آرشیف

2017-4-27

شاه ولی آرین

د ثور اوومه نیټه او په هیواد کې بنیادی بدلون:

دا یو حقیقت دی چې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د ټولنی د وروسته پاتیوالی د هغه وخت د هیواد او خلکو د ضرورتونو او غوښتنو په نظر کې نیولو سره چې ګنی هیواد ته به ستر خدمتونه تر سره کړی په ۱۳۴۳ کال د ګوند د مؤسیسی  کنګری له لوری په رسمی توګه جوړ او خپلی سیاسی هلی ځلی یې د هیواد د پرمختګ ترقی او هیوادوالو ته د خدمت په لار کې د ګوند د اهدافو او مرامی اصولو په چوکاټ کې پیل کړی.په کنګره کې نورمحمد ترکی د ګوند عمومی منشی او ببرک کارمل د ګوند د دوم منشی په توګه انتخاب شوول.دغه ګوند ته ځکه ملی او دموکراتیک ګوند ویل کیدل چې هم یې اهداف ملی او دموکراتیک وو او هم یې د جوړیدو د پیل نه د هیواد د ټولو ملیتونو استازیتوب کولی شوو. د ګوند په ترکیب، ستونزو، سمپتیو او ګروپیکو تمایلاتو د خلق او پرچم پر موقف د هیواد او شوروی اتحاد سره د اړیکو او پالیسیو په هکله معلومات به بساند وی، دلته غواړم د ثور د نظامی پاڅون په هکله بحث وکړم چې آیا داسی یو پاڅون ته په دغه وخت کې اړتیا وه؟ د ټولنی عینی او ذهنی شرائط د داسی یوه پاڅون له پاره برابر و؟
ټولو ته جوته ده چې ګوند په هغه وخت کې د داسی یو حرکت سوچ نه درلو بلکه د خپلو موخو په نظر کې نیولو سره یې د پارلمانی مبارزی له لاری د سیاسی قدرت تر لاسه کول و.
د نورمحمد ترکی او حفیط الله امین په شمول د یو شمیر نورو کدرونو د ولسی جرګی انتخاباتو کې وکالت ته کاندیدیدل او د پغمان له ولسوالۍ نه د حفیظ الله امین وکیل کیدل همدا مانا لرله .
 خو په خواشنۍ سره د سردار محمد داؤد په نظام کې د کی جی بی اجنټانو او د هغه د شخصیت دښمنانو په ګډه دی او نظام د بی ثباتی او بی نظمیو لورته وهڅاوو، په چپو، راسته  او ملی دموکراتو قوتونو او ملی تجارانو د دولت حملو ،زندانو ته اچول اعدام او بی ثباتیو د خلق دموکراتیک ګوند دی ته اړویست تر څو بیا هم د داؤد خان د حکومت نه د دفاع په لیکه کې ودریږی.ګوند د داسی بی ثباتیو په نظر کې نیولو سره وپتیله که بیا هم چیری داؤد خان وغواړی د خلق په دموکرات ګوند حمله وکړی ګوند به د خپل ځان نه دفاع وکړی.
څرنګه چې شورویانو او د هغوی نظامی استخباراتو او همدا ډول کی جی بی د داؤد خان ورستیو هلو ځلو،د اړیکو لټون د غرب، امریکا او عربی هیوادو سره ګواښمن کړی وو،نو ځکه غوښتل یې د پرچم د نظامی سازمان په مرسته د داؤد خان پر ضد کودتا وکړی او سیاسی قدرت خپل معلوم الحال اجنټ ببرک کارمل ته انتقال کړی. کارمل او شورویان د دی پلان دعملی کولو له پاره د ستروخنډونو سره مخ وو، له یوی خوا د میراکبر خیبر زیات محبوبیت د پرچم په ډله کې چې د هغه په موجودیت کې په ګوند او دولت کې د کارمل را پورته کول ناشونی کارو، د بلی خوا د خلق په اړخ کې د حفیظ الله امین موجودیت او په مسلحو قواو کې دهغه  اغیزی.
پورتنیو دغو دواړه لاملونو د شوروی نظامی استخبارات، کی جی بی او ببرک کارمل په ګډه د «یک تیر او دو پاخته » په نظر کې نیولو سره د میراکبر خیبر د ترور پلان جوړ کړ، چې د هغه د ترور نه وروسته به کارمل د پرچم د ډلی سروال وی او حفیظ الله امین به د هغه د ترور په تور زندا ن ته واچوی او له بله خوا به د داؤد خان نظام هم بی اغیزی پاتی نه  شې. چې مرحوم غوربندی د پرچم د اړخ غړی او د میر اکبرخیبر نږدی ملګری په خپل کتاب «نګاهی به تاریخ حزب دموکراتیک خلق افغانستان » کې داسی لیکی:«دلایل کافی وجود دارد تا با آرامش کامل وجدان حکم نمایم که خیبر توسط کی جی بی طبق معلومات غلط ببرک کارمل که در مورد نقش وی در جنبش انقلابی داده بود ترور شده است. تعداد از این دلایل معلوم عبارت اند از:
– «بارق شفعی، سلیمان لایق و اینجانب شاهد هستیم که ببرک کارمل برای میراکبرخیبر پیام تهدید آمیز فرستاده بود و این پیام بوسیله نور احمد نور به میر اکبرخیبر ابلاغ شده بود.
– من در خانه خیبر حضور داشتم که خیبر خطاب به نور ګفت:«کارمل مرا په مرګ تهدید کرده، برایش بګوئید که من از مرګ نمی ترسم و جز در جلسات رسمی در زیر یک سقف همرایش نمی نشینم».
– در شب ترور خیبر کارمل به نور محمد ترکی ګفته بود «کسیکه دبل بازی کند جزایش همین است».
– کارمل کې در مراسم تشیع جنازه شادروان خیبر ریا کارانه و محیلانه ګلو پاره میکرد و حتا از جنازه آن دلیر مرد می خواست استفاده ناجوانمردانه کند در زمان طولانی قدرت خود حتا یکبار هم از ترور ظالمانه  این شخصیت برجسته  و استاد مسلم حزب یاد نه کرد
– خانواده خیبر نیز به نحو دست کارمل و اعوانش را درین ماجرا دخیل میدانیست.
– در آخرین لحظات که قبل از ترورش با خیبر در وزیر اکبرخان قدم میزدم و در مورد شیوهای زورګویانه کارمل اخطار ها وتهدیدهایش که همه کاملآ تهاجمی وعجیب و بیګانه به فرهنګ سیاسی بود صحبت میکردیم».
په ریښتیا هم پورتنی څرګندونی دا ثابتوی چې د شوروی استخباراتی دغه ګډ پلان د خپلو معلومالحالو جاسوسی کړیو سره چې په سر کې ببرک کارمل قرار درلود تر ډیره بریده عملی شو.
د استاد میراکبرخیبر د ترور د جنازی مراسم چې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند له خوا په ډیر قووت او انقلابی حرکت او ولولو تر سره شو د سردارمحمدداؤد غصه یې راوپاروله او د خلق دموکراتیک ګوند رهبری هسته یې زندانی او د یوی اعلامی په خپرولو سره یې د دوی د اعدام حکم د تلویزون له لاری اعلان کړ، همدا ډول تصمیم نیول شوی و چې په نظامی  قطعاتو کې د دی په رابطه خوښی او جشنونه ونیول شې.
حفیظ الله امین چې د ګوند د خلقی برخی د نظامی سازمان مسؤلیت یې درلود لا تر اوسه نیول شوی نه و هغه د ګوند د هغی پریکړی پر بنسټ که چیری داؤد خان په ګوند حمله وکړی نو ګوند به د ځان نه دفاع کوی په نظر کې نیولو سره د صاحب جان صحرایې، انجینر ظریف، فقیرمحمد فقیراو عبدالرحمان امین له لاری د نظامی پاڅون پلان او قومانده تنظیم او خپلو نظامی برخو ته واستوله چې د۱۳۵۷ کال د ثور په اومه نیټه د همدی نظامی پاڅون په نتیجه کې د داؤدخان جمهوری نظام ړنګ او د خلق دموکراتیک ګوند تر رهبری نوی انقلابی نظام رامنځ ته شو.

د ثور د نظامی پاڅون او د سردار محمد داؤد او د هغه د کورنۍ په هکله توپیریز نظریات موجود دی، داسی ویل کیږی چې نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین وطنجار ته دستور ورکړی و، چې د داؤد خان په مقابل کې به ښه سلوک کیږی او د تسلیمی  په صورت کې به ورسره د یو تفاهم په نتیجه کې تری ګټه اخیستل کیږی. اما دستګیر پنجشیری یې د وژلو امر ورکړی و. بله خبره داسی ده کله چې امام الدین ته دنده وسپارل شوه چې ورشې داؤد خان سره خبری وکړی او د نظامی شورا پیغام د هغه د تسلیمیدو په هکله داؤد خان ته ورسوی مکر داؤدخان په ډیر عصبانیت پر امام الدین ډزی وکړی هغه ټپی شو او د  متقابلو ډزو په نتیجه کې مرګ ژوبله رامنځ ته شویده، دریمه خبره داسی ده چې داؤد خان خپلی کورنۍ ته دستور ورکړی و که چیری انقلابیان کامیاب شې نو ټول به په وروسیو مرمیو خپل ځانونه وژنی چې په دی هکله ویل کیږی د کورنی یو شمیر غړی په خاص ډول ښځینه چې په یوه کوټه کې راټول شوی وو، د داؤد خان د ځوی له خوا ووژل شول چې هغوی د انقلابینو لاس ته ورنه شې.
حفیظ الله امین له مخه په دی پوهیده چې شوروی د خپلو جاسوسانو له خوا د خلق په دموکراتیک ګوند کې کارکوی نو ځکه یې د ګوند په وحدت کې نظامی برخه شامل نه کړه، او همدا دلیل هم و چې روسان د ثور د نظامی پاڅون نه بی خبره پاتی وو، او د نورمحمدتره کې د وینا دی برخی چې«موږ داسی یو نوی ټیپ انقلاب وکړ چې نه په کې یو روبل مصرف شوی او نه یو ډالر» . همدا ډول  سلیک هربسن او دیګو کوردویز په کودتا کې د شوروی د رول په هکله داسی لیکی:« مطالعه جزئیات کودتای هفت ثور نشان میدهد که کودتا در آخرین فرصت توسط خود افغانها  تنظیم شده» او په بل ځای کې داسی زیاتوی:«که اتحاد شوروی به یک حادثه غیر مترقبه به صورت آنی و با البداهه پاسخ ګفته است.حقایق پشت پرده  ۴۷،۵۲،۵۳ صفحه الکساندر موروزوف».
پورتنیو لاملونو د شوروی اتحاد د دولت او کمونست ګوند غصه او قهر نورهم راوپارول، په خاص ډول کله چې یې ولیدل په نوی دولت او حکومت کې یې د خپلو اجنټانو ونډه او رول د دوی د پخوانې تحلیل او اند سره سیخه ونه لیده نو له همدی لومړی پیل نه یې په ګوند او دولت کې خپلو لاسپوڅو او اجیرانو ته د «کې.جې.بې»او نظامی استخباراتو تر څارنی ، نفوذ اورهبری لاندی دندی وسپارلی ترڅو په حزب اودولت کې داسی اعمالو باندی لاس پوری کړی چې حزب او دولت د ولس او سیمی په نظرکې وټکوی او د دی ناخوالو په مقابل کې یې راوپاروی.
پورتنۍ لیکنه د یوشمیر لیکونکو هغه ادعاوی په کلکه ردوي چې ګوندی د ثور د نظامی پاڅون  په بریالیتوب کې شوروی  اتحاد لاس درلود
روسانو چې استخباراتو یې له کلونو رادیخوا زموږ په هیواد او سیمه کې بوخت او کار کاوه د افغانو او په خاص ډول د پښتنو احساسات او هیواد پالونکی روحیه یې ښه درک کړی وه او په دی پوهیدل چې که د داسی یوی روحیې ځواک چې حزب یې هم یو هیواد شموله ګوند دی ځواکمن او له آمو نه تر اباسینه د لوی افغانستان یو ځواکمن دولت رامنځته کړی نو په سیمه کې به یې کنترول ناممکن شې نوهمدا علت و،چې روسانو خپله تګ لاره بدله کړه او د خلقی نظام د پاشلو او بد نامولو په لار کې یې عملی کارونه او لاسوهنی  پیل کړی حتا د یرغل تر بریده چې پایله یې د جدی د ۶ می استعماری تیری او بیا وروسته د ثور اتمه د جهاد په نامه غوبل چې تر ننه پوری دوام لری د یادولو وړ دي.