آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

د هیواد دپیاوړی اوپه هیواد مین شاعرعلی ګل پیوند یاد

 
 
ښاغلو،اغلو،دوستانواود بهرنه راغلو میلمنوته سلام په خپل وارسره غواړم ددی پرتمینی غونډی د جوړونکواوپه خاص ډول د ښاغلی ودیرصاحب نه مننه وکړم چې دا وار یې بیا په ریښتیا سره دیو حقدار اوپه وطن میین شاعرد شعری استعداد اووړتیا دیاد او درنښت په خاطردغه غونډه رابللی ده.
درنودوستانوپه ژوندانه کې دهیواد دپیاوړولیکوالانو،شاعرانو،فرهنګیانواوملی شخصیتونوویاړنه اویادښت هغه دوددی چې په دی څوورستیوکلونوکې ترسترګوکیږی هیله شته چې دغه دود دهیواد دننه اوبهرکې لا پسی پیاوړی شی ترڅوزموږهیواد وال خپل ملی،فرهنګی شخصیتونه ښه وپیژنی دکړنواواستعدادونونه یې ګټه واخلی اوپرلارویې پل کیږدی.
 دادی ددی فرهنګی بهیریولوړشخصیت خوږژبی شاعرپرما ګران اوقدرمن ملګری علی ګل پیوند چې په یقین سره یې دشعرونوترنم،نوښت،خوږښت،هیلی اونا اومیدی،اه اوفریاد،مینه اوښایست کړیکی اوخوشالی دهرلوستونکی اومینه وال زړونه ور سره پیوند کیږی دادی نن ورسره دزړه خواله کوواوڅه چې لروهغه دده په هکله وایواودده نه یې هم اورو.
 پیوندصاحب زما نږدی ملګری دی اود ډېرپخوا نه یې پیژنم دشعراوشاعری سره یې مېنه لرم اوشعری ټولګی مې ورته لوستی دی چې اغیزویې پرما زما مینه اوخوزښت دلیکوالی اوشعرویلولورته پیوندورکړ    ښاغلواغلوتاسوته جوته ده چې دپیوندصاحب نوم له دېری مودی دپښتوپه فرهنګی بهېراومعاصرشعری حلقواوټولنوکې خوردی دده له شعرونو سره ټول دشعرمینوال اوپه خاص ډول پښتانه بلد دی او خورا مینه ورسره لری.
  دروند لیکوال ښاغلی عبدالهادی هادی دپیوندصایب په هکله داسی وایې:«له کوم وخت نه چې ما دپیوند شعرونه لوستلی پوهېږم چې پیونددکلیمی په ریښتینی مانا شاعر دی اوشعر لیکی.پیوند په شعرکې تر دېره حده ځانته لاره لری اوهرڅه چې لیکی هغه یې خپل دی.دپیوند دشعریوه ځانګړتیا داده چې لوستونکی دی ته اړباسی چې دهغه شعرونه څوڅوځله ولولی،فکرپری وکړی او دده دشعر ژورو ته ځان ورسوی».
ریښتیا چې همداسی هم ده. دپیوند صایب دی کلام ته ځېر شې

زما مړی ته کفن ورسره ورکړی
ټپسان راته پری نږدی په ټټر
دوطن دمورلمنه کې مې خښ کړی
دکابل خاوره مې وشیندی په سر

   بل ځای دهیواد پیاوړی لیکوال شاعرافضل ټکورداسی وایې:«دپیوند دشعرکړیکی زموږپه زړونو کې اوسیږی اودپښتودمعاصرشعرتلپاتی بیلکی یې بللی شو.پیوندپه سیلی کې دابتکاراونوښت په لورقدم پورته کړی او دیو ریښتینی شاعر په توګه دپیښواوحادثوپه وړاندی بی تفاوته ندی پاتی شوی.په سیلی کې دهغه شعری ایډیال ډیرلوړ دی او لکه څنګه چې د سیلی له نامه څخه ښکاری دغه سیلی زموږ دهیواد دپیښواو حادثو سیلۍ ده.دغه سیلۍ زموږ دهیواد دپیښوترجمانه چې په حقیقت کې په خپله لمن کې ډېری هیلی،نا امیدی ،ارمانونه اوپیغامونه لری چې دسیلۍ پرځای دګلونودوږمی ځای نیولی شې.دغه سیلۍ دپسرلی دګلونووږمه ده.دتالا شوی پسرلی سندره ده.دورانو کنډوالو یو ژوندی تصویر دی.دخیال اوتصوریوه رنګینه تابلوده.دپیښو اوحادثو یوه تراژیدی ده.دناخوالواو نابرابریویوه هنداره ده.دپیښویوه افسانه چې هم پکی ښایست په ټوپونو دی هم په کې مینه شته اوهم په کې دخیالونو یووالی.دغه مینه او ښایست،دغه دسوو زړونو اه او فریاد د پیوند په غزلیزه او ازاده شاعری کې ښه پیاوړی او ځلیدونکی دی.» کټ مټ همداسی دی. دا کلام واوری.

که پری مرم که پاتی کېږم دامی ننګ دی
جنتونه سره ګلونه مې ستا څنګ دی
ددی بڼ له سروغوټوپوښتنه وکړی
چې دګلورنګ دچا دوینو رنګ دی

درنو دوستانوتاسو ته روښانه ده که دپیوند صاحب دژوندانه  دځوانو ځوانیوپرسپرلی دهیلواو ارمانونوپر بهېردعشق اومحبت پرکاروان شعری بهېردپردی غوښتونکواوشوروی ښکیلاکګرو(اته) کلن زندان نه وی تپل شوی،نوڅومره به یې دپښتود فرهنګی او شعری بهیرپه پیاوړتیا کې ونډه درنه  وای اوهم به یې اوس فزیکی حالت اودګوتوځواک دشعری بهیردپیاوړتیا نوری زمزمی اوهنګامی زیږولی وای. نه نه ،زندان د ده دسپرلی پرهیلووریځی خپری کړی فزیکی توان یې ورکم کړخوهیوادنی مینه او هوډ یې نورهم ورلوړ ټینګ او دشعراو شاعری کیفیت او ماهیت یې نور هم ژوراوپیاوړی شو که دپیوند صاحب د زندان نه دمخه او بیا راوروسته شعرونه سره پرتله شې نوزما ددی خبری بیلګی په کې لیدلی شې . دوستانودوخت د کمښت له امله ډېرڅه نه شم ویلی خوغواړم دده دشعرونو څوبیلګی دوستانو ته وړاندی کړم.
مال مې وړی بچې می وژنی کورمی سیزی
راپیښ شوی مې په مينه کوم پرنګ دی
   دریدی په څېرمې سره سینه کې ګوره
نورمې څه پوښتی چې څنګه یې لا څنګه
   کعبه زما دذهن کې شیطان لوبی کوی
ماشومه تلوسه مې په ایمان لوبی کوی
   سرواوښکوله دی وایه چې په دغه لاره نه ځی
دنیل خدایان لګیا دی په انسان لوبی کوی.
 
په سیلی کې د پیوند صایب دغه ساده او روایتی غزل چې خورا ډېر زیات شعری قووت لری خوند تری واخلی.
 ماته ونه لیکی خوږی خبری
دشاوخوا وړی وړی خبری
 زړه مې تودوخه ستا دمینی غواړی
راسره پریږده دجګړی خبری
اویا:
ما په خوږوشعروکې زړونه ایښی
ګلونه یارته مې ګلونه ایښی
ډالی دمینی د زړه وینی شولی
دبوډی ټال کې مې رازونه ایښی
یا :
دکچه ساقی پیالومحفل خراب کړ
په رندانوپسی مه تړی تورونه
 یا
اوراوګل که راته کیږدی،ګل به واخلم
که مې زرځله یارومنډی په ګور.
 
ددوستانو د پاملرنی نه مننه.

                          پای