آرشیف

2015-10-27

شاه ولی آرین

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت: اوومه برخه

په تیرو شپږو برخو کې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند پر جوړښت او د یو سر ترسری ګوند په توګه چې د هیواد د ټولو قومونو او ملیتونو استازی یې د مشرتابه نه نیولی بیا ترغړو پوری د بیلګی په توګه یادولی شو د هیواد په دننه او ټوله نړی کې د یو بیساری ګوند په توګه د یادولو وړ بولم. ګوند سپیڅلی او په ایماندارئ سره مبارزه وکړه،او په  نتیجه کې د هیواد سیاسی واک تر لاسه کړ ، مګر په خواشنۍ سره باید ووایم چې له یو لوری د ګوندی دمشرانو تیروتنو او له بله پلوه په ګوند کې د شوروی اتحاد د استخباراتی چینلونو (کې ګې بې او نظامی استخباراتو) لاسپوڅو او ګوډاګیانو د بی شرمانه دسیسو ،هیواد او خلکو ته د ملی خیانت په نتیجه کې د شوروی اتحاد د سرو لښکرو له پاره د یرغل شرائط را برابر کړل چې د ۱۳۵۸ کال د جدی د میاشتی ۶ نیټه د یوی توری او کړغیړنی ورځ په توګه د هیواد په تاریخ کې ثبت او نه هیریدونکې ورځ ده او وی به.
د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند په هیواد کې پوځی پاڅون وکړ چې موخی یې د خلکو د پاره ښه ژوند او د هیواداوخلکو پرمختګ و، خوله بده مرغه لکه چې د مخه وویل شول د ګوند د رهبری مقاماتو د تیروتنو او د بهرنیو هیوادو په خاص ډول ګاونډیو هیوادو د لاسوهنو په نتیجه کې د نړیوال زبرځواکونو د ساړه جنګ قربانی شوو او هر څه مو د لاسه ورکړل د شوروی بربنډ یرغل په نتیجه کې، د خلق دموکراتیک ګوند منحل شو، هیواد ویجاړ په زرګونو شهیدان، معیوبین او په میلیونونو له هیواده بهر کډوالی ته اړ شوول. د هیواد ملی شتمنۍ، مادی او معنوی ارزښتونه د وروستیو ځواکونواولوټمارو تنظیمونو له خوا تالا والا او د هیواد والو فرهنګی او تاریخی افتخارات په ډېره بی شرمئ سره په بهرنیوهیوادو کې خرڅ شوول، اوهمدغه پروسه همدا اوس لا هم دوام لری. هر څه مو د لاسه ورکړل ګوند  هم تیت او پرک په  څو ډلو اوډلګیو وویشل شو، د ګوند د بیا سر تر سری کیدو د پاره عملی او مؤثر کار او هلی ځلی ترسره نه شوی، ګوندی کادرونو اوغړو و نه شوو کولای د خپلو مشرانو د تیروتنو او ګروپیکو تمایلاتو د ناوړه نتیجو نه دعبرت  د اخیستو تر څنګ سره یو موټی شې، اود شوروی یرغل او د هغوی د ګوډاګی  حاکمیت په مقابل کې ټینګ سنګراو ملی مقاومت راجوړ کړی، یوازی یوی برخی په ټول هیواد کې  په ډیر شهامت سره د لومړی ځل د پاره د خلق په دموکرتیک ګوند کې د اوصولی جنبش تر نامه لاندی د شوروی یرغل او دوم شاه شجاع  ببرک کارمل ګوډاګی حاکمیت په کلکو ټکو د یوی اعلامیی په خپرولو سره چې د احمد علی هوما له خوا خپره شوو د یادونی وړ بولم دغی اعلامی د شوروی یرغلګرو او ګوډاګی حکومت غوصه لا هم راوپاروله ، احمد علی هوما و نیول شو او د څرخی پله زندان ته واستول شو او نور د سختو څارنو او کنترول لاندی و نیول شوول.
اوصولی خوزښت(جنبش):
په دی کې هیڅ شک نه شته  چې د شوروی اتحاد د سرو لښکرو د یرغل په نتیجه کې په افغانستان کې داسی یو قانونی او ملی دولت چې د نړی ټولو هیوادو په رسمیت پیژندلی وو، له منځه یووړ او پر ځای یې د ببرک کارمل په مشری ګوډاګی حکومت زموږ پر هیواد او خلکو وتاپه.
د شوروی خاصو کوماندوئی ځواکونه د یو شمیر هیواد پلورونکو او ملی غدارانو په مرسته دپلان سره سم په تور ماښام د هیواد د جمهور رئیس پر حریم د تاجبیک پر قصر په داسی حال کې چې دهیواد دولتی او سیاسی لوړ رتبه چارواکو ته یې په خوړو کې د بیهوښئ دارو ورګډ کړی وو حمله وکړه ،جمهور رئیس حفیظ الله امین یې د کورنۍ د یوشمیر غړو سره په شهادت ورسول، او په سل ګونو نورو په هیواد مینو د هغه ځای د ګارد افسرانو او سربازونو چې د تیری کونکو د جملی نه یې ډیر کسان په قهرمانانه ډول مردار کړل، د هیواد لوی درستیز محمد یعقوب په ګډون يې ځانونه د هیواد د ازادی دلاری  شهیدان کړل.
د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند ، دولت او انقلابی شورا غړی یې یو شمیر اعدام او نور یې زندانونو ته واچول په دی ترتیب د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند  او دولت منحل او پر ځای یې له تاشکند نه د ببرک کارمل د یو رادیوی پیغام له مخی د یو اجیر او خرڅ شوی واحد ګوند او دولت اعلان خپور کړ.
د افغانستان د خلق دموکرتیک ګوند کادرونو او صفوفو چې رهبران یې له لاسه ورکړی وو، او د امین او امینیانو په نامه په سل ګونه او زر ګونه د صدارت او څرخی پله جیلونو ته ټیل وهل کیدل څه یې باید کړی وای؟.
د ګوند یو شمیر مجربو کادرونو د ګوډاګی حکومت او کې جې بې د فشارونو، تعقیب او نیونو سره سره اړیکی ټینګی او د خبرو اترو وروسته دری اساسی لاری په ګوته  شوی چې د لا بحث او غور وروسته به تری کومه  غوره و ګڼل شې .
۱- د نظامی برخی کادرونو ټینګار کاوه چې د شوروی یرغلګرو قواوو او ګوډاګی نظام پر ضد جګړی ، مقاومت کوواو غرونو ته پورته کیږو.
۲- یو شمیر کارونواو د ګوند غړو ټینګار کاوه، اوس چې پر هیواد یرغل شوی او ګوډاګی دولت شتون لری کیدای شې د دولت له مخالفینو سره خبری وشی او د هغوی سره په ګډه د یرغلګرو پر ضد مقاومت وشې.
۳- وروستی لار د ځان او کورنۍ د ژوند او پایښت د پاره په نظام کې پاتی کیدل د وخت او شرائتو په نظر کې نیولو سره سوله ایزه مبارزه، یرغلیزعمل غندل د قانونیت  او اصولیت د تحقق د پاره غږ پورته کول.
په دغه حساسو شیبو کې چې ګوند او رهبری وجود نه درلود ،غوره تصمیم نیول هم ساده کار نه و. د ګوند د سیاسی دفتر او مرکزی کمیټی یو شمیر غړو لکه غلام دستګیر پنجشیری او داسی نورو چې د شوروی یرغل او ګوډاګې حکومت سره یې په ملی خیانت کې لاس درلود د ګوند کادرونه او صفوف د مختلفو دلایلو، تهدید اوسیمه ایزو اړیکو او داسی نوروچارو د لاری دی ته هڅول چې یرغل او ګوډاګي نظام ومنی او بله لار وجود نه لری.
ماته چې معلومه ده او په ذهن کې می پاتی دي اوهمدا ډول د ځینو پیښو عینی شاهد هم یم، په دغه وخت کې يو تراژیدی، د اختناق او وحشت نه ډک حالت پر هیواد او هیواد والو د وېر او سرو لښکرو توراو منحوس جال غوړولی وو، او تا به کتل او ویل چې هر څه پردی دی ،ریښتیا چې ډیر خپل هم پردی شوی وو.
 د امین د خوناشام بانډ په نامه ګویا هر پاک او هیواد پال خلقی له کوره، له دندی او د لاری د سره نیول کیده او د زندان تورو تمبو ته ټیل وهل کیدل.
د مخه می وویل چې راته معلوم وو، او په ذهن کې می پاتی دی اوحساب پری کیده د مرکزی کمیټی د غړو نه یوازی احمد علی هوما،صاحبی صاحب،میر احمد ګربز،امیر بیک جوان،محمد عمر ساغری او حسن پیمان له زندان نه د باندی پاتی وو.
د احمد علی هوما ، خدای بخښلی محمد غلام رحیمی او صاحبی صاحب چې د تعلیم او تربیی وزارت معین و کورونه یې ودان چې د ملګرو پوښتنو ته یې هم ځواب او هم مورال ورکاوه، مګر د نورو پته نه لګیده ،ساغری صاحب خو له ډاره څوک د خپلی دروازی تر څنګ هم نه پریښوول.
اوس نو اتل اوغازی هغه څوک و چې امین او امینیانو ته ردو بد ووایې او استخباراتی کړیو ته یې ورو پیژنی. اودا توپیر ګران کار هم و خو د پلورل شوو اجنټانو لکه دستګیر پنجشیری، اسدالله سروری او سید محمد ګلابزوی تائید یا رد دهغوی په ژوند کې بدلون راوستئ شو.
دیو څو ګوتو په شمار امینیانو شعار زرګونو او لکونو ته ور واوښت، په کابل کې د صدارت کوټه قفلی زندانونه د څرخی پله زندان او د کابل توقیف خانه اونور د خاد مرموز او پټ زندانونه او همدا ډول په ولایتونو کې محبسونه د شوروی او د هغوی د ګوډاګیانو، مزدور نظام او کې ګې بې په امر د هیواد مینو او اصیلو خلقیانو نه ډک شول، ګوندی او دولتی دندی تری واخستل شوی او ژوند یې له سترو ګواښونو سره مخ شوو.
دهیواد یو شمیر هغه ولایتونه چې ددوی له انده امینیا ن په کې ډیر اوسیدل په اګاهانه ډول یې سقوط سره مخ کړل چې په زرګونو ګوندیانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او شهیدان شول چې  هلمند، تخار، کندوز او داسی نور ولایتونه یې ژوندی بیلګی یادولی شو.
د یوی لنډی چوپتیا وروسته محترم احمد علی هوما یوه اعلامیه دهمدی منحل شوی ګوند په استازیتوب خپره کړه چې له یو  خوا یې په هیواد میین خلقیان نور هم را ویښ کړل او ټولو ته یې دراتلونکی خوزښت پیغام ورکړ،مګر د مزدور نظام او کې ګې بې سخته غوسه یې راوپاروله ، هوما صاحب یې ونیوه او زندانی ته یې و لیګه. د اعلامیی پر محتوا او اغیزو به چې د اوصولی جنبش د پیل انګیزه ده په راتلونکی برخه کې په تفصیل سره بحث وکړم.

نور بیا
شاه ولی ارین دنمارک