونو د بندولو د زندان نه د ملګرود خلاصون چیغه پورته کړه او وپتیل شوه چې د ملګرو ملتونو، دبشر د حقوقو او نورو بی پری بهرنیو نهادونو سره دغه مطلب شریک شې تر څو د ظالمانه تهدید ، فشار، شکنجو او اعدامونو مخه ونیسی او په زندان کې د ټولو ملګرو برخه لیک څرګند شې.
د پورتنیو غوښتنو د عملی کولو د پاره په لنډه موده کې اوصولی جنبش خورا یوشمیر ډیر پاک او په هیواد مین خلقیان سره را ټول کړل، چې د منظم تشکیلاتو نه جوړول، په ګوډاګی حکومت کې د یو شمیرخلقی مشرانو له لوری توطیو، د خاد او شوروی استخباراتی چینلونو د فشار، شکنجو او لاسوهنو په نتیجه کې څنګه چې تمه کیده اوصولی جنبش ونه شو کولای په یو پیاوړی ځواک یا ګوند بدل شې.
اوصولی جنبش ګوډاګی حکومت او یرغلګر شوروی اتحاد ته دا په ګوته کړه چې د خلق دموکراتیک ګوند ژوندی دی او پر هیواد هیڅ ډول تیری نه شې منلی ،همدا ډول په جیلونو کې د ګوند د مشرانو او غړو مقاومت، استقامت، غیرت او لوړ مورال د ټولو ضد بشری ګواښونو ، شکنجو، او اعدامونو سرسره دا وښووله چې دوی پر حق دی او باطل به ماته خوری.
د مخه ویل شوی و چې، د ګوډاګی حکومت او روسی استخباراتی چینلونو د قوله ویل کیدل چې د ګوتو په شمار دامین بانډ څوتنه ونیول شول او سزا ورکړل شوه ،نور ګویا خیراو خیریت دی. حال دا چې په زرګونو خلقیان په ولایتونواو کابل کې ونیول شول زما دیو دوست په حواله چې یوازی تر(۱۶۴)نه زیات کسان په همغه لومړیو شپوکې د ګوند د مشرانو،رهبری کادرونو، او جمهور رئیس شهید حفیظ الله امین د کورنۍ په ګډون چې دوه میاشتیني لمسی یې غمی امین هم ورسره وو، نیول شوی او د څرخی پله زندان کې اچول شوی وو.
غواړم د هغوملی قهرمانانو یاد او نومونه واخلم چې د شوروی یرغلګرو او ګوډاګی حکومت له خوا په ظالمانه توګه زندۍ (اعدام)شول.
۱- صاحب جان صحرائی د سرحدونو د چارو وزیر.
۲- انجینر ظریف د مخابراتو د چارو وزیر.
۳- انجینر صدیق عالمیار د پلان وزیر.
۴- اسد الله امین د کام رئیس.
۵-جانداد د ګارد قوماندان.
۶- علیشاه د کورنیو چارو د وزارت د امنیی قوماندان.
۷- عبد الله امین د شهید حفیظ الله امین ورور.
۸- ودود د ملی دفاع  وزارت د مخابری رئیس.
۹- عارف عالمیار د ترانسپورت رئیس.
۱۰- اقبال د ګارد د امنیت امر.
۱۱- سید عبد الله د څرخی پله د جیل قوماندان.
۱۲- وزیر زیرک دکام کارکونکی.
۱۳ـ عمر وردک د کام کار کونکی.
د اختصاصی انقلابی محکمی د یو کارکونکی چې د نوم د نه اخیستو ژمنه می ورسره کړی وه او د دی محکمی د رئیس  شادان په دفتر کې یې کار کاوه او زما نږدی ملګری و، داسی یې (ویل  کله چې د  امین د بانډ د ګوندی او دولتی مشرانو، وزیرانو، والیانو او نورو دوسیی څیړل کیدی او دی هم د یو صلاحیت لرونکی ګروپ غړی و، لیدل یې چې د هر یوی دوسیی پر مخ په یوه ضمیمه پاڼه کې لیدل کیدل چې
« د ستګیری موصوف به اساس راپور دستګیر پنجشیری یا اسد الله سروری او یا سید محمد ګلابزوی او یا د کوم بل چا نوم به و»، خو مګر په ډیرو دوسیو کې همدا دری نومونه تر سترګو کیدل».

نوربیا
شاه ولی ارین دنمارک