آرشیف

2015-9-15

شاه ولی آرین

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلو لارکی د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت: څلورمه برخه:

د مخه بربنډه شوه چې د ثور د نظامی پاڅون سره چې د خلقیانو له خوا د مرحوم داؤد خان له لوری د دوی په رهبرانو د حملی په وجه ترسره شو روسانو ته د منلو وړنه و، ځکه چې دهغه وخت د (کې جې بې ) مشر اندروپوف خپل ډیر نږدی جاسوس ببرک کارمل ته د داؤد خان پر ضد د کودتا پلان ورکړی و چې د دغه پلان په وړاندي د میراکبر خیبر دریدل د «کې جې بې »له خوا دهغه په مرګ تمام شو.
کوردویزاوسلیګ هریسن لیکي« د۱۹۷۸ کال د انقلاب وخت د مسکو له خوا څخه نه، بلکه د ځایي کمونستانو د مشرانو له خوا وټاکل شو.هغه افغاني کمونستان، چې د ثور انقلاب کنترول یې په لاس کې ونیو، د دولتي امنیت د کمیټې یا« کې جې بی » اجنټان نه وو». نو ځکه دغه نظامی پاځون د اندروپوف په هیڅ ډول د تائید وړ نه و.د یادولو وړ ده چې د «کې جې بې » پلان د خلقیانو له خوا د ثور د نظامی پاڅون د بریالیتوب په نتیجه کې په مؤقتی توګه ناکام شو، خو ددی لپاره چې شوروی اتحاد ببرک کارمل واک ته ورسوی د شوروی اتحاد مشرتابه او په خاص ډول اندروپوف د ثور د نظامی پاڅون د بریالیتوب د لومړۍ شیبې څخه د خلقیانو پر ضد رزیلانه دسیسې او توطیې پیل کړی چې زه به یې څو بیلګی دهیوادوالو د خبرتیا د پاره دلته روښانه کړم.
دثور د نظامی پاڅون په همغه لومړۍ ورځ د شوروی سفارت مسکو ته خبر ورکوی چې دثور نظامی پاڅون کې د ببرک کارمل رول ډیر اساسی او تر بل هر چا زیات و. کله چې نور محمد ترکې انجینر صالح محمد او ګل محمد نورزی د شوروی سفارت ته لیګی چې د ملاقات زمینه برابره کړی دواړو ته د سفیر پوزانوف له خوا داسی څرګندیږی چې هغه د ترکې سره دملاقات علاقه نه لری بلکه تلاش لری چې د ببرک کارمل سره یې ملاقات تر سره شې، او د واره پرچمیانو ته په دولت کې د نیمایې څوکیو غوښتنه کوی.همدا ډول د شوروی اتحاد مشر تابه د مسکو نه د اندروپوف مرستیال ګریچکوف کابل ته استوی  تر څو په نور محمد ترکې دا ومنی چې پرچمیانو ته په دولت کې نیمائی څوکی ورکاندی چې دا امین ته په هیڅ وجه د منلو وړ نه و. کوردویز لیکي« ګریچکوف په دې ټینګار کاوه چې په حکومت کې دې د خلق او پرچم غړی او نمایندګان برابر وی.»  د شوروی اتحاد مشر تابه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د یووالی خلاف  د ببرک ډله دی ته هڅوله، چې څومره ژر کیږی ،د خلقیانو څخه باید سیاسی  واک دوی تر لاسه کړی.د کارمل ډلی د شوروی استخباراتو سره په ګډه د ثور د نظامی پاڅون په بد نامولوپیل وکړ. دوی چې په دولتی پوستونو کې د شوروی د لاسوهنی له امله نیمی  څوکۍ تر لاسه کړی وې داسی کارونه کول چې د ثور پاڅون په خلکو کې بد نام کړی. د کاویانې له قوله چې د جدی د شپږمی نیټی وروسته یې په ډیر افتخار او ویاړسره داسی ویل:«رفیق کارمل عزیز بعد از ده روز پیروزی انقلاب برای ما (پرچمیان) میګفت « تخریب ،تخریب و باز هم تخریب».
د کورنیو چارو وزیر نوراحمد نور د پرچمی والیانو، ولسوالانو او علاقه دارانو له لوری «د کې جې بې» سره په ګډه په اولس کې د پاڅون په بد نامولو کې داسی غیر انسانی اعمالو او تخریباتو ته دوام ورکړ تر څو دولت د ولسونو په ذهن کې وټکوی. همدا ډول په ټولو دولتی او حزبی پوستونو کې د مساوی حقوقو درلودونکو کارملیانو د ټول واک د لاسته راوړلو د پاره د خلقی دولت د جوړیدو په دریمه ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې د نور احمد نور په دفتر کې لمړی فرکسونی غونده تر سره کړه چې هدف یې د دولت او حزب  ټول واک تر لاسه کول وو.څو ورځی وروسته بله ضد دولتی او حزبی غونډه په بادام باغ کې د کوپراتیفونو د رئیس په دفتر کې چې د شوروی د سفارت استازې هم په کې ګډون درلود تر سره کړه.همدا ډول د پرچمیانو دریمه غونډه د حشمت کیهانی په کور کې چې د شوروی سفارت ته نږدی په دریمه کارته کې و تر سره شوه ، په دی غونډه کې پرچمیانو د سیاسی واک د ترلاسه کولو د پاره داسی پلان جوړ کړ چې لمړی به د پرچم د ډلی غړی د خلکو په منځ کې داسی ضد انسانی کارونه وکړی تر څو د خلکو احساسات د خلقی دولت پر ضد  راوپاروی او د مظاهرو او پاڅونونو د پاره یې تشویق کړی تر څو په اردو او څارندوی کې د پرچمیانو د پاره  د وسله وال عمل بهانه په لاس ورشې.په دی هکله د کارمل د ډلی یو غړی او د روس جاسوس چې د ثور د پاڅون وروسته د غزنی د ۱۴ فرقی قوماندان مقررشوی و، د اردو او سیاست نومی کتاب کې داسی لیکې:« روزی یکی از دوستانم از کابل تیلیفون کرد و ګفت مادرت مریض است فورآ په کابل بیا…آن روز۲۸ ماه جون بود، منزلم در خیرخانه مینه بود،با شتاب خود را به انجا رسانیدم ، مادرم را کا ملآ صحتمند یافتم، برادرم توضیح داد که رهبر ارزوی ملاقات را باتو دارد ، بعد از سا عتې عبد الوکیل  که در ان موقع  معین وزارت خارجه بود به منزلم امد…او ګفت  .ما به اکثر افسران و اعضای حزب صحبت کرده ایم..نظر تمام اعضای حزب پرچم اینست کې قیام مسلحانه را علیه دولت بره اندازیم …وی ګفت من میخوهم امادګی خودت و رفقای فرقه ۱۴ را به رفیق کارمل در مورد قیام مسلحانه اردو اطلاع بدهم چې فکر می کنی؟ آیا میتوانی  در آنجا استقلال فرقه را اعلان و در صورت  درخاست ما به طرف کابل مارش نمائی؟..من به وکیل ګفتم اګر راه و وسیله دیګری سراغ ندارید، من حاضرم» دی زیاتوی وکیل خوشنود ګردید و رمز بین ما تعین ګردید.» اردو اوسیاست په  (۱۵۸،۱۷۹) پاڼوکې. پورتنی بیلګه د هغی کودتا حقیقت په ګوته کوی چې د خلقی دولت له لوری کشف او جنرال عبد القادر، سلطان علی کشمند،محمد رفیع، جنرال شاهپور احمدزی، میر اکبر چې د کودتا کلیدی کسان وو ونیول شوول.مګر دروسانو د پلوی او ټینکار له امله چا ونه شو کولی محاکمه یې کړی.او یو شمیر مشران یې په دولت باندی د فشارله امله له هیواده بهرسفارتونو ته واستول چې د خپلو موخو د موفقیت په وخت کې یې بیرته سلامت هیواد ته دیسانت کړی اوپلان شوی موخی پری عملی کړی.
د فرمانونو په ډیرو عجلو تطبیقول،په ولس کې د دوی د کلتور،فرهنګ پرضد د ځینومنفی پدیدو کارول او توهین د ملی شخصیتونو او متنفیضینو سپاکاوی او زندانی کول، د ریشخور د فرقی کودتاه  دهرات  اغتشاش داسی نور سل ګونه هغه نور منفی عوامل چې د روسانو داستخباراتی کړیو په لارښوونه د هیواد د کورنیو دوښمنانو له خوا عملی کیدل دا د ګوند او دولت کار نه بلکه د روسانو اود هغوی د اجنټانواولاسپوڅو خدمت وو چې د هیواد فضا نا امنه کړی تر څو د شورویانو نه د نظامی قوواوو د راتګ رسمی غوښتنه وشې
 کې جې بې. د خلق په دموکراتیک ګوند کې د خپلو لاسپوڅو ببرک کارمل او د هغه د خاصی ډلی،او په خلقیانو کې د اسدالله سروری،سیدمحمد ګلابزوی ،محمد اسلم وطن جار له خوا چې د دوی د پلان جوړولو مرکزونه د شوروی اتحاد سفارت او د فرهنګی او اطلاعاتی خپرونو خونه وه په منظم ډول د سازمان شوو دسیسو او توطیو پروګرام تر لاسه کاوه، په ودونو کې د دیګیو چپه کوول، د سواد اموزی د پروسی په هکله د خلکو ذهنیتونه را پارول، د فرمانونو په هکله نا سم تبلیغات  په اردو او اکسا کې د شوروی د اجنټانو له لوری وحشیانه وژنی او نیول،زندان اوشکنجی هغه څه دی چې ټولو هیوادوالو ته روښانه دی او د شوروی د استخباراتو د سری اسنادو له لوری په رسنیو او میډیا کې خپاره شوی او موجود دی.
د امریکا د سفیر وژنه او د خلقیانو پر ضد د امریکا احساسات راپارول ځکه روسانو تشویش درلود چې حفیظالله  امین امریکا کې زده کړی کړی نو کیدای شې چې د شوروی نه مخ واړوی او د امریکا سره روابط ټینګ کړی . د ګوند په دننه،دولت او ولس کې د ډیره کیو،لګه کیو او قومی تفرقو او نفاق اورته په ډیره بی رحمی پکی وهل  ډلی او ګروپونه جوړول چې تراوسه هم دوام لری.
روسانو د برتانوی استعمار د وخت استخباراتی لوبه بیا پیل کول د استخباراتی پټو دسیسو اوکانالونو په واسطه د افغانستان د سیمه ایزو لانجو موضوع ایران،پاکستان سره طرحه کول او په ګډه د افغانو د هیواد د تجزیې پلان چې شمالی خواته ۸ ولایتونه شوروی، هرات  نیمروز ایران، د جنوب او جنوب شرقی برخی پښتون میشته سیمی به د پاکستان تراداری لاندی راوستل کیږی، او دری واړه خواوی به ددی پلان په تطبیق کې ډیر په احتیاط او مرموزه  توګه ګامونه اخلی. نو ځکه د ۸ هزاره میشتو اسلامی بنسټپالو تنظیمونو رهبری ایران او د۷ نورو پاکستان په غاړه  اخلی .او شوروی د خلقی نوی دولت او ګوند د کمزوری کولو،او پاشلو.دنده په غاړه اخلی.
ایران د شوروی سره د پټ طرحه شوی پلان په بنسټ په هرات او کابل کې د هزاره ورنو د مذهبی پاکو احساساتو نه د ناوړی ګټه اخیستو په خاطر اغتشاش او د ملی قیام په نامه حرکت پیل کړ تر څو ترکی او امین په دی توګه وګواښوی چې ګویا انقلاب خطر کې دی او د روسانو نه نظامی مرسته باید د یوه قرارداد د امضأ کولو په اساس وغوښتل شې چې روسی نظامی ځواک افغانستان ته راشې ،مګرحفیظالله امین چې په خپلو خلکو او اردو باور درلود د روسانو دغه غوښتنه یې رد کړه او اغتشاش یې د دواړو خواوو په یو څه مرګ ژوبلی سره سره غلی کړ  خو روسانو او ایرانیانو ته یې وښوده چې افغان دولت او ولس کولی شې د ځانه په یوازی توګه دفاع وکړی.
څرنګه چې د شوروی سوسیال امپریالیست استعماری ګوند،دولت او استخباراتی کړیوته جوته شوه چې خلقی نظام ورځ تربله مخ په ټینګیدو دی او د نورمحمد ترکی او حفیظالله امین د فولادی یووالی په موجودیت کې نه شې کولی دا نظام او ملی حاکمیت د خپلوګوډاګیانو په ګټه مات کړی،نو ددی دواړو رهبرانود پاره د «بیل یې کړه ایل یې کړه»د استعماری پالیسی او شعار ترعنوان يې د دوی تر منځ د هغومعلوم الحالو اجنټانوپه واسطه نفاق او د بی باوری  پروژه په کار واچوله چې د دواړو مشرانو د وژلو نه یې اساسی موخی وی او هدف ته هم سره ورسیدل.

شاه ولی ارین دنمارک
نور بیا