آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

دواک دمثلثي ویش اویا اضطراری حالت دمنځ ته راتلوهلی ځلی

دټاکنوروانې ناندرې اودپایلو ځنډول له یوې ورځی نه بلې ته دڅه دپاره؟ دا هغه څه دی چې غواړم دلته هیوادوالوته دتیروټولټاکنواوروان بهېر،تری راپاتی کرکیچ او نوروورستیو پایلوپه هکله خپل اند شریک کړم. – ایا ښاغلی حامد کرزی دهیواد جمهور رئیس دټاکنو دپیل نه بیا تر اوسه بی پری واوکه دکوم خاص نوماند ملاتړ یې کاوه اویا کوی یې؟ – دټاکنو خپلواک کمیسون او همداډول دټاکنو دشکایتونوکمیسونونه ریښتیا هم خپلواک وواویا خپلواک پاتي شوول؟ – دټاکنوددوم پړاودلومړی ورځی دپیل نه بیا ترننه دښاغلی عبدالله عبدالله اود هغه د ټاکنیزټیم دریځ دهیوادپه ګټه دي؟ -آیاد۷میلیونوپه شاوخواکې هیوادوالوپه ټاکنو کې ګډون درلود؟ ټولوهیوادوالوته لکه لمرروښانه ده چې د۱۳۹۳کال په ټاکنوکې د۱۳نوماندانوګډون چې خوراډير شمیریې دښاغلی کرزی صاحب دشخصی او دولتي ټیم غړی وو،په خپله ددی مانا لرله چې دټاکنولومړی پړاوبه ونه شی کولای راتلونکۍ جمهور رئیس وټاکې.سره له دی چې کرزی غوښتل دزلمی رسول دټاکنیز ټیم پرشاوخوا دانورنوماندان راټول کړی اود پردی ترشاه دمدنی ټولنو ګاونډیوهیوادواوبین المللی نهادونومرستی دخپل دخوښی نوماند دبریا له پاره ترلاسه کړی،خونه یې دخوښی نوماند داوړتیا درلوده اونه هم شرائط داسی وچې دا غوښتنه یې عملی شې.کله چې یې دلومړی پړاولوبه وبایله بیایې په ډیراحتیاط ددوم پړاودلوبی ستراتیژی داسی پیل کړه:ددوم پړاودټاکنودوخت یوڅه ځنډ اوددواړه وړونکو ټیمونوسره دسهامی شرکت دجوړولوهلی ځلی. کله چې یې ولیدل هغه ترکیب اوپروګرام چې دښاغلی اشرف غنی ټیم یې درلودونکی وو دکرزی غوښتنی په کې ناشونی وی،نودخپل دټیم ماتونوماندانو ته یې دزلمی رسول په ګډون دنده ورکړه چې دداکترعبدالله دټیم سره یوشې،داځکه چې دهغوپروتوکولونوپراساس چې ګل آغاشیرزی،زلمی رسول،رسول سیاف اودکرزی ورورله ډاکتر عبدالله سره لاسلیک کړی وودښاغلی کرزی ونډه دهغوی په خیالی حکومت کې ترعبدالله درنه ښکاریده.خودپلان بله برخه یې په خورا مهارت له نظره نه وه غورزولی.ښاغلی کرزی دپورتنۍ لوبی په سرته رسولوکې هم پوره په صداقت ګام نه اخیست ځکه چې دوي موخې یې درلودی.یودا چې که دداکتر عبدالله ټیم په ټاکنو کې بریالی شې نو تر۵۰سلنی نه ډیرواک په دده وی اوپه راتلونکی نظام کې به له خپلوټولوامتیازاتوسره پاتی اوخوندی وی.اوکه چیری برعکس دښاغلی ډاکتر اشرف غنی احمدزی ټاکنیزټیم ټاکنی ګټی بیا به همدالوبه چې له مخه یې پلان جوړو،او اوس روانه ده په کاراچوی چې ددی لوبی دستراتیژی څواساسی ټکوته دلوستونکو پام رااړوم. –دانتخاباتودټاکنودیوضعیف اوناتوان خپلواک کمیسون تاکنه له سره دکرزی له خوا. –دداسی یومتجانس(ګډوډ)ټاکنیزټیم سره یوځای کیدل چې دچور،چپاول ،ټوپکماریو،وژنی دهیوادوالودمادی او معنوی ارزښتونود غصب اووژنونه یې پرته دی هیواد ته بل څه نه دی ورکړی اوتیاردی چې تل د حق ،عدالت اوولسواکی په وړاندی ودریږی. -ددولت عالی رتبه ملکی اونظامی چارواکومستقیم اوغیرمستقیمه لاسوهنه دټاکنوپه چاروکې ددواړونوماندانو په ګټه ترڅوکه په ټاکنوکې د دوی نوماند بریالی نه شی د ټاکنومشروعیت تر پوښتنولاندی راولی اودبحران زمینه برابره کړی. -په ډیرمهارت سره دښاغلی کرزی اوډاکټرعبدالله دګډوهلوځلوپه نتیجه کې دانتخاباتوددواړوکمیسونونوحقوقی اړخ کمزوری اوتر پوښتنولاندی راوستل اوپرځای یې سیاسی ،دولتی اونورو غیرقانونی مراجعودمداخلی او لاسوهنودپاره زمینه سازی کول ترڅودیو اړخیزفشارپه نتیجه کې دښاغلی اشرف غنی احمدزی ټیم دایتلافی حکومت جوړیدو ته اړکړی.دپورتنیولاملونونه دکاراخیستواوعملی کولوپه لارکې بیاهم کرزی دوه اساسی موخی لرلی یوه داچې دروانوټولو هلوځلوبین المللی ګواښونواوفشارونوپه نتیجه کې یوایتلافی،مصلحتی ناکام دولت دیوه مثلث په جوړیدوچې ډاکتراشرف غنی یې مشراودمثلث دوه برخی نوری دډاکترعبدالله اوښاغلی کرزی دډلوپه ګډون حکومت راجوړل دی.بله داچې عملأ همدا اوس داسی بریښی چې ډاکترعبد الله دټاکنو ددواړوقانونی نهادونوسره پریکون اعلان کړی،پرته له دی چې دټاکنوپایلی او دشکایتونو دکمیسون پریکړوته انتظاروباسی ، دیوه بحران اوغمیزی لورته دهیواد دورتګ ګواښونه ورکوی،دهیواد امنیتی نهادونه یې په ښکاره اوپټه په واک کې دی ،چې دتیلیفونی مکالیمواسناد تر لاسه کول او ددولتی قانونی مراجعوچوپتیا ددی غیر قانونی عمل په مقابل کې یې ښکاره بیلګی یادولی شو.نوځکه کرزی نورهم داکترعبدالله دپردی ترشاه دی ته هڅوی چې فضا نوره هم خړه کړی،مظاهری دوام پیداکړی،او دغه حرکتونه په تاوتریخوالی واوړی اوکرزی ته داضطراری وضعیت داعلانولوشرائط برابراوخپل واک نورهم ددوه دری کلونود پاره وغزوی. په دی کې شک نه شته داسی یوه ټولنه چې څه دپاسه دری لسیزی نامشروع جنګ ځپلی وی اوټوله مادی اومعنوی شتمنی یې له منځه تللی اوپه بیاجوړونه کې یې مافیایې کړی برلاسی چورچپاول ،رشوت اواداری فساد ددولت ددستګاه شعاروی څه تمه به وی چې دتاکنواوشکایتونوکمیسونونه دی خپلواک وی،د ټاکنوپه لومړی پړاو کې دبی شمیره درغلیواو هغه هم دټاکنو دکمیسون دکارکونکواودولتی ارګانونوله خوا او په مقابل کې ددغوخپلواکوکمیسونونه چوپ پاتی کیدل په خپله ددی کمیسونونواستقلالیت اواعتبارته سترزیان ورساوه،همدا ډول دټاکنودنتیجوپه وخت نه اعلانول ددرغلګروتبرته لاستی ورکول اودغیرمشروع غوښتنو دپاره لاره هوارول اوخپل مشروعیت تر سوال لاندی راوستل وچې ددغوکمیسونونوله خوا تر سره شول. اوس هم بی وخته نه ده چې دشکایتونوکمیسون دخپل قانونی صلاحیت نه کار واخلی ،شکایتونه وڅیړی او خپلی څیړنی هیوادوالوته په ډاګه کړی.زما په اند دغه دواړه کمیسونونه تربل هرنهاد نه دافغانستان ولس ته مسؤلیت لری او راتلونکی تاریخ به پری قضاوت کوی.نوځکه نه باید زور ته تسلیم شې او نه زروته.هرهغه څه چې دچاحق وی باید په درنښت ورته وسپارل شې.داکمیسونونه باید په دی پوه شې چې ددوی په چاروکی لاسوهنه دهیواد اساسی قانون اوهویت ته سپاکوی اوسترکواښ دی نوځکه باید دغه دواړه خپلواک کمیسونونه خپل قانونیت اومشروعیت ترسوال لاندی رانه وړی او هیچا ته تسلیم نه شې. تولو هیوادوالوته جوته ده چې دښاغلی ډاکټرعبدالله ټاکنیزټیم په کوموشرائتواوجوړښت بنیاد شوی اودهغوډلو نه جوړدی چې دخپل منځیوجګړواوهیواد ورانونوپوره پخوانۍ لری.اوس نه هیواد هغه پخوانۍ هیواد دی او نه افغان ولس هغه پخوانی ولس . دټاکنوپه لومړی پړاوکې هم ډاکتر صاحب عبدالله ددرغلیوچیغی ووهلی حال داچې ددرغلیوډیره پراخه برخه خپله دده ټیم اوپلویانوکړی وه مګرکله چې لومړنۍپایلی یې په ګټه وی بیا نه درغلی وه اونه بل څه ټول هیواد ګل اوګلزاروو،ټاکنیزکمیسونونه قانونی اودده دقناعت وړ وو،هیح ستونزه نه وه.ددوم پړاودټاکنوخودسره نور ورسره تشویش نه و.ځکه چې ددریوونورونوماندانوسره یې هم دهیواد دحاکمیت دڅوکیودویښ پروتوکولونه لاسلیک کړی وو.مګرخبرنه وچې داوار۱۱ کسان ټاکنو ته نه دی ولاړبلکه یوازی دوه نوماندان،چې اوس نو افغان ولس ښه قضاوت کولای شې چې چاته رای ورګړی .تبلیغاتی کمپاینونودغه څیری هره ګړی دولس مخ ته کته اوپورته کړی.هیوادوالوته ددوی دتیروکړووړوانځورونه په سترګو،عقل اوشعورکې ښه پوره څرګندی شوی.نورنوددوم پړاوټاکنودلومړی پړاو دټاکنو سره بیخی توپیر درلود.نور نوهغه چا چې زلمی رسول،سیاف اوګل آغا شیرزی ته په لومړی پړاو کې رای ورکړی وی دهغوی په نا مشروع اتحاد ښه پوه شوی وو،اوس نوهغوی ته دنوماندانو څیرو،برنامو اوپروګرامونوارزښت درلود نه دلومړی پړاوملګرتیا. دلومړیوټاکنوپایلو اوګټلودښاغلی عبدالله ټیم مغروراوډاډمن کړچې دوهم پړاوبه هم ګټی.خومقابل ټیم ددی فرصت نه په استفادی خپلی تاکنیزی هلی ځلی نوری هم ګړندی کړی،دښځودکمپاین اودینی علماوودکمپاین دګروپونوپه جوړولویې د هیوادپه ټولو ولایتونواوپه خاص ډول پښتون میشتوولایتونوکې ولس دی ته وهڅوه چې په پراخه کچه په ټاکنو کې ونډه واخلی چې همداسی هم و شول،ښاغلی ډاکټرعبدالله چې دهیواد دټولو ولایتونونه دخپلونظارتی غړوراپورونه ترلاسه کړاوپه دی پوه شوچې ټاکنی یې بایللی دی په همغه مازیګر یې ناری او سوری پیل کړی چې په ټاکنوکې پراخی درغلی شوی اودټاکنودخپلواک کمیسون په رئیس یې دا تور ولګاوه چې له کومه خبرشوچې د۷میلیونوپه شاوخواکې کسانوپه ټاکنوکې برخه اخیستی ده.حال دا چې د۷میلیونونه زیات کارتونه دټاکنودکمیسون له خوا ویشل شوی ووچې دا په خپله دټاکنو دخپلواک کمیسون درئیس دادعا حقانیت و. زما په اند ددغه بایلونکی ټیم غیرقانونی حرکتونه ،نه ددوی په ګټه دی او نه دهیواد،ددوی دغه ناکامه هلی ځلی یوازی ددی دپاره دی چې په راتلونکی حاکمیت کې یې دڅواوسنیو واکمنوشتون خوندی پاتی شې اوڅو ولایتونه اویونیم وزارت ورته امتیاز ورکړل شې اوبس. باید وویل شې چې ددی ډلی دغیر قانونی چلند دوام ددووحلقواوکړیوپه ګټه دی چې یویې دکرزی مافیایې ټیم اوبل یې دهغواجیروخرڅ شوووسلوالوډلوچې دهیواد دورانولودپاره دپردیوپه چوپړکې دی. له دی نه هیڅوک سترګی نه شې پټولی چې د۱۳۹۳کال ټاکنیزبهیرډیری زیاتی لاسته راوړنی لری.ددغه بهیردنوماندانو دټاکنیزوکمپاینونودهلوځلونه رانیولی بیادهیواددولتی اوشخصی جمعی اطلاعاتواورسنیودفعالی ونډی اخیستوپه نتیجه کې چې دنړی دپرمختللوهیوادوپه کچه ترسره شو افغان ولس یې لاپسی هوښیار،ویښ اودخپل حق اومکلفیت د پیژندنی پر اصولواومعیارونوآشنا کړ.دنوماندانوواروارمناظرودبرنامواوپروګرامونو څرګندوالی دهیوادپه هرګوټ کې دهیوادداوسنی تکنالوژی په مټ درادیو،تلویزیون اومبایل ټلیفون له لاری هیوادوال دی ته وهڅول چې په ټاکنوکې ونډه واخلی چې دا دهیوادپه تاریخ کې ستره لاس ته راوړنه یادولی شو. زماپه اند که چیری دانتخاباتوکمیسون دهیواددامنیتی ځواکونوسره په کره تفاهم اوهم غږی کې لازم امکانات په نظرکې نیولی وای ممکن د۹میلیونوپه شاوخواکې هیوادوالوپه ټاکنوکې برخه اخیستی وای. په خاص ډول په دوهم پړاوکې ،ځکه چې په دوهم پړاو کې هر هیوادوال پوهیده چې داځل یونوماند ګټونکی دی اوددواړو نوماندانوانځوراوددوی دډلو ترکیب اوتیری کړنې اودسیاسی څیرودشتون نه پوره معلومیده چې چاته بایدرای ورکړی.نور نوولس بدلون موندلی وو،اوهمدا لامل وچې د۷میلیونونه زیاتوکسانودټولوګواښونو سره سره په ټاکنوکې برخه واخیسته اودښاغلی اشرف غنی احمدزی تله یې درنه کړه.دټاکنوخپلواک کمیسون اودشکایتونوکمیسون ،امنیتی نهادونه اوپه خاص ډول ټاکنیز نوماندان اوټیمونه یې باید دافغان ولس د داسی سرښندنواوهغوپری شوو ګوتودرناوی وکړی چې دولسواکی دارمان په خاطریې په ډیرشهامت په ټاکنوکې ګډون کړی اوقربانی یې ورکړی دی. هغوی چې دخپلوشخصی اوګروپی ګټودلاسته راوړلوپه خاطرددی میړنی اوپه هیواد مین ولس دقربانیودرناوی نه کوی او په سپکه سترګه ورته ګوری هیوادوال به لعنت پری ووایې اودهیوادپه تاریخ کې به خوارذلیل اوشرمنده وی پای