آرشیف

2014-12-25

شاه ولی آرین

دافـغـانستـان ستراتیژیک موقیعیت

 

دوهمه برخه:

د مرغومی شپږمه نیټه ۱۳۵۸کال
دچنګاش ۲۶نیټه۱۳۵۲کال دسردارمحمد داود کودتا:
څرنګه چې په تیره برخه کې ویل شوی و،دشاهی نظام نه ناراضی اواستعفا ته اړشوی صدراعظم داودخان دخپل حکومت په وخت کې یوشمیرمحصیلین دنظامی زد کړودپاره شوروی اتحاد ته استولی واو همداډول په اقتصادی اونظامی سکتورونوکې شوروی متخصیصین هیواد ته رابلل شوی وو،اوله بله پلوه دروسانوداجنټ ببرک اوحسن شرق له لوری دمحمد داود نږدی والی دشوروی سره د پرچم دډلی کارمل ته نږدی افسرانوچې په شوروی کې یې زدکړی کړی وی کله چې محمد ظاهرشاه په یوه سفر ایتالیا ته ولاړکودتا وکړه شاهی نظام ړنګ اودسردارمحمدداودجمهوری نظام رامنځته شو.چرنګه چې دکودتامحوری اوکیلیدی کسان کارمل ته نږدی پرچمیان اودکې،جې،بې غړی و،لکه فیض محمد دکورنیوچارووزیر.پاچاګل وفادارعبدالحمید محتاط.حسن شرق جیلانی باختری.محمد نبی عظیمی،محمدخان جلالر اوداسی نور،داموضوع یوتفصیلی بحث ته ضرورت لری چې په یوه ځانګری مقاله کې ولیکل شې،مګراوس به په لنډ ډول په دی بحث وکړم چې ولی د داودخان حکومت خپلوموخو ته ونه رسید اودسقوط اصلی عوامل یې څه و. 
داچې دکودتا اصلی اومحوری عناصردشوروی اتحاد دکې،جې،بې غړی او دپردی ترشا دببرک کارمل له لوری پروګرام ورکول کیده اوهمداعلت هم وچې دکورنیوچارودوزیرله لوری دکابل په مرکزاوټولوولایاتوکې  ډیرشمیر والیان اوولسوالان دپرچم له ډلی نه په دندو وګومارل شول.داعمل په ولس کې دداودخان دحکومت اوشخصیت ملی اړخ زیانمن او دګواښ سره مخ کړ.
داودخان هم دصدارت په دوره کې دروسانونه چې دپښتونستان په مسله کې دخپل تعهد نه په شاه شوی و،  ناهیلی اوناراز شوی و اوحساب یې پری نه شوکولای.
داودخان چې په وطن مین اودیوملی سیاست ملاتړی شخصیت و،دهمدی هیوادنی مینی پراساس یې ۷کلن اقتصادی پلان جوړکړ چې په ورستیوکې یې دیوه لارورکې سیاستوال په توګه ونه شوکولای شرقی،یاغربی متحدینوکې کوم یوغوره وګڼی ویل کیدل چې ایران د۷کلن اقتصادی پلان دپاره د۲میلیارد دالروژمنه کړی وه اوهمدا ډول یې سپین چک هم دسردار محمد داد مخی ته ایښی و،خو شرط یې دا و،چې د شوروی د مناسباتونه به لاس اخلی اودپاکستان سره به دپښتونستان په مسله کې له نرمی کاراخلی.له بله پلوه دسعودی عربو ۵۰۰م دالرواوشوروی اتحاد۵۷۰میلونودالرووعدو د نه عملی کیدوله امله دغه پلان سم عملی نه شو.ولږه، فقرمخ په زیاتیدوشوه هیوادوالودکار دپیداکیدو دپاره بهرنیو هیوادوته مخه کړه.
څرنګه چې دداودخان دحکومت اکثره غړی ټیټ رتبه افسران ودکودتا وروسته ددولتی ادارونه دمسلکی او تجربه کاروکادرونو ویستل اوځای یې نوروته سپارل بل لامل وچې دولت یې دګواښ سره مخ کړ.
دپاکستان او ایران په لمسون ددی دپاره چې دداودخان له لوری دیوغښتلی اوپیاوړی دولت دجوړیدوتصور یې لیده داسلامی بنسټ پالوتنظیم،تجهیزاوداغتشاش تربریده دهغوی تنظیمول چې دپنجشیر،لغمان اوبدخشان حرکتونه یې روښانه بیلګی وی.
بله اساسی موضوع چې نه دسیمی هیوادو،نه غرب او امریکا اونه هم روسانو پری  اعتماد کولی شوهغه دسردارمحمدداود د پښتنواوبلوڅود داعی نه بشپړملاتړاود دوی له نظره دیو نشنلیست پښتون په توګه چې دوی دپښتنوذاتی تاریخی دښمنان دی باورپری نه لرل.
داساسی قانون په تصویب کې دیوحزبی سیستم اعلان چې دفردی دیکتاتوری په لورګام اخیستل و دمحمدداود دنظام دستنو دضعف بل اساسی لامل په ګوته کولی شو.
دشوروی په سفرکې دبرژنیف سره په ملاقات کې داړیکوخرابیدل اوهیواد ته دراتګ نه وروسته دشوروی دتصورخلاف دروابطواوسیاست بدلون په نظام اودولت کې دشوروی پلوپرچمیانوورو ورو ګوښه کول،ایران پاکستان اوعربی هیوادوته مخ اړول. چې دی کارشوروی اتحاد اوکمونست ګوند دی ته اړویست چې د خلق په دموکراتیک ګوند کې هغه انشعاب چې دوی په خپله دخلقیانو دضعیفولودپاره ترسره کړی و، بیرته ددی ګوند دیوځای کیدودپاره یې دعراق دکمونیست ګوند په منځګړیتوب هلی ځلی پیل اوپه۱۳۵۶کال کې ګوندی وحدت ترسره کړ.
دسردارمحمد داودخان دسیاست بله بنسټیزه تیروتنه دواک په لمړیو کې په ملی،هیوادپالو شخصیتونوتکیه نه کول.بیا په وروستیوکې یوواردښی اوکیڼ اړخوځواکونواوسازمانووهل اوپه داسی یو کاری ګروپ یا ټیم باور لرل چې هغوی هم ورته په ریښتینولی کارنه کاوه اوځینولادخپلوپه ګټه دنووکودتاګانوسوچونواوپلانونوباندی کارکاوه.                                                                                                                   داچې دشاهی کورنۍ دسیاسی خپل منځی اختلافاتواودسردارمحمدداود دهیوادپالنی دروحی پراساس چې شاهی  نظام یې دهیوادپه ګټه نه بله ددغوغوښتنوتراغیزلاندی د۱۳۵۲کال دچنګاش په۲۶نیټه دکودتا په لړکې شاهی نظام نسکوراودیوې دموکراسۍ دمنځته راتلوپه خاطریې جمهوری نظام اعلان کړاودخلکو دسوکالۍ،دهیواد دپرمختګ او دټولو نیمګړتیاوود له منځه وړلوله پاره یې د«خطاب به مردم»کې ژمنی وکړی دیوشمیرډیرو سیاسی ډلوله خوا دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند(خلقیانو)په شمول تری هرکلی اوملاتړوشواود هرډول مرستی اوحتا دداود په مشری په یوې جبهې کې دداودخان له خواداعلان شوی پروګرام دعملی کولودپاره د ګډکارکولو تیاری هم څرګندشو.خو داودخان ددی پرځای چې په خپلووعدوعمل وکړي ورو ورودخپلو ژمنو نه ترشاشواوهغه یوڅه دموکراسي چې دشاه په وخت کې منځ ته راغلی وه هم خفه او دټولو هغو سیاسی ډلو سازمانونواواحزابوفعالیت یې غیرقانوني اعلان کړاویوازی یې خپل حزب رسمی کړ.چې دی عمل نوره هم دداودخان دسیاسی مخالیفینوتله درنه کړه اویادشوواحزابویاسیاسی فعالیت پریښوداویا یې خپل فعالیت پټ کړ. همداډول دمیوندوال اودهغه دیوشمیرملګروزندانیکول اوبیاوژل داسی څه ووچې نوری سیاسی ډلی اواحزاب یې هم اندیښمن کړل.
ـپه خواشنی سره بایدووایم چې مرحوم سردارمحمد داودیوملی هیوادپالونکی شخصیت وچې دهیواد دپرمختګ سره یې دزړه له تله مینه اوعلاقه درلوده اوداسی یوملی شخصیت ته دی هیوادستره اړتیا درلوده،مګردهیواد کورنی اوبهرنی دښمنانودده چاپریال داسی مهارکړچې نه یې ده ته دا فرصت ورکړچې ملی هیوادپاله عناصر په ځان راټول کړی اونه هم ملی اوهیوادپالوشخصیتونووشوکولای چې په ده راټول شوی وای اودده دتیروتنو دمخنیوی په خاطریې ورسره مرستی کړی وای .دهیوادکورنی، سیمه ایزواوبهرنیواستعمارګرو،تیروتاریخی دشمنانوپه سرکې شوروی اتحاد او دهغوی د کې،جې،بې منحوس جاسوسی سازمان ددی ویری له امله چې ممکن دده په رهبری به په افغانستان کې یوپیاوړی ،ځواکمن دولت راجوړشې اودوی به هریودحساب میدان ته راکش کړی، ددوی دشومو موخو مخنیوی به وکړی .ددی ویری له امله دی او دده حکومت داسی تیروتنو ته وهڅوه چې دادی تاوان یې تر اوسه زموږهیواد او ولس نه شې جبرانولی.
دخلق په دموکراتیک ګوند کې خلقیانودداودخان دملی اړخ اوهیواد ته دخدمت په باورمندی اوهمدا ډول د محمد داود د مشی یانی «خطاب به مردم افغانستان» له محتوا سره خپله همغږی وښوده اما نه سردار محمد داود په دوی اعتماد وکړاو نه هم دسردار محمد داود ورستیوتیروتنودوی دی ته اړکړل چې ورسره همکاری وکړی. خو وروستی رسمی پریکړه یې داوه:« که چیری بل هرڅوک دمحمد داودپردولت حمله کوی دوی به دداود په پلوی دریږی اما که چیری محمد داود پردوی ګزاریا حمله کوی دوی به دځانه دفاع کوی».
دپورتنیولاملونوپه نظرکې نیولوسره دسردارمحمد داود نظام ورځ تربله ورځ دستونزوسره لاس ګریوان اودبی ثباتی په لورروان و.کې .جې.بې دخپلولاسپوڅواجنټانوپه وسیله دببرک کارمل له لاری دجمهوری نظام دله منځه وړلوپه لارکې هلی ځلی کولی ترڅوچې یې داسی پلان عملی کړ.میراکبرخیبر،حفیظ الله امین چې هم پښتانه وواوهم یې ملی اوهیوادپالونکی روحیه درلوده دواړه دیوی توطیې قربانی کړی اولاره نوره هم دخپلو ګوډاګیانو دپاره هواره کړی.پلان په دی ترتیب چې دببرک کارمل له خوا نوراحمد نورته دنده سپارل کیږی چې میراکبرخیبرچې په موجودیت کې یې دکارمل دمشرتابه شانس بیخی کم وتروراودترورتوریې دحفیظ الله امین په غاړه واچوی اوپه دی ترتیب «
یې یوتیراودوه پاختکی کړی ».
دمیر اکبرخیبردمړینی په جنازه کې دګوند درهبرانوتوندغبرګون دداودخان دحکومت غوصه راوپاروله پر ګوند یې حمله وکړه رهبران یې ټول زندانی کړل اودګوندی غړودنیولواو رهبرانو داعدام تصمیم یې اعلان کړ.دمخه می ویلی و.چې ګوند په خاص ډول خلقیانوپریکړه درلوده که پرداود بل څوک حمله کوی نو دوی به دداود دنظام نه ملاتړ کوی،اما که خپله داود خان په دوی حمله کوی دوی به دځانه دفاع کوی.ددی تصمیم په نظرکې نیولوسره دحفیظ الله امین له خوا په اردوکې افسرانوته دفقیرمحمدفقیرله لوری قومانده ورکړه او په دی توګه په ۷دثورد۱۳۵۷کال دیونظامی پاڅون په نتجه کې دسردارمحمد داود جمهوری نظام ړنګ اوپرځای  یې دثورانقلاب پیروزی ته ورسید.

پاتی لری
دوهمه برخه: