آرشیف

2015-8-24

شاه ولی آرین

د هیواد روانی غمیزی نه د وتلولارکې د پخوانی خلق دموکراتیک ګوند رسالت

لمړی برخه:

 زموږ لرغونۍ او تاریخی هیواد اف غانستان په مرکزی اسیا کې یو د هغوځپل شو وروسته پاتی هیوادو څخه دی چې تل د جیوپولیټیکی موقعیت له  نظره د حوادثو، تاریخی پیښواو سترو فاجعو مرکز ګرځیدلی او په ټوله تیرشوی تاریخ کې د پردیو ښکېلاکګرو ځواکونو د تهدید ، یرغل او چپاول  نه کرارنه  دی پاتی شوی . ولی باتورافغانان تل د دغو ستونزو په مقابل کې دریدلی او سرښندنی یې ترسره  کړی او هیواد ته  یې له دغو ستونزو اوغمیزو نه خلاصون ورپه  برخه کړی دی.
ډیرئ هیواد وال دا باور لری چې د روسی پوځی یرغل او لاس وهنی یوازی د ۱۹۷۸میلادی کال د غوائی د میاشتی را په دی خوا پیل شوی دی، په داسی حال کې چې زښت ډیر لاسوندونه شته چې روسانو لا پخوا زموږ په هیواد کې د خپلو اجنټانو په واسطه د پرچم په ډله کې ببرک کارمل، حسن شرق، محمد خان جلالراود دوی د ډلی  د یو شمیرنورو سره په اړیکو کې فعالیت کاوه، او همدا د کار او فعالیت چاری ورته شاهی نظام او خپله سردارمحمد داود دبل هر چا نه ښی برابری کړی وی. دا چې روسانو ته څنګه ددی اړیکو شانس په لاس راځی غواړم یوه اړین مطلب ته په لنډه توګه اشاره وکړم:
دوهم نړیوال جنګ په ختمیدوامریکا او شوروی دنوو نړیوالو ځواکونو په توګه رامنځ ته شوول، سیاسی او نظامی پکټونه د پانګه والی او سوسیالیستی په نامه جوړ شول، سړی جګړی زور وموند د ازاد قضاوت او بیطرفه سیاست په منظور د ناپیلو هیوادونو په نامه د دریمی نړی هیوادونو په ۱۹۵۵ کال د اندونیزیا په جاکارتا کې ددی سازمان د بنسټ ایښودونکی جواهرلال نهرو د هند صدراعظم، جمال ناصر د مصر جمهور رئیس، یوسف ټیټو د یوګوسلاویا جمهور رئیس او احمد سوکارنو داندونیزیا جمهور رئیس له خوا لمړنۍ غونډه جوړه کړه.

داؤدخان چې د افغانستان ددی وخت صدراعظم و، هم ددی ډلی د سیاست ملګرتیا او پلوی یې کوله. دا چې ددی سازمان غړو د زاړه استعمار نه کرکه درلوده، شوروی اتحاد د خپلو ګټو په خاطر او د پانګه والو هیوادونو سره د ایدیولوژیکی  توپیر په اثر په ډیر مهارت اوهوښیاری سره دی هیوادو ته ځان ور نږدی کړ.
د افغانستان د جغرافیائی موقعیت اهمیت په دی کې هم و، چې د بغداد د تړون د دوو مهمو هیوادو لکه ایران او پاکستان سره یې اوږدی ګډی پولی درلودی چې دا تړون وروسته د( سینټو په نامه یادیدی چې بریتانیا یې مستقیم غړیتوب درلود او دامریکا  خاصه پاملرنه او پلوی ورسره وه.)

 امریکا د پاکستان سره د۱۹۵۴ کال د می بر ۱۹نیټه
نظامی دفاعی تړون لاسلیک کړ، چې د ناټو د نظامی پکټ له خوا هم  تائید او په رسمیت وپیژندل شو. په دی توګه د افغانستان د دغو ګاونډیو هیوادو نږدیوالی د انګریزاونو او امریکایانو سره د روسان پاملرنه دی ټکی را اړوی چې زموږ هیواد ته د دوستی او مرستو لاس را اوږد کړی. او ژر د څو وړو پروژو د قرارداد په څنګ کې خروسچوف د ګوند منشی او بولګانین صدراعظم د۱۹۵۵ کال د دسمبر په میاشت کې کابل ته راغلل او د۱۰۰ میلونو ډالرو د مرستی وړاندیز یې وکړ. د پنځو کلونو د پاره د آزاد ترانزیت تړون هم لاسلیک شو، د افغانستان ملی حاکمیت، متقابله احترام ، په کورنیو چارو کې لاس نه وهل او د افغانستان د ناپیلتوب سیاست یې هم تائید کړ.
داؤد خان د وخت د صدراعظم په توګه د همدی نړیوال سیاسی حالت نه په ګټه د خپلو پرمختیائی پروژو د پاره د مرستو په څنګ کې د پښتنو د حقوقو د اعادی په هکله هم د روسی د مشرانو تائید او پلوی تر لاسه کړه او د سیاسی، اقتصادی او نظامی  مرستو او تړونونو د لاری شوروی اتحاد په دغه لوبه کې بریالی او د امریکا او غربی هیوادو د فعالیت د مخنیوی له امله زموږ هیواد افغانستان د دوو سترو زبرځواکو د مقا بلی ډګر وګرزید.  د یادونی  وړ دې  چې زموږ هیواد د پردیو د تیریو جګړواو همداسی دسیسو په نتیجه کې د یوی خوا، او همدا  ډول د وخت  دواکدارانو د نه پاملرنی  په  نتیجه کې د بلی خوا ډیر وروسته  پاتی شوی  او زموږ هیوادوال  د سواد او لازمی زده کړی  او پوهی نه بی  برخی  پاتی شوی دی. د دی تر څنګ ټولنیزی مادی او معنوی شتمنئ ارزښتونه  او د ټولنی ضرورتونه اوانسانی اړ غوښتنی  په هغه  پرتله چې د وخت  ضرورت او د زمان غوښتنی  وی خلکو او ټولنی  ته نه دی رسیدلی.د هیواد وروسته  پاتی والی او د هیواد  والوغوښتنو او ضرورتونو زموږ خلک  او ټولنه  دی ته  وهڅوله تر څو د بهرنیو هیوادونو د پرمختګ، نوښتونو د تجربو او کړنلارو نه  په استفادو سره  چې ګنی د هیواد د پرمختګ لپاره  به کار وکړی د ځینو سیاسی  ټولنو د جوړونو مفکوری رامنځ  ته  شوی. د داسی  نظرونو او مفکورو په  درشل کې ځینو روڼ اندو چې  په هغه وخت کې  یې د هیواد نه بهر تلنی را تلنی  کړی وی او د بهرنۍ  نړی  پرمختیاوی  یې لیدلی  وی نو په هیواد کې یې د ځینو سیاسی حلقو او ټولنو د جوړولو مفکوری  رامنځ  ته  کړی چې  په حقیقت کې د دغو ټولو ټولنو او سازمانونو هد فونه د هیواد پرمختګ او د هیواد والو هوسا ژوند وو. اما باید وویل  شی چې په  یو وروسته  پاتی ټولنه کې د داسی سیاسی اررښتونو منځته راتګ چې د وخت نړی پر دوو سترو ځواکونو ویشل شوی وه، او هر یو یې غوښتل چې د نړۍ  د وروسته  پاتی هیوادو څخه د اومو موادو په  توګه کار واخلی، نو ځکه  دغه نوی  رامنځته  شوی حرکتونه  باید د دغو سترو ځواکونو ښکار شوی  وای، څرنګه چې د نړۍ  پیښو او حوادثو څرګنده  کړه  همداسی هم وشول.
د افغانستان د خلک د موکراتیک ګوند هم یو د همدغو نوو رامنځ ته شوو حلقواو نهادونو نه و چې  رښتیا  یې په هیواد کې پرمختګ د هیواد والوهوساینه او د انسانی ازادیو ارزښتونه غوښتل. څرنګه چې هیواد والو ته روښانه  ده، شوروی اتحاد د هغه وخت زبر ځواک د ډېری پخوا نه زموږ د هیواد د واکدارانو سره ښې اړیکی ساتلی او په سیاسی، اقتصادی،ټولنیزو   اونورو فرهنګی  چاروکې یې همیشنې  مرستی ترسره  کولی، همدا ډول په  ټوله نړۍ  کې د وروسته پاتی هیوادو سره د شوروی  اتحاد مرستی ددی علت شوی چې سوسیالیستی ایډیا او یا ورته  سمپټی د نړۍ  په وروسته  پاتی هیوادو کې موډ وګرزیدی او د خلق د موکراتیک ګوند اوزموږ ګران هیواد هم د دغه  وخت  او نړۍ  د یو عنصر په  توګه  دغه  ورته  سمپټی ته مخه  کړه.
 د شوروی اتحاد د اقتصادی، تخنیکی او نظامی تړونونو او مرستو په  نتیجه  کې  چې  دروسی مشاورینو د راتګ  زمینی او شرائط برابروی له  یوی خوا او همدا ډول د غربیانو او امریکایانو د فعالیت مخنیوي په هیواد کې د بلی خوا سردار محمد داود د شاهی کورنۍ په کور ناستی سردار ته چې  د خلق دموکراتیک ګوند د پرچم  د اړخ د یو شمیر روسی  جاسوسانو حسن شرق ، محمد خان جلالر او په خاص ډول په سر کې  ببرک کارمل  چې پلار یې د انګریزانو جاسوس او دی خپله  د روسانو لاسپوڅی و دا شانس برابروی چې په خپله کورنۍ  پوځی  کوده تا وکړی او په  نتیجه کې  جمهوری نظام اعلان کړی. په دی کې  به هیڅ  شک نه وی چې سردار محمد داود یو ملی شخصیت وو او د هیواد د ابادی او پرمختګ سره  یې مینه درلوده اما د خپلی کورنۍ  پر ضد بغاوت د داسی معلوم الحاله وطن پلورونکو سره  نږدیوالی د ده ستره  تیروتنه په سیاست کې یادولی شو، همدا لامل و چې نظام  یې د ستر ګواښ سره لاس ګریوان شوو.
دسردار محمد داود په نظام کې د روسی جاسوسی کړیو شتون او په خپله دده هم نږدی اړیکی دشوروی اتحاد سره ددی لامل وګرزید چې ورستیو عجولانه اوبی تدبیره پالیسیو  دی په خپله او ګران هیواد افغانستان دسترو قربانیواو غمیزو سره لاس او ګریوان کړ او هم یې دده ملی او هیواد پالونکئ شخصیت ګواښمن کړ.
زموږ هیواد والو ته به دا پوښتنه پیدا وی چې روسانو ولی زموږ پر هیواد یرغل وکړ؟ موخی یې څه وی؟ د چا پواسطه؟ او دکومی زمانی نه ورته ددی فعالیت زمینی برابری شوی وی؟.
دلته غواړم د هغو توطئواو دسیسو او د داؤد خان د جمهوری نظام د تیروتنو هغو څو برخو ته اشاره وکړم چې د جمهوری نظام د کمزوی او د داؤد خان د حکومت د ړنګیدو علت وګرزیدی چې د هیواد دښمنانو د شوروی روسیی او د هغه وخت دستر زبر ځواک او نړیوال ښکیلاک په لاس زموږ په هیواد کې ترتیب او عملی کړی شوی، او د همدی توطئو لړی بیا په وروسته کې زموږ د هیواد والو د نورو بد بختیو او کړاونو سبب وګرځیدی او دا اوس هم دوام لری.
۱- د افغانستان په هغه  شاهی نظام چې تازه یې د دموکراسی په لورګامونه اخستل او دحکومت چاری یې د پارلمانی ټاکنو له لاری ولس ته سپارلی وی د شاهی کورنۍ د یو سردارله خوا د شوروی اتحاد دلاسپوڅو اوکا جی بی د اجنټانو په مرسته کوده تا تر سره کوول.
۲- د نوی جمهوری نظام په تشکیلاتو کې د روسی جاسوسانو د پاره پراخه ونډه ورکول ملی او هیواد پال شخصیتونه د دولت  اوحکومتی له  دستګاه نه ویستل ، چې د حسن شرق، محمد خان جلالر، جیلانی باختری، عبد الحمید محتاط، پاچاګل وفادار فیض محمد دکونیو چارو وزیر او یو شمیر نوری مقرری یې د وزارتونو په کچه روښانه بیلګی یادولی شو.
۳- د شاهی نظام هغه یو څه دموکراسئ چې د هیواد والو هیلی یې راغوړولی وی  د جمهوری نظام له خوا خفه کول او وروسته د یو ګوندی سیستم په عملی کولو سره د فردی دیکتاتوری د پاره لار هوارول.
۴- په حاکمیت کې د کی جی بی د ګروپ  له لوری د داسی سازمان شوو پروګرامونو عملی کوول، چې د سر دار محمد داؤد ملی شخصیت زیانمن کړی، دهیوادوالو او نړیوالو تر پوښتنی لاندی راولی.
۵- د همدی ګروپ د رزیلانه توطئو او د سردار محمد داؤد د بی خبری اوضعف په نتیجه کې داؤد خان  دې ته و هڅول شو تر څو د هیواد د هغه وخت د دریو مهمو حرکتونو او نهادونو سره په ټکر کې شې  او کی جی بی او ګوډاګیان یې وکړای شې خپلی موخی تر لاسه کړی. 

الف: څرنګه چې د داؤد خان د جمهوری نظام ستنی تر ډیره بریده د هیواد محصولاتو، د ملی سوداګرو پانګونو ته اړتیا درلوده بل ګذار دروسانو او د دوی د اجنټانو له لوری د یوی بلی توطئی په کارولو سره دسیاسی، ملی شخصیتونو او ملی سوداګرو له خوا ګویا  د کوده تا د سرته رسولو په نامه  تورنجنرال خان محمد مرستیال، ډګروال سید امیر، عارف رکشا او ډګروال ماما زرغونشاه د څو نورو کسانو سره په اعدام محکوم کوول ، همدا ډول د کی جی بی دغلامانو له لوری د محمد هاشم میوندوال په مرموزه توګه وژل او داسی نوری پلان شوی توطئی.
ب: د سردار محمد داؤد نږدی والی د روسانو سره او په کا بینه کې يې د کی جی بی د غړو موجودیت اسلامی بنسټپاله ډلی د ده پر ضد را وپارولی او د چنګاښ په ۲۸ نیټه یې په غزنی، پکتیا، لغمان، پنجشیر، بدخشان او کابل کې په عملیا تولاس پوری کړ. چې د داؤد خان د جمهوریت ضد کمپونه لا د مخه په پاکستان کې جوړ شوی وو، لکه چې مجددی صاحب په یو خبری نا سته کې ربانی ته داسی وایې: ( وبرادرا چرا  راست  نمی ګوین ایا ما وشما، حکمتیار در زمان مرحوم داودخان به پاکستان علیه  داود مهاجرت  نه کردیم و برضد  شان سلاح  از ای اس ای  بدست  نیاوردیم ).
اوس نو، نور داؤد خان دسترو ستونزو سره لاس او ګریوان و، او کله چې پوهیده وخت تری تیر شوی و. دده نږدیوالی د روسانو سره د ګاونډیو هیوادو ایران او پاکستان تشویشونه نورهم پسی زیات کړی و. او نور داؤد خان دوه لاری درلودی د روسانو سره نورهم نږدیوالی او یا په سیاست کې د یو بنسټیز بدلون په نتیجه کې دغربیانواو امریکا سره داړیکو جوړول خوپه خورا احتیاط او مهارت سره ځکه چې د کی جی بی او روسانو سره د ده ډیرنږدیوالی غربیان او امریکایان هم پر ده بی باوره کړی وو، اود روسانو د کی جی بی د دام په لومه کې د څلورخواوو راګیر شوی و .
ج: د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند دهغه وخت د یو چپ سیاسی حرکت او نهاد په توګه د داؤد خان کوده تا  تائید او د جمهوری نظام دمشی نه چې د خطاب به مردم افغانستان تر نامه اعلان شوی و خپله پلوی په رسمی ډول اعلان کړه، اما داؤد خان د خپلی ستری تیروتنی له کبله په خپل متحد هم باور ونه کړ اوپه دی ګوند یې حمله وکړه چې دنظام دسقوط په بیه ورته تمامه شوه.

نوربیا.