آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

دکرزی صاحب فرمان ،دولتی دستګاه او دفساد پرضد مبارزه

کله چې دمتحده ایالاتواو افغان دولت ترمنځ د ډيروناندرو،نیوکو اووړاندیزونونه وروسته ستراتیژیک تړون لاسلیک شو د دغه تړون سیاسی اوحقوقی اهمیت اوپه تړون کې هغه ژمنی،هوډونه اومکلفیتونه چې د تړون دد واړوخواوو دندی اوژمنی په کې څرګند شوی وی دسیاستوالو،شنونکواو افغان ولس هیلواوغوښتنوپه کې انعکاس موندلی وو.مګرپه خواشنی سره چې تراوسه دهغوژمنواومکلفیتونویوه برخه هم پلی نه شوه ،بلکه اداری فساد ،چور،دشخصی اودولتی ملکیتونوغصب په ډېره لوړه کچه لا پسی زیاتوالی وموند چې دولتی لوړی ما فیایې کړی یې اصلی عاملین اوڅرخونکی دی. هغه ښارګوټی،لوړ منزله بلډنګونه، اوپه سل ګونه نوردولتی،اوخوصوصی قراردادونه چې دکرزی صاحب دورونواود هغه دمرستیالانومارشال صاحب فهیم اوخلیلی،محقق،سیاف ،مرحوم ربانی ،اواحمدشاه مسعود،رشید دوستم ،یونس قانونی په خپله او ددوی د ورونواو کورنیوله خوا تر سره شوی او همدا اوس دغه مافیایې شریکان ددی دولت او نظام د ملا تېر تشکیلوی ،نوڅنګه به وشی کولای چې دخپل ځان پر ضد مبارزه او عمل وکړی،نه هیڅکله به یې ونه کړی.دا پرنامشروع مصلحتونواوقراردادونو ولاړدولت چې بهرنی او بین المللی مافیا یې کړی اودمخدره موادوسوداګر ورسره اړیکی اوګډی ګټی لری ،د ځان او خپلوبادارانودبقا نه پرته نورهیڅ دی بی وزلی ولس او هیواد ته نه شې تر سره کولای.نو ځکه کله نا کله دلیونوشانته ددی بی وزلی ولس دغولولودپاره چیغه وکړی اوکنفراسونه جوړکړی چې دکرزی صاحب وروستی فرمان یې هم دفساد د ضد مبارزی او دولتی دستګاه کې داصلاحاتو ښه بیلګه کیدای شې. زما په اند دمتحده ایالتونود جمهوری ریاست له پاره د انتخاباتو او همدا ډول په افغانستان کې د۲۰۱۴کال دپاره چې بین المللی ځواکونه به وزی اودجمهوری ریاست دپاره به انتخابات هم تر سره کیږی دادی د شطرنج بل چال چې هم افغان ولس ته پری یو څه هیله پیداکړی اوهم بین المللی هیوادونه خپلوخلکوته فریب ورکړی. دفساد او نورونومونوترنامه د ځینو وزیرانوبی ځایه کوول اویاد میډیا له لاری دځینووزیرانوپه هکله د فساد،بډواونورومنفی پدیدوخپرول لکه:د دفاع اوکورنیو چارووزیرانوګوښه کول،او دزاخیلوال،اسماعیل خان،اوداسی نوروپه هکله وړاند وینی، له بله پلوه لیدل شوی دی که چیری دغه څیری له یوی ورسپارل شوی دندی نه په ډیره بی شرمی هم ګوښه کیږی همغه ګړی په بله لوړه دنده ګمارل کیږی چې تر مخکینی دندی نورهم لا زیات دفساد چوراو تالا کولوچانس ورپه برخه کیږی. بل لامل چې امریکا نه غواړی دستراتیژیک تړون ژمنی پلی کړی اوافغان دولت هم خپلوژمنود عملی کولود پاره وهڅوی د دولتی فساد مخه ونیسی سوله او امنیت ټینګ کړی.هغه دپاکستان په هکله دامریکی دوه مخی سیاست او پالیسی ده.ټولی نړی اوپه خاص ډول امریکی ته جوته شوه چې پاګستان دتیروریزم ضد مبارزه کې دټګی سیاست خپل کړی اوصادق ندی ولی بیاهم ددیپلوماتیکواړیکودجوړیدودسویری ترلاندی دپاکستان پرټولوهغوبربنډوجنایتونواودسیسوچې دافغانستان د نا امنی او ټولوګډوډیواصلی لامل دی او همدا اوس هره ورځ په سلګونو راکیټونه دپاکستان له لوری په کنړاو نوروپولوته نږدی سیموکې اورول کیږی اوپه لس ګونوملکی بی ګناه انسانان وژل کیږی هم امریکا ،ناټو او هم افغان دولت چوپه خوله دی او کوم عکس العمل نه لیدل کیږی او دپاکستان ددی ټولوبربنډوتیروتنواوسرغړونو سره سره بیا هم د امریکی باورپردوی (پاکستان)ددی مانا لری چې امریکا نه غواړی په افغانستان کې سوله او امن راشی. د امریکی د انټرپرایزرموسسی غړی مایکل روبین وایې:«پرپاکستان دامریکی باورپه افغانستان کې یوه ستره تیروتنه ده.دی زیاتوی چې دترهګری ضد جګړه کې پرپاکستانیوجنرالانوباوردشمالی کوریا چارواکو ته دامریکی دملی ګټودسپارلو مانالری او داموضوع په پاکستان کې داسامه بن لادن له وژنی مخکی هم څرګنده وه». دپورتنی ارزونې په نظر کې نیولو سره زما له انده دا د امریکی او افغان دولت د پاره یو ښه شانس دی چې دتیرو ټولوتیروتنودجبرانیدودپاره دستراتیژیک تړون د ژمنود عملی کیدودپاره صادقانه کار وکړی،اوپه دی حقیقت وپوهیږی چې جنګ اوتشد ددافغانستان داوسنیوستونزود حل لارنه ده .د کرزی صاحب اوورسره مافیایې ډلی که په نظام کې دی اوکه یا اوس ورسره د قدرت په ویش وران اواپوزیسون کې قرارلری خوماهییت یې یودی ښه به دا وی چې همدا اوس هم د ولس غوښتنوته غاړه کیږدی دفساد پر ضد ریښتینی مبارزه پیل کړی،دولتی دستګاه له فاسدوکسانوپاکه کار اهل دکارته وسپاری دقانون د حا کمیت دټینګیدود پاره هلی ځلی وکړی،د سولی دپروګرام دعملی کیدودپاره ریښتینی او صاد قانه ګامونه پورته کړی دولت اوحکومت کې بنسټیزبدلون راوستل شې.لکه چې ولسمشرڅوورځی دمخه ولسی جرګی ټه په وینا کې وویل چې نوربه په حکومتی چاروکې له چاسره مصلحت نه کوی،او دا اعتراف یې هم وکړچې تراوسه هرڅه مصلحتی وول.دهمدی وینا پربنسټ چې یې دملت دنمایندګانومخامخ وکړی اوژمنی یې وکړی چې دخپل فرمان دپلی کیدوپه لار کې به هراړخیز ګامونه اخستل کیږی ،دادی اونۍ په تیریدو دی مګر اوس هم همغه زوړملا اوزړی تراویح دی . روان حالت نور د ولس دصبرکاسه نسکوریدو ته رسولی نوځکه دکرزی صاحب درسوایې اوفساد نه ډکې اداری او مافیایې ورسره ډلود پاره ۲ لاری لیدل کیږی. ۱- داچې دافغانستان دخلکواو ولس غوښتنواوارادو ته غاړه کېږدی اودهغوی سره په ګډه دټولو روانو ستونزودهواری په نظرکې نیولوسره دفساداومافیایې ټولوهغه منفی پدیدو پرضد قاطع اوجدی مبارزه وکړی دولت او حکومت کې داسی بنسټیز بدلون چې کاراهل دکارته وسپارل شې،دولس دغوښتنواو ارادو درناوی ،دقانون دحاکمیت ټینګښت ،جنایت کاران اودبشری حقوقوعاملین دقانون منګولو ته سپارل په جدی توګه تر سره شې .په باور سره ویلی شم چې ولس به په پوره ډاډ اوقووت سره ملاتړتری وکړی او نور به د غیرعادلانه اومصلحتی حکومتی ویش ټغرراټول کړای شې چې دا کار هم دملت په ګټه دی ،هم دحکومت ،اوهم دبین المللی ځواکونو چې افغانستان کې حضورلری. ۲- داچې کرزی صاحب اوود ده په مصلحتونواوویش ګډحکومت ونه توانیګی د ولس اوملت غوښتنو ته مثبت ځواب ووایې ښه به داوی چې نور دا بی وزلی ملت چې ټول هست اوبود یې ورته همدومسلکی لوټمارانوچور اوتالاکړی په خپل حالت پرېږدی اودوی دی خپلی پښی سپکی اوخپلومافیایې بادارانوته دی چې دهغوی پاسپورتونه یې جوبونوکې دی پناه ویسی . په یقین سره ویلی شم که دغه زړوراوباتورولس پریښوول شې ترڅوپه خپله خوښه اداره اوحکومت جوړکړی اونړی واله ټولنه ددی تیروکلونودمرستونیمه برخه ددوی په اختیار کې ورکړی ،اوملاتړتری وکړی نه به فساد وی نه به جنګ ،د قانون حاکمیت به رامنځ ته شې کاربه اهل دکارته وسپارل شې،دبین المللی ټولنی اوګاوندیوهیوادوګټوته به دهیواد دلوړوګټو په نظرکې نیولوسره بیلانس موجود اودرناوی به یې وشې . داسی یوحکومت چې دولس دارادی ممثل وی بین المللی ټولنه تری حمایت وکړی ،کولای شې چې دافغان دولت او امریکی دستراتیژیکومرستودتړون دپلی کولوجوګه شې.باورلرم چې ددغه تړون پلی کیدل چې افغانستان دیوخپلواک دولت په توګه مساوی الحقوق دامریکا سره په کې تسجیل شوی ،دګاونډیو هیوادودهرډول لاسوهنو مخنیوی،دقاچاق اومخدره موادو،تیروریزم ضدمبارزه کې ښه ملګرتیا،دهیواد دسیاسی،کلتوری او اقتصادی بنسټونووده اوپیاوړتیا ،دپوځی نهادونودرزمی توانمندی لوړوالی او ورسره تر۲۰۲۴زکاله پوری مالی مرستی تر څوچې دهیوادپوځی توان وشی کولای دکورنی اوبهرنی لاسوهنواوتجاوزډاډمن ځواب ورکولی وشې،دا هغه څه دی که دتړون ژمنی ددواړواړخونوله خواعملی شې هم دافغانستان دملی حاکمیت اوارضی تمامیت دارزښتونوضمانت اوګرنټی کوی اوهم دبین المللی ټولنی او امریکی دروا ګټو.
 
پای