آرشیف

2016-10-5

شاه ولی آرین

د هیواد د یو ستر ملی مبارز ،قهرمان او په هیواد مین افسر مړینه.

 

د هیواد د یو ستر ملی مبارز ،قهرمان او په هیواد مین افسر مړینه.

ارواښاد ډګروال عبد الواحد شیرزاد دافغانستان د هوائی ځواک غښتلی او هوډمن افسر و.دی په ۱۹۵۰عیسوی کال په کابل کې زیږیدلی لمړنۍ او منځنی زده ګړی یې همدلته تر سره کړی او وروسته د هیواد سره د مینی پر اساس یې حربی ښوونځی تر دولسم ټولګۍ بشپړاو د لوړو تحصیلاتو له پاره د ښکاری طیارود تخنیک او کشافئ په برخه کې د لوړو زدکړو له پاره پخوانی شوروی اتحاد ته واستول شو.
مرحوم د زدکړو  د راتګ نه وروسته د هیواد په هوائې ځواک کې بیلا بیلی دندی تر سره کړی دی.

څرنګه چې ارواښاد ډګروال عبد الواحد شیرزاد دعلمي،اخلاقي اوټولنیزو ارزښتونود معیارونو پر بنسټ د یومتحد اوهیواد ته د یو هوډمن افسر په توګه دنده تر سره کوله د سیاست سره یې مینه درلوده نو ځکه یې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند عضویت تر لاسه کړ او د ثور په نظامی پاڅون کې یې د هغه وخت د دندی په تناسب خپله ونډه په ډیره میړانه تر سره کړه.
کله چې د
۱۳۵۸کال دمرغومی میاشتې دشپږمې نیټې یرغل دښکیلاک ګرشوروي اتحاد له خوا زموږ په بی وزلي ولس اوګران هیواد افغانستان ترسره اوپه نتیجه کې پردي پالونکی اولاسپوڅی نظام دهیواد په خلکو وتپل شو،ارواښاد شیزاد دغه ظالمانه یرغل اوګوډاګې نظام پرضد په همغه لومړی شپه چې د بګرام د ګارنیزون قوماندانۍ د سیاسی امریت د مرستیال په توګه دنده تر سره کوله د شوروی اشغالګرو سرولښکرو پر ضد یې قومانده په لاس کې واخیسته او درانه تلفات یې روسی اشغالګرو ته ورپه برخه کړل. چې په دی ترتیب دغه قهرمان او نامتو افسر دهیواد د ملی مبارزینو او اصلی مجاهدینو په صف کې لمړی ځای او مقام لری. بیا وروسته کله  چې دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوندپه دننه کې، دملی مقاومت او اوصولی خوزښت،(جنبش اوصولی درحزب د .خ. ا)  په نامه غږراپورته شو دی ددغه خوزښت د فعالو افسرانو له جملی نه یادولی شو چې د اصولی جنبش د مخکښو افسرانو جنرال صاحب ګلرنګ ، شهید جعفر سرتیر او شهید احمدعلی خان سره په اړیکو کې یې د روسی اشغالګرو پر ضد مبارزو ته دوام ورکړ. ده د خپلو مشرانو ملګروسره ، ښاغلی عبدالکریم میثاق ،انجینرمحمد یونس فکور.بسم الله محشور،انجینر محمد مقیم،محمدغلام رحیمی،  محمد علی هوما اونوروددې سیاسی ،ملی مقاومت دپیاوړتیا او دګوند په دننه او باندی ولسونوکې دپوهاوی په خاطرد هغه  دوو اعلامیو چې یوه یې دمحمدعلی هوماله خوا اوبله یې دهمدی خوځښت له نامه خپری شوی چې د مزدورنظام او(ک ګ ب)له سخت غبرګون سره مخ شوې محمدعلی هوماونیول شواودڅرخی پله زندان لس کاله یې تیرکړل اوددی خوځښت نورغړی دمزدورنظام دسختوګواښونوسره مخامخ شول،اوپه رازرازدسیسواوتوطیوجیلونوته واستول شول اوځینی یې په عمدی ډول دهیوادسختوجنګی جبهوته ولیږل شول. باید وویل شې چې دیادودواړواعلامییواساسی کرښی دشوروی ښکیلاکګریرغل سخته غندنه اوپرضد یې په ګوند کې دملی مقاومت جوړونه اوراپارونه،دمزدورنظام نه مشروعییت اوپرځای یې دیوملی دموکراتیک نظام غوښتنه په ګوندکې دتشدد اوپردی پالونکی سیاست اوپالیسیوپرځای ،ملی اوهیوادنی سیاست غوره کول وو.اروا ښاد ډګروال شیزاد دهمدی لاری اوپه هیواد او خلکو میین شخصییت چې دخپل ژوند ټولی خوږی او ترخی شیبی یې دهمدی ارمان دپوره کیدوپه لار کې تیرولی اووار واریې دمزدورنظام اود هیواد ددښمنانو دګواښونو سره سره د چا پروا نه کوله اولکه فولاد په خپل کلک هوډ ولاړو.
مرحوم شیرزاد په هیواد کې د پریدی پالو د حاکمیتونو او دده او نورو هیواد پالو شخصیتونو ژوند ته د سترو ګواښونه په نتیجه کې دی ته اړویستل شو تر څو هیواد پریږدی او د پردیسی ژوند غوره کړی.
 مرحوم شیرزاد د کلونو رادیخوا د هالند په هیواد کې ژوند تر سره کاوه ، دلته هم دخپلو هیوادوالو په غم او ښادیو کې تر هر چا د مخه و.
اروا ښاد شیرزاد زما ډیر نږدی ملګری ،خواخوږی او دوست و.لومړی او دوهم ځل می د جنرال صاحب ګلرنګ او شهید استاد بسم الله محشور په کور کې ورسره  لیدنه شوی وه.

 ارواښاد شیرزاد ډیر پوه او د لوړو اخلاقو څښتن و،ده په خپل زړه کې دویلو اوکولو ډېری خبری اوارمانونه لرل ،په هیواد کې د یو ملی سراسری ځواک جوړیدل او هیواد ددی روانی غمیزی نه خلاصیدل یې ستر آرمانونه وو خو په خواشنۍ سره چې آرمانونه یې نیمګړی پاتی شوول .
ارواښاد شیرزاد  د مغزی سکتی د ورپیښیدو له امله د ۶۶ کلونو په عمر د جمعی په ورځ د۲۰۱۶ کال د سپتیمبر د میاشتی په ۲۹نیټه د هالند په یوه روغتون کې ابدی ارامښت ته ځان وسپاره دده روح دی ښاد وی کورنۍ،ملګرو او دوستانو ته یې جمیل صبر غواړم او د زړه له کومی تسلیت وړاندی کوم.

قالو انا لله و انا الیه راجعون