آرشیف

2014-12-26

شاه ولی آرین

دریمه برخه: دافغانستان ستراتیژیک موقیعیت

د مرغومی شپږمه نیټه ۱۳۵۸کال

ولی شوروی اتحاد زمو پرهیوادتجاوز وکړ؟
په تیروبرخوکې مویوڅه دی ټکوته اشاره کړی چې شوروی اتحاد د«کې.جې .بې» منحوسی دستګاه اوخپلو جا سوسانوله لوری غوښتل دسردارمحمد داود نظام ړنګ اوسیاسی قدرت په حزب دموکراتیک خلق کې دپرچم  ډلی په سرکې ببرک کارمل ته وسپاری.مګرولیدل شول چې وضعیت بل لورانکشاف وموندپه اردوکې دخلق ډلی نظامی افسران چې امین دمخه په دی پوهیده شوروی خپلوجاسوسانوله خواپه حزب دموکراتیک خلق کې افغانستان کې کارکوی دګوند په وحدت کې دغه نظامی برخه شامل نه کړه،چې همدا دلیل هم وچې روسان د ثورد نظامی پاڅون نه بیخبره پاتی اودنورمحمدتره کې دوینا دی برخی چې«موږ داسی یونوی ټیپ انقلاب وکړ چې نه په کې یوروبل مصرف شوی او نه یوډالر»دشوروی اتحاد د دولت اوکمونست ګوندغصه اوقهرنورهم راوپارول،په خاص ډول کله چې یې ولیدل په نوی دولت اوحکومت کې یې دخپلواجنټانووونډه اورول ددو ی دپخوانې تحلیل اواند سره سیخه نه شوه له همدی لمړی پیل نه یې په ګوند اودولت کې خپلولاسپوڅواواجیرانو ته د«کې.جې.بې»اونظامی استخباراتوترڅارنی او رهبری لاندی دندی وسپارلی ترڅوپه حزب او دولت کې داسی اعمالوباندی لاس پوری کړی چې حزب اودولت د ولس اوسیمی په نظرکې وټکوی او ددی ناخوالوپه مقابل کې یې راوپاروی.
روسانوچې استخباراتویې له کلونورادیخوازموږپه هیواد اوسیمه کې کارکاوه دافغانواوپه خاص ډول دپښتنو احساسات اوهیوادپالونکی روحیه ښه درک کړی وه اوپه دی پوهیدل چې که دداسی یوی روحیې ځواک چې حزب یې هم یوهیوادشموله ګوند دی ځواکمن دولت رامنځته کړی نوپه سیمه کې به یې کنترول ناممکن شې نوهمدا علت و،چې روسانولاندی څوټکوته خپله تګ لاره وټاکله اوعملی کاریې پری پیل کړ.

دخلق په دمکراتیک ګوند کې دخپلولاسپوڅوببرک کارمل اودهغه دخاصی ډلی،اوپه خلقیانو کې د اسدالله سروری،سیدمحمد ګلابزی ،محمد اسلم وطن جارله خواچې ددوی دپلان جوړولومرکزونه دشوروی اتحار سفارت اودفرهنګی اواطلاعاتی خپرونوخونه و،،په مختلفوبرخوکې ورانکاری اودخلقی نظام دبدنامه کولودسیسی پیل کړی،چې ددوی د ددغورزیلانه موخوڅوبرخوته اشاره کوم.
دامریکا دسفیروژنه اودخلقیانوپرضد دامریکا احساسات راپارول ځکه روسانو تشویش درلود چې حفیظالله  امین امریکا کې زده کړی کړی نوکیدای شې چې دشوروی نه مخ واړوی اودامریکا سره روابط ټینګ کړی  په داخل دګوندکې دیوی کودتاه په کارولوسره دجنرال قادر،سلطانعلی کشمند،شاپوراحمدزی نبی عظیمی او داسی نوروپه واسطه چې کودتاه شنډه اوعاملین یې ونیول شول داموضوع دمحمد نبی عظینی په کتاب «اردواو  سیاست» کې دکودتا په حقیقت تاکید کړی دی، مګردروسانو د پلوی اوټینکارله امله چا ونه شوکولی محاکمه یې کړی.اویوشمیرمشران یې په دولت باندی دفشارله امله له هیواده بهرسفارتونو ته واستول چې دخپلوموخو دموفقیت په وخت کې یې بیرته سلامت هیواد ته دیسانت کړی اوپلان شوی موخی پری عملی کړی.
دګوندپه دننه،دولت او ولس کې د ډیرکیو،لګه کیو اوقومی تفرقو او نفاق اورته په ډیره بی رحمی پکی وهل  ډلی اوګروپونه جوړول چې تراوسه هم دوام لری.
دبرتانوی استعماردوخت استخباراتی لوبه بیاپیل کول داستخباراتی پټودسیسواوکانالونوپه واسطه دافغانستان دسیمه ایزولانجوموضوع ایران،پاکستان سره طرحه کول اوپه ګډه دافغانستان دهیواددتجزیې پلان چې شمالی خواته ۸ولایتونه شوروی، هرات  نیمروزایران دجنوب اوجنوب شرقی برخی پښتون میشته سیمی به پاکستان تراداری لاندی نیسی او دری واړه خواوی به ددی پلان په تطبیق کې ډیرپه احتیاط ګامونه اخلی. نوځکه د۸ هزاره میشتواسلامی بنسټپالوتنظیمونورهبری ایران او د۷نورو پاکستان په غاړه واخیسته .اوشوروی دنوی دولت اوګوند دکمزوری کولو،اوپاشلو دنده.
ایران د شوروی سره د پټ طرحه شوی پلان په بنسټ دهرات په ولایت اوکابل کې دهزاره ورنود مذهبی پاکواحساساتونه دناوړی ګټه اخیسوپه خاطراغتشام اودملی قیام په نامه حرکت پیل کړترڅوترکی اوامین په دی توګه وګواښوی چې ګویا انقلاب خطرکې دی اودروسانونه نطامی مرسته باید دیوه قرارداد دامضأ کولو په اساس وغوښتل شې چې روسی نظامی ځواک افغانستان ته راشې ،مګرحفیظالله امین چې په خپلو خلکو او اردوباوردرلودروسانودغه غوښتنه یې رد کړه اواغتشاش یې ددواړو خواووپه مرګ ژوبله غلی کړروسانواو ایرانیانوته یې وښوده چې افغان دولت او ولس کولی شې دځانه په مستقله توګه دفاع وکړی.
څرنګه چې دشوروی سوسیال امپریالیست استعماری ګوند،دولت اواستخباراتی کړیوته جوته شوه چې خلقی نظام ورځ تربله مخ په ټینګیدودی او دنورمحمد ترکی اوحفیظالله امین دفولادی یووالی په موجودیت کې نه شې کولی دا نظام اوحاکمیت دخپلوګوډاګیانوپه ګټه مات کړی،نوددی دواړورهبرانو«بیل یې کړه ایل یې کړه»د ددی استعماری پالیسی اوشعارترعنوان يې ددوی ترمنځ دهغومعلوم الحالواجنټانوپه واسطه نفاق اودبی باوری  پروژه په کار واچوله چې ددواړودوژلو نه یې اساسی موخی وی او هدف ته هم سره ورسیدل.
دفرمانونوپه ډیروعجلو تطبیقول،په ولس کې ددوی دکلتور،فرهنګ پرضد دځینومنفی پدیدوکارول اوتوهین دملی شخصیتونواو متنفیضینوسپاکاوی او زندانی کول،دریشخوردفرقی کودتاه داسی نورسل ګونه هغه نور منفی عوامل چې دروسانو داستخباراتی کړیوپه لارښوونه دهیواد دکورنیودښمنانوله خوعملی کیدل دا دګوند او دولت کار نه بلکه دروسانوداجنټانواولاسپوڅوخدمت ووچې دشورویانو دپاره یې دبربنډ یرغل چاری او شرائط برابرکړل.
روسانوچې حتا دخپلوهغوجاسوسانوپه واسطه چې نورمحمد ترکی ته نږدی کسان وو،وشوکولای ترڅو دهغه ذهنیت هم راوړوی ،کله چې نورمحمد ترکی دهاوانا دسفرنه دراګرځیدوپه وخت کې مسکوکې دکمونست ګوند دمشرانواو برژنیف سره ملاقات کوی دا مطلب د فشاراوزور له لاری په ترکې منی چې حفیظ الله امین به له صحنی باسی اودکارمل ډلی سره به یوه جوړجاری ته رسیږی،دشوروی استخبارتی دستګاه دلته دری موخی  درلودی.
۱-که چیری امین دصحنی نه لری شې دپرچم په مقابل کې ترکی دمبارزی او مقابلی توان نه لری نوډیرژر به د قدرت واکی د کارمل او دشوروی دخوښی یو ګوډاګی حکومت په لاس ورشې.
۲-که چیری ددی لوبی قربانی نورمحمدترکی شی په هغه صورت کې به دګوند په داخل کې دامین ضد روحیه را وپاریږی دخلقیانونارازیان اوپرچمیان به سره نورهم نږدی شې اودامین د وهلوامکانات به نورهم باوری شې چې همداسی هم شول.
۳- که چیری دواړه یانی نورمحمد ترکی اوحفیظ الله امین ددی توطیې یوځایې قربانیان شې نو دوی ته به لار سمه خلاصه شې اوببرک کارمل به دیومستحق کس په توګه قدرت ته ورسوی.نوځکه روسانوددی موخود عملی کولو دپاره ترکې ته وویل چې امین به هیواد ته دتلوسره سم بی واکه کوی اما حفیظ الله امین ته یې دسفارت له لاری خبر ورکړ چې ترکی دی له واکه ګوښه کوی. ددی ستراتیژی طراحانوڅومره خائنانه پلان په کار واچوه چې امین دهغه ګارد په واسطه چې دترکې استقبال دپاره دنده لری له منځه یوسی ،اوکه دا کار ونه شې نو امین اویادهغه پلویان به نورمحمد ترکې همدلته ووژنی.مګرحفیظ الله امین په خورا مهارت او ترکی ته داحترام اواعتماد په لرلودغه توطیه شنډه ،دترکی طیاره دیولږځنډ نه په هوا کې راکښته شوه ټول مراسم په معمولی توګه ترسره شول،دی کاردبرژنیف غوصه نوره هم وپاروله اوپوزانوف سفیرته یې دنده وسپارله  چې د ترکی اوامین د ملاقات زمینه برابره کړی اوپه دی ملاقات کې لمړی امین اوبیا ترکی دواړه یوځای و وژنی،چې ددی ملاقات خونی ته دورتګ په حالت کې دزینودختلوپه وخت کې په حفیظ الله امین ډزی وشوی پدغوډزوکې تړون شهیداوامین چې ټپی شوی وله دغه توطیې ځان وژغوره اودشوروی استخباراتی ناځوان مردانه شوموهلوځلودزمان اوشرائطودغوښتنوخلاف منفی څپیړوددغه وخت نظام اوحکومت په مخ وواهه، ترکی چې روسانویې روسیې ته دمنلواو وړلونه انکار وکړووژل شواوحفیظ الله امین دحزب او دولت واکی دګونددیوپلینوم په جوړیدوسره درایوپه توافق ترلاسه کړی.اوس نودشوروی اودهغوی داستخباراتی چینلونو پلانونه بدلون مومی.دامین حکومت په رسمیت پیژنی استخباراتی چینلونواوغړوکې بدلون راولی.
حفیظ الله امین لمړی کارچې کوی د«
ابلوف»په نامه دشوروی سفارت یوفاسد اسخباراتی غړی دهیواده شړی کله چې سفیرپوزانوف په یوه ملاقات کې پرامین نیوکه کوی چې دپلوماتیک مقررات نه مراعاتوی ،امین چې په هغه له پخواهم قهرونوریې هم غوصه زیاته شوه په څپیړه یې وواهه اوشوروی ته یې خبرورکړچې په۲۴ ساعتوکې یې وغواړی اوپه عوض یې بل څوک راولیږی.همداډول امین دمصئونیت،قانونیت اوعدالت دشعار په ورکولودقانون دحاکمیت دتطبیق دپاره دداسی یودموکراتیک اساسی قانون دتدوین اوجوړښت دپاره داسی یوکمیسون وګماره چې دګوندی غړواویوشمیرخوراډیرغیرګوندی ملی اوعلمی شخصیتونواو قانون پوهانونه تشکیل شوی و، اودقانون جوړونی کاریې دستوری په ماڼی کې پیل کړی و. امین دهیواد دملی ګټوپه نظرکې نیولوسره دروس په مقابل کې هیڅکه سرټیټ کړی نه دی اودیومستقل ولس مشرپه توګه یې دملی ګټوملاتړ کړی دی.اکادیمسین کاندیدابراهیم عطایی دافغانستان پرمعاصرتاریخ یوه لنډه کتنه کتاب کې داسی وایې«امین  دشوروی سره هم په خوشونت برخورد کاوه لکه چې یوځل دګازپر قیمت یې دشوروی له هیئت سره خبری دې حد ته ورسیدی چې هغو ته یې وویل کوم قیمت چې موږ ټاکلی اودبین المللی مقرری سره برابردی که یې منئ ښه اوکه نه بیخی دا قراردادلغو،افغانستان به په خروخپل انتقالات وکړی اودګازله ګټی به تیرشې». امین ته په ورستیوکې دا بیخی جوته شوی وه چې روسان له ده سره مرسته نه کوی نوځکه یې وغوښتل چې ګاونډیو هیوادوپاکستان،ایران اوځینونورولکه کیوبا،یوګوسلاویا سره روابط ټینګ کړی ترڅوددوی دتجربوپه نظرکې نیولوسره دشوروی دحکومت دمغرضانه مرستوپرته هیوادجوړکړی پاکستان سره دپلوماتیکی اړیکی پیل شوی خوهلته هم ددیدرند دکرښی رسمیت نه منل ددی سبب شوی چې دغه هلی ځلی درکود سره مخ شې د حفیظ الله امین د دری میا شتوحکومت په دوره کې دهغه ددولت داستخباراتی اوکشفی ارګانونود ضعف په نتیجه کې له یوی خوا،اوهمدا ډول دده دځینوبی خبریواوتیروتنوله امله له بلی خوا دشوروی اتحاد استخباراتی هغوپراخوعملیاتو ته دا ضمینه په لاس ورکړه چې ډیر ژرباید لاس په کارشې.
شوروی اتحاد اودهغوی دولتی اونظامی استخباراتودا ومنله چې دحفیظ الله امین لری کول بی د نظامی یرغل نه ناششونی دی،ځکه یې په دی پروژی کارپیل کړ،لمړنۍ تیروتنه دامین داوه چې ارګ یې پریښوداوتاجبیک قصرته ولاړچې دادروسانودپلان یوه برخه وه.روسانولمړی خپل روزونکی لاسپوڅی اجنټان اسدالله سروری ګلاب زوی ،اسلم وطنجاراونورپه صندقونوکې مسکوته انتقال اوهلته یې دشاشجاعی لاسپوڅی حکومت اود هیواد دملی حاکمیت دخرڅلاو،یرغل اونیواک دپاره خپل خرڅ شوی غلامان سره یوځای کړل اود تائید مهر یې پری ولګاوه.
دغه کړیوپلان داسی جوړکړچې دامین دبی خبری اویا تیروتنونه په ګټه اخیستو یې د۱۹۷۹ددسمبرپه دوهمه نیمایې کې دنوواسلحواوټانګودراوړلوپه نامه چې یوشمیرافرادبه هم ددی اسلحوداستعمال چاری افغان ځواک  ته ورزده کوی د شپی له خوا په وار وارپروازونه کې دبګرام او کابل هوایې ډګرونوکې ځای پرځای کړل چې په دی کې دکوماندویوکنډک هم ووچې د حفیظالله امین دوژلودنده ورسپارل شوی وه.
ددسمبرپه۲۷ ورځ حفیظ الله امین دتاجبیک په قصرکې داردودسیاسی کارکونکواوګوندی رهبری غړی له خپلومیرمنوسره رابللی وو.اوغوښتل یې چې یوه مهمه وینا وکړی د ډوډی خوړلوپه جریان کې چې دروسی  اشپز له خوا په سوپ کې د زهروپه اچولوټول بی هوښه کړل اویواځی دستګیرپنجشیری چې تازه له شوروی نه راغلی و، او ویل کیږی چې ددی پلان نه خبر وسوپ یې و نه څښل حفیظ الله امین چې بیهوښه شوی ود خپل ډاکترپه واسطه یوڅه جوړاوپه دی وخت کې دروسی کوماندو دکنډک له خواټولی مخابراتی اوټیلیفونی اړیکی اووسایل فلج شوی وو،یوازی حفیظ الله امین ،ځوی یې عبد الرحمن امین اودهغونږدی ملګرواوګارد دروسانوسره سخته جګړه ترسره کړه اویوشمیرزیات روسی اشغالګریې ووژل ترڅودوی هم دوطن دازادی دلاری شهیدان شول.په همدی شپه دحفیظ الله امین میرمن ټپی او دډاکتر شاه ولی میرمن هم شهیده شوه. یوه ډیره دردونکی پیښه دشهیدحفیظ الله امین لورډاکتری ګلالی دقوله«
په همدی شپه چې پلاراوورورمی دروسی  یرغلګروله خواشهیدان شوول کوچنی ورومی خوازک یوڅه سرسری ټپی شوی ودمورپه غیږکې یې چیغی وهلی په دی وخت کې ګلاب زوی راغی اوزما دمورله غیږه یې دغه ماشوم واخیست مورمی زاری وکړی چې دا خو راته پریږدی چیری یې وړی ،ګلاب زوی وویل چې ددرملنی دپاره یې روغتون ته وړم مورمی په چیغوورغږکړچې دامی تاته امانت درکړ،هغه امانت بیا ترننه ګلاب زوی نه راوسپاره اونه یې کوم ځواب موږته راکړ».
په دی ترتیب دجدی په۶نیټه شوروی اتحادسره پوځ زموږپه ګران هیوادبی شرمانه یرغل وکړاودخرڅ شوی بل شاه شجاع ببرک کارمل اوډلی ټپلی د خوا له تاشکند نه دراډیوی بیانیې په خپرولوسره یې دامین درژیم له منځه وړل اودخپل هیواد خرڅونی بریا یې اعلان کړه.په دی ترتیب شوروی اتحاد دټولوبین المللی نورمونو پرته زموږ پرهیواد یرغل وکړخودیرغل په مقابل کې په لمړی سرکې دافغانستان دخلق په دموکرتیک کې د اوصولی جنبش په نامه ددغه عمل دغندنی غږپورته شوچې دشوروی استخباراتی دستګاه اودکارمل بوډاګی حکومت دسخت غبرګون سره مخ شو.همدا ډول باشهامته هیوادوالوددی یرغلګرواولاسپوڅوپه مقابل کې د یوسرتاسری ملی مقاومت په نتیجه کې دغه یرغلګرزبرځواک داسی په ګونډواودړی وړی کړچې«
لاتراوسه یې ماغزه په کرارنه دی چاچې ما سره وهلی سرپه څنګ دی».
په ډیره خواشنۍ سره باید وویل شې چې دجهادمافیایې ټیکه دارانودافغانانوددغه ملی مقاومت ،سرښندنواو سترولاسته راوړوارزښتونه تر پښولاندی کړل اودشخصی ګټواوقدرت دلاسته راوړلودپاره یې هیواداوولس دیوی ستری غمیزی سره لاس اوګریوان کړل چې پایله یې دیوبل یرغل اوتجاوززمینه برابره کړه چې دادی افغان ولس همدا اوس ورسره لاس او ګریوان دی.

پای 

مآخذونه:
۱-نګاهی په تاریخ حزب دموکرتین خلق افغانستان- عبدلقدوس غوربندی.
۲- دافغانستان پرمعاصرتاریخ یوه لنډه کتنه-
داکادیمسین کاندید ابرهیم عطایې.
۳- رڼا اودفاع –
محمد حسن کاکړ.
۴- داودخان دکې جې بې په لومه کې –
هارون.
۵- کرباس پوشهای برهنه پا-
دوکتورحسن شرق.
۶- غمیزه څرنګه منځ ته راغله-
پوهنوال عبد الرشید جلیلی.
۷- تحلیل واقعات سیاسی افغانستان-
عبد الحمید مبارز.