آرشیف

2014-12-24

شاه ولی آرین

دافغانستان ستراتیژیک موقیعیت

دمرغومی شپږمه نیټه ۱۳۵۸کال

لمړی برخه:

داسیا په زړه کې دغه تاریخی هیواد دسیمی اونړی دجیوپولیټیک باارزښته موقیعیت له امله دتاریخ په اوږدو کې دزبرځواکودیرغل،ښکیلاک او نیواک له امله کرارنه دی پاتی،زموږ ګران هیواد او هیواد والودسترو او نه جبرانیدونکوسرښندنواوقربانیو په ورکولودهیواد د ازادی،ځمکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیسودساتنی او بیرته لاسته راوړلوپه لار کې دغلیمانوپښی په ګونډه کړی اوتیښتی ته یې اړایستی دی.دمقدونی اسکندر،مغولو،چنګیزیانویرغل تاراجونه اودافغان انګلیس جګړی یې نه هیریدونکی بیلګی په ګوته کولای شو.
دهیواد په تیرتاریخ کې غیرتمنوافغانانوسوریانو،غوریانو،هوتکیانو اوستر احمد شاه باباهم
دهیواد دساتلواو دنړی دسترو امپرتوریودمخ نیوی په خاطرپرمخ تګ کړی اودهغی زمانی داړتیا اوغوښتنو سره سم یې ستری امپراتوری جوړی کړی چې تراوسه یې دبرم اوځواک دهیری له امله نړیوال استعماری ځواکونه او سیمه ایزهیوادونه دویراو ډارله امله په هیواد کې حتا دا اوس هم دیوځواکمن دولت دجوړیدو زغم نه لری.   تیر تاریخ دا په ګوته کوی چې لکه همدا اوس پخواهم زموږ هیوادپه ۱۹۰۰،۱۸۰۰میلادی کلونو کې دنړی دزبرځواکواستعماری قوتونودجنګ اوغیرعادلانه معاملوډګرګرزیدلی و.دبریتانوی هند،تزاری روس،فارس اوفرانسوی امپراتوری تر منځ واروار زموږ دهیواد دسرحدی برخویوبل ته وربښل اویا پریښول د دوی د هغی زمانی داستعماری سیاست کړنلاری وی چې تر اوسه ورته په میراث پاتی دی.
دانګریزی استعمارنه راپاتی فتنه لرونکی سیمه ایزی سرحدی د پولود ویش توطیي ددیورند کرښه دافغان   پاکستان ترمنځ۱۶۴۰میله پوله د۱۸۹۳کال دمعاهدی له امله چې دبرتانوی هنددبهرنیوچارودوزیر«مارتیمر دیورند»له خواپه ډیره رزیلانه دپلوماتیکه چالاکی اودامیرعبدالرحمان خان دځینومهمومجبوریتونونه په ګټه اخیستوپه دی ډول امضا شوی چې دغه ساحه په دافغانستان خاوره اوملکیت وی اما دبرتانوی هند د استفادی اوکنترول لاندی به وی.همداډول دانګریزانوسره همغږی کې  په نولسمه پیړی کې روسانوهم د افغانستان په شمال کې دپنجده په سیمه کې ځنی برخی ونیولی اوپه ۱۸۸۵کال یې پنجده هم تر تصرف لاندی راوسته،چې په دی ترتیب روسانوهم دتاریخ په اوږدو کې نه دی غوښتی  اونه هم غواړی چې په افغانستان کې یوپیاوړی دولت رامنځ ته شې.دانګریزانوبله نه بښونکی توطیه چې زمودهیواد او ایران ترمنځ یې تاریخی ستونزه او دوښمنی راپری ایښی ده،هغه په ۱۲۵۱شمسی کې کال د«جنرال ګلداسمیت»اوپه ۱۹۰۵کال د«مک ماهون» له لوری دایران او افغانستان په سرحدی کرښه کې دهیرمند داوبودمسلی دلانجی په توګه پریښوول چې همدا اوس هم ددی له امله ایران زموږپه هیوادکې لاسوهنی کوی اونه غواړی چې یوباثباته دولت دی وجودولری.  دپورتنیومسائیلودروښانولونه می موخه دا ده چې زموږدهیواد روانی پیښی تیری تاریخ ریښی لری اوزموږ سیاسیون اودولتی چارواکی باید ورته ښه پام راوړوی چې هغواستعماری هیوادواوکړیوچې زموږ دهیوادپه ورانولو،ویشلوګې دتاریخ په اوږدوکې برخه اخیستی وی بیا نو دجوړولوکومه تمه تری لرلی شو؟     دپخوانی شوروی اتحاداواوسنۍ روسیې،ایران اوپاکسانی واکدارانوهیڅکله نه غوښتل اونه هم غواړی چې په افغانستان کې یوځواکمن،غښتلی او خپلواک دولت رامنځ ته شې.ددیورند کرښه چې دهیواد پښتانه یې د زړه په منځ کې پرخنجروهلی اوغیرعادلانه توګه یې په دوه برخو ویشلی دی،دپنجاب واکدارن هیڅکه ارام نه دی ناست اوتل یې هلی ځلی کړی چې افغانان ددغی ازادی غوښتونکی داعیې غږپورته نه کړی.دمحمد ظاهر شاه دسلطنت په ورستیو کې کله چې سردارمحمد داود دصدارت واکی ترلاسه کړی اودخپل دحکومت په دغه دوره کې یوشمیرمحصلین نظامی زدکړودپاره شوروی اتحادته واستول،په اقتصادی برخوکې ځنی ساختمانی عملی پروژی سرکونه دبرق د بندونوفابریکی،اودسالنګ دتونل سیلواوداسی نورو پروژود جوړولوعملی کارپیل کړ اوهمدا ډول یې دهیواد دجوړونی په لارکې مشورتی جرګو ته هم مخه کړه چې ددغوغونډوپه لړکې دپښتنواو بلوڅودحقوقواوداعیې نه ددفاع دپاره دخان عبدالغفارخان اوولی خان سره ددوستی په طرحه خبری وکړی او د دیورند دکرښی غږهم راپورته شو، داودخان د پاکستان ددولت عکسل العمل نورهم دی ته اړویست چې حتا سفربری اعلان کړی، امادغه غږډیر ژرغلی شو او داودخان دصحنی نه لری پرځای یې ددموکراسی ترنامه ډاکتر محمد یوسف خان دهیواد صدراعظم وټاکل شو.
کله چې په ۱۹۶۳میلادی کال ډاکترمحمد یوسف دهیواد صدراعظم شواوپه ۱۹۶۴میلادی کال کې دهیواداساسی  قانون تصویب اوددی قانون سره سم ددموکراسی فضاپرانستل شوه داحزابوقانون توشیح اوپه هیوادکې دنوی دموکراسی نوی فصل راپیل شو.په هیوادکې دځینوخپرونو،جریدودفعالیت لارخلاصه سیاسی حزبونواوحلقود جوړیدوپه نتیجه کې په ۱۳۴۳کال دافغانستان خلق دموکراتیک ګوند جوړاوسیاسی فعالیت یې پیل کړ.څرنګه چې دمحمدظاهرشاه دپادشاهی په دوره کې روسانودسردارمحمد داود دنظامی او اقتصادی پروګرامونو نه ملاتړاو یوتعدادمحصلین یې په نظامی برخه کې شوروی اتحادته وبلل اوترڅنګ یې دنظامی، اقتصادی مشاورینودپار افغانستان ته دراتګ اوفعالیت چاری برابری کړی دواړوموخود حزب دموکراتیک خلق دفعالیت دپاره یوڅه نورهم امکانات برابرکړل. ځنی مأخذونه او اسناد داپه ګوته کوی چې روسانودګوند دجوړید دمخه په سیاسی بهیر کې اجنټان اولاسپوڅی غوره او تربیه کړی وو.چې هم یې له حاکمو دولتو سره ښه رابطه درلوده اوهم یې دروسانوپه ګټه دګوند تله درنوله.ددغه ټیم له جملی ښاغلی ببرک کارمل دجنرال محمدحسین خان ځوی یې چې دشاهی کورنۍ اوداودخان سره اړیکی او ددوی داعتماد وړ و،وګماره.دداسی اړیکوبیلګی په لاندی توګه څرګندولی شم:کارمل دشاهی دولت سره په همغږی کې هلی ځلی وکړی ترڅودنورمحمد ترکې مخه ډب کړی چې پارلمان ته لار پیدا نه کړی کله چې دی پارلمان ته راځی دشورا په اتلسمه دوره کې دروسانوپه مشوره اودحکومت سره په اړیکه کې داسی وایې:«درین شک نیست که به ایستیناد ماده ۱۵قانون اساسی پادشاه غیر مسئول وواجبل احترام است،وظیفه هرفرد واتباع افغانستان است که دربرابرچنین شاهی که درممالک اسیایې ازجمله مترقی ترین شاهان په شمارمی رود با ان احترام ګذاشت.این حقیقت است که ما از صمیم قلب با ان اعتقاد واحترام داریم وهیچکس نمی تواند این اعتقاد واحترام که ما با ان دارم ازما بګیرند». ببرک کارمل په۱۹۵۷میلادی کال دکی جی بی په اجنټوری منل شوی وچې مستعار نوم یې مریدورکړشوی  و،اود میاشتی یې ددی فعالیت په مقابل کې (۳۵۰۰۰ ) افغانی معاش تر لاسه کاوه.«میتروخین کی جی بی  په افغانستان کې».
دلته اړینه بولم چې یوی مهمی موضوع ته دلوستونکو پام راوړوم څرنګه چې دپنجاب واکدارانوته د سردار محمدداودسیاسی مشی اوعلاقمندی دپښتنواوبلوڅودازادی غوښتنوپه برخه کې څرګند و،کله چې د۱۳۵۲ شمسی کال د چنګاښ په ۲۶داودخان کودتاه وکړه اوجمهوری نظام رامنځ ته شودکودتا په همدی لومړیوکې پاکستان  یودری کسیزهیئت دپادشاه حضورته واستوه چې هغه پاکستان ته راشی اوددوی په مرسته بیرته له داودخان نه واک ترلاسه کړی خوپادشاه داخبره ونه منله.کله چې یې داپلان شنډشوبیایې دپخوانی بادارانګریز امریکی اوسعودی عرب په مرسته  بل رزیلانه پلان چې داسلامی بنسټ پالونظامی روزنه اوتجهیزات وو، عملی کړاود داودخان د جمهوریت پرضد یې خرڅ شوی افغانان راوپارول.متقاعدجنرال نصیرالله بابرچې په هغه وخت کې دشمال غرب صوبی ګورنرو،هغه داسی وایې:«ما دګلبدین حکمتیار،برهان الدین ربانی، نورو اوقومندان احمدشاه نه وغوښتل چې دهغوی سره په ګډه دسردارمحمد داود پرضد ودریږواوموقع ورنه کړوچې خپلوهغه پخوانیوموخوته ورسیږی».نصیرالله بابردغه مطلب په هغه سیمینارکې په رسمی اوعلنی ډول اعلان کړچې د پیښورپه ښارکې جوړشوی و.دا ددی مطلب کره ثبوت دی چې د اسلامی بنسټ پالوروزنه تجهیزاو کمپونه، نه داچې دځینوهغوخرڅ شوواو اجیرانو په قول چې ګویا دا اجیران د سوردپاڅون نه وروسته دهیواد پریښودوته اړ شوی دی دکل په توګه بی بنیاده اونادرست دی.بله بیلګه یې دپاکستان په مستقیمه لارښوونه اومرسته د۱۹۷۵ میلادی کال هغه دولتی ضد خوزښت اوبغاوت وچې دداودخان دجمهوریت پرضددهیواد په پنجشیر،لغمان،بدخشان کې ترسره شو.همداډول ښاغلی حضرت صاحب مجددی په یوویدوکې داسیوایې چې: «اوبردراچرادروغ میګین ایا مه ،ربانی حکمتیارو بعضی بردران مجاهدین دیګر دروخت مرحوم داودخان به پاکستان نه رفتیم وجهاد راشروع نه کردیم». چې پورتنی لاملونه دا په ډاګه کوی چې پاکستان اوپنجابی واکداران یې تل دافغانستان د تاریخی دښمنانوسره په همغږی کې هیڅکله نه غوښتی اونه هم غواړی
چې په افغانستان کې دی یوپیاوړی خپلواک دولت جوړشې.    پاتی لری.